جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۰ مه) پاکستان د ملګروملتونو د کډوالو له لوی کمیشنر سره تر خبرو وروسته له افغانستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله.

پاکستان دا پرېکړه ظاهراً د بشري خواخوږۍ له کبله کړې خو باور کېږي چې دغه هیواد ته د ملګروملتو د کډوالو د لوی کمیشنر د سفر په ترڅ کې د کډوالو د مېلمه پالنې په خاطر د مالي مرستو د ژمنو په خاطر یې دا پرېکړه کړې وي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوی کمیشنر فیلیپو ګرانډي د سې شنبې په ورځ خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه او په پاکستان کې یې د افغانانو لپاره د “اوږدمهاله حللارو د هڅو د پیاوړتیا” غوښتنه وکړه.

پاکستان ته د فیلیپو ګراندي له سفره له وروسته د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه بیان کې ویلي، «ګرانډي د پاکستان په دې ستاینه وکړه چې د غیرقانوني بهرنیانو د جبري ستنولو پلان یې وځنډاوه او ډاډ یې ورکړ چې هغوی به په پاکستان کې پرېږدي.»

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي چې په اسلام اباد کې له مشرانو سره د ګراندي د لیدنو- کتنو او خبرواترو په اړه خبر و، د امریکا ږغ انکلیسي برخې ته تایید کړه چې پاکستان د افغانانو د اخراج لړۍ درولې ده. خو چارواکي د ځنډولو موده په ډاګه نه کړه.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط خبرې وکړې ځکه چې اجازه یې نه لرله چې له رسنیو سره په دې اړه خبرې وکړي.

دغه چارواکي وويل: «ګرانډي ته زموږ پيغام دا و چې نړيواله ټولنه بايد د افغان کډوالو د ساتنې او ستنولو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي. دا يو ګډ مسووليت دی او بايد ټول پېټی د پاکستان پر اوږو وانه چول شي.»

پاکستاني او د ملګرو ملتونو چارواکو وویل، د افغانانو د ایستلو د ځنډولو پریکړه په “بشري بنیادونو” شوې ځکه چې افغانستان له خراب اقتصادي او بشري وضعیت سره مخامخ دی.

ګراندي د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل او د هغه خبرې تر ډېره د شاوخوا درې میلیونه افغانانو پر برخلیک متمرکزې وې.

د پاکستاني او ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو څخه شاوخوا 1.3 ملیونه رسمي کډوال اعلان شوي، نژدې 900,000 د افغانستان تابعیت کارتونه لري، او پاتې نور بې اسناده دي، یا د 2021 په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو او پاکستان ته له تیښتې وروسته دریم هیوادونو ته د پناه غوښتنې په انتظار کې د دوی ویزې پای ته رسیدلي.

1 COMMENT

  1. اوس مو بالاخره پیسی تر لاسه کړی نور مو دا ارذل الناس پولیس در وتړی تر څو کورونو ته لکه غله ننوتل او شوکی ودروی ،تر اوسه په ۴۰ کلونو شوکو او جنایاتو کی ماړه نشوی لدی وروسته هم نه مړیږی ؛هیڅکله په ظلم او غلا هغه هم حکومتی کوم ملک ندی جوړ شوی او نه مړیږی ؛عزیز ذو انتقام ذات حتما د مظلومانو بی کسو انتقام اخیستونکی دی . والله عزیز ذو انتقام.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب