سریزه:
که موږ د لرغوني روم د ژبې یا کلتور په اړه خبرې کوو، نو د لرغوني یونان په اړه باید پوره معلومات ولرو. رومیان د سویلي ایټالیې له الرې یونانیانو سره په اړیکه کې وو او د هغوی له فرهنګ او فکر سره اشنا وو. ان تر دې چې له یونانیانو څخه یې لیکل او لوستل هم زده کړي و. د یونانیانو د بډایه کلتور له امله د دوی تر واکمنۍ الندې په ډېرو هېوادونو کې یوناني ژبه کارېده. همدا رنګه په نورو ځایونو کې هم د فلسفي او ساینسي اثارو د پوهېدو لپاره د یوناني ژبې زدکړه اړینه وه. خو په دویمه او درېیمه میلادي پېړۍ کې ورو، ورو یونان د روم امپراتورۍ تر واکمنۍ الندې راغی. د روم امپراتورۍ له واکمنۍ او د جګړې په ډګر کې د یونانیانو تر ماتې وروسته یوناني کلتور په پراخه کچه په لرغوني روم یرغل وکړ او رومیانو چې ځانونه یې د علم او فرهنګ له اړخه تر دوی کمزوری ګڼل، نو د یونانیانو فرهنګ او هنر ته یې ښه راغالست ووایه. ویرجل په دې اړه وایي: پرېږده چې یوناني فرهنګ روم کې خور شي او رومیان سوله وکړي.
رومیان په دې پوهېدل چې یونانیان تر دوی په علم او هنر کې مخکې دي نو د ژبې په برخه کې یې هم د دوی الره تعقیب کړه او څېړنې یې پیل کړې. رومیانو د التین ژبې په څېړلو کې تر ډېره له هغو قاعدو او الرو ګټه اخیسته کوم چې د یونانیانو د یوناني ژبې د لپاره کارولې وې.
وارون: واروون د التین ژبې لومړنی ګرامر لیکونکی دی چې په خپل کتاب کې یې د ژبني مسایلو په اړه مهمو ټکو ته اشاره کړې ده. دا کتاب ټول پینځه ویشت ټوکه دی، چې له پینځمه تر لسم ټوکه یې اوس هم پیدا کیږي. واروون د رواقیانو له افکارو اغېزمن و او په ورته حال کې اسکندریانو له ښونو سره هم بلد و. مخکې له دې چې په وارون او د لروني روم په نورو لیکواالنو خبرې وکړو نو د رواقیانو په اړه به لږ معلومات وړاندې کړو.
(تاریخ زبان شناسي، پوهندوی مطیع هللا حکیمي، ۲۷)
رواقي ژبپوهنه
رواقیان د یونان د فیلسوفانو یوه ډله وه چې تر ارستو وروسته صحنې ته راغلل. ژبپوهنې د رواقیانو د هڅو له امله د فلسفې په عمومي متن کې ټاکلی ځای پیدا کړ او د دوی په وسیله ژبني او ژبپوهنیز مسایل د ژبې د بېالبېلو اړوندو برخو د اثارو په چوکاټ کې ځای پر ځای شول.
رواقیانو د بڼې او مانا د بېلتون موضوع رامنځته کړه. پر دې اساس یې په ژبه کې دال له مدلول نه بېل وباله او د دې موخې لپاره یې داسې طریقه رامنځته کړه چې د سوسور طریقه رایادوي. دوی غږپوهنه له صرف او نحوې بېله او دا دواړې برخې یې له ریښه پوهنې نه بېلې معرفي کړې. په دې برخه کې یې له ریښه پوهنې سره ډېره لېوالتیا وښودله. له دې هر څه د دوی ډېر کار د صرف او نحوې په برخه کې و.
رواقیان د ګرامر په برخه کې د ارستو د کارونو په بشپړولو بوخت وو. د دوی د السته راوړنو له ډلې د وییونو د ډولونو یا وینا د برخو پراخول وو. رواقیانو د وییونو د ډولونو په پراختیا کې درې پړاوونه ووهل.
لومړی، دا چې ارستویي طبقه »سیندسموي« یې پر دوو طبقو ووېشله. یوه یې ګردانېدونکې طبقه (چې ضمیرونه او د تعریف نښې پکې شاملې وې) وه چې ارثرا نومېده او بله یې نه ګردانېدونکې طبقه وه چې سیندسمویي اصطالح یې ورته وکاروله. دویم دا چې ارستویي »انوما« طبقه یې هم پر دوو عامه او ځانګړې طبقه ووېشله او د انوما اصطالح یې یوازې لومړنۍ طبقې ته ځانګړې کړه او دویمه طبقه یې پروسي ګوریا ونوموله. درېیم دا چې د عام نوم له طبقې نه یې د قیدونو طبقه استخراج کړه او هغه یې مسوتیس وبلله چې د »منځنیو« یا هغو عناصرو په مانا ده چې په منځ کې راځي. دا نومونه له دې امله وه چې قیدونه له نحوي پلوه په فعلونو پورې اړوند وو خو له صرفي پلوه په زیاترو مواردو کې د نوم په ریښه پورې اړوند وو (روبینز ۴۷۳۰۷۳۱)
رواقیانو د ژبې په برخه کې د طبیعت مدارانو نظریې ته ترجیح ورکړه او په دې موضوع کې یې د غږ د نوم او سیمبول پالنې پر مقولو ډېره تکیه او ټینګار کاوه.
وارون
وارون د التیني ژبې لومړنی جدي ګرامر لیکونکی دی چې د ژبپوهنیزو مسایلو په اړه یې مهم ټکي ولیکل. د التیني ژبې کتاب پنځه ویشتو ټوکو ته رسېږي او له دې ډلې له ۵ تر ۴۰ ټوک پورې او څو د پاڼو ټوټې الس ته راغلې دي. په دې کتاب کې وارون د ژبې په اړه خپل نظر مطرح کوي. هغه د رواقیانو له نظرونو نه اغېزمن و او په عین حال کې یې د اسکندرانیانو له نظرونو سره هم بلدتیا درلوده. په هغو پاڼو کې چې د ګرامر تعریف پکې راغلی دی، وایي۷ د ژبې ګرامر د شاعرانو، مورخانو او ویناوالو د کارولو منظمه پوهه ده. دا تعریف تر ډېرې کچې د ګرامر په اړه د تراکس تعریف ته ورته دی.
ارپوهه
وارون په دې باور و چې ژبه د محدودو لومړنیو لغتونو د ټولګې نه له زړه نه راوتلې ده او پراخه شوې ده او هغې مجموعې د ژبې اصل او سرچینه جوړه کړې ده. د ده په نظر محدود شمېر لومړني لغتونه چې د څیزونو د نومولو لپاره وضع شوي وو، په تورو یا غږیزه بڼه کې د تغییر له الرې )چې دواړه د نویو بڼو د رامنځته کېدو سبب کېږي (د بېلګې په ډول وایي، د bellum لغت په لرغونې التیني کې له buellum نه راوتلې او buellum په التیني کې د جګړې په مانا دی. په عین حال کې وایي چې د وییونو ماناګانې هم تغییر کوي، لکه د hostis ویي مانا چې په اصل کې یې د پردي مانا لرله. په لرغونې التیني کې د وارون په وخت کې یې د دښمن مانا لرله. که څه هم په دې بېلګو کې د هغه د نظر سموالی د اوسنیو څېړنو له خوا تایید شوی دی، ځینې کارونه یې د یونانیانو غوندې سست او نیمګړي دي. د ناسمو نظرونو له ډلې یې دا دی چې وایي۷ anas التیني لفظ چې د مرغابۍ په مانا دی، له nare التیني لفظ نه راوتلی دی چې د المبو مانا لري. د vitis لفظ چې د شرابو په مانا دی، له vis نه اخیستل شوی چې د توان او ځواک په مانا دی او cura چې د مراقبت په مانا ده، له urere cor نه سرچینه اخلي چې د زړه سوځولو مانا لري )روبینز ۷۴۷۳۰ )۴۴۴
وارون په خپل دې نظر کې چې وایي لغتونه د غږیزو بدلونونو له الرې وده کوي، دوه ډوله بېلې کتنې سره ګډوي، یوه یې په تاریخ کې د ارپوهې په کتنه پورې اړه لري او بله یې د اشتقاق او تصریف په هممهاله پروسو پورې. وارون د هغو لغتونو د ټولګې له منځه چې د صرفي جوړښت له پلوه له یو بل سره اړوند وو، یو یا څو پېژندل شوي غړي ټاکل او ویل یې هغه غړي لومړني لغتونه دي او د هغې ټولګې نور لغتونه یې د همغو څو لغتونو له تصریف نه ترالسه شوي ګڼل.
صرف او نحو
وارون د هغو توپیرونو په اړه د بحث پر وخت چې د همریښه لغتونو د بڼې د اشتقاق یا تصریف په جریان کې لیدل کېږي، ټول هغه دالیل بیانوي چې تر هغه مخکې د نظم پالنې یا له نظمه تېښتې په تایید یا رد کې ورکړل شوي وو او هر یوه ته یې له التیني ژبې نه بېلګې راوړلې. په پای کې دې پایلې ته رسېږي چې په ژبه کې د نظم پالنې او بې نظمۍ دواړه اصول شته او دواړه هم په ویي رغاونه او هم د لغتونو د مانا او بڼې په پیوستون کې په یو ډول ونډه لري.
یوه مهمه د کتنې السته راوړنه چې وارون په دې موضوع کې ترالسه کړه، هغه توپیر و چې د اشتقاقي او تصریفي شکل بندۍ ترمنځ یې ټینګوي او دا هغه توپیر دی چې پخوا چا پام نه و ورته کړی او هغه دا چې تصریفي پروسې په لغت کې تر اشتقاقي پروسو ډېر عمومیت لري.
د وارون د څېړنې مهم نوښت د صرفي معیارونو پر اساس د التیني ژبې د لغتونو ډلبندي وه. هغه استفاده چې له صرفي کتګوریو نه یې کوي، په ښه ډول ښیي چې هغه په یوناني سرچینو څرنګه پوه شوی دی او پرته له دې چې د هغوی له پایو اخیستنو نه نسخه واخلي، ګټه یې ترې اخیستې ده. هغه د یونانیانو غوندې د حالت او ګرامري وخت مقولې د لرغونې زمانې د ژبو لپاره د بېلوونکو مقولو په توګه په پام کې نیسي او د هغو دوو مقولو پر اساس یو داسې نظام رامنځته کوي چې څلور امکانونه پکې دي چې د هغو لغتونو څلورګونې طبقې چې په یادو ژبو کې له تصریفي پلوه په تقابل کې واقع کېږي، د هغه نظام څلور امکانونه جوړوي. هغه نظام دا دی۷
۴ـ هغه لغتونه چې د حالت له پلوه تصریفېږي. نوم )پر صفت سربېره)
۲ـ هغه لغتونه چې د ګرامري وخت له پلوه تصریفېږي. فعل.
۷ـ هغه لغتونه چې د حالت او وخت له پلوه تصریفېږي. وجه وصفي.
۱ـ هغه لغتونه چې له یوه پلوه هم نه تصریفېږي، قید.
له دې ورهاخوا وارون دا څلور طبقې د بڼو په توګه هم مقوله بندي کوي چې په ترتیب یا د نومولو لپاره کارول کېږي ) نومونه(، یا احکام بیانوي )فعلونه (، یا له نورو طبقو سره نښلي )یعنې د نوم او فعل په نحوي رول کې څرګندېږي، صفتونه له همدې ډلې څخه دي (یا د نورو طبقو مالتړ کوي ) یعنې له فعل سره ترکیب کېږي او د هغه د تړلي غړي حکم پیدا کوي چې قیدونه په دې طبقه کې راځي.
تر وارون وروسته دوره
د لغتونو د ډلبندۍ ځانګړی نظام د وارون په نوښت د التیني ژبې په جوړښت کې رامنځته شو او د ټولو له
خوا ومنل شو، هغه نظام ته ډېر نږدې و چې تراکس »د ګرامر په فن« کې ترالسه کړی و او دا وروستی
نظام و چې د پریسکیانوس په اثارو او التیني ژبې په وروستي ګرامر کې تثبیت شو. له بدلونه خوندي پاتې
شو او دوام یې وکړ. په دې نظام کې اته طبقې وې او پر ځای پاتې شوې، پرته له دې چې په هغو کې یو
بدلون راغی، داسې چې په لرغونې التیني کې د لغتونو هېڅ طبقه نه وه چې په یوناني ژبه کې د تعریف د
نښې له طبقې سره برابره وي. البته د تعریف هغه نښې چې په وروستۍ رومي ژبه کې لیدل کېږي، د ille،
illa او illud ضمیرونو د سولېدو له امله چې ټول د هغه په مانا کارول کېږي، رامنځته شول.
د التیني ژبې ګرامرپوهانو د تعریف د نښې د ډلبندۍ پر ځای غږونه د بېلې طبقې په توګه ومنل. حال دا چې
تر هغه وخته پورې تراکس غږونه د قید په ډله کې راوستل او تر قیدونو الندې یې راوستلي وو. لومړی
ګرامرپوه چې غږونه یې د بېلې طبقې په توګه وشمېرل، رمیوس پاله مون )په لومړۍ میالدي پېړۍ( کې و.
هغه د غږونو طبقه د داسې طبقې په توګه تعریف کړه چې هېڅ ثابته مانا یې نه لرله، بلکې عواطفو او
احساساتو ته یې اشاره کوله.
دوناتوس او پریسکانوس
په روم کې د ګوتو په شمار ګرامرلیکونکي شته. خورا مشهور یې یو دوناتوس دی او بل یې پریسکیانوس،
دوناتوس د ګرامر دوه کتابونه ولیکل یې لوی فن او بل یې د لوی فن په نامه تر هغه پراخ روایت و. دویم
کتاب د مروجې طرحې غوندې دی او له تورو یعنې غږونو او سېالبونو »د لغتونو ډولونه« چې دی یې له
اتو برخو جوړ شوی ګڼي )اسم، ضمیر، فعل، وجه، وصفي، قید، اړیک وییکي، د اضافت وییکی او غږونه،
د هغه په نظر صفت د اسم په طبقه کې راته(. او په پای کې هم له ځینو سپکو ادبي صنعتونو په اړه بحث
کوي. د ده موخه د هغو لوستونکو روزل وو چې له پخوا نه یې په التیني ژبه خبرې کولې. دی د منځنیو
پېړیو له منځه تر یوولسمې میالدي پېړۍ پورې تر ټولو بانفوذه ګرامرپوه و. ځکه د بهرنۍ ژبې په توګه د
التیني ژبې زده کړې لومړی درجه ارزښت درلود.
پریسکیانوس متفاوت او جالب شخصیت درلود. هغه د جملو په جوړښت کې د غږونو پر نحوي خپلواکۍ ډېر
ټینګار کاوه. د هغه د کتاب نوم »د ګرامر بنسټونه« وو »چې د ۵۰۰ میالدي کال شاوخوا لیکل شوی و«،
۴۱ ټوکه لري او په اوسني حساب زر پاڼې راځي. هغه تر دوناتوس وروسته )چې په څلورمه میالدي پېړۍ
کې یې ژوند کاوه(، د التیني ژبې یو مشهور ګرامرلیکونکی دی. دې ټولو ګرامرپوهانو د ژبې د ګرامري
معرفي لپاره د یوازیني نظام بنسټ کېښود او هغه نظام یې د نورو کارونو د بنسټ په توګه ومانه او د هغه
پیروي یې وکړه. د دوی په کارونو کې هېڅ ډول اصالت او نوښت نه و او د یوناني ژبې د ګرامر له
اصطالحاتو او مقولو نه په استفادې یې التیني ژبه تحلیلوله. د دې کار لپاره یې د یوناني فني اصطالحات
التیني ته ژباړل او په دې برخه کې یې له خورا نږدې التیني لغتونو نه په یوناني ډول ګټه اخیسته.
د پریسکیانوس کارونه د هغه د ټولو هم عصرو اثارو په منځ کې د ګرامر غوره بېلګې شمېرل کېږي. هغه
د خپلې موضوع )چې د لرغونې التیني ادبي ژبې معرفي وه(، د هغو د تلفظ په اړه له بحث سره پیل کړ او
په منظم ډول یې تعقیب کړ. تر هر څه زیات د همده په وخت کې د یونانیانو نظرونو منځنیو پېړیو ته الره
پیدا کړه او په منځنیو پېړیو کې او وروسته د نړیوال ګرامر په برخه کې د بنسټونو په ډول وکارول شول.
د منځنیو پېړیو په پیل کې د پریسکیانیوس کتاب او اړوند موضوعات هېر کړای شول. ښایي دلیل یې دا وي
چې تر هغه ډېر سخت وو چې نویو ځوانانو ته د التیني د تدریس غوندې ښوونیزو مسایلو کې ګټه ترې
واخیستل شي. په دې حال کې، په نهمه میالدي پېړۍ کې د شارلماني عصر په تعقیب بیا د پام وړ شو. تر
هغه وروسته د پریسکیانوس کتاب د ګرامري او ژبنیو نظریو په برخه کې په داسې سرچینه بدل شو چې
خورا زیات پلویان یې لرل او دې وضعیت د منځنیو پېړیو تر پایه دوام وکړ. پریسکیانوس په دې دوره کې
لږ او زیات د ژبې د ګرامر په برخه کې هماغه ځای وساته چې ارستو د فلسفې او منطق په نړۍ کې ترالسه
کړی و.
اوازپوهنه
پریسکیانوس د اوازوپوهنې په کچه د التیني ژبې له تلفظ نه بحث کوي، په دې ژبه کې د سېالب جوړښت تشریح کوي او د دې کار لپاره د التیني ژبې توري معرفي کوي. هغه سېالب د خبرو تر ټولو کوچنۍ برخه بولي او وایي چې درې ځانګړنې نوم، لیکنۍ بڼه او غږیز ارزښت لري. مالومه خبره ده چې د ژبپوهنې له نظره د توري په غږیز توصیف کې هېڅ ارزښت نشته؛ خو دا چې له دې ډول توصیفونو نه د التیني ژبې د کشف او پېژندلو لپاره د شواهدو په توګه وکارول شي.
صرف او نحوه
پریسکیانوس له اوازپوهنې نه د صرف پر لور ځي. ویی د تراکس په پیروۍ د جملې د جوړښت تر ټولو کوچنی واحد بولي او جمله یې د بشپړې مفکورې بیانوونکې بلله. د پریسکیانوس ګرامري انګاره هم له ویي او صیغې نه جوړ شوی دی او په ښکاره یې ویل چې هر ډول تجزیه چې تر لغت په ټیټه کچه ترسره شي، ژبپوهنیز ارزښت نه لري.
پریسکیانوس د التیني ژبې لغتونه په اتو طبقو کې راولي او هرې یوې ته صرفي بڼې ورکوي.
پریسکیانوس په خپل ګرامر کې په جمله کې د لغتونو تر ټولو طبیعي ترتیب داسې معرفي کوي چې لومړی
اسم یا ضمیر په فاعلي حالت کې )یعنې همغه مبتدا( او وروسته فعل پسې واقع کېږي. د دې ادعا په اثبات
کې استدالل کوي چې دا له دې امله دی چې ګوهر تر هغه عمل مخکې دی چې خپله یې ترسره کوي. د هغه
د نحوي نظر پر سموالي د اوسنیو باور له دې الرې سستېږي. دا یو خطر دی چې د نیمګړو او ناکافي
تجربوي واقعیتونو پر بنسټ د فلسفه بافۍ له الرې ژبپوه ته ورپېښېږي.
لنډيز:
رومیانو د نورو علومو په څېر د ژبپوهنې په برخه کې هم د یونانیانو الره تعقیب کړه. قاموسونه او د ګرامر کتابونه یې له دوی نه په تقلید ولیکل. د التین ژبې لپاره په لومړي ځل ګرامر وارون په )۷۲-۱۱۱ ق.م( کې په ساده ژبه ولیکه. دا کتاب چې د Latina Lingua De په نامه و پینځه ویشت ټوکو رسیږي.
تر ده وروسته کوینتیلیانوس د وینا فن Oratoria Institutio په نامه کتاب ولیکه، چې د معاني او بیان په هکله خبرې پکې کړې وې. د ده تر څنګ اپلیوس دوناتوس د کوچني فن Minor Ars په نامه ګرامر ولیکه چې ډېر ارزښت یې درلود. د التین ژبې د لومړنیو زدکړو لپاره تر منځنیو پېړیو پورې له دې کتابه ګټه اخیستل کېده. دا لومړنی التیني کتاب و چې په لرګینو تورو چاپ شو.
څلورمې ـ پینځمې میالدي پېړۍ نه وروسته کله چې د روم امپراتوري له زوال سره مخ کیږي، نو ډېری د علم او ادب خاوندان د روم نوې پالزمینې )قسطنطنیه( ته پناه وړي. دغه وخت کې پریسکیانوس )-۲۱۷ ۱۶(د ګرامري کتګورۍ Catagories Grammatical په نامه ګرامر لیکي. دا کتاب شل ټوکه لري، چې اتلس ټوکه یې د وینا ډولونو او دوه ټوکه یې د نحوې په باب دي.
ارپوهه کې هم رومیانو د یونانیانو په پل خپل پل کېښود. په دې برخه کې قدیس ایزیدوروس اشیلیي )-۲۲۶
۱۷۶( د لغاتو سرجینې Etymologia Sive rigines0 یا د لغاتو ریښې، په نامه قاموس ولیکه. لکه څنګه چې افالطون فکر تخیل ته سپارلی و، رومي لیکواالن هم د یوې کلمې د مانا موندلو په هڅو کې د تصوراتو او خیاالتو تابع و. د بېلګې په توګه: Vulpes کلمه چې ګیدړې ته ویل کېده، دوی داسې تشریح کوله چې Volo د الوځم په مانا او Pes د پښو په مانا ده. یا مثالً د Lepus کلمه چې سوی) خرګوش( ته ویل کېده؛ Levis د سپک او Pes د پښو په مانا. د کلمو په ریښو کې هیڅ ډول ژبنۍ خپلوي او نظم نه لیدل کېده او دا ډول بې بنسټه اټکلونه بیخي عام و ان تر دې چې شیانو نومونه د دوی د متضادو صفاتو پر بنسټ ټاکل کېدل.