Homeخبرونهد پاکستان پارلمان په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي...

د پاکستان پارلمان په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي د واکمنۍ د تایید پرېکړه‌لیک تصویب کړ

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲۲ مه) د پاکستان د پارلمان ګډې غونډې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ د تایید پرېکړه‌لیک تصویب کړی دی.

د دنیا نیوز خصوصي تلوېزیوني شبکې د راپور له مخې، د پارلمان د دواړو جرګو ګډه غونډه د ملي اسمبلۍ د ريیس ایاز صادق په مشرۍ جوړه شوې وه. په غونډه کې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ د تایید پرېکړه‌لیک وړاندې شو، چې ۲۱۴ غړو یې ملاتړ او ۵۶ نورو مخالفت وکړ.

د پاکستان د قانون وزیر، اعظم نذیر تارړ ویلي، چې د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې په اړه د پارلمان په دواړو جرګو کې بحث شوی او دواړو جرګو پرېکړه‌لیک تصویب کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې د اساسي قانون له غوښتنې سره سم، موضوع د پارلمان ګډې غونډې ته وړاندې شوې وه او د خیبر پښتونخوا د اداري او قانون جوړونې چارو لپاره هم یو میکانېزم په پام کې نیول شوی دی.

د پاکستان په پارلمان کې د پیپلز او مسلم لیګ (ن) ايتلاف اکثریت لري او د تحریک انصاف یو شمېر اپرچونیست غړي یې هم خپل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...