جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاسهارنۍ د ماشوم د ذکاوت قوه ډېروي

سهارنۍ د ماشوم د ذکاوت قوه ډېروي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هغه ماشومان چې په منظم ډول سهارنۍ خوري، تر نورو نوښتګر وي. څېړنو ښودلې که ماشومان په منظم ډول سهارنۍ وخوري، په لوی عمر کې له ګڼو ناروغیو لکه شکر، چاغۍ او نورو څخه ژغورل کېږي.

روغتیا پالان میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي، باید پر دې ځان ډاډه کړي چې د ماشومانو په سهارنۍ کې یې هرو مرو پروټین او کاربوهایدرېت شتون لري؛ ځکه دغه چاره په وینه کې د شکرې اندازه د څو ساعتونو لپاره لوړه ساتي او ماشومان ژر نه وږي کېږي.

څېړونکي دغه راز وایي هغه ماشومان چې سهارنۍ نه خوري او یا یې هم په سهارنۍ کې پروټین او کاربو هایدرېت شتون ونه لري، تر ډېره د سر او نس په درد اخته کېږي او د زده کړې توانایي هم له لاسه ورکوي. دغه راز هغه ماشومان چې له سهارنۍ سره عادت نه وي له سرګېچې سره مخ کېږي او ډېر کله یې خوا هم راګرځي.

که سهارنۍ هېڅ ونه خوړل شي د ماشوم پر وده منفي اغېز کوي.

روغتیا پالان وایي، که سهارنۍ هېڅ ونه خوړل شي، کېدای شي ماشومان له ګڼو روغتیایي ستونزه سره مخ شي او پر وده یې منفي اغېز وکړي. دوی وایي که ماشومانو ته په منظم ډول سهارنۍ ورکړل شي، ماشوم وده کوي او په څنګ کې یې ورسره د نوښت او ذکاوت قوه هم پیاوړې کېږي او ذهن یې هم وده کوي. هغوی ټولو میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو خیال وساتي او خوړو ته یې پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب