تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲۲ مه) په دوو اوونیو کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته کابو ۱۰۰ زره تنه تللي یا راغلي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د سپټمبر له ۲۷مې د اکتوبر تر ۱۰مې پورې (په دوو اوونیو کې) له ایران او پاکستانه افغانستان ته ۹۹ زره او ۷۶۹ تګراتګونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې په همدې موده کې له افغانستانه دغو دوو هېوادونو ته د ۳۹ زره او ۵۴۰ تګ راتګونو راپور ورکړل شوی دی. د سازمان د شمېرو له مخې، نژدې درې پر څلورمه برخه افغانستان ته راتګونه له ایران څخه وو.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، په دې دوو اوونیو کې له ایران څخه افغانستان ته ۷۲ زره او ۶۹۹ او له پاکستان څخه ۲۷ زره او ۷۰ تګراتګونه ثبت شوي دي. د افغانستان پر لور د تګراتګونو شمېر د تېرو دوو اوونیو پرتله ۴ زره او ۹۸ زیات شوی دی.
د سازمان د معلوماتو له مخې، له ایرانه د افغانانو د بېرته ستنېدو یو مهم لامل لا هم جبري ایستل دي. له ایرانه افغانستان ته د راتلونکو افغانانو په یوه سروې کې ۶۱ سلنه کسانو ویلي چې د ایستلو له امله افغانستان ته روان دي. ۲۰ سلنه د کورنۍ لیدل او ۶ سلنه له خپلو کورنیو سره یوځای کېدل د خپل سفر دلایل بللي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د ۹۹ زره او ۷۶۹ شمېر د څارل شویو سرحدي لارو له لارې ثبت شوي تګراتګونه ښيي، نه د بېلابېلو کسانو کره شمېر. په دې شمېرو کې بېرته ستنېدونکي، ایستل شوي او هغه کسان هم شاملېدای شي چې په موقتي یا تکراري ډول له پولو تېرېږي.
له ایرانه د ثبت شویو تګراتګونو له ډلې ۴۱ زره او ۱۸۳ د اسلامکلا، ۳۰ زره او ۸۹ د ورېښم پُل یا میلک او یو زر او ۴۲۷ د ابونصر فراهي له لارې وو.
د سروې له مخې، له ایرانه د راغلو افغانانو ۴۳ سلنه لږ تر لږه یو کال په ایران کې اوسېدلي وو، ۲۶ سلنه له درېیو میاشتو تر یوه کال پورې او ۳۱ سلنه تر درېیو میاشتو کم وخت هلته پاتې شوي وو.
۵۱ سلنه کسانو ویلي چې غواړي لږ تر لږه یو کال په افغانستان کې پاتې شي، خو ۲۱ سلنه لا نه پوهېدل چې څومره موده به په هېواد کې وي.
د سروې له ګډونوالو څخه ۴۲ سلنې ویلي چې هېڅ ډول اسناد نه لري. ۴۵ سلنې د افغانستان تذکره، ۲۲ سلنې پاسپورټ او ۱۴ سلنې ویزه لرله. د ګډونوالو لپاره دا امکان هم و چې د اسنادو له یو څخه د زیاتو ډولونو لرلو راپور ورکړي.
له پاکستانه افغانستان ته له ۲۷ زرو ډېر تګراتګونه ثبت شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان په همدې موده کې له پاکستانه افغانستان ته د ۲۷ زره او ۷۰ تګراتګونو د ثبت خبر ورکړی دی. له دې ډلې ۱۳ زره او ۷۶۰ د سپین بولدک او ۶ زره او ۶۵۴ د تورخم له لارې ترسره شوي دي.
له پاکستانه د راتلونکو افغانانو په سروې کې ۴۷ سلنه کسانو ویلي چې په دغه هېواد کې یې د ناامنۍ احساس کاوه یا تر فشار لاندې وو چې ووځي. ۲۸ سلنه د ژوند د ټیټ لګښت له امله افغانستان ته ستنېدل او ۱۷ سلنه د کورنۍ د لیدلو لپاره راغلي وو.
د سروې له مخې، ډېرو دغو کسانو په پاکستان کې اوږده موده تېره کړې وه. ۵۷ سلنه لږ تر لږه یو کال په پاکستان کې اوسېدلي وو او ۳۳ سلنه هلته زېږېدلي یا له ماشومتوبه په دغه هېواد کې پاتې شوي وو.
د سروې ۸۲ سلنه ګډونوالو ویلي چې پلان لري لږ تر لږه یو کال په افغانستان کې پاتې شي.
په دوو اوونیو کې له افغانستانه د ۳۹ زرو ډېر تګراتګونه ثبت شوي
سره له دې چې افغانستان ته د راتګونو شمېر لوړ و، په همدې موده کې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته هم ګڼ تګراتګونه ثبت شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په دغو دوو اوونیو کې له افغانستانه ایران ته ۳۰ زره او ۴۶۴ او پاکستان ته ۹ زره او ۷۶ تګراتګونه ثبت شوي دي.
ایران ته د روانو افغانانو په سروې کې ۵۷ سلنه کسانو د کار موندل د خپل سفر لامل بللی او ۱۳ سلنه ویلي چې په افغانستان کې یې دنده له لاسه ورکړې ده. یوازې ۱۴ سلنه کسانو ویلي چې له افغانستانه تر وتلو مخکې یې په هېواد کې کار کاوه.
پاکستان ته د تلونکو افغانانو له ډلې ۶۱ سلنه د درملنې او روغتیايي خدمتونو ترلاسه کول، ۳۵ سلنه د کورنۍ لیدل او ۱۸ سلنه د کار موندل د خپل سفر لاملونه بللي دي.
د راپور له مخې، په سپټمبر میاشت کې له ترکیې څخه یو زر او ۵۶۸ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. له ۲۰۲۴ کال د جنورۍ راهیسې له ترکیې څخه د ستنو شویو افغانانو ټول شمېر ۵۳ زره او ۸۷۷ ته رسېدلی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په دې شمېرو کې داوطلبانه او جبري ستنېدل دواړه شاملېدای شي.
له ترکیې څخه د سپټمبر په میاشت کې د ستنو شویو افغانانو ۷۶ سلنه د پولیسو ځورونه او ۲۲ سلنه خپلسري نیول او بندي کېدل د بېرته ستنېدو لاملونه بللي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دا شمېرې یوازې په هغو سرحدي لارو کې ثبت شوي تګراتګونه ښيي چې تر څارنې لاندې دي؛ نو ځکه باید افغانستان ته د کډوالۍ او له دغه هېواد څخه د وتلو د ټولو بهیرونو بشپړ انځور ونه ګڼل شي.