پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeروغتیاد وېښتانو د تویېدو د مخنیوي لارې

د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي لارې

ژ محمداکبر حقمل معینزی

د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي په موخه لومړی باید له خورما څخه ګټه واخلئ او بل کولای شئ، چې د فندق دانې میده او له زیتونو سره یې ګډې کړئ او بیا یې اووه ورځې په پر له پسې توګه لمر ته په خپلو وېښتانو وموښئ، چې دا هڅه به مو وېښتان پياوړي کړي او د تویېدو مخه به ونیسي. ځینې هغه تجربه شوې لارښوونې، چې کولای شئ ګټه ترې واخلئ: لومړی: دوه لېمو ګان را واخلئ او له یو لېتر ځوښ شوو اوبو سره یې ګډ کړئ او په وېښتانو مو یې وموښئ؛ دا کولای شئ د غوره، پياوړو او ښو وېښتانو په درلودلو کې درسره مرسته وکړي. دویم: که غواړئ وېښتان مو ډېر تور رنګ ولرئ، نو د سنجد د ونې د پاڼو پر غوړو باندې مو خپل وېښتان غوړ کړئ. دریم: په پر له پسې توګه د یو څه وخت لپاره د مڼې خوړل کولای شي، چې د ښو او نه تویېدونکو وېښتانو په درلودلو کې درسره مرسته وکړي. څلورم: که مو تل او هره ورځ یوه یوه مڼه وخوړله، نو وېښتان به مو سپین نه شي، یعنې تر ټولو ډېر وخت به تور پاتې شي. پنځم: که سپین وېښتان مو په سر کې وي، نو له سویو انځیرو او د زیتون له غوړو څخه ګټه واخلئ، ځکه د نوموړو څیزونو خوړل کولای شي سپین وېښتان تور کړي. شپږم: که غواړي قوي او پیاوړي وېښتان ولرئ، نو د انځیر د ونې پاڼې د نېکریزو په څېر وکاروئ. اووم: که غواړئ نرم وېښتان ولرئ، نو نارنج پوخ کړئ او پر وېښتانو مو یې وموښئ. اتم: که غواړئ هېڅکه مو وېښتان تویې نه شي، نو د انبه غوړ مو پر وېښتانو وموښئ، ځکه دا غوړ کولای شي وېښتان مو په بشپړه توګه له تویېدو او زیانمن کېدو څخه خوندي وساتي. نهم: که غواړئ ښکلي، نرم او تور وېښتان ولرئ، نو د مالټې خوړل مه هېروئ. لسم: که مو انځیر وخوړل، نو وېښتان به مو نه تویېږي. محمداکبر حقمل معینزی

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب