پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد شهنواز باقر په شعر کې د بیان کمزوري

د شهنواز باقر په شعر کې د بیان کمزوري

محمدالله تبسم |

پوهان په دې اند دي چې د انسان ذهن درې سطحې لري چې یوه د ځان خبرونې سطحه بله د ټولنې د پیژندنې سطحه او بله هم د تخیل سطحه ده. ددې درې واړو سطحو لپاره جلا جلا ژبه کارول کیږي. د اولې سطحې لپاره عامه ګړنه ژبه کارول کیږي. د ددویمې سطحې لپاره د علمي حس ژبه کاریږي چې دا ژبه اکثره د پوهانو له خوا په خبرو کې د ټولو انسانانو لپاره یو شان کارول کیږي. او د تخیل د سطحې لپاره بیا د هنر ژبه کارول شوې ده چې تر ډیره حده ددې ژبې کار له شعر سره دی.

خو انسان تل دا هڅه کړې چې په دغو ژبو کې ښایستګي، فصاحت، او روڼوالي منځ ته راوړي. تر څو هغه څه چې دی یې ویل غواړي. بل انسان ته بې تکلفه وي. او په اسانۍ ورباندې پوهه شي. چې په همدې لړ کې انسان د دغو ژبو او بیا خصوصا د تخیل د ژبې لپاره ځینې قواعد او چوکاټونه جوړ کړل چې دا قواعد او چوکاټونه یې د بیان د علم په نوم ونومول.

د بیان د علم قدامت ډیر دی. د بیان تر څنګ باید چې په بدیع هم خبرې وشي خو زه یې دلته د ضروري نه ګڼلو په وجه ترې تیریږم. خو د بیان علم په ټوله کې څلورو برخې او یا څلور چوکاټه شوی. چې یو ښایسته کلام باید دغه څلور برخې مراعت کړي او دکلام د ښايستګۍ لپاره یې ورته اړتیا دي. چې په لاندې ډول دي
۱: تشبیه
۲: استعاره
۳: کنایه:
۴: مجاز

د لیکنې د رالنډولو په موخه به له دې ځایه خپل هدف ته راشم.

شهنواز باقر چې د پښتو د ژبې د اوسني دور ځوان شاعر دی او تقریبا د پښتو د ځوانو شاعرانو تر منځ یاد شاعر دی. ما یې هم په شعر د خپل هنري ذوق د خړوبولو کوښښ کړی دی.

باقر په شعر کې په یوه بیله لاره روان دی. تر ډیره یې په شاعرۍ کې لوستونکي ته حیرانتیا مخ ته دریږي. او انسان یې د شعر په لوستلو حیرانیږی. خو دا داسې حیرانتیا نه ده لکه د یوه غټ ابشار چې د غره له لوی ګړنګ نه په ښکته را کوز وي او په لیدو یې انسان حیران شي بلکې دا لکه د یوه غټ مار چې د یو ګړنګ نه ښکته را ځوړند وي او په لیدو یې انسان حیران شي. زه به د پورته ذکر شوو قواعدو د تشریح سره سره د باقر د شعر نمونه هم رااخلم تر څو مو لیکل هم رالنډ کړي وي او شعر مو هم تللی وي.

۱: تشبیه

د تشبیه لغوي معنی مشابهت (ورته والی) دی.د بیان د علم له مخې د دوه شیان د مشترکو صفاتو له وجهې د یو بل په شان بللو لپاره کارول کیږي. ډاکټر احسان الله درمل په شعرستان کې یوه ډیره ښه خبره کوي.چې تشبیه داسې ده لکه تله. یو خوا ته مشبه او بلې خوا ته مشبه به وي کله چې یې وزن سره برابر شي نو د تلې دواړه پلۍ هم په یوه اندازه په مننظمه توګه یوبل ته مخامخ ودیږي.

تشبیه په څو ډولونو ویشل شوې ده خو زه یې هغه تر ټولو په ښه او ښایسته او تر ټولو بد او بدرنګ ډول لږه تشریح ورکوم.د تشبیه په ټولو کې ښه او ښایسته ډول مرسله تشبیه ده. چې هم پکښې د مشبه او هم د مشبه به ذکر شوی وي. او د مشبه به صفت هم یو مسّلم او ټول منلی صفت وي د مثال په ډول.

صدیقه د سپوږمۍ غوندې ښایسته ده

د تشبیه په قسمونو کې تر ټولو ادنی او کمزوری ډول تشبیه چې تشبیه قبیحه ورته ویلی شوې ده. تشبیه قبیحه داسې تشبیه ده چې د یوه ورک او نا معلوم وصف په وجهه دوه شیان سره داسې سره تشبیه کیږی.چې لوستونکی په ‌ډیر ډیر ژور فکر ته اړ باسي خو نتیجه یې او یا مشترک وصف یې دومره نه وي لکه څومره چې پرې فکر شوی وي. چې دا تشبیه اکثره په استهزایي حالت کې هم استعمالیږي د مثال په ډول.

په دا داسې سر لکه کدو
اوس د باقر صیب یو شعر دی چې
څوک به راټولې کړي ددغو تعبیرونو شیشې
زما په سترګو کې شوې ماتې د خوبونو شیشې

په اول بیت کې شاعر د خوب تعبیر له شیشې سره تشبیه کوي. او په دویم بیت کې بیا خپله خوب هم د شیشې سره تشبیه کوي. خوب غیر فیزیک دی او تعبیر هم غیر فیزیک دی. او شیشه بیا فزیک ده. ددې بیت په لوستلو انسان حیرانیږي چې اوس خوب او تعبیر به د کوم مشترک وصف له مخې له شیشې سره تشبیه شوي. تر اوسه چې انسان کومې شیشې جوړې کړي دي. په هغې یو هغه ساده شیشه وي چې انسان یې د دیوال پر ځای کاروي خو داسې چې له د نظر د منع کولو سبب ونه ګرځي. که باقر صیب دغه شیشه مراد وي. نو هغه به کوم صفت وي چې مونږ خوب او تعبیر ددغې شیشې غوندې وګڼو؟

بله خبره بیا دا ده چې د کوزې پښتوخوا په اکثره سیمو کې پښتانه ایینې ته چې مونږ پکښې خپل شکل ګورو او یا نورو مجسمو شیانو ته عکس ورکوي او راته ښایی یې هم شیشه وایی. دلته که د شیشې نه د شاعر مطلب ایینه وي
نو دا به ومنو چې خوب د ایینې غوندې وو او شاعر ته یې عکس یا عکسونه وښایي. خو تعبیر دشیشې غوندې څنګه وي؟

زه به د مثال په ورکولو سره د لاوضاحت داسې هڅه وکړم چې کله چې مونږ اینې ته ودریږو او یا اینه راته مخامخ شي. نو ایینه یوازې زمونږ هغه بیروني ، او فزیکي شکل چې اینې ته مخامخ دی عکس کوي. او راته ښایي یې د دې نه اخوا دا ظرفیت نه لري چې مونږ ته دې زمونږ د اندرون دشیان زړه ،سږي او معده راوښایي او یا دې زمونږ سره پراته زمونږ یادښتونه ، فکرونه او توهمات راوښايي. نودلته که خوب د اینې تشبیه شوه چې شاعر ته یې څه فیزیکي عکسونه وښودل خو د یو تول منلي حقیقت له مخې تعبیر بیا د خوب اندرون دی چې په خوب کې پټ پروت وي هو بهو داسې لکه زمونږ په وجود کې زمونږ فکرونه او یادونه. دا خو بیا ایینه نه شي کیدلای.ځکه له دې دواړو به مونږ یو ایینې شره تشبیه کوو. یا خوب او یا تعبیرږ یا به د چا مخ ایینه کوو او د مخ ښکلا. او بیا خوب او تعبیر دواړه د ایینې سره تشبیه کول؟
ما په دې بیت کې د مشبه او مشبه به هیڅ کوم مشترک وصف پیدا نه کړای شو. د علم بیان د قواعدو نه په استفادۍ زه اړ یم چې دا تشبیه قبیحه تشبیه وبولم. خو د تشبیه د قباحت سره سره یې داسې یو څه بولم چې صرف شاعر ددوی تر منځ مشترک وصف شاید وپیژني او بس. او کله د کلام د علم یوه قاعده دا هم ده چې کله به کلام کې د ویونکي نه د وضاحت غوښتلو اړتیا پیښه شوه نو دا یو مبهم کلام وي. او مبهم کلام ښه او ښایسته کلام نه وي.

اخر دې ولیدل زما د اوازونو کاڼي
اخر مې ماتې کړې کنه ستا د غوږونو شیشې

په پورته بیت کې اواز د کاڼي سره تشبیه شوی دی او غوږونه د شیشې سره تشبیه شوي دي. د اواز او د کاڼي تر منځ کوم مشترک وصف؟ دلته ان له هغو ژبني اصطلاحاتو هم سرغړاوي. مونږ چې تر اوسه اوریدلی نو د زړه سخت والی له کاڼي سره تشبیه شوی دی. خو د اواز سخت والی له کاڼي سره؟ دا یو سوال دی او شاید بې له شاعره یې لوستونکي ته سوال و اوسي. بله بیا غوږ به کوم مشابهت د شیشې سره مشابه شوې دی؟ د غوږ او د شیشې تر منځ هیڅ کوم داسې څه مې له عمیق فکره پس هم پیدا نه کړل.

که داسې فکر هم وکړو چې د شیشې یو ظرفیت دا دي چې څه شی ترې ګذر نه شي کولای یعنې ترې اخوا نه شي وتلای. او شاعر وایي چې ستا له غوږونو نه هم خبره نه شوه تیریدلای او زما خبرې ته دې غوږ نه کیښود. او دا د خبرې د په شا تمبوو صفت یې له شیشې سره مشترک صفت دی. نو بیا هم ښایسته خبره داسې راځي چې د غوږ پرده له شیشې سره تشبیه شي. مونږ یو عامه اصطلاح لرو چې له ډیرو شوره مې د غوږ پردې وشکیدی. نو شکیدل او ماتیدل به د پردې او د شیشې یو وصف وو. دا د شیشې پرده داري یا د دوو شیانو تر منځ حایل کیدل به یې بل وصف وو. خو دلته به یوه ډیره ضعیفه تشبیه شیشه د غوړ سره چې تشبیه شوې چې که یې عامه خبره کړو نو استهزایي او یوه داسې خبره به شوي وي لکه هیڅ مو چې نه وي ویلي. د مثال په ډول

د تبسم غوږونه داسې دي لکه شیشه
دتبسم شیشه يي غوږونه
د باقر صیب بل بیت دی؟
د چا په سترګو کې نشه چاته معلومه نه وه
په پردي کور کې مخ قبله چا ته معلومه نه وه

پورته بیت هم لکه بره مې چې وویل له یوې نا اشنا حیراني سره سړی مخ کوي. سترګې له پردي کور سره او نشه د مخ قبلې سره تشبیه شوي دي. د بل جا د سترګو له یوه پردي کور سره تشبیه په ځای تشبیه ده او د بل چا د سترګې له حاله سړی نه وي خبر چې څومره نظر لري او څومره نه سترګې یې ستړی شوی دي که نه . او به سترګو کې یې څه حال دی. که دا ووایو د سترګو ظاهري بڼې نه یو څه علایم لاسته راوړی شو چې که سترګې سړې وي او د وینې جریان ورته تیز شوی وي نو دا د نشې د حالت او یا د بې خوبي تاثرات پکې وي چې بل چا ته ښکاري. او دا همدغسې حالت د پردي کور هم وي سړي ته یې ظاهري بڼه ښکاري دیوالونه لري کوټې لري او داسې جوت ښکاري لکه کور. خو دننه حال یې پردي کس ته نه وي معلوم. خو په دې بیت کې بیا نشه د مخ قبلې سره تشبیه کول بیا یوه قبیحه تشبیه ده. تر منځ یې هیڅ کوم مشترک صفت نشته. مخ قبله د یومذهبي امر له مخې یو سمت دی او نشه یو حالت دی. لوستونکی نه پوهیږي چې نشه به له مخ قبلې سره کوم مشترک وصف لري.

مونږ به دا هم وانګیرو چې بعضې انسان قبلې ته په مخ کولو ځان ارام احساسوي او بعضې په نشې کولو ځان ارام احساسوي او دغه ارام بخښل ددواړو مشترک وصف شو. خو خبره دا چې به بیت کې ددغه محصول طرفته هیڅ اکنایي اشاره هم نه ده شوې. به هیڅ فکر ترې هم دا نتیجه نه شو اخستلای چې ددغه ارام طرفته دې اشاره شوې وي. دغه خبره پکې ډیره په تل کې پرته ده. او دا د خبرې عمق خپله دا تشبیه رسالت ته زیان رسوي. او قباحت طرفته یې بیایي. چې دا بیا د کلام شایستګي له منځه وړي او تر زور فکري خلک تر ډیر فکره وروسته ترې یوه عادي خبره لاسته راوړي چې بیا په خپل ځان د شوي ظلم په وجه خفه وي چې شاعر نو ولې دا ساده خبره دومره راته مغلقه او برده داره کړه چې زما فکر یې مشوش کړ. دا به دې معنی چې دا ښایسته کلام نه دی.

د تشبیه په اړخ کې د نتیجه ګیرۍ په هکله ویلای شم چې د باقر د شعر په سلو کې اویا تشبیه ګانې قبیحې تشبیه ګانې دي. او د مشبه او مشبه به مشترک وصف بکې یا بیخي نشته یا ډیر ورک دی. او یا یې به هغه صفت باندې له شاعره پرده اچول شوې ده. او لوستونکي ته حیراني ورکوي. ما کوښښ کوه چې د باقر د شاعرۍ نه نور مثالونه هم راواخلم خو دوه خبرې راته ډاډ راکوي چې دا به بسنه وکړي. یو دا چې د باقر د شاعرۍ لوستونکي به ددې لیکلو نه وروسته به خپله د باقر په شعر کې داسې تشبیهاتو ته متوجه او ډیرې به پیدا کړي. بله دا چې کله له دوکانداره وریجې اخلو نو ټوله بورۍ یې نه ګورو بلکې په لاس کې ترې یو څو دانې وریجۍ رااخلو او ګورو یې.

د باقر د شعر په استعارو چې د ده په شعر کې کارول شوي دي په هغې هم خبرې لرم او کوم یې. خو ټول په یو دم کول به هم له ما نه او هم له لوستونکي په یو دم ډیر وخت وغواړي نو د باقر به شعر کې مو تشبیه وڅیړله او زه په یقین سره وایم چې له هرو سلو تشبیه ګانو یې اویا همداسې دي. استعاروي اړه به یې بیا درسره شریک کړم.
نور بیا ………………

3 COMMENTS

  1. د (چې) پرځای د پارسي (تا) تر اغېز لاندې (څو، ترڅو) درسره په هرډول بايد پخپله ورته ځير شي، خود بيان په تړاو به دومره له غوږه درتېره کړم چې اوسني ٌذهنيٌ انځورونه په ټوليزو هنري پنځونو او بيا شعر کې په وجېه او توجيه پسې سر نه گرځوي او له پخوانو ٌعينيٌ هغو څخه يې خپله نوښتگرانه لاره رابېله کړې ده رغوي منندوی زيار

  2. تاسو اواز له کاڼي سره تشبه ښه نه ګڼی مګر مونږ په عام اصطلاح کې یوه خبره هر وخت کوو مثلاً وایو خدای دې د لیوني له پیغور نه ساته د لیوني پیغور د حافظ غونډاری ده چې په کومه خوا ګوزار شي هغسې ځی.
    نو له زړه بغیر هم پیغور چې اواز یا خبرې دي له کاڼی سره تعلق پیدا کوي.
    په هر حال زه د کمپیوټر انجینر یم مګر دا نقد مې تر ډیره خوښ نشو د باقر شاعري د پښتنو سپیڅلی ا مان پوره کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب