Homeخبرونهکورمه کې د شیعه او سُنيانو په ډله ییزو نښتو کې د...

کورمه کې د شیعه او سُنيانو په ډله ییزو نښتو کې د مرګ ژوبلې شمېر تر ۱۸۰ واوښت

تاند (یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۴مه) د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مسافرو پر موټر تر وسلوال برید وروسته په یاده سیمه کې د شیعه او سُنیانو ترمنځ ډله ییزې نښتې پیل شوې دي.

ځایي سرچینې وایي په دې نښتو کې د وژل شویو شمېر ۳۵ ته رسېدلی دی.

د سیمې بېلابېل روغتیايي چارواکي، مشران او اوسېدونکو بیا رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د نومبر ۲۳مې په تاوتریخوالي کې ۱۰ نور کسان ووژل شول او دواړو خواوو ته تر ۱۵۰ پورې کسان ژوبل شوي هم دي.

په یاده سیمه کې د نومبر په یوویشتمه پر یوه مسافر وړونکي موټر په وسلوال برید او له هغه وخت راهیسې په تاوتریخوالي کې د وژل شویو ټول شمېر تر شاوخوا ۸۵ پورې رسېدلی دی.

د سیمې مشران وايي، د نومبر ۲۳مې شپې مهال دکورمې په مختلفو برخو کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تازه نښتې شوې دي خو شدت یې د نومبر ۲۲مې پرتله کم ښودل شوی دی.

دوی وايي چې د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ورک هم دي چې تر اوسه یې د مړي، ژوندي معلومات نشته.

د ځایي خلکو د معلوماتو پر اساس تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د بګن او ټالوکونج په سیمو کې اوښتي، چې پکې د دوی په وینا تر ۷۰۰ زیات دوکانونه، مارکېټونه او کورونه لوټ شوي او سوزول شوي دي.
https://taand.net/?p=248323

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...