جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+سم کارونه او ستونزمن پړاوونه | شاه زلمی‎

سم کارونه او ستونزمن پړاوونه | شاه زلمی‎

په وروسته پاتې هېوادونو کې، نه یوازې دا چې سم، قانوني او ګټور کارونه په اسانه سرته نه رسېږي، بلکې د دغو کارونو د ترسره کولو پړاوونه هم دومره مغلق، ستړي کوونکي او اوږده وي، چې اکثره خلک یې له پای ته رسولو څخه  زړه‌ توري شي.
هر وګړی چې غواړي خپل قانوني حق تر لاسه کړي، یا د ملي ګټې لپاره کومه هڅه وکړي، له ګڼو ادارو، مقرراتو، مهرونو او کاغذونو سره داسې  مخامخ شي، لکه له یوې جګړې سره. دغه خنډونه نه یوازې د وخت او وسایلو ضیاع ده، بلکې د خلکو حوصله، باور او هیله هم له منځه وړي.
پرمختللي هېوادونه د خپلو وګړو د هوساینې او اسانتیا لپاره هره ورځ نوي لارې چارې لټوي، له ټکنالوژۍ کار اخلي، ادارې یې همغږې وي، او خدمات یې روښانه او اغېزمن وي. په دې هېوادونو کې خلک د حکومتي ادارو پر دروازو ځانونه پردي نه احساسوي، بلکې د عزت، ارزښت او اعتماد فضا ته ورننوزي.
خو وروسته پاتې هېوادونه بیا له یو بل واقعیت سره مخ دي. دلته هر بهیر دومره سست، کاغذي او بې‌روحه وي، چې وګړي ځانونه د خپل دولت له نظامه لرې احساسوي. ځکه چې د یو عادي خدمت تر لاسه کولو لپاره نه اسانه لار ، نه شفافه پروسه، او نه هغه فضا وي چې خلک پکې د انسان په توګه عزت ولري.
د ولس او دولت ترمنځ دغه واټن ورځ تر بلې پراخېږي. وګړي چې د حل لپاره ادارو ته ورځي، د ناورین، زور، او بې‌ وسۍ احساس کوي، او دا حالت د دولت پر مشروعیت، ولسي ملاتړ او پرمختګ نیغ په نیغه اغېز کوي.
حکومتونه باید درک کړي چې د هېواد د پرمختګ بنسټ د خپلو وګړو رضایت، مشارکت او باور دی. سهولتونه برابرول، د خدماتو پروسې اسانه کول، او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه هغه بنسټونه دي چې یو هېواد له وروسته پاتې والي څخه د پرمختګ پر لور بیایي.
هېوادونه هغه مهال ستر شي، چې وګړي پکې د قدر، حق، او عزت احساس وکړي. کله چې یو وګړی دا باور ولري چې دولت یې خدمت‌ګار دی، نه حاکم، نو همغه ورځ د پرمختګ پیل ګڼل کېدای شي. همدا سهولتونه دي چې د یوه هیواد د بودجې په زیاتوالي او وده کې مهم رول لري.
که چیرې یو هېواد غواړي له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو راووځي، نو باید لومړی د خلکو لپاره د خدمت، عدالت او اسانتیا دروازې پرانیزي – نه دا چې هره اړتیا، غوښتنه او ستونزه په لسګونو پړاوونو، وخت ضایع کونکو پروسیجرونو او ذهني عذابونو واړوي.
هېواد هغه مهال خپله مانا له لاسه ورکوي، کله چې وګړي پکې د پردي‌ والي، بې‌ وسۍ او کم‌ ارزښتۍ احساس وکړي. او دا هغه څه دي چې هېڅ ملت یې نشي زغملی.
لیکوال:شاه زلمی
نېټه:٢٠٢٥ د اکتوبر ١٧مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب