سریزه
د ”خوشحال فرهنګ“ د خوشحال خان خټک د کلیاتو قاموس دی چې یار محمد مغموم د ۱۹۸۵ میلادي کال د مارچ په میاشت کې اول جلد خپور کړی او په پېښور کې چاپ شو. دا فرهنګ یې د پښتو ژبې مخکښو څېړونکو ارواښاد عبدالحي حبیبي او ارواښاد دوست محمد کامل مومند په نوم کړی دی؛ دا ځکه چې دوی دواړو د خوشحالیاتو څېړنې ته ټول ژوند وقف کړی و.
د اول جلد مطابق ښاغلي مغموم ویلي (دا نوم مې ځکه ورکړی چې دا صرف تر ”کلیات خوشحال“ محدود دی، که ژوند و او د مشرانو رهنمايي مې په نصیب کې وه؛ نو د خوشحال بابا د نور کلام فرهنګ به په بل جلد کې راغونډ کړای شي).
په یاد فرهنګ ارواښاد قلندر مومند تقریظ هم لیکلی او ما دا کتاب د کابل پوهنتون، د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې له کتابتون څخه راخیستی.
اصلي متن
د ٬”خوشحال فرهنګ“ په درېیو برخو ویشل شوی دی. د قلندر مومند په وینا په لومړۍ برخه کې هغه توري دي چې عامو لوستونکیو ته یې معناوې ګرانې ښکارېدای شي، دویمه برخه په هغو توریو مشتمله ده چې د «اداره اشاعت سرحد» چاپ کړی دی، کلیات کې یې کامل مومند مرحوم معنا کړې دي او ښاغلي مغموم له دغو معناوو سره نورې معناوې زیاتې کړي دي او په درېیمه برخه کې د علامه حبیبي نښه کړیو ځایونه باندې مشتمله ده.
یارمحمد مغموم د دې فرهنګ د لیکلو لاملونه دا ښودلي چې خوشال بابا ځینې هغه ټکي استعمال کړي چې اوس ورک شوي او لوستونکو ته پردي ښکاري، د نورو ژبو (پارسي، عربي، ترکي، هندي او سانسکریټ) لغتونه یې استعمال کړي، د پښتنو د هرې قبیلې لهجې لغتونه پکې راغلي، ډېر ټکي چې خوشال بابا د خپل دور مطابق له ځانه جوړ کړي چې د هغو په معنا څوک نه شي پوهېدای او ځينې اصطلاحات یې داسې استعمال کړي چې لوستونکي یې په معنا نه پوهېږي.
په دې فرهنګ کې هر هغه لغتونه چې د بلې ژبې دي، په سر کې یې د همغې ژبې د سر ټکی کارولی؛ لکه(اِعلام) عربي کلمه ده (اِعلام:«ع» اعلان کول، خبر ورکول) یا (افزون) فارسي کلمه ده (افزون:«ف» زیات، ډېر) داسې راوړي.
ترکیبي لغتونه یې هم پکې معنا کړي (آب و نان: اوبه او روټۍ، اثنا عشره: دوولس. پر و بال: بڼې او وزر).
لهجوي لغتونه هم پکې راغلي (ارتینه: ښځه. اړخی: ناهمواره ځمکه. سر په څټۍ: پړمخ، سر دلاندې، اپوټه).
له ځینو لغتونو سره یې هغه بیتونه هم راوړي چې همغه لغت په کوم بیت کې ذکر شوی مثلاً (ځاږل: توږل، تراشل. بخت دی چې یې اوس ستا له لبانو سره خورم ـــ تا مې چې د ننه زړه په سره پېزاون ځاږه) یا (غړېدل: ځان ساتل، ځان بچ کول، جدا کېدل. که هر څو درځینې غړېږم بد خویه ـــ څه په هره کوڅه بیا وماته پیش یې). (کردې: د کرده جمع ده، کړي کارونه. په ژوندون یې د خوشال د زړه وباسې ـــ ستا کردې به یې په ګور کې نه شي هېرې).
له ځينو لغتونو سره یې کیسې هم راوړي (اَسهَد: «ع» حضرت بلال رضی الله د رسول کریم ص موذن و، د افریقا د باشنده کېدو په وجه به هغوی ”شین“ په ځای ”سین“ ویلو او ځکه به یې د ”اَشهَد“ په ځای ”اَسهَد“ وې، لیکن سره د دغه چونکه د هغوی نیت او عمل پاک و؛ نو د هغوی اَسهَد د اَشهَد په مقابله کې مقبول وګرځېده. ته پوښتنه کړې له حاله چې یې حال ښه و تر قاله ـــ د بلال اشهد قبول شو د دې نورو له اشهد). یا (بیستون: «ف» د ایران د یو مشهور غر نوم دی چې فرهاد د شیرینې د پاره د شودو د نهر راویستو د پاره شلولی و.).
(فغان) کلمه چې د فریاد او افسوس معنا لري ښاغلي مغموم د (فغان) په ځای (افغان: فریاد، آه، افسوس) کلمه لیکلې.
(نوروز) کلمه یې داسې معنا کړې (نورزو: «ف» د ایرانیانو د اختر ورځ، مجازاً د خوشالۍ ورځ، جشن خوشحالي) موږ تاسې ته ښه معلومه ده چې د نوروز ورځ په افغانستان، ازبکستان او تاجکستان کې هم د اختر غوندې لمانځي او ښاغلي مغموم یوازې د ایرانیانو د اختر ورځ معنا کړې.
د قلندر مومند په وینا چې د دې فرهنګ په لومړۍ برخه کې هغه لغتونه معنا شوي چې عامو لوستونکو ته یې معنا سخته ده؛ خو په لومړۍ برخه کې د فارسي ژبې ډېر ساده لغتونه هم مانا شوي (استخوان: هډوکی. آرد: وړه. ګشنه: وږی او دې ته ورته…).
ځینې هغه عام فهمه د پښتو لغتونه چې موږ یې د کرښې دې غاړې ته کاروو، اردو یا فارسي ژبې ته معنا کړي. (انځور: نقش و نګار، تصویر، علامت. بزګر: دهقان، زمیندار. پنجشنبه: د زیارت ورځ.)
د دویمې برخې په اړه قلندر مومند ویلي چې په دې برخه کې چې مرحوم کامل مومند کوم توري په کلیات کې معنا کړي؛ نو د دې معنا تر څنګ مغموم نورې معنا هم پرې ور زیاتې کړي؛ خو مغموم دا په نښه کړي نه دي چې کوم د ارواښاد کامل مومند دي او کومې زما دي(اقتضا: تقاضا، غوښتنه. پوت: «س» اولاد، فرزند، زوی).
پای
د دې فرهنګ په راټولولو کې چې له یارمحمد مغموم سره چا مرسته کړې او ده یې یادونه کړې قلندر مومند، حبیب الله رفیع، ډاکټر اقبال نسیم خټک، مولانا ګل رحیم فاضل حقانیه، ایت الله خټک، سرفراز او لطف الله خوشنویس دی.
د دې فرهنګ لپاره یې لاندې کتابونه لوستي.
۱ـ کلیات خوشال، اول چاپ. دوست محمد کامل مومند. پېښور چاپ.
۲ـ کلیات خوشال، دوهم چاپ. دوست محمد کامل مومند. پېښور چاپ.
۳ـ د خوشحال مرغلرې. عبدالحی حبیبي. کندهار چاپ.
۴ـ دیوان خوشحال، تصحیح او تنقیح ډاکټر ایچ ـ ډبیلو، بلیو، مطبع ـ پېښور جیل په اهتمام د سلطان بخش داروغه ۶۱۸۶۹
۵ـ دیوان خوشال (هوتي چاپ نسخه)
۶ـ ظفرالغات(پښتو نه پښتو اردو لغت). بهادرشاه ظفر کاکاخېل.
۷ـ فیروز الغات(فارسي نه اردو لغت). الحاج مولوي فیروزالدین.
۸ـ فیروز الغات(اردو نه اردو لغت). الحاج مولوي فیروزالدین.
۹ـ فرهنګ عامره( اردو نه اردو لغت). محمد عبدالله خان خویشکی.
۱۰ـ فرهنګ اصفیه( اردو نه اردو لغت). مولوي سید احمد دهلوي.
۱۱ـ پښتو ژبه(پښتو نه پښتو لغت). پښتو اکاډمي. پېښور پوهنتون.
۱۲ـ بیان السان(عربي نه اردو لغت). قاضي زین العابدین سجاد میرټهي.
۱۳ـ دیوان خوشحال. (قلمي). پښتو اکاډمي، پېښور پوهنتون.
۱۴ـ دیوان او رباعیات خوشحال. (قلمي) پښتو اکاډمي، پېښور پوهنتون.
۱۵ـ د خوشال رباعیات، پښتو ټولنه کابل ـ د ادبیاتو څانګه.
۱۶ـ د خوشحال خټک کلیات، لومړی ټوک. د غزلو مجموعه ـ د علومو اکاډمي
۱۷ـ A dictionary Of The Pukhto OR Pukshto Language By Henry_ walter Bellew
۱۸ـArbic- English Dictionary By F – Steingass (عربي نه انګلیسي)
په اخر کې دا باید ووایم چې اوس یې دویم جلد هم شته چې د ”دستارنامې“ ۲۳۰۰ لغتونه پکې مانا شوي، ان شاء الله دویم جلد باندې به یې بیا خبرې وکړم.