تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۵ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا څانګې رییس، محمد رضا بهرامي، د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبد الکبیر سره د افغان کډوالو د وضعیت او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه کتلي دي.
په دې کتنه کې ښاغلي بهرامي د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پام وړ پرمختګ یادونه وکړه او اعلان یې وکړ چې ایران به د افغان وګړو لپاره ۲۰۰ زره کاري ویزې صادرې کړي.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې هم «د اندېښنې وړ» وبللې او څرګنده یې کړه چې ایران، که د اسلامي امارت له خوا اجازه ورکړل شي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.
په مقابل کې، مولوي عبد الکبیر له ایران وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د شفقت او مهربانۍ چلند وکړي او د هغوی مال او شتمنۍ له زیان څخه وساتي. ده ټینګار وکړ چې ټول کوربه هېوادونه دې د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو وویل، چې د اسلامي امارت تګلاره هېڅکله دا نه ده چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي.
مولوي عبد الکبیر زیاته کړه چې ګاونډیان باید خپلې ستونزې د علماوو په منځګړیتوب او متقابل تفاهم سره حل کړي، نه دا چې یو پر بل تورونه ولګوي.