سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+د مسکو او کازان ژبپوهنیز مکتب | احسان الله ادیب

د مسکو او کازان ژبپوهنیز مکتب | احسان الله ادیب

د مسکو او کازان د ژبپوهنې هغه دوه جریانونه دي چې په نولسمه او شلمه پيړۍ کې دا دوه ژبپوهنیز مکتبونه د روسیې په مشهورو ښارونو مسکو او کازان کې رامنځته شوي دي چې په همدې نومونو ونومول شول.

د مسکو او کازان ژبپوهنیز مکتبونه له موږ سره د ژبپوهنې په لا پوهیدا کې ډيره مرسته کولای شي دا دوه ژبپوهنیز مکتبونه په نولسمه پیړۍ کې په روسیه کې را منځته شول. د مسکو ژبپوهنیز مکتب بنسټ ایښودونکی ف فارتوناتوف (۱۸۴۸ـ۱۹۱۳م) و (راحله حمیدزۍ). فارتوناتوف د ژبپوهنې په ډګر کې نړیوال شهرت لري فارتوناتوف چې په اوستایی او لیتوایی ژبو پوهیده نو د عمومی ژبپوهنی او هندو اروپایی مقایسوي ګرامر لپاره یې ډير خدمت وکړ فارتوناتوف په دې عقیدتمند و چې (ژبه د کلمو او عبارتونو ټولګه ده او کلمې مستقله مانا او مفهوم لري او کلمې باید له دوه اړخونو مطالعه شي

الف: په لغت کې د یوې کلمې ځانګړې معنی باید معلومه او په پام کې ونیول شي.

ب: د یوې کلمې مفهوم ګرامر مشخصوي

فارتوناتوف د مورفولوژي (صرف) نظریه پیشنهاد کړه او دهغه له نظره د صرف موضوع د کلمو د شکل یادول دي د عبارتونو د شکلونو یا سترکچرونو یادول د نحوې موضوع ده فارتوناتوف د کلمو شکل او مانا سره جلا کړل د هغه له نظره ژبه یوه اجتماعی پیښه ده هغه په خپلو مقالو او کتابونو کې د هند اروپایی ژبو د پيدایښت او پراختیا څيړلي دي

د مسکو ژبپوهنې بل عالم نیکولای تروبتسکوی دی، دی په مسکو کې زیږیدلی دی هغه د مسکو په پوهنتون کې د سنسکریت ژبې او تاریخي ژبپوهنې زده کړې ته ادامه ورکړه له دې وروسته یې په لیپزیګ کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه چیرې چې ځوان ګرامر پوهان لیونارد بلوم فیلد او لوسین وو

له دوی وروسته ددې ډلې یو بل ستر لیکوال جاکوبسن دی تروبتسکوی له جاکوبسن سره یو ځای د فونولوژۍ بنسټ کیښود.رومن جاکوبسن د ژبې په اړه دا نظریات لري ۱: ژبه د ارتباطاتو لپاره یوه اساسي او پيچلې وسیله ده. ۲: ژبه شپږ اساسي کارکردونه لري: د ارجاع، انعکاس، امر، انفعال، شاعرانه او فاتیک. ۳: ژبه د انسانانو ذهني او شناختي پیچلو مولفو پر بنسټ جوړیږي رومن جاکوبسن چې هم د ژبې د عناصرو د نظریې رامنځته کوونکی دی، ده په مختلفو برخو کې لکه اواز، ګرامر او معنا ترمنځ په اړیکو او متقابل اغیزو یې مهم بحثونه وکړل ده دا دوه مهم اثار ولیکل

۱: ژبپوهنیزې اړیکې Linguistic Relation

۲: ژبپوهنیز عناصر او د هغوی عمل Linguistic Elements and their Functions

همداسې یو بل ستر عالم ولادیمیر انری دی چې ده د پایلو ژبپوهنیزه نظریه چې دا نظریه د ژبې د پایلو او خواصو په اړه بحث کوي او دا څرګندوي چې ژبه څنګه د یو سیستم په توګه کار کوي انری هم دوه مهم اثار لري

۱: د ژبې پایلې او د هغوی تحقیق The Study of Language Styles

۲: د سیاسي او ادبي ژبو د پایلو تحلیل The Analysis of Styles of Political and Belles Letters Language

د یاد وړ خدمت تروبتسکوی په غږ پيژندنه یا فونولوژي کې مهم اثر په نوم د (د فونولوژۍ اساسات) دي چې دده له مرګه وروسته نشر شو

تروبتسکوی په خپل کتاب (د فونولوژۍ اساساتو) کې ټولو فونولوژيکي مسایلو ته پاملرنه کوي هغه په فونولوژي کې د تضادونو په ډولونو بحث کوي او دوه ډوله تضاد راښيي اول ډول یې باثباته او بل ډول یې خنثی شوی تقابل دی

ځینې پوهان وایي چې دغه مکتب د سیاسي فشارونو له امله له منځه لاړ.

د کازان ژبپوهنیز مکتب 

د کازان ژبپوهنیز مکتب د لوی عالم روسی او پولندي پوه بودین دی کورتنی لخوا رامنځته شو بودین دی د نړۍ له لویو ژبپوهانو څخه دی او هغه د نړۍ په زیاتو ژبو لکه سانسکریت لاتینی لستوی فرانسوی او هم په سلاویانی ژبو ښه پوهیده دا مکتب چې اصلي موخه یې د تاتاري ژبو او نورو ترکي ژبو څیړنه وه دا مکتب د سیستماتیکې ژبپوهنې او تاریخي ژبپوهنې پیاوړی مرکز وو

بودین په خپلو مقالو کې د ژبپوهنې او ژبې په باره کې په کال ۱۸۷۲ کې یې د غږ پيژندنې په باره کې خپل نظریات څرګند کړل څنګه چې پورته یاده شوه چې توربتسکوی د فونولوژي نظریه پیشنهاد کړه مګر ځینې پوهان په دې اند دي چې بودین د وینا د غږونو فونولوژي بنسټ ایښودونکی دی. د بودین خدمت ‌ډير لوی دی کولای شو د یو څو نومونه یاد کړو .

۱: بودین غږ بڼه له لیکلی بڼې څخه جلا کړل د بودین تر زمانې پورې دا دواړه یو ډول ګڼل کیدل.

۲: د ژبو د زده کړې لپاره د ژبو لهجې او د ژبې اساس دی چې له کلاسیکو او زړو متونو سره فرق لري بودین د ژبو تاریخ د ژبې له اوسني وضعیت څخه جلا کړ ځکه چې د ژبې زده کړه په دواړو حالاتو کې سخته وه.

۳: د ژبې فیزیولوژيکې حادثې یې د ژبې له روان شناسي څخه جلا کړې د ژبې د تلفظ لپاره د وینا ارګان اړین دی چې دا بیا په فیزیولوژي کې مشخصیږي مګر فرق د تلفظ په اساس جلا کیږي. ۴: ژبه هم رواني او هم اجتماعي پیښه ده.

۵: ژبه یو سیستم دی او عنصرونه یې یو له بله سره په ارتباط کې دي د ژبې د زده کړې لپاره باید د ژبې له نویو عناصرو سره اشنا شو د ژبې واحدونه عبارت دي له فونیم مورفیم کلمه عبارت جمله.

۶: بودین د فونولوژي بنسټ ایښودونکی دی د هغه له نظره د غږ فزیکی لوری او د غږ وظیفوی لوری یو له بل سره برابر نه دی موږ کولای شو غږ واورو مګر موږ د کلمو او لغاتونو د معنی د توپیر لپاره فونیم چیک کوو بودین یو ځل بیا یو لړ اصطلاحات وړاندې کړل

۷: مورفیم سنتګم لکسم ګرافیم سینیم او نور…

ددې مکتب نور مخکښ پوهان لکه

نیکولای بوګورادوف دی چې ده هم د سیستیماتیکې ژبپوهنې او تاریخي ژبپوهنې په برخه کې د کازان مخکښ پوه وو ډير مهم نظریات او کار وکړ دده مهم اثار:

۱: ژبپوهنه او د ژبې تاریخ Linguistic and the History of Language

۲: د ژبې د سیستم تاریخي پرمختګ Historical Development of the Language System

نیکولای بسیتوف دی د ترکي ژبې او په ځانګړي ډول د تاتاري ژبې په څیړنه او تحلیل کې مهم کار وکړاو مهم اثار یې

۱:د تاتاري ژبې تاریخ او غورځنګ The Historical and Development of the Tatar Language

۲:د ترکي ژبو مقایسوي ژبپوهنه comparative Linguistic of Turkic Languages

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب