یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار زیتونو فابریکه کې د زیتون تېلو د پروسس چارې پیل...

د ننګرهار زیتونو فابریکه کې د زیتون تېلو د پروسس چارې پیل شوې

تاند (یکشنبه د لیندۍ / قوس ۴مه) ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د کانال شرکت مسوولینو نن یکشنبه د زیتونو د اچارو او تیلو د تولید خبر ورکړ.

د یاد شرکت ویاند سیدهمایون غریبمل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د دې ولایت له زیتونو څخه په زیتونوفابریکه کې نن د زيتون اچارو چمتو کېدل او له تېلو یې د بوتلو د ډکولو پروسه پیل شوه.

غریبمل زیاته کړه،چې سږکال به شاوخوا ۳۰ ټنه اچار او نږدې ۱۳۰ زره ليتره سوچه او خالص زيتون تېل ترلاسه بازار ته وړاندې کړي.

د ننګرهار د زیتونو د پروسس فابریکه چې نږدې څلور لسیزې وړاندې په اوه ویشت هکتاره زمکه جوړه شوې د اته زره ټنه زیتونو د پروسس وړتیا لري.

د زیتونو په دغه فابریکه کې یو مهال زرګونه تنه په کار بوخت وو خو د تیرو څو لسیزو جګړو له امله نه یوازې دا چې په ننګرهار کې د زیتونو باغونو ته زیان ورسیده بلکې د فابریکې ځینې برخې هم ویجاړې او له کاره ولویدې خو په دې وروستیو کې د زیتونو باغونو ته دځانګړې پاملرنې له مخې ګڼ شمیر وزګارو خلکو ته د کار زمینه او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب