شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبطنزونهد نارينه وو د وزن زياتولو او کمولو اسانه لار! - ساده...

د نارينه وو د وزن زياتولو او کمولو اسانه لار! – ساده حیدرخېل

ښځه: وزن دې کم شوی! ډېر ډنګر شوی يې!

مېړه: درپسې خپه وم! ډېر وخت رانه لرې وې! اوس چې راغلې بيا هم داسې يې چې … له خيرن اشپاز سره دې توپير ګران دی!

ښځه: څنګه به پخواني حال ته راشې؟

مېړه: ډېر په اسانۍ سره!

ښځه: څنګه؟

مېړه: ځان پاک ساته! ښکلې جامې اغونده! کوټه منظمه ساته! او انګړ هم جارو کوه!

ښځه: دا خو اسان کار دی! خو داسې به چاغ نه شې!

مېړه: ته يو ځل دا درمل راباندې تجربه کړه! بيا مې ګوره!

د خدای شان و! سړی له بزرګانو کم نه و! د خپل نفس په تندرستۍ او بې وزلۍ ډېر ښه پوهېدلی و! ميرمنې مبارکې يې نسخه پيل کړه! په ورځ کې درې جوړه جامې بدلوي! رانجه، د مټکو ونې پوستکی او …. د ديوالي هندارې سره تيار خلاص کېښول!  هره ورځ د کټ او المارۍ ځای ته تغيير ورکوي! چرګې له انګړه بهر ايساروي! او اګۍ يې پر مېړه خوري!….

په يوه ډډه او بله نيمه مياشت کې سړی ډډ  شو! له ۶۵ تر ۸۵ کيلو ورسېده!

ښځه: ډېر چاغ او دروند شوې!

مېړه: ښه!

ښځه: هو! چې ودې وينم زړه مې خپه شي!

مېړه: دا خو اسان کار دی! زما وزن ستا په لاس کې دی!

ښځه: څنګه زما په لاس کې دی؟

مېړه: ودې نه لېدل چې په بېلتون کې دې نری وم خو په وصال او پاکۍ کې دې څومره چاغ شوم!

ښځه: هاهاهاها! نه دا خبره پرېږده!  خو دا ووايه چې څنګه به نری شې؟

مېړه: يو څو ورځې پخوانی حالت را پيدا کړه!

د خدای مهرباني وه ښځه يې هم له ده کمه نه وه! اوس يې د چاغ والي د مخنيوي نسخه پيل کړه! خو يو کار يې د خپل عقل پر اساس په خپله خوښه وکړ! يعنې دا ځل يې  د يوې اوونۍ نسخه ترتيب کړه! چرګې يې انګړ ته راخوشې کړې! د اګيو خوراک يې پرې بند کړ! کوټه يې اووه ورځې غير منظمه وساتله! هنداره او د سنګار توکي يې صندوق ته واچول! او اووه ورځې يې په يو جوړ جامو کې تېرې کړې!

سړی بيخي نری شو! داسې نری چې د ښځې په اسويلي غورځېدو! ايله څلوېښت کيلو پاتې شو!

ښځه: سړيه دا څه حال شو؟ فارمي شوې! په يو مزري ګرم په بل سوړ! په مياشت کې چاغ او په اوونۍ کې نری! دا څه حال شو دا؟

مېړه: نو څه وکړم! زه خو ستا په لاس کې يم! ته پوی شه او کار دې! فارمي خو خود يم چې د خپلې خوښې په فارم کې مې ساتې!

ښځه: نو زه څه وکړم؟ څنګه دې سم کړم؟

مېړه: بې غمه شه! زه درته لار ښيم!

ښځه: خو ژر کوه!

مېړه: منې او عملي کوې يې؟

ښځه: اف خدايه! خود يې عملي کوم! خو ژر وايه!

مېړه: ښه! سمه ده! غوږ شه! غوسه دې سمه کړه! ژبه دې لږه کمه کړه! هنداره پر خپل ځای ولګوه خو ګوزاره ورسره کوه! له خيالي تخته راکوزه شه! کور منظم کړه! اخلی پخلی کم کم ګرم او نرم کوه! چې ما وينې غلې غلې راته خانده! لوڼه زمن داسې ساته چې مچ نه ورنېږدې کېږي! کله چې دا ټول کارونه وکړې! نو زما د خوښۍ او خپګان تله چې په حقيقت کې زما د وزن تله ده بالکل به د منځني وزن په کيلوګانو برابره ودرېږي!!! په همدې هيله! ستا بې چاره خاوند!

پای

۰۱/عقرب/۱۳۹۲

حيدرآباد

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب