پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد افغانستان تر ۱۸ کلونو کشرې لوبډلې اماراتو ته په ۸ ویکټونو...

د افغانستان تر ۱۸ کلونو کشرې لوبډلې اماراتو ته په ۸ ویکټونو ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د درې هیوادونو د نولس کلونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ په سیالیو کې نن د افغانستان په ۸ ویکټونو د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې، چې پچه ګټلې وه، لومړی بیټنګ وکړ خو ټول لوبغاړي یې په داسي حال کې چې ۸۸ منډې یې کړې وې، وسوځېدل.

افغان لوبغاړو د سیالې لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۲۱ اور او ۲ توپ د دوو لوبغاړو په تاوان پوره کړ.

د افغان لوبډلې عبدالعزیز ۲، نصیرخان معروفخېل ۳، روح الله عرب ۲، خاطر ستانکزي ۲ او نظیق امیري یو لوبغاړی وسوځول.

د افغان باولرانو یا توپ ویشتونکو په منځ کې تر ټولو ډېرې منډې وزیرخان وکړې. ده په ۷۱ توپونو ۵۷ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان تر اتلسو کلونو کشره لوبډله د پنجشنبې په ورځ له پاکستان سره په پایلوبه کې مخامخ شي.

افغانستان تر دې وړاندې یوه سیالي له پاکستانه ګټلې خو بله یې پرې بایللې ده.

دا سیالۍ، چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کېږي، په لړ کې یې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو تر نولس کلونو د کشرو لوبډلې له یو بل سره دوه – دوه ځلې مخامخ شوې.

افغانستان له اماراتو او پاکستان څخه لومړۍ مسابقې هم په لوی توپیر ګټلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...