شنبه, جون 22, 2024
Home+سپیڅلې پښتو | اسماعیل خدمتګار

سپیڅلې پښتو | اسماعیل خدمتګار

سریزه

سپیڅلې پښتو د علامه عبدالحی حبیبي په سریزه د لعل محمد کاکړ او علامه عبدالحی حبیبي اثر دی، هغه مهال ( ۱۳۱۸.ل) کال کې چې علامه عبدالحی حبیبي په کندهار کې د طلوع افغان مدیر و. لیکل شوی او خپور شوی دی. یاد قاموس د ژبپوهنې، وییپوهنې، مانا پوهنې، د کلیمو ریښه پېژندنې بحثونو ترڅنګ د لس زره پښتو کلیمو ویپانګه ده. لکه څنګه مې چې پورته هم یادونه وکړه دغه قاموس دوه برخې لري چې لومړی برخه یې د ژبپوهنې اړوند بحثونه دي چې د علامه عبدالحی حبیبي لخوا بحث پرې شوی دی او بله برخه د پښتو لس زره پښتو کلیمو قاموس دی چې د طلوع افغان مدیر علامه عبدالحی حبیبي په هڅونې د ښاغلی لعل محمد کاکړ لخوا راټولې شوې او د قاموس په بڼه اوډون شوې. ښاغلی حبیبي په سریزه کې کښلي (در سلسله هدایای ادبی خود یک اثر نافع و مفدیکه به آموزندګان زبان ملی خیلی کمک خواهد کرد، نشر و طبع کردیم، نویسنده این کتاب مفید یکی از جوانان بیدار و حساس پښتون جناب لعل محمد خان کاکړ است، که ایام شباب و جوانی خود را بخدمت زبان ملی وقف و مدت زیادی به جمع اوردن لغات و تحقیقات فقة الغة پښتو ګذرانیده، و این فرهنګ را چندی پیش در ایمام اقامت خود در کابل و مزار نوشته و از هر طرف لغات و مواد زبان ملی را فراهم اورده است) د حبیبي صاحب د سریزې له دغو څرګندونو ښکاري چې د ویې راټولونې او سمبالښت چارې لعل محمد کاکړ تر سره کړې دي، نو په لنډه توګه ویلای شو چې سپیڅلې پښتو قاموس د ژبپوهنې بحثونو برخه استاد حبیبي او د قاموس برخې زیار یې لعل‌محمد کاکړ کښلی دی، چې موخه یې په ملي کچه پښتو ژبې ته پراختیا ورکول او د نورو ژبو ویونکو ته د پښتو زده‌کړې اسانچارې رامنځته کول وو.

په سپیڅلې پښتو کې د فارسی- دری ترڅنګ عربي، ترکي او هندي هغه لس زره ویې خوندي شوې چې په هغه وخت کې یې د کارونې موارد درلودل، چې دا ډول ویپانګې ثبت له موږ سره د تاریخي متونو په شننه او مانا کې مرسته کولای شي.

له کله مې چې د سپیڅلې پښتو د موندنې او په دې اړه د لیکلو تکل وکړ، له ډېرو هلو ځلو سره سره ونه توانیدم چې د سپیڅلې پښتو پخوانی چاپي نسخه پیدا کړم، خو د کندهار پوهنتون استاد ښاغلي مطیع الله روهیال په هلو ځلو دویم ځل چاپ شوې سپیڅلې پښتو قاموس مې د افغانستان علومو اکاډۍ په کتابتون کې وموند چې د دې مقالې ټولې جزیات د دویم ځل چاپ شوې سپیڅلې پښتو پر بنسټ لیکل شوي دي.

مخ‌اړي بحثونه:

که څه هم سپڅلې پښتو قاموس په پښتو کې د قاموس لیکنې له لومړنیو هڅو څخه ګڼل کېږي، خو د قاموس جوړښت د معاصرې قاموس لیکنې په ډېری ښیګڼو سمبال دی. که یاد قاموس له د ۱۳۱۸ کال له شرایطو سره مقایسه کړو نو دقیقا د مخ اړي بحثونو په برخه کې ټول هغه بحثونه او د اړتیا وړ معلومات ورکړل شوي د چې د قاموس د کارونې لپاره خورا ضروري دي. د دغو بحثو په لړ کې د ویپوهنې او ژبپوهنې ځینې په زړه پورې بحثونه شته چې کولای شي د ژبپوهنې، ویپوهنې، ګړدود پوهنې او ویوونو د ریښې پېژندنې په برخه کې لا ډېر څېړنو ته لار پرانیزي، خو په سپیڅلې پښتو قاموس کې یوازې د قاموس د کاروونې ښه پوهیدو لپاره راوړل شوي دی. همدارنګه د پښتو، دري او عربي اشتقاقونو، مختاړي روستاړي او ویوونو پرتلیز بحثونه شوي دي.

د قاموس جوړښت:

که څه هم د قاموس له نوم څخه داسې ښکاري چې یاد قاموس به پښتو تشریحي او یا داسې دوه‌ژبی قاموس وي، چې پښتو ویوونه به نورو ژبو ته ژباړل شوي وي. خو د قاموس لیکنې تګلارې ته په پام د یاد قاموس جوړښت له فارسی-دري څخه پښتو ته د ویوونو د ژباړې په بڼه دی. په دې مانا چې لومړی یو دري ویې لیکل شوی او د یاد دري ویې لپاره څو پښتو ویې د مانا به توګه راوړل شوې دي، نو بنا ویلی شو چې یاد قاموس دری-پښتو قاموس دی چې لس زره ویې پښتو ته ژباړل شوې دي.

بېلګې:

آرنج (ف): څنګل

آخر (ف): پای

یو ټکی چې د معاصر قاموسونو له معیار سره اړخ لګوي هغه د قاموس لارښود دی، د سپېڅلې پښتو قاموس کې هم له غوښتنې سره د هغو ټکو په اړه مخکینی لارښود لیکل شوی، چې د قاموس لوستنې لپاره اړین دی. چې ښه بیلګه یې د ښځینه کلیمې د ښودنې لپاره له کلیمې وروسته د مونث لپاره (م)، د جمع وییونو لپاره (ج) همدارنګه د بېلابېلو ژبو وییونو د ډلبندي په موخه د فارسي وییونو تر څنګ د (ف)، د عربي وییونو ترڅنګ (ع)، د ترکي وییونو لپاره (ت) او همدارنګه د هندي وییونه لپاره (هـ) د لنډیز په بڼه راغلی دی.  همدارنګه کوم وییونه یا عبارتونه چې په ځانګړي قوم یا قبیلي پورې اړه ولري په قوسونو () کې د همغه قوم یا قبیلې نوم لیکل شوی دی. د دې ترڅنګ د ژبپوهنې او ویپوهنې اړوند بحثونه دي چې د کلیمو په مانا، زده‌کړو او ریښه پېژندنه کې مرسته کوي.

حاکم وضعیت:

د سپیڅلې پښتو له مقدمې نیولې او نورو اړخونو داسې ښکاري چې پښتو ژبه له زماني اړخه په ۱۳۱۸ لمریز کال یوازې د خبرو اترو تر بریده محدوده وه، که څه هم طلوع افغان او موازي ادبي حرکتونه په ټوله کې د ژبو او په ځانګړي ډول د پښتو ژبې د پراختیا او پرمختیا لپاره رامنځته شوې او د پښتو ټولنې لپاره یې یو ځواکمن بنسټ جوړ کړ، خو ویلی شو چې د څوارلسمې پیړۍ په پیل کې د نړۍ په کچه د قوم پالنې نظریې حاکمیت او پر همدې بنسټ پښتو پالنه د پښتو ژبې د پراختیا او پرمختیا لپاره زرینې شیبې وې او همدغه هلې ځلې وې چې پښتو نن کم تر کمه د رسنیو، کتابت، ټولنیزو رسنیو او انټرنټ د کارونې جوګه کړې ده او پښتو یې د نړۍ د ژوندیو ژبو په لیکه کې درولې ده.

اوسنۍ اړتیاوې:

که دقیقا سل کاله وړاندې زماني واټن تصور کړو، نو باوري یم چې په نړیواله کچه به هغه ژبې د قطار په سر کې ولاړې وې، چې د چاپي او غږیزو رسنیو او یا هم د سیاست ژبه وه، ډاډمن یم چې په غږیزو او چاپي رسنیو د ژبو سمبالول به لکه د ننۍ مصنوعي ځیرګتیا او د ژبو ډیجټل کولو په څېر زړه راښکوونکي موضوعات وو، خو بلاخره په ۱۳۱۸ ل کې د علامه عبدالحی حبیبي او لعل محمد کاکړ په هڅو سپیڅلې  پښتو چاپيږي او پښتو پالو د کار او پرمختګ انګیزه ورکوي. نو په لنډه توګه ویلای شو چې د پښتو ډیجټل کول او د مصنوعي ځیرکتیا زیرمې د پښتو له معلوماتو ډکول د اوسني عصر اړتیا ده، که چېرې تر ۱۴۱۸ کال پورې په نسبي ډول دا کار ونشو کړای نو په ډاډ سره ویلای شو، چې زموږ نسل به د علامه حبیبي او لعل محمد کاکړ د نسل په پرتله څو چنده قرضدار پاتې شي.

لعل محمد کاکړ د د میرزا علی محمد خان زوی د کندهار د کاکړو په کوڅه کې زیږیدلی، ډېره چاره یې له میرزایي توب او له محمد ګل خان مومند سره نیږدې پاتې شوی دی.

1 COMMENT

  1. د دغو دو سپېڅلو مشرانو ارواوې د ښادې وي .
    دا د هغوی د هڅو نتیجه ده ، چې نن زمونږ مورنۍ ، خوږه پښتو ژبه ژوندۍ پاته ده . ان شاءالله زمونږ راتلونکي نسلونه به خپله ژبه نوره هم وپالي او د نړۍ له سیالانو سره به یې سیاله کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب