تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) په کندهار کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت ځواکونو او د پاکستاني پوځیانو ترمنځ نن (چهارشنبې) سهار وختي د «ویش ګیټ» په نوم پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري د جوړې شوې دروازې په ساحه کې سخته جګړه شوې ده.
د سرچینو په وینا، نښتې څلور ساعته دوام ورکړ، خو تر اوسه دواړو خواوو په رسمي ډول د وېش ګېټ د پېښې ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.
طالبانو په غیررسمي اعلامیو کې ادعا کړې چې د «رسمي سرحدي دروازې او د پاکستاني ځواکونو اړوند تأسیسات» یې نیولي دي. خو پاکستاني چارواکو تر اوسه نه دا ادعا تائید کړې او نه یې رد کړې ده.
په همدې حال کې، په سیمه کې شاهدانو افغان رسنیو ته ویلي چې په جګړه کې ملکيانو ته هم مرګز ژوبله اوښتې ده. وېش ته نژدې اوسېدونکي وایي، پاکستاني ځواکونو د خلکو پر کورونو ډزې کړي، چې له امله یې لږ تر لږه درې ملکي کسان وژل شوي د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوخ ادعا کړې چې له ۱۵ تر ۲۰ طالبان یې وژلي او طالبانو ویلي چې پاکستان په سپین بولدک کې د خلکو پر کورونو د هاوان ګولۍ ویشتي او شاوخوا ۱۲ تنه یې شهیدان کړي دي.
د جګړې له زیاتېدو سره یو شمېر کورنیو خپل کورونه پرېښي، او د ګمرک او پولو په بازارونو کې درنه وسایطو تګ راتګ کوي او سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.
افغان امنیتي سرچینو ویلي چې د طالبانو ځواکونه د کرښې په اوږدو کې په بشپړ چمتووالي سره ځای پر ځای شوي دي.
د «سپین بولدک – چمن» لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوهم ستر سوداګریز بندر ګڼل کېږي، چې له «تورخم» وروسته تر ټولو ډېرې اقتصادي تبادلې له دې لارې کېږي. له دې لارې هره ورځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت توکي او تېل تبادله کېږي، او دغه سیمه څو ځله د دواړو خواوو د شخړو شاهده پاتې شوې ده.