پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهیونپس په پکتیکا کې د څه باندې ۲ سوه میلیونه افغانیو پروژې...

یونپس په پکتیکا کې د څه باندې ۲ سوه میلیونه افغانیو پروژې بشپړې کړې

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۰مه)  د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د یونپس په مالي ملاتړ د سي ډي ډي هو موسسې له لورې د پکتیکا په ارګون او یوسف خیل ولسوالیو کي ۲۲۲،۲۵ میلیونو افغانیو په ازرښت بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټي اخېستنې ته وسپارل شوې .

په یادو پروژو کي لوي لارې، پلونه، پلچکونه، کانالونه، کارېزونه، ویالي پاکول، حوضونه، اوبو د ذخیره کولو سیستمونه او ګڼ شمیر نور کارونه بشپړ او ګتې اخېستنې ته وسپارل شوې .

د کلیو بیارغونې او پراختیا لپاره د طالبانو د رژیم سیمه ییز رییس ویلي، د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له لوري به یي وخت پر وخت له دغو پروژو نه څارنه او نظارت کېدلو او د ویاړ ځای دی، چې یادې پروژې د خلکو په خوښه او په ښه کیفیت پلې کړې.

 د ځایي چارواکو په خبره، په ارګون او یوسف خیل ولسواليو کې په ۱۵۵ بېلابېلو پروژو په ټولیز ډول ۲۲۲،۲۵ میلیونه او او ۲۸۰ زره افغانۍ لګښت راغلي، چې ۱۷۱ میلیونه ۳۸۰ زره افغانۍ کاریګرو ته د کار په بدیل کې ورکړي او پاتې یې د خوراکي توکو د ورکړي ترڅنګ د بیارغونې په برخه لګښت راغلی دی .

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره تر ډېره د رغونې پروژې په ټپه دریدلي او بشري او اقتصادي ناورین پراخ شوی، خو له دې سره هم په ځینو سیمو کې یو شمېر موسسې په رغنیزو فعالیتونو بوختې دي چې خلک یې د فعالیتونو پراختیا غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب