شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعر او له خيال سره يې تړاؤ

شعر او له خيال سره يې تړاؤ

ژباړن : شمس خوستی   

دي لويس وايي: هغه قوه چې خيال يې پنځوي (تخيل ) دى فكركوم په ذهني قواووكې بې له تخيله بله قوه نشته چې داسې مشكل تعريف ولري .

احمدامين په (النقدالدبي ) نومي اثركې ليكي ،سره لدې چې دشعري كره كتنې په په ډېروكتابونوكې دتخيل په اړه ځانګړي فصلونه راغلي دي خوپه هېڅ يوۀ كې دتخيل درست اوسم تعريف نه ترسترګوكيږي . استادشفيعي ،خيال دشعراوجوهرثابت عنصربللى ، دى وايي : خيال هغه قوه ده چې له تخيل څخه پنځيږي ،دقيق تعريف نلري،كه څه هم دهغې تعريف اوپېژندنه له ټول توان سره شوې ،بياهم مبهمه پاتې ده ،ښايي داومنى چې هرانسان دژوندپه يوه دوره كې شاعروي ،انسان په هغه دوره كې دطبيعت له عادي ليدنوهم غږيږي اوله چاپېريال څخه هرډول حسي درك دهغه لپاره حيرانوونكي تازه ګي لري (پدې مهال كې هغه پرشيانونوم ږدي اوله هغه څه سره يې تشبې كوي چې دۀ ته يې تشبې ورسره منلې ښكاري )

ښايي پدې دوره كې دځوانۍ مستي ددې لامل وي چې دانسان حواس يې راپارولي وي اوياهم دچاپېريال دشيانوله ليدلودى الهام اخلي .

داډول احساس پخپله يوه شعري اوشعوري  بيداري اولومړنۍ تجربه ده (پدې وخت كې ) ټول حواس بيدار وي خو وروسته دشعري تجربو استعداد ( ژرمحدوديږي اوپه دراندۀ خوب بدليږي ) ايله ځينې وګړي ويښ پاته كيږي اودوېښېدااستعداد لري،هغه هم مكرر ويښوونكي لاملونه لري ( ښايي دغه لاملونه، د تخيل له قوې ،مينې اوناڅاپي الهام څخه پيداكيږي ) دغه دويم ويښتوب له لومړي هغه سره توپيرلري ياني دفهم اودرك دويم اوثانوي پړاؤدى دطبيعت دهرډول قوانينوكشف پخپله يوه بيداري،تجربه او شعر دى .

دجاذبې قانون دنيوټن (۱۹۴۲ – ۱۷۲۷) اوله تجربه ،ويښېدااوشعوردى اونورخلك هغه تجربه داولين شعورله مخې په دويم پړاؤكې ترسره كوي،ددوى درك،كشف اوويښېدا دواسطې له مخې نه بلكې ثانوي دى ،دشعرپه اړه هم داسې ده ،هغه څه چې شاعريې درك كوي اولينه تجربه ،ويښېدا اوكشف دى اوهغه څه چې دده له شعره نوروته حاصليږي دويمه بيداري ،تجربه اوكشف دى ، (په دويم پړاو كې ، دويم درك رامنځته كېدل له اولې هغې خبرېدل دي چې په بېلابېلوذوقونوبېل بېل اغېزلري اومختلف وګړي ورڅخه مختلف خوندونه اخلي )

ژرادراونروال ( ۱۸۵۵ – ۱۸۰۸ ) وايي : شاعرؤ چې داول ځل لپاره يې مخ له ګل سره تشبه كړ،له هغې وروسته نورخلك دهغه مقلدين .

نوموړى داټكى روښانوي چې ديوې ښكارندې په پنځولوكې دشاعرويښتوب اولين اونېغ كاردى ،اوله  هغې پدېدې دنوروخبريدا ده چې داولين ځل لپاره شاعرته حاصله ده .

خواجه نصيرالدين طوسي ( ۶۷۲ هـ  مړ) داقتباس پربنسټ وايي : دهغې نفس دانفعال لامل چې شاعرته ناڅاپي رسيږي له هغې زيات دى چې په تريج سره ورته رسيږي ،لدې لامله هغه څه چې دلومړي ځل لپاره رامنځته كيږي خوندوروي خوتكراريې پېكه كيږي،داټكى ځكه سم دى چې شعردتعجب په لرلو خوندوراوښكلى دى ،كله چې ډېرتكرارشي هغه تعجب اوخوندپكې نه پاته كيږي لدې امله ( انن سينا په شعركې دتشبې خوږلت اوښايسته والى تعجب بولي ) ددۀ په نظر په تشبې كې تعجب پروت دى چې دخونداوښايست لامل دى .

ځينې معاصركره كتونكي ددې نظريې پربنسټ هڅې كوي چې شعراوهنردانسان تجربه و بولي (ښايي ددې نظريې لپاره دوى بېلابېل دلايل لري ،دوى غواړي ثابته  كړي چې شعردانسان تجربه ده،خوداثبوت لدې خبرې سره اړخ نه لګوي چې هرانسان دژوندپه يوه دوره كې شاعروي ،اوبله داچې شعرلدې امله خوندوربولي چې تعجب اوردى ،نو ولې هرانسان ، دژوندترپايه شاعرنشي پاتې كېدلى ؟

سره لدې چې انسان دخوندوروغوښتونكى اودهغې دحاصلولوپه هڅه كې دى ،كه شعررښتياهم دانسان تجربه وي نوبېله شكه به ډېرخلك شاعران وو،مګرداسې نده ،نوموږوېلاى شوچې شعرالهام دى )

الاستدراك لومړى كس دى چې په ( ابغالشير) نومي اثركې شعردانسان تجربه بولي ،نوموړى له مسلمانو كره كتونكوڅخه دى چې دشعري تجربې دتړاؤ په هكله ښايسته ډېرګړېدلى دى .

اميل زولا ( ۱۸۴۰ – ۱۹۰۲ ) دفرانسې له ستروليكوالانوڅخه دى ،نوموړى داناتوراليست ادبي ښوونځي دبنسټ ايښودونكى دى اوپه اروپاكې يې عامه كړېده چې شعراوهنردانسان دتجربې محصول دى ،دشعر تجربه داسې څه نه دي چې دشاعردارادې محصول وبلل شي دايوه روحي ښكارنده اودهغه په ژوندكې د پېښومجموعه ده چې ناڅاپه يې په ضميركې غبرګون (انعكاس) پيداكوي .

اليوت ( ۱۸۸۸ – ۱۹۶۵ ) يوانګليسي شاعراوداستان ليكونكى دى ،وايي : دتاب “اسپيونوزار” وېيل اوټايپ ماشين اواز اودماښامنۍ دپخېدوبوى ،ټولې شيبې ( لحظې ) تجربه كېدى شي .

شفيعي استاپه ( صدرخيال درشعر فارسي ) كې دهمدې مبحث په اوږدوكې وايي : هروګړى په خپل ژوندكې ځانګړې تجربه لري ،نوطبيعي ده چې دشعرخيالي تصويرونه يې هم ځانګړتياوې ولري چې دهغه خپله لاراوځانګړنه ده ،دهرشاعرشعرځانګړى اسلوب،خيالي تصويرونه اولږ ډېرشاعرپخپله دشخصيت ځانګړتياوې لري ازادندى ، غالباً دنورواخذاتوپه لارودرومي اونوروته دشعرونواوخيالونوله لارې يوڅه راپنځوي ( چې داله ورايه ښكاري،په اوسني وخت كې يې شته والى هېڅ دى )

شوقي ضعيف ،پدې اړه ديادونې وړيوڅه ويلي دي ،هغه وايي : هراديب طبيعي ځانګړتياوې ،استعارې ،تشپه ګانې اوځانګړى مجازلري چې كولى شوهغه دده خپل تصويرونه وبولو،يادهغه روح تصويرونه چې له ځاني جوهرڅخه يې په ارواكې انځور دي ،كولى شولدې ځايه ددغه هنرمندسقوط پيداكړو،چې دنوروپه ابتكار (پخوانيو جوړشوو تصويرونو او خيال) ژوندكوي ( روان وي )  اوكه هنرمنددخپلوشعري تصويرونوپه ارايه كې تقليدنه وي كړى نوپه علمي دقت كولى شو،ډېر روحي ځانګړتياوي يې له خياله كشف كړو،لكه ځينوكره كتونكوچې د( ويليام شكسپېر – ۱۰۶۴ – ۱۶۱۶ دانګلستان لوى شاعراودډرامې ليكونكي په هكله داكاركړيدى اودهغه داثاروپه تصويرونوكې يې په دقت سره دنوموړي دژوندځانګړتياوې ،تاريخي تسلسل اوپيوستون موندلى اودهغې ځينې اثاريې لدې لارې په لاس راوړي دي .

پخوانيو اديبانو هم له هغۀ ټول پام سره چې خيال ته يې كړى ،دشعرپه جوړښت كې يې دخيال پرونډه ډېرلږ غږيدلي ،دسكوت لامل يې دادى چې ددې پرځاى چې بايددخيال په طرز اوتفكركې نسبت شعراودهغې مفهوم ته ډېره پلټنه وكړي ،دشعرشكل اوظاهرته توجه كړېده ،دوى شعري جوهرته ډېركم نظركړيدى اودشعرپه جوړښت كې دخيال پراهميت كم غږيدلي دي ،مګرهغه څوك چې دمفاهيموپه نيت يې منطقي نظراوفلسفي ليدته ډېره توجه كړېده لكه دتخيل په بحث كې چې يادشول ،خيال دشعرجوهربولي اود نويو ادبي ښوونځيوپيروان لكه  ( سورياليسم ) هنردخيال اوتخيل پايله بولي .

دسوريالسم كليمه دلومړي ځل لپاره ګيوم اپولين په ۱۹۱۴ كال كې پهAsmells  betireiasissm)  ) نومي ډرامه كې كې وكاروله اوهغه يې دسورياليست ډرامه  وبلله ،چې موخه يې ورڅخه ديونوي ادبي ښوونځي بنښت اېښودل وو،نوموړي غوښتل چې له يادې شوې كليمې سره يوپخوانى خيالي اورنګارګ شعر بيان كړي .

اندره برتون  اوفلېپ سوپر له اپولېز څخه دغه تعبيرواخيست خودتقليد په منظورنه بلكې له دې كليمې له كارونې ددوى موخه دخوب (رويا) اومعزو داخيلي فعاليتونه دي ،چې ( ژر رارد نوراوال ) دطبيعت مافوق (سوپرناتولېزم) اولينه بيانيه په ۱۹۲۴ كې ( اندره برتون ) وليكله چې يادشوى ښوونځى يې داسې پسې پكې معرفي كړچې سوريالېسم خپل كاره ( خودكاره ) معزدي چې ښايي په ژبه ،قلم اويابله وسيله دعمل واقعي جريان اوتفكربيانوي .

سوريالېسم بې دعقل له امرهرډول هنري قوانينواواخلاقي اصولوله تقليد څخه دتفكرتقرير اوتثبيت دى .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب