چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهامتحان (لنډه کیسه) لیکوال: عنایت الله دیدار 

امتحان (لنډه کیسه) لیکوال: عنایت الله دیدار 

ژمی و. شپه وه. پخه تیاره وه. هلک په کوټه کې خپل کالي څنډل. نجلۍ غلې وه. هلک د دروازې پر لور ورغی، غوږ یې پورې سریښ کړ. څه یې نه واورېدل، زړه یې بې ترتیبه درزېده…

نجلۍ وېرېده، هره خوا به یې وکتل. هلک د کړکۍ پر لور ورغی، ورو یې پرانیسته، نجلۍ غږ وکړ:

– احتیاط کوه، کړکۍ څه ضرور ده !؟

  • – مېلمانه خو به مو نه وي؟

نجلۍ ورغله، غوږ ته یې ورنزدې شوه، ورو غږیږه، زړور سړی بې عقل وي.

هلک ورو کړکۍ ورپورې کړه. نجلۍ د کټ پر ژۍ ناسته وه، پښې یې زنګولې.

هلک په بیړه ورنزدې شو. نجلۍ په کاوړ وویل:

حتی پښې دې احتیاط نه پېژني، بده ده!!

هلک ځان خفه ونیوه، ناز و پخلاینه یې غوښتله.

نجلۍ خپل غوښتن ورنونه یو پر بل واچول. غلې شوه.

هلک وویل:

  • – ځم ګوره!
  • – رنګ دې ورکوه!

هلک زړه تنګی شو، په تادۍ یې وویل:

  • – څه مې کړي؟
  • – د سپکې ښځې زویه، پرون مې خواښې راغلې وه…

هلک یې خبره ورپرې کړه.

  • – هغه څنګه ده، ځوانه ده که زړه؟

نجلۍ نوره هم غوسه شوه، لا ښکلې شوه. ویې ویل:

  • – ته دې ولاکه په مور هم  سرپه ګیر یې!! پر مخ مې دې خوله لګولې وه، تر اوسه یې خاپ پاتې دی.

هلک خبره عادي کوله، په بې تفاوتۍ یې وویل:

  • ولې بهانې خو لږ نه دي!
  • ترې پټه شوم، شرم او ناروغي مې بهانه کړل.
  • ومې بښه، په ځان نه یم پوه شوی، بیا به احتیاط کوم.

هلک د دروازې پر لور ورغی، غوږ یې پورې سریښ کړ. ساه یې ونیوله، هره خوا بې غږي وه.

له نجلۍ سره د کټ پر ژۍ کېناست په ورنونو یې لاس ورکېښود، ویې ویل:

  • فارمۍ چرګه یې، ورنونه دې ډېر غټ دي. ډېر مې خوښیږي. خو چې دا کار زما په خوښه وي، آن خوبونه مې همدا شیان ویني.
  • مېړنی یې نه یې.
  • وېره مې شوق خرابوي.
  • نه پوهیږم، ارمان مې دې نه دی خیژولی.
  • دا ځل ګولۍ راغواړم، خو ته به هم پړمخه کېږې…

له نجلۍ یې لاسونه چاپير کړل، هغې هم ورکلک کړ. دواړو ګرمي محسوسوله… کټ مخی ګډوډ شو…

پر نجلۍ ورپروت هلک ستړی ستومانه راپاڅېد. د لاسي سات تڼۍ یې کېکاږله، شنه رڼا ترې پورته شوه. په کالیو اغوستو لګیا شو، په سوزېدلې ساه یې وویل:

  • یوه خبره وکړم؟

ستړې نجلۍ د پرتاګه ګنډه تړله. ویې ویل:

  • هو!
  • هلته به څه ځواب ورکوې؟

نجلۍ لمن سموله. ورو یې وویل:

  • هلته خو به ته هم ځواب ورکوې…

هلک بې حوصلې شو. ویې ویل:

  • اخرت درته نه یادوم، د واده شپه!

نجلۍ پر کټ مخې لاس تېراوه، ورو یې وویل:

هغه ته مې امتحان ورکړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب