Homeخبرونهکابل ته د روسیې د استخباراتو د مشر سفر او لیدنې کتنې

کابل ته د روسیې د استخباراتو د مشر سفر او لیدنې کتنې

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲۲ مه) د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین کابل ته تللی او پرون (چهارشنبې) یې په کابل کې د واکمن رژیم د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره ولیدل.

دغه سفر له کابل سره د مسکو د اړیکو پراختیا ښيي. روسیې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ/ سرطان کې، وروسته له هغې چې طالبان یې د خپلو ممنوعه سازمانونو له نوملړه وایستل، د طالبانو حکومت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژاند. مسکو له هغه وخت راهیسې له کابل سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ناریشکین د ۱۴۰۴ کال تر چنګاښ/ سرطان مخکې هم له کابل سره د مسکو د اړیکو د پراختیا ملاتړ کاوه.

مسکو تراوسه کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د مشر سرګي ناریشکین د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویلي.

روسیې پخوا تل د افغانستان له درکه د داعش د خطر یادونې کړي خو د مسکو فارمټ د اتمې غونډې په لړ کې د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د داعش په مخنیوي او د نورو ترهګرو ډلو په ځپلو کې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو اقدامات وستایل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کاناډا صدراعظم: کاناډا ویاړي چې ان کرسن د نوبل جایزه ګټلې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې...