Home+د تولستوۍ په آثارو کې متضاد اړخونه او ناويلې

د تولستوۍ په آثارو کې متضاد اړخونه او ناويلې

لیکوال: احمدزبیر طبيبي

لیو تولستوۍ، هغه خانزاده و چې خدای ښه شتمني او دنیا ورکړې وه، خو دی ورنه په تېښته کې و. په سلهاوو غلامان يې درلودل خو دی د غلامي خلاف و. دی هغه اشرافزاده و چې د بزګرو ژوند او مجلس یې خوښاوه او هغه لیکوال و چې له خپلې لیکوالۍ ورته په لسهاوو زره روبله راتلل، خو ده د لیکوالي پیسې حرامې بللې. هغه لیکوال چې یو عمر یې په شک او تردید کې ژوند راتېر کړ او د حقیقت په لټه کې یې د هرې ډبرې لاندې لاس وروغځاوه. هغه لیکوال چې د حماسې لیکلو لپاره بهترین قلموال و، خو هېڅکله یې د جګړې، باروتو او وینو تویولو د ستایلو لپاره منطقي دلایل پیدا نه کړل او ښایي په ناخوداګاه توګه یې په حماسه کې جګړه رټلې او مردوده بللې وي! هغه لیکوال چې د خپل قلم د پیاوړتیا او رومان لیکنې په اوج کې یې له لیکوالي لاس واخیست او موچیتوب او بزګري یې پیل کړه!

هو، د تولستوی ژوند ډېرې نادرې او عجیبې لري.

تولستوی د یوه شتمن ځمکوال خانزاده په مېنې کې دې نړۍ ته سترګې وسپړلې. نبوغ یې څه د خدای ورکړه او څه یې د ده د بې پایه هڅو او تلاش ثمره وه. د لیو نېکلای تولستوی په ۱۸۲۸ز کال کې د ژوند ډېوه بله شوه. نوموړی د ښه اقتصاد او ټولنیز موقف له امله په ناز و نعمت کې را ستر شو. په دوه کلنۍ کې یې مور او اته کلنۍ کې یې پلا ومړ او د پالنې و ساتنې مسئولیت یې انا ته ورله غاړې شو. پلټونکی، ځیر او ځیږ زلمی و.

د ده د آثارو کمال په دې کې دی، چې ده ځان په خپل هر یو اثر کې ځای کړی؛ معنی د تولستوی په هر اثر کې خپله دی لیدی شو. ده نه یواځې ځان پکې ځای په ځای کړی، بلکې خپل فلسفي باورونه، دروني کشمکش او د ژوند پوچتوب يې ډېر ښه په داستانونو کې وړاندې او بیان کړی دی.

په زلما کې یې پوهنتون پرېښود او وروسته د کریمیا (په تور سمندرګي کې یوه جزیره ده) په جګړه کې کابو دوه – دوه‌نیم کاله برخه واخیسته. تولستوی خپل ټول ژوند او تجربې په ښه توګه په خپلو آثارو کې وکارولې او انځور یې کړې. د قفقاز په جګړه کې (شاوخوا ۱۸۵۱–۱۸۵۴) یې د روسیې په پوځ کې خدمت وکړ.

وروسته یې د کریمیا په جګړه (۱۸۵۳–۱۸۵۶) کې هم ګډون وکړ، په ځانګړي ډول د سواستوپول د محاصرې پر مهال یې د همدې تجربو پر بنسټ د «سواستوپول کیسې» (Sevastopol Sketches) ولیکلې.

د جګړې مستقیمې تجربې وروسته د هغه په ادبي فکر ډېر اغېز وکړ. په «جګړه او سوله» کې یې د جګړې او انسان د چلند په اړه پراخ انځور وړاندې کړ. کریمې په جګړې کې نوموړي د توپچیانو په ډلګۍ کې برخه اخیستې وه؛ چې وروسته د جګړې او سولې په رومان کې یې پېیر له ناپیلیون سره په جګړو کې د توپچیانو له دیده د کیسې خوندور تصویر لوستونکي ته وړاندې کوي؛ چې همدا هر څه په خپله په لیکوال باندې په جګړو کې تېر شوي وو. ښايي یوه وجه یې همدا جګړې وې چې تولستوی خپله برخه په‌کې درلوده او ډېره رښتینې رااخیستل شوې ده. همدارنګه د تولستوی د ډېریو آثارو کمال دا دی چې هغه څه یې بیان کړي، چې یا پر ده تېر شوي یا یې په ښه توګه حس او درک کړي او لیدلي دي او همدې یې آثارو ته تلپاتې‌والی ورکړی دی. تولستوی په ډېره ژوره توګه؛ په ډېره سپین‌سترګې او بې‌له شرمه نورو ته د خبرو په وخت کتل؛ (همدې ژورې ملاحظې یې داستانونو ډېر رښتینې او کرکټرونه یې ډېر طبيعي کړي دي) چې د هغوی د خوابدېدو سبب به کېده. کټ‌مټ همداسې کتنې تولستوی هم د خپلو کیسو کرکټرونو ته درلودلي دي. د نړیوالو تلپاتې شهکارونو لپاره یو اصل د رښتینې کرکټر سازول دي. چې دی په دې برخه کې ډېر بریالی و. که د ده د لویو آثارو اصلي کرکټرونو ته وکتل شي؛ څومره تفصیل او دقت چې یې په توصیف و انځورنه کې کوي، هېڅوک به ونه وايي چې دا کرکټر خو ماته جعلي یا پېکه ایسي.

تولستوی، هومر ته له منسوبو حماسو نه اغېزمن شوی و. ډېر یې زړه کېده همداسې حماسې روسي ژبه هم ولري، چې د روسانو ویاړونه په کې رااخیستل شوي وي. که څه هم لومړی یې غوښتل د روسیې تاریخ ولیکي چې پایله یې د جګړې او سولې رومان شو. هومر په ویاړ سره اودیسه او ایلیاد حماسي-تاریخي رومانونه نقل کړل؛ یونانیان، جګړه او اتلان یې په ویاړ سره وستایل او ځينې یې د خدایانو تر مرتبې پورې لوړ کړل، خو تولستوی د جګړې په اوج کې، د وینو، باروتو، چېغو، بریاوو او ویاړونو په منځ کې دا پوښتنه را ولاړه کړه چې یعنې څه؟ ولې او د څه لپاره؟! ناپیلیون په دې افتخارتو څه کوي؟ دا بې‌معنی جګړه د څه لپاره را پیل شوې؟ انسانان دا هر څه د څه لپاره کوي؟…

تولستوی حماسه وپنځوله، خو جګړه یې په‌کې ونه ستایله؛ په جنګیالیو باندې یې جګړه وګټله خو اتلان هغوی شول چې سوله‌غوښتونکي وو. د همدې مفکورې څخه وروسته خان عبدالغفارخان، مهاتما ګاندي او مارتین لوتر کینګ په څېر اشخاصو الهام واخیست او د مبارزې لپاره يې د عدم تشدد لاره غوره کړه.

د تولستوی په آثارو کې د ده په کرکټرونو کې د متضادو باورونو او قوو ترمنځ اخ و ډب وینو. لکه په اناکارنینا کې د لیون ایماني او رواني حالت، چې کله دومره بې‌دینه کېږي چې ایسته له هر څه نه منکر شي او کله بیا دومره ټینګ مومن کېږي چې تر تقدساتو ځارېږي. تولستوی ټول عمر په لټون کې راتېر کړ؛ د حقیقت، عدالت او عرفان په لټون کې. د ایوان ایلیچ مړینه یې ښه بېلګه ده: کله چې قاضي ایوان یو عمر په بریالیتوب، خوښۍ، لاسته‌راوړنو او روغتیا کې تېروي او د عمر په پخوالي کې په اپنډيکس‌ډوله ناروغي اخته کېږي او د ژوند په وروستیو پړاوونو کې یې سر خلاصېږي او پوښتنه ورپیدا کېږي چې خدای مه کړه که ما ټول عمر په داسې توګه راتېر کړی وي چې سراسر پوچ، بې‌معنی او هاغسې وي لکه څنګه چې باید نه وی؛ بیا؟ که هغه څه چې معیار او ارزښتونه وو او ما منل او عمل مې پرې کول؛ ټول غلط او اشتباه وي، بیا؟ او په وجود یې لرزه ګډېږي او د ژوند په وروستیو شېبو کې زښته پښېماني او افسوس ورته درېږي او د ژوند رښتینولي د کلیوال ګراسیم په ژوند کې ويني او دی پوهېږي چې اصلي ژوند خو دوی غوندې کسانو وکړ نه موږ. موږ خو په ساختګي تشریفاتو، نمایشاتو او ساختګي معیارنو کې راتېر کړ او د مرګ په شېبو کې همدا قاضي د ژوند حقیقت درکوي او بېرته سمې لارې ته راګرځي او په آسانۍ سره له مرګ سره غاړه‌غړی کېږي. زه ګمان کوم چې تولستوی هم همداسې د ژوند په پای کې د ژوند رښتیا درک کړي وو او له نقابي او تشریفاتي ژوند نه په تېښته کې شو او په ملنګي جامه کې یې ساه ورکړه.

د خان او مزدور په اثر کې د دنیا حرص وینو چې یو خان حتی د یو څه ډېرې ګټې لپاره ځان د مرګ خولې ته ورکوي. دی موږ قناعت ته وربولي. تولستوی موږ ته همدا د خپل ژوند په یوه مثال سره راښیی، چې دی دې ته چمتو و چې خپله په زرهاوو جریبه ځمکه په خپلو بزګرو باندې ووېشي خو مېرمنې او اولادونو ورته پرې‌نه‌ښود. کله چې یې د جګړې او سولې او اناکارانینا آثار مشهوره شول او په زرهاوو روبله عاید ورنه جوړیدی شوی؛ ده یې پیسې مکرو بللې او نه یې اخیستلې. خو بیا یې کورنۍ راټينګ کړ چې حتمن به یې اخلې… د خپلو غلامانو د ازادولو نیت یې درلود او د هغوی په غلامۍ شرمېده خو بیا کورنۍ اجازه ورنه‌کړه. اشرافیت، جا و مقام ته یې شا کړه او د یوه عادي بزګر غوندې یې جامه په غاړه کړه او قناعت ته یې پناه یووړه. ده چې د خپلو دوو وروستیو شهکارونو له امله ملي او نړېوال نوم وګاټه؛ د نړۍ له ګوټ‌ګوټ او دننه له روسیې څخه به مخور، ژورنالستان او لیکوال په پسې وو او له ده سره د اړیکې جوړولو غوښتونکي وو. د اشرافو او غټانو بانډارنو او ناستو ته بلنې وراستول کېدې. ولې تولستوي به څه کول؟ له یوه عادي موچي سره به یې د بوټونو د ګنډلو شاګردي غوره بلله او له دې هر څه نه، چې د ریا او ساختګي توب نقابونه يې په مخ وو، بېزاري کوله. تورګنیف چې کله خبر شو چې تولستوی له لیکوالي لاس اخیستی؛ لیک یې ورته ولیکل چې تا غوندې لوی شخصیت سره مچیتوب او عادي کسبونه نه ښايي، ته د روسیې لوی لیکوال یې او روسیه ستا تر مچیتوب او عادي کارونو نه ستا لیکوالي ته ډېره اړتیا لري. بېرته قلم راواخله! خو هېچا ونه ویل چې ښايي تولستوی د ژوند معنی، سکون او لذت په همدې شي کې لیدلی وي. د خپل عمر په پخوالي کې تولستوی دومره روسانو ته ګران شو، چې له تزار وروسته دویم عزیز او منلی شخص وګرځېد. خبرې او نظریات یې ډېر منلي وو او ډېری نازونه یې په حاکمانو چلېدل. دا لوی لیکوال په ۱۹۱۰ز کال کې د حقیقت او سکون د لټون په موخه له هر څه لاس اخلي؛ د ګوشه‌نشیني ژوند غوره کوي او په هوډ خپلې راهبې خور ته خوځېږي، خو ژوند نوره ورسره یاري نه کوي او بلاخره د اورګاډي په پڼډغالي کې ساه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...