پروفيسر محمود اياز (سکام ادبي اکاډمي کوېټه)
که چېرې مونږ دتېرو دوو پېړيو سر سري جاج واخلو . نو ددې تريخ حقيقت څخه انکار نه شو کولی ، چې په دغو دوو پېړيو کې با الخصوص بشريت مسلسل له يو نا اشنا غوندې کرب او اذيت سره مخا مخ شوی دی او که چرته دا ووايو، چې دغه کرب او اذيت دهم دغه ستړي دور له شکمه را زېږېدلی نو مبالغه به نه وي . دماضي دغه دوې پېړۍ شايد ځکه د مايوسيو او نا امېديو آماجګاه بلل کيږي . ولې چې په دې دوره کې ټولنيز انتشارمعاشي بدحالي عدم تحفظ، او دبرسر اقتدار طبقې داستحصالي قوتونو ناروا حکمرانۍ دوام موندلی دی، او دهم دې بحراني دور په سوب بشر دوجود او عدم يا هستۍ او نېستۍ ترميان له يوې داسې ستړې حېرانۍ سره اشنا شوی ، چې دهغه وجود سر تر پايه ديوه سواليه نښان(؟) څخه زيات ارزښت او اهميت نه درلود. شايد ددغه دردېدلي صورت حال له کبله انسان له خپل ذات څخه لاهم په تېښته باندې مجبور شوی دی، دهغه اميد زخمي زخمي او اعتماد يې يومخ ريز مريز شوی دی په داسې حال کې هغه دخپل اعتماد لاش ديو ماشوم غوندې په خپله غېږه کې نه شو لوبولی. دعدم اعتماد دغه ستړې او بې لحاظه فضا دبنيادم لپاره د يوې لويې الميې څخه کمه نه وه.
کله چې بشري ټولنه په يوه مشيني او صنعتي ټولنه بدله شوه او صنعتي ترقي اسمان سره ګويانه شوه. نود دې صنعتي بدلون يا انقلاب په ردعمل کې دبشر وجود يو بې معنا غوندې څيز وګرځېد، يو طرفته دماده پرستۍ تور تور ماښامونه خواره واره شول او بل طرفته د شلمې پېړۍ اول عالمي جنګ دبنيادم نه هغه لږ ډير پاته اعتماد هم چور کړ، ولې چې دهم دهغه لوۍ جنګ په سوب غالبا پنځوس لکه انسانان ددغې مځکې څخه يو مخ پو پنا شول اوورپسې ددويم نړيوال جنګ په وه کلنه دوره کې پنځوس ميلونه انسانان دمرګ شومه وګرځېدل. دسرونو دې ارزانۍ ، بشريت دبېوسۍ زندګۍ ديوه داسې ړانده تورتم ته وسپارلی چې بشر بشر دخپل داخلي کرب او اذيت يو بې درمانه مريض وګرځېد دهم دغې اتبرۍ ، مايوسۍ او دعدم تحفظ احساس په اصل کې دوجوديت د رحجان يا تحريک له پاره يو بنيادي جواز ثابت شو .
وجوديت که په يوه صورت کې دبحران فلسفه ده نو په بل صورت کې دا دتنهايي ، بېګانګي او غيريت فلسفه ده ، که دا ووايو چې دغه تحريک ديوه نوي مذهب دويم نوم دی نو هم غلطه يا بې ځايه خبره نه ده ،دوجودي فلسفې کما حقه تعريف کول خو بېخي امکان نه لري خو ځينې داسې نکتې دلته مونږ په ګوته کولی شو چې اکثره وجوديان ورباندې متفق ښکاري ۱ ـ دعقل دمطلقيت څخه انکار دوجوديانو اساسي صفت دی ۲ـ وجوديان دټولو سماجي نظريو ښکاره منکرين دي ۳ ـ شعور د دوي په نزد هميشه ديو بل څيز شعور دی
۴ـ هغه بشري وجود په بې مثله انفراديت او داخليت باندې ايمان لري
۵ـ ټول وجوديان دانسان په مطلقه ازادۍ باندې يقين لري
۶ـ وجوديان انسان په جوهر باندې مقدم ګڼي
۷ـ بشر دخپل معدوم جوهر دتخليق نوم دی هغه په عدم کې دهستۍ ظهور دی
۸ـ په دې بره هم ټول وجوديان متفق ښکاري چې وحوديت د زمانيت په افق باندې راخيژي او د تارخيت په پس منظر کې ساه اخلي
۹ـ بشر مدام په زنځيرونو کې تړلی پاته شوی دی
۱۰ـ وجوديت دفردي شعور يوه دردمنه نوحه
۱۱ـ انسان دهر موجود او لاموجود په ګرداب کې هيڅ بې هيڅه منډې وهي .
۱۲ـپه انسان او فطرت کې هيڅ هم آهنګي نشته .
۱۳ـدنيا لغوه ده بلکې بشر خپله يو لا يعني او بې معنا غوندې شی دی .
۱۴ـدوجود پرستي نه مراد مطلق وجود نه دی بلکې دانسان نفسي وجود دی .
۱۵ـ بشر په تنهايۍ او ذهني کرب کې مدام راګير پاته شوی دی .
پکاردادي چې دوجوديت دذکر شويو نکتو په تناظر کې مونږ دطايرځلاند د شعري تفهيم وظيفه اجرا کړو او دا وګورو، چې دوجوديت دفلسفې نظريات او رجحانات ترکومه جده ددې زلمي شاعر په شاعرۍ کې رابرسېره شوي دي.
وجوديت هم دجديديت دنورو مکتبونو په مصداق دنوي شعور نمايندګي او ترجماني کوي، په پښتوادب کې د شاعرۍ د تحسين او تفهيم په اړه چې ناقدينو کومې لارې لېکې خپلې کړي دي زما په شخصي فکر بېخي دعمومي او سطحي نوعيت بڼه لري ولې چې نه خو مونږ سنجيده لوستونکي لرو اونه له بده مرغه سخن فهمه ناقدين. دلته زما ددغې دعوې اثبات په اسانۍ سره کيدلی شي چې تر اوسه پورې خو لا پښتو شاعري په علمي سويه څېړل شوې نه ده نوبيا د شاعرانو دمقاماتو تعين دناقصې غيرې علمي تنقيدي رويې په تناظر کې څنګه ممکن شو؟
دمثال په توګه حمزه بابا چې د ابوالغزل په توګه غلط العام شوی دی ، ثابتوي به يې څوک؟ چې په ريښتيا دپښتو شاعرۍ دغزل پلار دی. آيا دداسې تن اسانۍ او سهل پسندۍ له لارې زمونږ د روان شعري روايت دمعيار تعين آخر څنګه کيدی شي؟ دا اهم سوال په خپل ځای دمدلل تفصيلي ځواب غوښتنه کوي سوال دا پېدا کيږي چې مونږ به د
(out_standing، sub _standerd، standerd شاعري دمعيارونو صف بندي څنګه کوو؟ که په شاعري کې هر صنف ځانله خپل (کړه وړه ) مزاج او خوشبوي لري نو بيا دهغه کوټلې تجزيه او مطالعه بشپړ تنقيدي کتاب غوښتنه کوي زمونږ لويه الميه داده چې په پښتو شاعري باندې چې څومره ليکل شوي دي صرف دتکراري مباحثو يوه ناتمامه سلسله ورته وييل کيدی شي، نو ځکه زه دا کوشش کوم چې دطايرځلاند د شاعرانه شعور جاج دعصري غوښتنو مطابق ديوه نوي موضوعي بحث په تناظر کې له تاسو سره شريک کړم او زه غواړم چې دهغه په شاعرۍ کې دوجودي کرب حسي تجربې رابرسېره کړم او دا حقيقت وزبات ته ورسوم چې دهغه په شاعرۍ باندې دوجوديت دنظرياتو او عقايدو اثرات ترکومه حده اغېزمنه شوي دي.
دطايرځلاند دشعري مجموعې داولې غزلې اولنی شعر دهغه دوجودي کرب او اضطراب پوره پوره غمازي کوي
نه دژوندون په خوږو پوي شو او نه ښاد او اباد
په ورانو کرښو دتندي به شو څه ښاد او اباد
په ذکرشوي شعر کې طايرځلاند کټ مټ دنوموړي البرټ کاميو غوندې فکر او سوچ لري کوم چې دوجوديت په څو علمبردارانو کې يولوی نوم ګڼل کيږي ، په ذکر شوي شعري تجربه کې زندګي په رښتيا پېکه پېکه او بې خونده غوندې ښکاري دا شعر دزندګۍ دلذت او خږلت څخه يو مخ محروم او مايو بنيادم غمازي او ترجماني کوي ولې چې په دې شعر کې چې دبشر پر تندي باندې مونږ کومې ورانې کرښې وينو هغه صرف او صرف دانسان وجودي کرب او اضطراب نښاندهي کوي . ولې چې داکرښې خو صرف دهغه په بې کرارۍ او مايوسۍ کې اضافه کولی شي نو ځکه په ذکر شضوي شعر کې د(ښاد) او( اباد) توري هيڅ معنوي ارزښت نه لري دا دزندګۍ ديو ستړي او ستومان بلکې د ژوند څخه ديو بېزاره بنيادم خوږمنه سانده معلوميږي دلته که دا ووايو چې ددې شعر دتوري توري څخه قنوطيت اوښکې را څاڅي نو مبالغه به نه وي.
دلته په ځان کې له هرچانه خپل صورت ورک شوی
زه به له کوم يوې هندارې پاکومه خاورې
دوجودي کرب دحسي تجربې دغه يو تصوير دبلا مايوسۍ او بېزارۍ نه ډک معلوميږي دهر وجود مقدسه هينداره دبې لحاظه وخت تر ګرځ او غبار لاندې شوې ده او دشاعر دخپل وجود هينداره هم له هم دغسې بد حالۍ سره مخام ده . که چرته مونږ دنوموړي البرټ کاميو دناولونو او فکري مضامينو ژوره مطالعه وکړو نو قاري له ورايه د هغه په تخليقاتو کې يوه ناکراره وجودي روح په شدت سره محسوسولی شي او دهغه دغه ستړی وجودي روح مسلسل دغه چيغې او نارې وهي چې دنيا لغوه غوندې څيز دی بلکې بشر خپله هيڅ معنا او مفهوم ه لري هغه په اصل کې په شعوري توګه دسارتر دوجودي فکر او سوچ ته دوسعت ورکولو هڅه کړې وه ، ولې چې دهغه په ذات کې يو بې لګامه باغي ميشته وو، کو چې دمرګ انتظارپه بلا ليونتوب سره کاوه هغه دبنيادم ټولې هلې ځلې او جدو جهد لاحاصل او لايعني ګڼل ، ځکه خودکشي دهغه له پاره دعدميت بهترينه غذا ګرځېدلې وه .
اوس داکتل پکار دي چې آيا ددې زلمي شاعر طايرځلاند شاعرۍ کې هم دغه وجودي روح هغومره مضطربه او بې کراره ښکاري څومره مضطربه او بې کراره چې مونږ دغه وجودي روح د البرټ کاميو په ناولونو او فکري مضامينو کې له ورايه وينو. ددې تريخ حقيقت داثبات له مونږ دلته دهغه ځينې نور شعرونه نقل کوو، چې بېخي کټ مټ ديوې ناکراري روح دکرب داحساساتو او جذباتو پوره پوره غمازي کوي .
ماکړه شپه تېره په ازغو کې خو تا کړمه خاورې
يه دلمر څيرې ! اوس به چرته وجود وړمه خاورې
دلته په ځان کې دهرچانه خپل صورت ورک شوی
زه به له کوم يوې هيندارې پا کومه خاورې
دلته دهرچالپه ډکه ده له سپينو اوښکو
دلته کې هر سړی له ځانه په فرياد ولاړ دی
آيا په ذکرشويو درې واړو شعرونو کې قاري دوجودي کرب سوې سوې چيغې او نارې نه اوري؟ زما په شخصي فکر ذکر شوی هرشعر دوجودي کر يوه دردېدلې او خوږمن تصوير معلوميږي په يوه شعر کې د لايعني او لاحاصل ژوند په سوب په شاعر باندې خپل وجود اضافي غوندې بار معلوميږي او په بل شعر کې دهغه نه خپل وجود د غدميت په تور ګرځ اوغبار کې ورک محسوسيږي، بلکې ټول وجودونه دعدم تر ناروا ګرځ لاندې ښکاري او دغه رنګه په دريم شعر کې هر سړی دخپل وجود څخه بېزاره غوندې ښکاري بلکل داسې معلوميږي لکه بشر چې هيڅ بې هيڅه دکاينات ودې ځنګل ته را غورځول شو وي ګوا که کاميو د ددو نړيوالو جنګونو په سوب دژوند له بې خوندۍ سره اشنا شوی وو نو طايرځلاند هم په افغانستان کې دروان ناتمام جنګ له کبله د لاحاصل او لايعني ژوند دبې خوندۍ نه په منډو ښکاري ددواړو تخليق کارانو په حسي تجربو کې څومره هم آهنګي او مماثلت دی ددې حقيقت په اثبات کې ددې ليکنې خپله ګواهي ورکوي . که دلته دا ووايو چې زمونږ طايرځلاند هم په شعوري او لاشعوري توګه د وجوديت د روايت يو رښتينی علمبردار او نمايند معلوميږي نو مبالغه به نه وي.
کله کله خو چې ددې زلمي شاعر و حسي او تخليقي تجربو ته قاري په حقه معنا ځير شي نو و هغه ته دا شاعر کټ مټ د سيسي فس غوندې يو لايعني هيرو معلوميږي ، که چرته دوجوديت فلسفه دشيانو دتاريک اړ رابرسېره کوي نو داسې له کرب او اذيت څخه ډک احساسات او جذبات په اسانۍ سره دطايرځلاند په دغو شعري تجربو کې په ګوته کېدی شي، بلکې دهغه شاعري خو په رښتيا دوجودي کرب، اذيت او نا آسوده خيالاتو مظهر معلوميږي ، دهغه په شاعرۍ کې چې کوم تصويرونه او خيالي پيکرونه مونږ وينو په هم دغه خيالي تصويرونو او پېکرونو باندې دمايوسۍ او بېزارۍ ستومان ستومان لوګی له ورايه محسوسيږي، ددې حقيقت نښاندهي دطايرځلاند دغه لانديني شعرونه خپله کوي
هم تنهايي ده او هم يم په اضطراب کې راګير
وخته ! زه کړمه دې لا دا په کوم غذاب کې راګير
څو به مړ کېږم ژوندی کېږم دوفا په لارو
څو به دژوند دشته کې يمه په سراب کې راګير
دتنهايۍ، مايوسۍ او دستړي کرب او اذيت دغه استعارې دهغه په شاعرۍ کې دبېګانګۍ او نااسودګۍ داحساساتو او جذباتو له يو دردېدلي روح وربخښي او داسې شاعرانه احساسات دهغه دحسي تجربو دبېزاره شويو لمحو ستړي ستړي تصويرونه او منظرې را برسېره کوي، دکوم نه چې نه يواځې دبشر دوجودي کرب او اضطراب مړاوې مړاوې سندرې معلوميږي. بلکې دژوند څخه ديو م بېزاره شوي بنيادم پوره پوره عکاسي او ترجماني کوي . د لايعنيت دغه ستړې او ستومانه احساس په اصل کې ددې زلمي شاعر دشاعرانه شعور جماليات متعين کوي ، ښکارې داسي لکه دې تکړه شاعر چې دوجوديت دفلسفې يا مدرسې کوټلې مطالعه کړې وي يا هم دا امکان لري چې په لاشعوري توګه دهغه دلاشعور څخه دغه دردېدلي احساسات او خيالات رازېږېدلي وي
خو د ژوند ددې المناکو پېښو باوجود کله کله مونږ دهغه په دې منظوم کاوش کې د قونطي روئې په مقابل کې د رجائيت رويه هم په شدت سره محسوسو وو او دا رقم احساسات او جذبات دهغه دحريت دتصور کوټلې نماينډګي کوي . دلته هغه د ژوند د امکاناتو په لور دسفر تابيا کوي ، دلته بيا هغه د زندګۍ په کرب او اذيت کې هم دمثبت احساس رښتنی پلوی ښکاري او دلته هغه دا حقيقت د يقين تر حده د منلو پامتدار ښکاري چې بنيادم دا احتيار لري چې هغه څه کول غواړي او څه جوړېدل غواړي هغسې جوړېدی او بدلېدی شي. دلته دهغه نفسيات ديو ازاده مارغه دنفسياتو په څېر ښکاري داسط حسي تجربې دهغه د رجائي وجوديت غمازي کوي په دغه تناظر کې يې دا شعرونه دغوراو فکر وړ دي .
شايد يو څوک راوړي د ژوند دامکان نوی زيری
څارمه لار اسمانه !ستا له زمانو راهيسې
که وايم نه لرم څوک زه دتنهائي نه سوا
بيا دنسيم خوږې وږمې نو دچا زيري راوړي
داماښامونه ستا د ژوند په انګو کې چې دي
طائره ! تاته به همدا د سبا زيري راوړي
دوخت سپېرو سيلو که هر طرف نه وتراشلو
پښتون چنار غوندې اوس هم په اعتماد ولاړ دی
په ذکر شويو شعرونو کې د رجائي وجوديت آثارله ورايه ښکاري . خو ددې اميد په پسِ منظرکې د کرب او اذيت نری نری زګيروی هم د نی غوندې په ژړااخته ښکاربلکې دا به ووايو چې دقنوطي او رجائي وجوديت امتزاجي احساسات او جذبات معلوميږي. خو دا حقيقت په خپل ځای چې په دې شعرونو کې د کرب او اذيت څخه د اميد احساس قوي او زورور معلوميږي. هغه ځکه چې ماښامونو مدام دشپو او تورو تياروزيری راوړي دي خو شاعر اعتماد دلته دبلا حيرانۍ وړ دی ولې چې هغه د زندګۍ په ماښامونو کې دصبا د زيري انتظارپه ډيراعتمادسره کوي .
داسې ښکاري چې لکه دغه کلک اعتماد چې هم دهغه دناتمام وجودي کرب يا خود اذيتۍ رد عمل وي. ولې داسې نابلده احساسات او جذبات لا محاله ديو وجودي فکر اختراع کيدی شي.
سارترخو دبشر پر وجود پروت يو سر لا هم بارګڼلی . کاميوپه انتشارکې ژوند تېراوِه خو د آزادۍ په اتم اسمان ئې لاهم دزړه او په نه څښلې نطشې د ټولنې د روايتي اخلاقياتوښکاره دوښمن وو، سارترخو دوجوديت فلسفه يوه قنوطي فلسفه نه بلله دهغه په خيال خود وجوديت څخه زياته بله اهمه رجائي فلسفه نشته او نه ئې څوک ثابتولی شي ددليل په توګه هغه وايي(ددې نه به بله کومه نظريه زياته رجائي وي چې دغې فلسفې خو دبنيادم تقدير و بنيادم ته په لاس کې ورکړاو نه دغه فلسفه انسان دعملي جدجهد نه راګرځوي ولې چې دوجوديت دا ښودنه ده چې که چرته اميد يو ځير دی نو هغه د هغه په عمل کې مضمر دی او هغه شی چې بنيادم ته ژوند وربخښي هغه عمل دی ، ګوا دنوموړي سارتر په خيال وجوديت يوازينۍ هغه فلسفه اونظريه ده، کوم چې بنيادم دوجود له حقيقت سره اشنا کړی دی.
ګوا په نورو ټکو کې مونږ ويئلی شو چې دا دعمل فلسفه ده، بلکې دصداقت معني خيزه عقيده او نظريه ده ، خو له بده مرغه دوجوديت اصطلاح په غلط تفهيم هم خلکو کارولې ده ، په همدغه سوب دغه اصطلاح دغيرسنجيده تفهيم په سوب لږه لږه زخمي شوې هم ده ، خو دا حقيقت په خپل ځای مسلم دی چې له دې رجحان سره تړلي مختلف دانشوران دفکر اونظر په اساس ديو بل څخه لږ ډير مختلف الخيال هم دي ، خو ددې مکتب نظريات بلا شک او شبه دجديديانو دلويو ذهنونو دادبي پيش رفت يوه اهمه علمي سرمايه ده
په دغه موضوع باندې په پښتو ادب کې بيخي ليکل نه دي شوي نو ځکه ما په پښتو شاهري باندې دوجوديت داثراتو موضوع دتجزياتي بحث له پاره انتخاب کړه
دطايرځلاند دوجودي کرب دتجزياتي مطالعې سره سره دوجوديت داصطلاح تفهيمي بحث هم ځای په ځای ځکه ضروري دی، ولې چې پښتانه ليکوال اکثره ددې مکتب له نظرياتو سره لا پورې نا اشنا پاته شوي دي ، ر اشئ چې يوځل بيا دتکړه شاعر طايرځلاند تخيلاتي دنيا ته ور داخل شو
دوخت ستم اودحالاتو بې روخۍ له وجې
دخپل ارمان په څلي پخې ږدو له دې ښاره ووځو
دوخت او حالاتو دجبر او ستم بې رخي وطايرځلاند ته نه صرف د ازادۍ دتصور درس ورکوي ، بلکې د ازادۍ دحصول په سيخه لاره باندې يې سموي ځکه هغه دخپل ارمان دوجود په قبر په قبر خپلې پخې ږدي او دهميشه له پاره دښار د دروغجنيو او فريبجنورنګنيوته خير ابادوايي ولې چې دبې باکۍپه هم دغه اقدام کې هغه د ازادۍ ټول لذت په خپلو سترګو ويني، ځکه هغه دخپلې مقدسې روح په لاره کې خنډ نه جوړيږي هم دغسې بې باکي ديوه وجودي له پاره دوجودي کرب دوا او دارو ګرځېدلی شي ، ددې تريخ حقيقت داثبات هغه په خپل يو بل شعر کې داسې کوي
لکه يو روح چې له وجوده خامخا بيليږي
داسې د ذات له دايرې نه بې اختياره ووځو
په هم دغه تناظر کې خپل يو شعر نقل کوم
بيا په لڅو پښو منډې وهمه د امکان په لور
بيا دچا دپاره له وجوده راوتلی يم
طايرځلاند دخپل ذات په قفس کې دخپلې روح مارغه داسې نفس تنګی نه شي ليدلی ، ولې چې هغه د ياغي روح تقدس پامالول لوۍ جرم ګڼي ، هغه خپله هم ازادي پلوی دی او دروح ازادۍ باندې کلک يقين او پوخ ايمان لري
زه دلته غواړم چې دطايرځلاند دنيم رجايي وجوديت په کيفيت کې ويئلی شوی نظم چې د تعبيرونو لټون تر عنوان لاندې دده په شعري ټولګه (خو شبو نه وينه درنګونو څاڅي) کې موجود دی دمثال په توګه دلته نقل کوم چې روان موضوعي تنقيد مبحث نور هم مخ په وړاندې لاړ شي دا نظم په تکړو کې دتجزياتي بحث له پاره ځکه نقل کوم چې دموضوعي بحث تسلسل هم دغسې برقرار پاته شي
دتعبيرونو لټون
له دې نه مخکې څو څو ځل ملګرو
ما وو يو خوب ليدلې
خو هغه خوب د لا شعور د جزيرونه لرې
د حقيقت د سرحداتو فا صلو نه جدا
د تصور خيالي جهان کې پروت وو
د ښائستونو په ارمان کې پروت وو
د اميدونو لامکان کې پروت وو
هم د وهمونو په زندان کې پروت وو
هم په زمين هم په اسمان کې پروت وو
نه واقعيت نه په امکان کې پروت وو
خو ولې زۀ يې د تعبير په لټون
دزميني مدار نه
اوتلم
دوجو ديت بشپړ بحث ددې حقيقت غمازي کوي چې بنيادم هميشه دجذباتوپه صداقت باندې پوخ يقين لري او دا هم مونږ منو چې د انسان خارجي دنيا بېله او داخلي دنيا يې بېله وي ، طايرځلاند يو خوداګاه زلمی شاعر دی هغه د وجود حقيقتونو ته دداخل په سترګه ګوري شايد ځکه دهغه سترګې تر لرې لرې پورې ديد کولی شي
دهغه خوب هم ديوه وجودي ليدلی خوب معلوميږي هغه په خوبو کې هم يوه تجريدي او کړکېچنه دنيا ګوري
په کومه دنيا کې دهغه نه دهغه خوب ورک شوی دی
کوم خوب چې هغه په وار وار ليدلی و او هغه خوب چې دلاشعور د جزيرو نه ډير لرې ياخو دامېدونو په لامکان کې موجود دی يا دوهمونو په زندان يا شايدهيچري هم هغه خوب وجود ولري ، ديوداسې خوب دتعبير له پاره هغه دې ستړې مځکې دمدار څخه وځي په دې تلاش کې څومره کرب او اضطراب موجود دی ددې انداه لګول لاهم خارج ازامکان ده په يوه نابلده دنيا کې ديو نابلده خوب تعبير لټول ديو وجودي حسي تجزيې اظهار معلوميږي
ددغه ناتماماو کربناک لټون تسلسل هغه په خپل نظم کې هم دغسې روان ساتلی دی په ټول نظم کې يې جذبه په عقل باندې زوروره ښکاري
او د سپوږمۍ په مدارو کې مې سفر شروع کړو
د ژوندون نوو دايرو کې مې سفر شروع کړو
ما چې وو څه ليدلي
د لا شعور د جزيرونه لرى
هغه فرضي جهان کې
تشه دهوکه وه تش فريب وو زندګي خو نه وه
هلته سرې شګې وې کمرې وي نمي خو نه وه
توره تياره به شوه ماښام به شو سحر به راتلو
نور د ژوندون علامتونه په نظر نه راتلو
دتلاش او لټون په دغه مرحله کې يو داسې پړاو راځي چرته چې نه زندګي شته او نه د زندګۍ دپخو خاپونه ښکاري دلته قاري داسې محسوسوي لکه شاعر چې په لټون لټون کې دعدم وجهان ته ور داخل شوی وي او په عدم کې هم هغه دتنهايي کرب او اذيت نه وارخطا ښکاري
ولې دا دنيا هم دنيانه بلکې دابهام يو ناتمام سراب دی چرته چې يوليونی دخپلو ليدلو خوبونو تعبيرونه غواړي ، دطايرځلاند دغه نظم په اوله برخه کې له حېرته ډکه يوه منظرنامه ښکاري خو په دويم پړاو کې دا نظم کېفيت ناګانه په يوه جذبه باندې بدل شي، ولې چې په دې برخه کې هغه ديوې بې وجودې خاورې بې وجوده بنيادم ښکاري ، دلته قاري ته دانسان حقيقت ديو زېړې خزان وې پاڼې په څېر ښکاري يو داسې انسان چې رشته يې يومخ له ټولنې څخه شليدلي وي صرف يو وجودي هم دغسې خوبونه ليدلی شي ، شايد دخوب دتعبير دنه رابرسېره کېدلو قېد لاهم هغه په خپل ځان خپله لګولی دی ، ولې چې هغه که ژوندی پاتې کېدلی شي نو صرف او صرف په بې کرارۍ کې ژوندی پاته کېدلی شي ، دسکون نفس تنګي دهغه له پاره يوه ناقابل برداشت زحمت دی په اصل کې دهم دغه زخمت بلا هغه په مخه کړی دی
آ ښاپېرۍ چې زما روح ته به يې ساز غږوو
کله ناکله لاشعور ته يې اواز راکوو
مايې په خيال کې په خيالي رنګونو
هم په خزان هم په سپرلي رنګونو
دخپل نظر په جلالي رنګونو
هم دتضاد په جمالي رنګونو
لکه کړۍ کړۍ زنځير جوړکړى
وه کرښو کرښو نه تصوير جوړکړى
ما به ليکلى پرې غزلې او سندرې مدام
دليونو په شان کولې مې خبرې مدام
ځکه چې زۀ په دې خبره باندې نه پوهيدم
د تصور په سلطنت کې هغه خيال او فريب
نه يې وجود نه . حقيقت لرلو
هغه دهوکه وه دنادانه جذبو
هغه چې زۀ يې په لټون کې ومه
هلته باغونه ابشارونه
شنې درې او چنارونه نه وو
هم دمارغانو اوازونه . نه وو
د ښائستو نو منظرونه . نه وو
د ژوندانه علامتونه . نه وو
ما چې ليدلى وو کوم
دهغه خوب هيڅ تعبيرونه . نه وو
کله کله شاعر داميد او نا اميدۍ او شک يو معني خيز تثليث معلوميږي هغه دوجود او عدم په دواړو جهانونو کې دخپلو ليدلو خوبونو تعبيرونه رنګونو باندې دفرېب توره سايه خوره وره ښکاري دهغه دغزلو او سندرو د اورېدلو له پاره لکه په دواړو جهانونو کې چې هيڅوک نه وي او دنظم په دې برخه کې هغه داسې محسوسوي لکه خوبونه چې بس صرف خوبونه وي .
په خپل کړاو پسې ښۀ وژړېدم
داضطراب په اور کې وسوزيدم
زۀ ډير مايوسه شومه
او نا اميده شومه
خو په قراره نه شوم
ځکه چۀ يو ځلې مې بيا ملګرو
پرون غرمه يو داسې خوب لېدلى
بيا مې دنوي کائنات سره ليدنه وشوه
ماپه مريخ کې شنه پټي وليدل
ښې دنګې دنګې ونې
هم مې سپرلي وليدل
بس دلونګو ونې
هم ګودرونه به وو
ښکلې رنګينه فضا
او سرۀ ګلونه به وو
هلته د امن سندريز ماحول کې
د ژواندانه تقاضو
مست اتڼونه کول
ځکه چې هلته د مرېخ فضا خو
وه د لوګو نه خالي
هم دبارودو دلمبونه خالي
ما دشعور په ګوتو
دحافظې په تخته
نوى تصوير جوړکړلو
نوې خاکه جوړه کړه
خپلو جذبو کې مې يو نوى شانې
بيا حرکت محسوس کړو
خو هغه تېرې تجربې چې ګورم
دشک درشل باندې مې پښې شلې شي
ځکه چې دغه لټون
د تعبيرونو لټون
منزل لرى او که نه ؟
دامېد او ناامېدۍ هم هغه تسلسل په نظم کې هم هغه رنګه روان دی ، دنوي ژوند لټون آخر ولې دهغه اضطراب اور تازه ساتي ، دبلا مايوسۍ باوجود دشاعر سره هغه بې کراري او هغه اضطراب هم هغسې ملګری ښکاري ، شايد هغه دعقل دمطلقيت دانکار اثبات کول غواړي يا بيا هغه شايد هغه دنيا غواړي کومه چې بنيادم خپله جوړه کړې وي . ول هغه دا پوخ يقين لري چې په دنيا کې داسې يو قدر هم نشته چې هغه بنيادم خپله نوي جوړ کړی ، يو داسې دنيا لټول دهغه لپاره هيڅ معنا نه لري کومه چې دعالمګير اخلاقي اصولو تابع وي دا شک چې هغه د اټل اقدارو باندې هيڅ يقين نه لري کله کله لوستونکی دهغه دنظم مطالعې وروسته داسې محسوسوي لکه هغه چې په ويښه هم خوبونه ګوري د نظم په اخرۍ کړۍ کې هغه يو مثبت خوب ويني په کوم کې چې دغه وجودي شاعر کومه دنيا لټول غواړي کټ مټ هغه دنيا وويني کومه چې د يوه وجودي دنيا او کائېنات کېدی شي چرته چې يوه نوې فضا او نوی ماحول هغه په خپلو سترګو ويني چرته چې هغه نوي عسکونه او نوې خاکې جوړوي خو تېرې ترخې تجربې دهغه دغه دنيا هم ورانه ويجاړه کړي بيا دشک په درشل يبلې پښې ولاړ دهم دغه سوال ځواب غواړي چې دتعبيرونو دغه لټون خپل منزل هم لري او که نه ؟
دا نظم دفردي شعور يوه دړدمنده نوحه ده، يا د يو داسې بنيادم دژوند کيسه ده کوم چې دموجود او لا موجود دګرداب ترميان هيڅ بې هيڅه منډې وهي په ټوليزه توګه راوړل شوی نظم يوې نا بلده دنيا نمايندګي ګوي او داسې دنيا په کې را برسېره کوي چرته چې خلک يواځې خوبونه ګوري او هغه هم بې تعبيره، ګوا دا نظم خپله دلايعني ژوند د ترخو حقايقو نښاندهي کوي. ګوا بنيادم لايعني دی او هم دهغه ژوند او لټون . ګوا ددې معنا داده چې انسان هيڅ بې هيڅه لايعني ژوند تېروي ددې نه زيات بل کوم ظلم کيدلی شي چې بشر دې دشک او يقين په بې حسابه داېرو کې حيران ولاړ وي
دې چم دمصلح کې مې مودې مودې کړې تېرې
نور ځم دخاموشيو دزندان له حده وځم
د نااسودګۍ يوه بله بلا دمصلحت په شکل کې دهغه دلارې ديوال جوړه شوې ده ، د ژوند د زندان دغه حبس او خاموشي به ترڅو دهغه له شيرين وجو د سره لوبې کوي ، دلته په دې شعر کې طايرځلاند دحريت او ازادۍ علمبردار معلوميږي ولې چې ددې خاموشئ مرګ يواځې او يواځې له يوې لارې ممکن دی . او هغه لاره د بغاوت لاره ده ځکه هغه دبغاوت ښکاره اعلان کوي خو دا اندازه لګول ګران کار دی چې دطايرځلاند دغه بغاوت له ژوند نه تېښته ده او که دناکامۍ او ماتې نه وروسته دتېښتې له پاره يو معقول جواز، شايد دهغه په خيال خو دنيا هم هغه ده کومه چې بنيادم په خپله جوړوي خو دوجودي کرب دغه تسلسل هغه بيا بيا وژني او بيا بيا يې را ژوندی کوي
څو به مړ کېږم ژوندی کېږم دوفا په لارو
څو به دژوند دښته کې يمه په سراب کې راګېر
زما رڼا رڼا وجود به تر هغې قتليږي
چې دې کوڅو باندط ترڅو پورې دشپې لارې دي
کومه شېبه وه چې به مونږ په کربلا کې نه وو
کومه لحظه وه چې زمونږ په امتحان کې نه وه
ناآسودګي، بېګانګي او مايوسي خپله ديوه لوۍ غذاب نه کمه الميه نه ده ، دمقدر په رحم و کرم باندې تريخ ژوند تېرول څه معنا لري؟
دبشر دغه بدحالي ايا دغور او فکر وړ نه ده ؟ دطايرځلاند زياتو شعرونو کې ځکه دبنيادم دستړي ژوند هغه ترخه حقايق په ګوته کړي دي چې دنن لوستونکي نه ترېنه سترګې پټولی شي او نه ترېنه انکار کولی شي
دبنيادم دبدحالۍ او تريخ ژوند دغه واويلا دهغه په شاعرۍ کې داسې جوته ښکاري لکه داسمان په ستورو کې چې سپوږمۍ سړی له ورايه ويني دهغه يو دوه شعرونه نور وګورئ
بيا دوخت طوفان کې نن
هر سړی اوتر ولاړ
داسې جمود خور دی چې
مرګ په هر منظر ولاړ
په اصل کې طايرځلاند دمسلسل جمود بلا ويرولی دی هغه چې هر طرف ګوري نو يواځې دمرګ بلا ويني دوخت په دې بې لحاظه طوفان کې دژوند يوه نيمه نخښه لاهم نه ښکاري او دغه له اذيته ډک موسم يو ادبي موسم ورته ښکاري ، آيا بنيادم يواځې دمرګ دمنظر بيابيا لېدو دپاره ژوندی دی؟ هم دغه هغه سوال دی دکوم په سوب چې شاعر له يو نا اشنا غوندې اذيت سره اشنا شوی دی
کله چې لوستونکی دوجوديت دفلسفې مطالعه کوي نو په دې شک کې مبتلا شي چې کېدی شي چې دوجوديت فلسفه د ټالسټايي ديوې لنډې کيسې ديو ليوني کردار ددې جملې نه رازېږېدلې چې (زه څوک يم؟)
هم دغه سوال دطاير ځلاند دشاعرۍ په پس منظر کې اکثر و بېشتر په غورځنګ ښکاري، شايد ځکه چې هغه دمطلق وجوديت دتريخ حقيقت په لټون ښکاري
مونږ که هر څو دتدبير په زور تقدير بدلوو
داسمان لاندې داسمان په سېوري ونه درېدو
د ډاکټر وزير اغا دنظم لاندينۍ درې مصرعې او دطايرځلاند لاندېنی شعر دداخلي اظهار په اړه ديوبل سه دوجوديت دحسي تجربو په اساس څومره مماثلت لري
ډاکټر وزير آغا وايي
نه يم خبر چې په دې تور بې روحه کاڼي يم له کاله ولاړ
زما وړاندې نابلده ويرونکې خلا
خلا.. چې ياد يې هم ستا وخوړلو
(ژباړه )
او طايرځلاند وايي
عمر مې ټول دژوندانه په ناکړدو کې تېر شو
يوه لحظه هم ددوران په سېوري ونه درېدو
ددواړو تخليقارانو حسي تجربې دبشپړې بېزارۍ ستړې او ستومانې اذانګې معلوميږي ، ولې ددواړو تخليق کارانو وجودونه په خلا کې معلق ښکاري
يو دمځکې په تور بې روحه کاڼي باندې ولاړ دی او بل دوخت په تکه سره غرمه کې دسوري نه یو مخ محروم ولاړ ښکاري ، دواړه حسي تجربې ديو ستړي ستومان، ټوکر ټوکر او لا چاره انسان دموجودوالي غمازي کوي ، دواړه د ژوند باوجود مړه او بې وجوده معلوميږي او دواړه د داخليت دمعروضي حقيقت رښتيني پلويان معلوميږي په يوبل شعر کې طايرځلاند خپله وجودي چېغه داسې پورته کړې
ماهميشه دخپل ارمان مات مات کودي ليدلي
ددې سپېرو سپېرو حالاتو د ګودر په لمن
دقسمت بدسلوکي دهغه په دې سپېره ورځ باندې هميشه ګواپاتې شوې ده ، دهغه له ارمانونو سره پردغه مځکه مدام ناروا لوبې شوي دي او ددې ستړي بدسلوکۍ نه دبېزارۍ دغه ستړی احساس په هم دغه رد عمل کې يو داسې صورت حال را پېدا شي چې طايرځلاند ته دغه ژوند د لاشي مترادف ښکاري، په داسې حال کې به دهغه د ذات ځخه لا محاله هم دغسې ساندې راوځي
هم تنهايي ده او هم يم په اضطراب کې راګير
وخته ! زه کړمه دې لا دا په کوم غذاب کې راګير
خو کله چې دطايرځلاند د ژوند دتنهايي او اضطراب ددې ستړي غذاب نه تېر شي نو دکرب او اذيت په دې پړاو لاهم دلږ ساعت له پاره دمه نه کوي ولې چې کر او اذيت دځلاند هغه خواږه ملګري دي چې ورسره مدام دروح غوندې ملګري وي خو ددې باوجود هغه دژوند دغه لا يعني سفرهم دغسې جاري ساتي او يو داسې له ويرې ډک پړاو ته راورسي چېرته چې هغه دخپل اشنا اواز څخه لاهم ويره او ډار محسوس کړي
دخپل اواز نه پکې هم دسړي ويره وشي
دژوند دداسې ځنګلونو حد له ورسېدم
ګوا بنيادم د ژوند په يو داسې ځنګل کې را ايسار شوی دی چرته چې د خوداګاهۍ او ځان پېژندنې احساس يو لوۍ جرم بلل کيږي ځکه دهغه دژوند راز دهغه په کرب کې پټ دی او په هم دغه سوب هغه له خپل کرب سره اشنايي دنورو ټولو رشتو څخه اهمه او قيمتي بولي، ولې چې په دغه مرده دلي کې هغه دژوند اثاه ويني په داسې حال کې هغه يواځې او يواځې خپل وجود اهم ګڼي او ددې لغو لايعني چاپيريال دنفې له پاره هغه ته يواځې يوه لاره پاتې شي چې کم ازکم دهغه د ذات يا وجود د دروغو اثبات خو کولی شي او هغه لار دهغه دغه پرېکړه کول دي وي چې څه ناڅه تخليق کول پکار دي
شو ستړی دژوندون له مناجاته هر وګړی
په منډه دی دورځې له خپل ذاته هر وګړی
په سترګو کې يې شمعې دحسرت په ژړا سرې وي
چې وزي په سفر له خپل ولاته هر وګړی
دطايرځلاند دشاعرۍ له کوټلې مطالعې وروسته لوستونکی هم ددې تريخ حقيقت په اثبات کولو مجبور شي چې مرګ واعقي يو موضوعي حقيقت دی دلته شاعر په اصل کې دبنيادم دوجود دبلا اهميت اظهار کوي ځکه هغه د دنيا او کايناتو څخه زيات په خپل ذات باندې پوخ يقين لري ، دومره پوخ يقين چې دغه دنيا ورته هيڅ او حقيره غوندې ښکاره شي که ګرسره دا وايو چې د يو وجودي دژوند اصل داستان دهغه دوجود د نفې نه شروع کيږي نو دروغ به نه وي ځکه هغه مدام دزمانې د دوام څخه د وود ازادۍ په مبارزه باند بوخت وي او داسې ازادي غواړي چې زمانه دهغه په دام کې راګيره شي
دطايرځلاندپه شاعرۍ کې دغه اضطرابي کېفيت او بې سببه مايوسي او بې کراري خپله ګواهي ورکوي چې دغه ټولنيزه فضا او چاپېريال دشاعر دمزاج او فکر سره هيڅ هم اهنګي نه لري بلکې هغه دغه فضا او چاپېريال داسې محسوسوي لکه هغه دځلاند دوجودي کرب او اذيت له پاره په مسلسل ډول خپل يو رول لوبوي . دماحول دهم دغې منفي رويې له کبله دهغه په ذات کې دهغه روح په يو عجيبه غوندې کشمکش کې مبتلا دی شايد ځکه هغه د زمانې تاريکي دزمانې په رڼا باندې روروره بولي دماحول هم دغه بې اطميناني او دماحو منفي رويه هغه په بغاوت او مزاحمت باندې مجبوروي داسې شاعرانه احساسات او جذبات د ( ن، م راشد) په شاعرۍ کې هم بيجي جوت دي او زمونږ دزلمي شاعر طايرځلاند په شاعرۍ کې هم له ورايه ښکاري
ای مری هم رقص مج کو تهام لی
زندگی سی بهاگ کر آيا هو مين
ډر سې لرزان هو کهين ايسا نه هو
رقصگه کی چور دروازې س آکر زندگی
ډهونډلی مجهکو نشان پالی مرا
اور جرم عشق کرتی دېکه لی
او طايرځلاند وايي
شومه دڅومره ازمېښتونو نه تېر
خو وخت په دې هم اکتفا نه کوي
مانه په نيمه لاره لار بېله کړي
ماسره خپل سېوری وفا نه کوي
ساه اخيستل هم پکې کم د لوۍ غذابه نه دي
دا خاموشي دوخت لمحو کې اوازونونه وژني
چې زه يې نه پېژندم هاغې باندې مړ ومه زه
ما تېروه ژوند دهغې په مقدسې نامې
په دغه شاعرۍ کې چې کومه خود اذيتي د مزاحمت په کېفيت کې خپل وزر رپوي دهغه به لا محاله لوستونکي هم له دغه شان ستړي کرب سره اشنا کوي ، په دې شاعرۍ کې خو دحېرانۍ خبره داده چې شاعر يوازې ماحول او ژوند ته دشک په نظر نه ګوري بلکې هغه خو دفطرت سره هم څه خاص طبعي هم اهنګي نه لري په هم دغې سوب هغه دمځکې پر سر له يو عجيبه غوندې اجنبيت سره مخامخ دی ، دهغه پّ دغه اجنبيت او نابلدتيا کې دکرب او اذيت زګېروی لوستونکی صفا صفا په خپلو غوږونو اورېدلی شي
اخر طايرځلاند دمځکې په دې ارته سينه غواړي څه ؟په اصل کې په هم دغه سوال کې دهغه دوجودي کرب او اذيت جواب موجود دی زه نه خو دطايرځلاند دشاعرانه شعور په تجريدي تصور باندې بحث کول غواړم او نه دهغه دشعري جمالياتو تجزياتي مطالعه وړاندې کوم ، زه خو صرف دهغه دوجوي کرب او اذيت غوټې په مزه مزه خلاصول غواړم ، خوبونه خو افلاطون هم ليدل او خوبونه هومر هم او هغه هم دخپل ژ وند دکرب او اذيت په رد عمل کې .
خو زه داخبره په لوۍ زړه سره دکولو جسارت کوم چې دهومر خوبونه به يقينا دافلاطون په مقابل کې زيات کربناک وو ولې چې هومر احساس شاعرانه و ، او خوبونه طايرځلاند هم ويني او هغه هم دقنوطي او رجايي وجوديت په رد عمل کې نو ښ:اره خبره ده چې دهغه خوبونه به لامحاله دتجريدي کرب او اذيت نه څومره ډک وي ولې د هغه دوجود سايه هم په ويښه دهغه دوجود څخه په منډه ښکاري او هم په خوب کې طاير ځلاند وايي
هر يو ارمان مې د ژوندون له غېږې
لکه سايه له خپل وجوده تښتي
خو ددغې قنوطي ساندې په رد عمل کې هغه د رجايي وجوديت سندره هم داسې زم زمه کوي چې شاعرانه تخيل معيار يې له اسمان سره سر وهي او دجمود لايعني فلسفې ښکاره منکر معلوميږي.
دغه زما تضاديت دی که وخت غوښتنه
چې دموسم په څېر بدلېږم اودرېدلی نه شم
ددې زلمي شاعر حسي تجربې او تمثالونه چې دکرب او اذيت کومه ديومالايي فضا تخليقوي هغه په ريښتيا د تخيل او ارټ يوه نابلده او نا اشنا غوندې دنيا ده ، خو دا بېله خبره ده چې ددغې دنيا په دردکې دومره قوت او روح هم موجود دی چې ددې دنيا دزړه درزا هر هغه څوک د ډير لرې لرې نه اورېدلی شي چې په سماعت کې يې دخيال تڼاکې راشنې شوي وي.
که مې داوښکو تاوده څاڅکي په کې لاره وکړي
پټ يو زړګی دی ددې کاڼي په سنګين لباس کې