جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستان سره په جګړه کې یو افغان خبریال وژل شوی او بل...

پاکستان سره په جګړه کې یو افغان خبریال وژل شوی او بل ټپی دی

تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۲۳مه) ‏له پاکستان سره څلور ورځې مخکې جګړه کې د ملي رادیو تلوېزون د پکتیا څانګې یو خبریال عبدالغفور عابد وژل شوی  او د همدې رسنۍ یو بل خبریال ټپي شوی دی.

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر په امر څلور ورځې مخکې د خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، زابل، هلمند او کندهار سره پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر پوستو بریدونه وکړل.

د مالوماتو له مخې د طالبانو حکومت د دې بریدونو لپاره له کابل او نورو ولایتونو د کرښې په لور خپل تجهیزات او وسایل لېږدولي و.

په پکتیا کې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونه هم د خوست ځاځي میدان ته تللي وو.

سرچینې وايي، له دوی سره د ملي رادیو تلوېزون درې خبریالان او یو موټروان هم د دغه ولایت له ډنډپټان ځاځي میدان ته اوښتي وو.

د سرچینو په خبره، دوی د خوست د ځاځي میدان په پلوڅه کې جنګي سیمې رپوټ کولې، چې د پاکستاني پوځ له ناڅاپي برید سره مخ شول.

د برید په ترڅ کې د ملي رادیو تلوېزون دوو خبریالانو او موټروان ځانونه ژغورلي، خو عبدالغفور نادرکه و.

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند اعلامیه خپره کړې او پکې لیکلي یې دي چې د نوموړي جنازه نن کېږي.

مالومه نه ده چې د عبدالغفور عابد د مړي او ژوندی درک ولې څو ورځې نه کېده او نه هم طالبانو په دې هکله څه ویلي دی.

طالبانو څلور ورځې مخکې هغه جګړه چې ماښام یې پیل کړې وه، وروسته د شپې پر ۱۲ بجو ودروله او په سبا یې چارواکو ویل چې د سعودي او قطر په غوښتنه یې جنګ بند کړی دی.

پر کابل او پکتیکا د پاکستان د تېرې پنجشنبې ورځې د هوايي برید په غچ کې طالبانو  پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو دغه بریدونه وکړل.

د طالبانو حکومت ویاند وايي چې هغو بریدونو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۶ ټپیان دي.

ذبیح الله مجاهد وايي ۹ طالب سرتېري وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

مجاهد زیاتوي چې د پاکستان له شلو ډېرې پوستې له منځه وړل شوې دي.

په مقابل کې د پاکستان پوځ وايي چې له طالبانو یې ۲۱ پوستې نیولې دي او تر ۲۰۰ طالب سرتېري او د دوی ملاتړي وسلوال یې وژلي دي.

طالبانو وړمه ورځ د هغو دوو پاکستاني سرتېرو جسدونه هم په تورخم کې پاکستان ته وسپارل چې د ننګرهار په اچین کې یې تر وژلو وروسته مړي له ځان سره وړي وو.

له دې سره د طالبانو او پاکستان حکومتونه پخپلو کې د دې جګړې په تړاو نه دي سره جرګه شوي او لا هم پر کرښه وضعیت کړکېچن دی.

نن هم سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه شوې او بېګا په ځاځي میدان کې هم څو ساعته جګړه شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب