تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د ایران د رضوي خراسان د تایباد ولسوال وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې، ایران له افغانستان څخه ۱۰ زره او ۲۸۵ ټنه زینک ډبرې واردې کړي دي.
مهدي شبردل پرون (شنبې) ایرنا دولتي خبري اژانس ته وویل، چې د دغو تیږو ارزښت ۳ میلیونه او ۹۶۸ زره او ۹۳۶ ډالره دی.
د شیردل په وینا دا ډبرې د افغانستان له بامیان ولایت څخه د هرات ولایت له لارې ایران ته صادرې شوي دي.
ده همداراز وویل چې زینک ډبرې د ایران په ځینو فابریکو کې د پروسس لپاره د دوغارون بندر له لارې واردې شوې او د ایران هغو اقتصادي برخو ته سپارل کېږي چې فعالیت یې له ډبرو او معدني موادو سره تړلی دی.
د مهدي شیردل په وینا، زینک ډبرې تېر کال په لومړي ځل د دوغارون بندر له لارې له افغانستان څخه واردې شوې وې، او اوس یې واردات دوام لري.
زینک ډبرې له مسو او المونیم وروسته د مهمو او ډېر استعمالېدونکو غیر پولادي فلزاتو له ډلې څخه دي، چې د غوره ځانګړتیاوو د لرلو له امله په بېلابېلو صنعتونو کې کارول کېږي.