رڼا ډکې کړې فورمې بیا راواخیستې. د مور، د ورور، د وریندارې، د دوو وریرو د زېږیدلو نیټې او نومونه یې په خپل مبایل کې د دوی د پاسپورتونو له عکس سره پرتله کړل. فورمې یې سر په سر کېښودې، له کړکۍ یې بهر وکتل، د مهاجرو د ادارې د ماشي رنګه لوړ تعمیر مخکې ته د ناجو ونې داسې ښکارېدې لکه د دروغو چې وي.
رڼا څنګ ته څوکۍ کې ناستې میرمنې ته چې د خیریه موسسې وکیله وه وکتل. میرمن میدکووا په خپل مبایل بوخته وه خو چې رڼا وروکتل ور موسکه شوه: بیروبار ډېر دی داسې ښکاري چې انتظار به اوږد وي.
– هو، نن بیخي خلک ډېر دي، تېر ځلې چې راغلې وم دومره نه ول.
– دا خو لا ښه ده چې اوکراینیانو ته یې بیخي جلا ځای ټاکلی، که نه تر دې به هم ډېر بیروبار و. زه سېګرټو ته د باندې ځم.
رڼا شاوخوا وکتل. لوی دهلیز دی. ښایي پنځوس څوکۍ به پکې ایښې وي، له یوې نیمې پرته ټولې ډکې دي. په لسګونو کسان، څوک ناست، څوک ولاړ، د نوبت په انتظار کې.
یوه تور پوستې میرمن په یوه لاس د خپل نوزېږي کوچیني ریکشه شوروي، په بل لاس کې یې مبایل دی. د یوې ښځې او سړي په څه خبره سره بحث دی، کوښښ کوي خپل اواز ټیټ وساتي خو بیا ترې لوړ شي. روسي سره وايي، رڼا یې په خبرو نه پوهېږي. د دواړو سترګې شنې او وېښته زېړبخون دي. ښځه په یوه ساه لګیا ده،خبرې کوي، سړی سر ښوروي، اوږې پورته اچوي، لنډ لنډ ځوابونه ورکوي او بیا بیا خپل ساعت ته ګوري.
رڼا ته مخامخ یو بوډا ناست دی. بوډا د خپلو اسنادو دوسیه،لکه ساه چې یې ورپورې غوټه وي، په ټټر پورې ټینګه نیولې ده. د بوډا تندی له ګونځو ډک دی خو نېغ ناست دی. رڼا ملا سیخه کړه، د مور خبره وریاد شوه چې په ځوانه ځوانۍ کې به کوپه شې.” لکه چې د ویتنام دی. کالي خو یې ټول له ویتنامي دوکانه اخیستې دي. ممکن دی پخپله دوکان ولري.”
د برنو ښار د مهاجرو هغه کمپ ته نژدې هم، چې رڼا پکې له تېرو نهمو میاشتو اوسي، د ویتنامیانو دوه دوکانونه دي. یو کوچینی، بل غټ، یو بل ته مخامخ، سړک یې تر مینځ دی. رڼا تل له غټ دوکانه سودا اخلي. په دوکان کې یوه ښځه او میړه کار کوي، کله کله پکې یو ځوانکی هلک هم وي. سړی معمولا د کارتنونو په کته پورته کولو بوخت وي او ښځه د خرڅلاو میز ته ناسته وي.. په دوکان کې د عامو غذايي توکو تر څنګ ارزان بیه چینايي کالي او وسایل هم خرڅیږي.
میاشتې مخکې د اګست په یوه باراني ماښام کې چې د کمپ د کچالو او لبلبو نه تریخ نه خوږ سوپ د خوراک نه و، وږې شوې رڼا زړه نا زړه د ویتنامي د دوکان په خوا رهي شوه. له دې سره وېره وه چې اووه بجې دي، دوکان به بند وي خو پرانیستی و. د ویتنامي دوکانونو خاص بوی پکې خپور و. لکه تل په ټیټ غږ ویتنامي سندره پکې چالانه وه او ښځه، مېړه دواړه په کار بوخت ول، سړي له کارتنه نوي روب ایستل، ښځې د بیرو خانه منظموله…
رڼا ترې د چیپسو غټ پاکټ او کوکاکولا واخیستل. له دوکانه تر کمپه پنځه دقیقې د پښو لار ده. په لاره د رڼا په زړه کې ورتېره شوه: قانوني اسناد لري چې داسې بیغمه تر نیمو شپو کار کوي. خدای دې وکړي چې دا قبولي ژر راشي چې زړه مې ټول شي.
رڼا خپل ساعت ته وکتل. اوس نو دېرش دقیقې کېدې چې د مهاجرو په اداره کې نوبت ته انتظار وه، خو لکه درې ساعته چې ورباندې تېر وي.
پر سکرین به چې نوې شمېره اعلان شوه رڼا او نورو ټولو به ژر ور وکتل چې ګوندې د دوی نوبت دی.
– – –
میرمن میدکووا په څوکۍ کښېناسته. له فولادي کوټه یې د یخ او سیګرټو بوی ولټېد. رڼا ترې وپوښتل:
که نن فورمې وسپارو، په څومره وخت کې به ځواب راکړي؟
– په عادي حالت کې زما د تجربې په حساب د دریو میاشتو په ترڅ کې باید یو ځواب درکړي، خو چک ته بیخي ډېر اوکرایني مهاجر راغلي دي، پر داخله وزارت فشار دی. دولت اوکراینیانو ته لومړیتوب ورکوي چې زما په نظر دا چلند اصلا عادلانه نه دی.
– دا دومره انتظار مې وکړ، درې میاشتې یې پرې باندې خو چې مقصد کار وشي.
– ګوره رڼا موږ مخکې هم پر دې خبرې کړې وې. ته یودېرش کلنه یې او د اروپا د مهاجرت د قوانینو په حساب مور او ورور دې په لومړۍ کورنۍ کې نه راځي، خو دا چې چک جمهوریت تا ته پناه درکړې او د افغانستان شرایط هاغسې دي، نو یو احتمال شته.. خو بیا هم درته وایم د کورنۍ د غوښتلو درخواست دې ممکن ومنل شي یا رد شي، دواړو حالاتو ته تیاره اوسه.
– پوهېږم مننه چې تل راسره مرسته کوئ.
– زما وظیفه ده.
میرمن میدکووا په خپل مبایل اخته شوه، ایمیل یې ځواباوه. رڼا بهر وکتل، د مارچ پای دی خو اسمان داسې دی لکه لا په ژمي کې چې بند وي.
څو ورځې مخکې چې رڼا کور ته د نوروز د مبارکي زنګ وهلی و، لالا یې په طبعه کې و، ویل یې: هغه د فرانسې کارونه ډېر مخته تللي، خبره عین صحي معایناتو ته رسیدلې ده، بس خدای مهربانه دی، موږ به فرانسې ته درشو،بیا ته هم پسې راځه، ما یې پوښتنه کړې ده، وایي د یوه اروپايي هیواد اسناد چې ولرې بیغمه په ټولو کې ژوند کولی شې. هغه زموږ ګاونډی انجینر فرید نه دی، هغه راته ویل کلونه کېږي ورور یې د بلجیم په اسنادو په جرمني کې ژوند کوي.
– بس تاسو پخیر راشئ چې زړه مې ټول شي.
– مهمه دا ده چې تا ته یې قبولي درکړه، انتظار دې ختم شو ،سرنوشت دې مالوم شو.
– لالا نه انتظار ختم دی، نه سرنوشت مالوم دی، بس د قبولي ورقه یې راکړې. ویزې ته لا باید انتظار وکړم. ها بله ورځ مې وکیلې سره خبرې کولې په چک کې به هم تاسو ته فورمې ډکې کړم.
– خود یې ډکې کړه داشته به کار اید.
رڼا په اروپايي اتحادیې کې د کار او ژوند له حقونو خبره وه. پوهېده که د چک ویزه ورسره وي په فرانسه کې د کار اجازه لري.. دا یې د اروپايي اتحادیې پر ویب پاڼه کې لوستې ول خو بیا یې هم زړه نه تکیه کیده، انتظار سېکه ختموي، امیدونه بې رنګه کوي. لکه، کاینات چې روان وي، ته ولاړه یې او ژوند د سبا په انتظار کې بند وي.
– – – – –
رڼا د جمپر خولۍ په سر واړوله. میرمن میدکووا د خپل لامه کوټ تڼۍ وتړلې، د غاړې دسمال یې تر اوږو را تاو کړ. باد یې لنډ ویښته په هوا کړل. سترګې یې تنګې کړې: ښه نو رڼا که دې کوم بل سوال و په ایمیل کې یې راته ولیکه، داسې ښکاري چې په فورمو کې کومه ستونزه نه وه، په دې هیله چې ځواب مثبت وي ،طبعا لږ انتظار غواړي. زه به بیا هم له خپلو همکارانو پوښتنه وکړم چې د هغوی تجربه څه ده.
– له مرستې مو ډېره مننه
– هر کله، په ځان پام کوه، خدای پامان
میرمن میدکووا د پارکینګ په خوا رهي شوه. رڼا په موبایل کې د بس تقسیم اوقات ولید. ۳:۳۰ دقیقې وې. بل بس په یو ساعت کې راته. باد تېز و، بهر انتظار سخته و خو نه یې غوښتل چې بېرته د مهاجرو د ادارې تعمیر ته دننه شي. د مهاجرو ادارې رڼا ته شفاخانه وریادوله. د روغتون تعمیر که هر څومره لوکس وي بنیادم غواړي ژر ترې راووځي.
رڼا له سړکه واوښته، هلته یوې کفې ته دننه شوه. د کفې په کونج کې یو دوه کسیز میز و، پر یوې څوکې یې خپل جمپر او دستکول کېښودل، پر بلې کښېناسته.
ترخه کافي او د سبزیانو ساندویچ یې راوغوښتل. له ګارسونې سره یې چکي خبرې وکړې، خپلې ماتې، ګودې ابتدايي چکي خوند ورکړ.
مبایل یې راواخیست، د ژبې د زدهکړې د اپلیکېشن، دولېنګو له خوا ورته لیکل شوې ول چې نن یې فرانسوي نه ده لوستې.
لالا چې یې د فرانسې کارونو ته ډېر خوشبینه شوی دی، ها بله ورځ یې رڼا ته په وټسپ کې لیکلې ول: وه خورې، زه خو د ژبو نه چندانې استعداد لرم ، نه یې حوصله لرم، ته یې شروع کړه چې بیا په فرانسه کې مشکل نه وي.
رڼا د فرانسوي ان لاین زدکړه پیل کړه، څو ورځې یې ښه ډېره ولوسته خو نن دویمه وه چې سر نه دی ورښکاره کړی.
” یو ځلې د مور دوی کارونه وشي بیا به په فرانسه کې څه کوم خو ژبه به زده کوم. سړی چې په محیط کې وي پخپله یې زده کوي، خو چې د دوی کارونه وشي” رڼا غرمه څه نه ول خورلي ساندویچ یې په یوه ساه وخوړ. د مور خبره وریاده شوه چې ګوله ژدویه، بیا یې تېروه..
رڼا تکیه وکړه. له کړکۍ سړک ښکاریده. د سړک پورې غاړې ته د مهاجرو د ادارې اووه منزله تعمیر و چې د اوکراین او چک بیرغونه ورباندې رپېدل. موټران تېریدل را تېرېدل.دې سترګې بهر ته نیولې وې خو نه یې ورکتل… په خپلو چرتونو کې غرقه وه:
“تر هغو چې د لالا دوی کارونه کیږي زما ویزه به هم راغلې وي، بیا به میرمن میدکووا ته د فرانسې د تګ په هکله ووایم.. که اوس ورته ووایم داسې نه چې ویزه مې نوره هم وځنډیږي… “
“فرانسه کې به پرته له فرانسوي څنګه کار پیدا کوم..د اروپايي اتحادیې په پاڼه کې خو یې ویلې ول چې باید یو قانوني دلیل ولرم لکه کار یا پوهنتون… د یو بل کاملا نااشنا محیط په هکله فکر کولو د رڼا خلق په تنګ کړ. له دستکوله یې ګلابي کتابچه راویسته:
نن د مارچ ۳۱ ده. مور دوی ته مې فورمې ولیږلې، لالا پرون شپه ویل د فرانسې کار د میاشتو نه د هفتو خبره ده. مور مې راته ویل له هرې تیارې وروسته رڼایي راځي. زموږ انتظار به هم ختم شي په فرانسه کې به بیرته سره یوځای شو… باید فرانسوي زده کړم. بله چاره نه لرم سر له سبا ډېر وخت فرانسوي ته ورکوم.
په پیاله کې کافي ختمه وه. تورې وریځې راټیټیدې، راټیټیدې؛ تیاره خپریده، خپریده او رڼا لا بس ته انتظار وه.
پای، چکیا