يو ځای د وينو مارکيټ و، د دوکانونو تر مخ سرې خلطې را ځړېدلې، پښتون ورته ودرېد، پر يوه خلطه ليکلي و:
_د سويډني وينه، يو ليتر، بيه، پنځه زره ډالره.
پښتون بلې خلطې ته وکتل:
_هسپانوي وينه، يو ليتر، څلور زره نهه سوه ډالره.
پښتون پر نورو خلطو ليکلي ټکي ولوستل:
_د عرب وينه، شل فيصده تخفيف، يو ليتر، درې نيم زره ډالره.
_د پاکستاني وينه، څلويښت فيصده تخفيف، يو ليتر، دوه نيم زره ډالره.
_د ايراني وينه….
_د هندوستاني وينه….
_د روسي وينه…
پښتون ستړی شو، له نورو کڅوړو يې سترګې واړولې، تر ټولو لويې خلطې ته يې وکتل:
_د پښتون وينه: پنځه ليتره، مفته.
پښتون ته غوسه ورغله، دوکاندار يې تر ګرېوان ونيو، ويې ويل:
_زما وينه دومره بې ارزښته ده؟
دوکاندار په خواره خوله وويل:
_نه صيب، له نورو وينو سره هيڅ فرق نه لري، لا ښه ده، پښتانه په نس خوار دي، يواځي وچه ډوډۍ خوري، د وينې کلسټرول يې کم دي.
د پښتون د تندي ګونځې لا پسې ژورې شوې:
_دا يې لا بل توهين، نو بيا ولي زما وينه کوم قيمت نه لري؟
دوکاندار وويل:
_د وينې تاريخ مهم دی.
دوکاندار غلی شو، يوې خلطې ته يې ګوته ونيوله ، ويې ويل:
_هاغه د يوه ډنمارکي وينه ده، ځکه لوړه بيه پرې ليکل شوې چې ډېره نه راځي، که په مياشتو مياشتو کوم ډنمارکی د موټر په کوم ټکر کې مړ شو، نو وينه يې موږ ته راليږي، نور ټول په طبيعي مرګ هغه وخت مري چې د ډېر زړښت له لاسه يې په وجود کې يو څاڅکی وينه هم نه وي پاتې، مانا هغه وينه چې په سخته پيدا کېږي، نو بيه يې هم لوړه وي، خو افغانستان د وينو په صادراتو کې وړې ده، يواځې دې مارکيټ ته هره مياشت، پنځوس زره ليتره وينه راځي، په پيل کې يو يا دوه ډالره قيمت ورباندې ږدو، خو د د پښتون وينه ډېره ده، ټول مارکيټونه يې نيولي دي، ژر نه خلاصيږي. د مياشتې په اخير کې يې تاريخ ته کم وخت پاتې وي،خرابيږي، مجبوره يو چې مفته يې وويشو.
دير شه طنز وه