چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسههدېره (لنډه کیسه) لیکواله: هیله غضنفر

هدېره (لنډه کیسه) لیکواله: هیله غضنفر

 شپې مې پلار په خوب لید۰سهار چې دفتر ته لاړم،خوب څو ځلې را په یاد شو۰
 دوه بجې به لا نه وې چې کار مې تقریبا خلاص و۰د دفتر په موټر کې د هدېرې په خوا روانه شوم۰
لاره اوږده وه خو زړه مې په تنګ نه و۰یوه ګونګه خوشحالي مې احساسوله۰
د بې سر و برې هدېرې په یو کونج کې زموږ کورنۍ هدېره وه.له شا او خوا یې یو ټیټ دیوال را تاو و.
د پلار قبر مې د دیوال په بیخ کې دی.
ورغلم۰
په دیوال کښیناستم۰
تېر شوی خوب مې په ذهن کې داسې ژوندی و لکه په مخامخ دیوال کې چې نقاشي شوی وي او زه ورته ګورم. د خوب منظره د انځورونو غوندې بې حرکته وه، مطلب یې واضح نه و خو اثر یې ډیر و.
لاندې راته منظمې ګرد وهلې سپینې ډبرې پرتې وې۰
نه پوهیږم چې په پلار مې فکر کاوه که په سپیرو ډبرو چې ماشومان لکه عزرایل ناڅاپي راپیدا شول.
بدنۍ یې په لاسونو کې وې.
– ترورې قبر پریمینځو؟
– هو
ما لا د دوی  خېرن لاسونه چې قبر یې پاکاوه څارل، چې یوه وویل:ترورې، درې نفره یو ، یو څه ډېرې پیسې راکړه۰
د دستکول کوچیني جیب کې مې پنځه سوه ګون و۰
ور مې کړ۰
د هلکانو سترګې لکه د قبر پاکې شوې ډبرې وځلیدې۰
ګردو سره یو ځای وویل:خدای دې خیر درکړي۰
زړه مې غوښتل ورته ووایم چې پلار ته مې دعا وکړئ۰خو نه پوهېږم  ولې مې ورته ونه ویل۰
د قبر په سر پاتې اوبه مې په خپل لاس ورو ورو لرې کړې۰ژړا نه راتله ۰
یو اواز مې په دوو غوږونو کې چېغې وهلې چې مرګ حق دی۰
د دغې تسکین کونکې جملې درد تر دې ډېر و چې په اوښکه دې بدله شي۰
اخر کلونه کېدل چې د پلار له کوټې مې د ده اواز نه راپورته کېده. کلونه وشول چې د دسترخوان د  تیارولو پر وخت مې د ده په نوم بشقاب را وا نه خیست۰
 د هغو خلکو په مېنه کې چې اکسیجن ته یې ضرورت نه  وو،اکسیجن پریمانه پروت وو۰
هدیره د ښار په څڼډه کې وه۰
هوا یې پاکه، اسمان یې روښانه وو۰
ته وا دا کوم بل اسمان دی.
د قبرونو په منځ کې راشنه شوي واښه تاند و تازه وو۰
ساعت ته مې وکتل ۰
ساعتونه تېر شوې وو۰
زړه مې غوښتل نوره هم کښینم، ګوندې یو اواز را پورته شي خو ودریدم۰
دعا مې لا نه وه کړې ۰
لاس مې پورته کړ۰
نه پوهیږم ولې مې قل هو الله وویله، شاید ځکه چې  لنډه وه۰
شا او خوا مې وکتل۰
ما فکر کاوه بل څوک نشته خو لږ لرې یو سړی ناست و.
د یو قبر په ډبرو یې تکیه کړې وه۰
سړی لکه بې اثره مجسمه ښکاریده۰
د ده او د قبر تر میځ فرق دا و چې دی د خاورو په سر ناست و او د قبر مالک تر خاورو لاندې.
د سړي حالت راته اشنا و۰
انسانان ډېر وخت بې عزرایله هم مرګ تجربه کوي۰
شاید ځکه چې مرګ حق دی۰
موټر ته وختم۰
د غنم رنګي ډرایور رنګ سپین اوښتی و۰
وارخطا ښکاریده۰
اواز کې یې لرزه وه۰
و یې ویل:ځو به له خیره!
-هو
– هوا تیاره کیږي۰
ځواب مې ورکړ : هو
خو فکر کوم ځواب مې سم  نه و۰
دی کوم بل ځواب ته منتظر و۰
خو څه یې و نه ویل۰
د ډرایور شونډې ژر ژر ښوریدې ، له ځان سره یې څه ویل.
فکر کوم آیتونه یې ویل۰
د هدیرې له سړکه چې راووتو ،سړي سړه ساه ویستله  رنګ یې سم شو۰
د شکر اواز یې لوړ وو۰
ما سوال ونکړ خو ده ځواب راکړ:په ماښام کې هدیره ښه  نه وي۰
– ولې؟
– خدای دې سړی له سرګردانو ارواحو ساتي۰
– ښه نو ته له ارواحو ډاریږې؟
– یه، زه له سرګردانو ارواحو ډاریږم۰اه خدای دې چاته  نه ور ښکاره کوي۰
ما ځواب ورنکړ۰
سړي د توضیح  لپاره وویل:
نوې ځواني مې وه، په کلي که وم۰د کور څنګ ته مو د یو شهید قبر وه۰شپې به مو اوازونه اوریدل ۰خور مې یو ځلې د سپینو کالو سړی لیدلی و۰ماښام به چې شو، څوک له ډاره له کوره نه شوای وتلی۰
مولوي صیب  ته مو کېسه وکړه۰مولوي صیب دې خدای وبخښي د سرګردانې اروا تعویذ یې راکړ ۰د دالان په دروازه مو ځوړند کړ۰ خیرات مو وکړ۰
سړي د مولوي صاحب او د ارواوو نورې کیسې هم وکړې۰
خو ورته غوږ نه وم۰
لاره اوږده وه۰
خلق مې په تنګ و۰
یو احساس ځورولم۰
دا  احساس لکه مرګ و۰
په سینه کې مې پروت و خو نه یې د شناخت لار را معلومه وه نه د فرار۰
هيله غضنفر

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب