پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کانونو تبدیل شوی وزیر شېخ دلاور: حساب ورکولو ته تیار یم

د کانونو تبدیل شوی وزیر شېخ دلاور: حساب ورکولو ته تیار یم

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۰مه) د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د طالبانو د رژیم تبدیل شوي وزیر شېخ شهاب الدین دلاور، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د سرې میاشتې ټولنې سرپرست ټاکلی، له وزارت څخه د مخه ښې پر مهال ویلي چې د کار په اړه حساب ورکولو ته تیار دی.

ښاغلی دلاور، چې پر هغه د فساد له تورونو وروسته له دندې تبدیل شو، په مشخص ډول د دغو تورونو او د خپلو دغو څرګندونو د لامل په اړه څه ونه ویل.

ملا هبت الله اخوند زاده د نوموړي پر ځای د طالبانو یو بل مهم مقام ملا هدایت الله بدري د کانونو وزارت لپاره سرپرست ټاکلی.

هدایت الله بدري، چې د طالبانو د تحریک د موسس ملا عمر له نږدې کسانو ګڼل کیږي، د دوی د بیا واکمنۍ په لومړیو کې د مالیې وزارت سرپرست و، خو بیا د افغانستان بانک لوی رئیس وټاکل شو.

شېخ دلاور د بدري د معرفۍ په مراسمو کې اعتراف وکړ، چې دی د کانونو په اړه نه پوهیده، خو ادعا یې وکړه چې چارې یې په شفافیت مخ ته وړي.

نور طالب چارواکي هم د کارونو د شفافیت ادعاوې لري، خو د ورکړل شویو دندو د مسلکي مخته وړلو په اړه یې یو مقام هم ادعا نه لري.

د طالبانو منتقدان د دوی ګڼ چارواکي په فساد هم تورنوي او وایي که رېښتیا دوی په شفاف ډول د حکومت چارې سمبالوي، بیا ولې یې رسنۍ او د بیان ازادي محدود کړي او نه پریږدي چې له چارو یې سمه څارنه وشي.

7 COMMENTS

  1. تر څو چی تاسو دا هرڅه زده کوۍ د افغانستان بېړه به غرقه کړۍ. چی نه پوهېږی نو غلی کېنه هغه څوک راوله چی پوهېږی.

  2. زما پو ښتنه له دغه محترم سرپرست څخه داده کله چې دتا خلاصه زده نه وی ته څنګه دخلاصې دملایی دعوه کوی. او د تتیارېدو خبرداری یې ورکوې نو معدن خو ستر تعریف لری .
    وایی: دروغ وایه خو په شرع یې روغ وایه؟
    دا علت چې ملت مشروعیت نه درکوی

  3. سلامونه،
    دا ډیره غلطه مفکوره تزریق سوې چې :د وزارتونو پوستونه سیا سی دي!!! نو هر فشکل ، او غمدرون دې وزیر کیي که په صادره او وارده دې خبر هم نه وي!!
    هاغه د عامه روغتیا پخوانی وزیر ،قلندر عباد خو لا یوڅه پوکستانی! مسلکی ډاکټر و، وګورو چې د کورنیو چارو مخکینی سرپرست به څومره مریضان له تورخم او بولدک او فارشیعستان نه راګرځولی وشي او څونه ماشومان به له سوء تغذي نه وژغوري؟؟………
    هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون؟!

  4. د ټولی هستی تر ټولو پټ خو مهم خبر دا دی چی:
    زه او احمد او محمود ممکن وکولای سو د یو شخص یا ټولنی په وړاندی د حساب ور کولو توان ولرو خو اصلی حساب او کتاب بل ځای او بل وخت او د ژوند په دوهم پړاؤ کی تر سره کیږی چی البته ځینو مخورو کسانو ددې حساب او کتاب کیفیت په ژوندون کی لیدلی ۇ نو ځکه به ئې د ژوند په وروستیو هفتو او ورځو کی د مځکی څخه یوه ډبره یا خاشه را پورته او په ډیر حسرت به ئې ویل چی کاشکی زه دا ډبره یا خاشه وای او حساب او کتاب نه را سره کیدلای.

  5. یو متل دی ، چې وایی په ړندو کې یو سترګی پاچا وي .
    د ټالبانو د « لومړي حجر دورې » په وخت کې دا جناب یوه موده په پېښور کې د افغانستان جنرال قونسل وو. زما یو دوست کیسه کوله ، چې کله هغه ریاض ته د سفیر په صفت تبدیل شو، د وخت د خارجه چارو وزارت له خوا یو هیئت وټاکل شو ، ترڅو د هغه کارونه بررسي او ارزیابي کړي .
    مولوي شهاب الدین دلاور یوازینی ملا وو ، چې د دولت یا د ملت له عوایدو یې یو دالر هم بې ځایه نه و لګولي . حساب یې پاک او د مرکز د نورمونو ، قوانینو اوهدایاتو مطابق یې اجراآت کړي و.
    البته په اسلام آباد او کراچۍ کې بیا د دکاندارانو په دود اجراآت شوي و.
    په اوس وخت کې دلاور پوه شه او آخرت یې . والیوم اخرو القدر خیره و شره .
    خوشحال بابا وایی :
    شيخ دې لمونځ، روژه که، زه به ډکې پيالې غواړم
    هر سړى پيدا دى، خپل- خپل کار لره کنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب