جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ د پښتني ټولنو اصطلاحي قاموس ته یوه کتنه

 د پښتني ټولنو اصطلاحي قاموس ته یوه کتنه

چمتو کوونکی: محمد جاويد عرفان

لارښود استاد: پوهنوال اسدالله وحیدي

سریزه

   د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس د پښتني عرفی قضایي موسسې یو ارزښتناک قاموس دی، چې د علومو اکاډمۍ پښتو څېړنو مرکز لخوا په ۱۳۵۷ ل کال کي نشر ته سپارل شوی دی. د نوموړي قاموس لیکوال ښاغلي محمد ابراهیم عطایي په ډېر زیار او کوښښ سره د پښتون قوم او ټبر په قبیلوي نرخ برابر اصطلاحات او کوډونه راټول او په دې قاموس کې یې تشرېح کړي دي.

   د دې مقالې په پیل کې مو د قاموس په اړه عمومي مالومات وړاندې کړي، له عمومي مالوماتو وروسته د قاموس د اناتومي په اړه یو لنډکی بحث شوی او بیا له بیلا بیلو اړخونو د قاموس د ډولونو له مخې د دې قاموس په اړه څېړنې شوي دي. د یادونې وړ ده چې په پایله کې د قاموس په ارزښت او پکې د شته محتویاتو په اړه لنډ نظر وړاندې شوی.

 د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس

   د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس چې د پښتني ټولنو په حقوقي، جزایي او تعاملي اصطلاحاتو باندې مشتمل دی، د پښتو ژبې لپاره یو ارزښتناک قاموس دی. د دغه قاموس لیکوال محمد ابراهیم عطا دی او د پښتو څېړنو نړیوال مرکز له خوا په ۱۳۵۷ لمریز کال کې خپور شوی دی. هغه اصطلاحات چې په دې کتاب کې د  م.ابراهیم عطا لخوا راټول شوي دي، زمونږ د ژبې د څو تنو لیکوالو او څیړونکو له خوا د څو کلونو په جریان کې راټول شوي او په پاشلي ډول خپاره شوي وو، ولې د دغو موادو راټولولو او په کره ډول یې خپرولو ته م.ابراهیم عطایي اوږه ورکړه او دغه کار یې سر ته ورساوه. عطایي په دې کتاب کې سره له دې چې د نورو څېړونکو له خوا راټول شوي اصطلاحات تشرېح کړي، په خپله هم د هېواد په لر او بر کې ګرځېدلی، کوم اصطلاحات یې چې په قبیلوي نرخ د پوهو کسانو له خولو اوریدلي، له کره کولو وروسته یې په قاموس کې ځای کړي دي.

   محمد ابراهیم عطایي د خپل دغه کار د کولو لاملونه بیانوي او وایي: «د پښتني ټولنې د کلتور په بېلو بېلو برخو کې زما د دې کتاب لیکل له دوه پلوه ارزیابي کېږي، لومړی دا چې زموږ د ټولنې د کلتور په باب د پېژندنې ساحه پراخېږي او له بلې خوا په دې برخه کې زموږ کلتوري مواد د بشر پېژندنې د څېړنې د پاره خورا زیات ارزښت لري»

   دا کتاب د پښتني ټولنې یو کلتوري او ټولنیز قاموس دی چې د پښتني کلتور د نورو موسسو په جمله کې د قبیلې عرفي قضایي موسسې د څېړنې مواد لري چې د هغوی راټولونه د ډېرو مهمو کارونو څخه شمېرل کېږي. د قاموس حجم کم خو خپله د لیکوال په وینا له دقیقو څېړنو او څو کلونو زحمت وروسته یې په کره ډول ترتیب کړی ، چې د لغتونو شمېر یې ۳۸۵ ته رسیږي او مجموعاً ۳۳۵ مخونه لري.

د قاموس فزیکي جوړښت(اناتومي):

   د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس پرته له شکه چې د پښتون قوم لپاره لویه سرمایه ده او د لیکوال له لوري په سختو شرایطو او ستونزو ګاللو کې راټول شوی. دغه کتاب د قاموس د فزیکي جوړښت په اساس پښتۍ لري چې په مخ پښتۍ یې د کتاب نوم، د کتاب د لیکوال نوم، د خپروونکې ادارې نوم او د چاپ کال لیکل شوی دی، خو د رسمي ادارې نوم نه دی پرې لیکل شوی. په شا پښتۍ یې د مخ پښتۍ ټول مالومات په انګلیسي ژبه لیکل شوي، خو د پښتۍ په ملا برخه یې څه شی نه دي لیکل شوي او سپینه پاتې ده. له مخ پښتۍ وروسته د سر متن برخه کې یې نوم مخ نه دی راوستی او د خپرندویه ادارې د مشر مجاور احمد زیار پیغام د یادښت تر سرلیک لاندې پکې راغلی چې د دغه قاموس ارزښت یې پکې بیان کړی او له لیکوال څخه یې مننه او کور‌ودانی کړی؛ له یاددښت وروسته په بل مخ کې چې د سرمتن برخه ده لیکوال خپله سریزه راوستې، د کتاب د لیکلو اړتیاوې پکې لیکل شوي او له نورو ځوانو څېړونکو څخه یې غوښتنه کړې چې دغه لړۍ پسې جاري وساتي او د پښتو ژبې لپاره خپل اړین خدمتونه وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې لیکوال په دې قاموس کې سریزې ته ګڼ فرعي عنوانونه ورکړي؛ لومړی عنوان یې د قاموس تر نامه لاندې د قاموس اړوند مالومات ، دوهم کې یې د قاموس د تدوین طریقه ښودلې، دریم عنوان د پښتنو د قبیلوي کلتور ساحه، په څلورم عنوان کې یې د پښتني قبیلو د حقوقي تعاملاتو یوه ساتندویه سیمه( د سلیمان د غره لړۍ) د قبیلوي کلتور د څېړنې دپاره یوه په زړه پورې منبع ګڼلې ده، پينځم د قبیلوي تعاملاتو پر حقوقي موسسه لنډه څېړنه او شپږم څنګیز(فرعي) عنوان یې د قاموس د اصطلاحاتو د پېژندنې کیلي ده. په دې بحث کې عطایي لیکلي: د دې لپاره چې د قاموس د لوستونکو ذهن د قاموس د مندرجو اصطلاحاتو له ښه درک سره آشنا شي نو دلته به هغه مهم اصطلاحات چې د قبیلوي عرفي قانون د هډبندۍ حکم لري د خپل منځي ارتباط له مخې په اوډلي شکل کښېږدو. په دې اساس یې  هغه اصطلاحات په دې برخه کې راوړي لکه: پوروړی چې په قبیلوي عرف کې مجرم بلل کېږي او همدا رنګه ننواتې چې عذر مانا ورکوي او ناغه د تادیې لپاره ځان سپارل.

   د دغه قاموس له سر‌متن برخې وروسته د قاموس اصلي برخه(منځ متن) راځې چې په الفبایي ترتیب د پښتني قبیلو کلمې او اصطلاحات د هغو له مانا او تشرېح سره پکې راغلي دي. د قاموس پای متن برخه کې یې سمون لیک دی، کومې کلمې چې په منځ متن کې یې په املایي لیکبڼه کې غلطي شوې، ناسمې بڼې یې دلته د مخ شمېرې سره ذکر کړي او بیا یې سمه بڼه ورته لیکلې ده. لکه په دریم مخ ۱۵مه لیکه کې اصلاح کلمه چې سمه بڼه یې اصطلاح ده، لسم مخ دریمه لیکه کې د قلبیې سمه بڼه قبیلې ده او داسې نور، چې په دې سره نوموړی قاموس پای ته رسېږي.

د ژبې له پلوه د قاموس ډولونه: د ژبې له پلوه  قاموسونه په څلور ډوله دي: یو ژبیز، دوه ژبیز، غبرګ ژبیز او څو ژبیز قاموسونه.

د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس د ژبې له پلوه یو ژبیز قاموس دی، ځکه چې د پښتني قبیلو په قضایي موسسه یا تعامل کې چې کومه مروجې کلمې یا اصطلاحات دي ښاغلي عطایي په دې قاموس کې په پښتو ژبه تشرېح کړې دي، لکه: مچلګه هغه تضمین ته ویل کېږي چې مرکه یې د دعوی د دوو اړخونو څخه اخلي تر څو د مرکې پرېکړې ته تن ورکړي.

د منځپانګې له پلوه د قاموس ډولونه: د منځپانګې له پلوه قاموسونه په دوه ډوله دي. عام قاموس او تخصصي قاموس.

۱- عام قاموس هغه قاموس دی چې د عامو خلکو ژبنۍ اړتیاوې پوره کوي او د عمومي ژبې د وییونو ټولګه ده؛ د ژبې د زده کړې، املا، وینګ او داسې نورو ستونزو د حل وسیله ده.

۲- تخصصي قاموس هغه ته وایي چې د یوه مسلک د متخصصینو یا زده کوونکو علمي اړتیاوې پوره کوي، لکه د طب قاموس او داسې نور.

د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس د منځپانګې له پلوه تخصصي قاموس ده، چې یواځې د پښتني ټولنو حقوقي، جزایي او تعاملي اصطلاحات پکې مانا او تشرېح شوي دي، هغه اصطلاحات او کوډونه په دې قاموس کې راوړل شوي دي چې د پښتني قبیلوي روابطو په حقوقي ساحه او یا مرکو کې مروج دي او د عرفي قضایي موسسې په اصطلاحاتو باندې مشتمل دی او که هر څوک او یا د هر پوړ شخص وغواړي د پښتون قوم د (حقوقي – جزايي – تعاملي) اصطلاحاتو په تړاو مالومات تر لاسه کړي؛ نو کولای شي له یاد قاموس څخه ګټه پورته کړي.

د مانا له پلوه قاموسونه: د مانا له پلوه قاموسونه په دوه ډوله دي:

۱- دود قاموسونه: په دغو قاموسونو کې یوازې سرویی او مانا یې راغلې وي چې تر ډېره دغه قاموسونه عام دي.

۲- پراخ قاموسونه: هغه قاموسونه چې د سر وییونو پر مانا سربېره هغه کلمې او اړوند شیان راځي چې مانا تر ډېره روښانه کړي. د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس دغه ډول ځانګړنې لري، ځکه چې کلمې او اصطلاحات یې تشرېح کړي دي.

د چاپ اندازې له پلوه د قاموس ډولونه: د اندازې له پلوه قاموسونه په درې ډوله دي:

۱- د معیاري کچې قاموس

۲- لنډ قاموس

۳- جیبي قاموس

د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس د معیاري کچې قاموس دی، ځکه چې پوهنتونونو او پوهنځیو ته د لیکل شوو قاموسونو په څېر عرفي قضایي موسسې لپاره لیکل شوی قاموس دی.

پایله

قاموسونه د ژبې د ساتلو، پراخولو او څېړنې لپاره خورا ارزښتناک مواد دي، چې د یوې ژبې زده کوونکی او یا د یوې موضوع څېړونکی ترې ګټه اخلي. په پښتو ژبه کې موږ د زده کوونکو، زده کړیالانو او څېړونکو لپاره ارزښتناک قاموسونه لرو؛ خو دا باید ووایو چې دا قاموسونه معیاري لیکل شوي او که نه؟ د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس په پښتون ولس کې د حقوقي، جزایي او تعاملي اصطلاحاتو څخه جوړ قاموس دی. دا قاموس ټول په ۳۳۵ مخونو کې راغلی او ټول ټال ۳۸۵ پښتو کلمې او اصطلاحګانې پکې راټول شوي دي. په دې قاموس کې لیکوال لغتونه له نورو خورو ورو پښتو څېړونکو څخه راخیستې او په قاموس کې یې ځای کړي، همداراز لیکوال په خپله د پښتون قوم په ولسونو ګرځېدلی او له سپين ږیرو څخه یې حقوقي، جزایي او تعاملي اصطلاحات راټول کړي او تشرېح کړي دي.

تمت بالخیر

اخځلیکونه:

۱- عطايي، محمد ابراهیم، (۱۳۵۷هـ ش)، د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس، د پښتو څېړنو نړیوال مرکز.

۲- نورزی، عزت الله، (؟)، د قاموس لیکنې لارښود، د ماسټرۍ تېزس، ناچاپ، کابل پوهنتون.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب