لیکوال: محمد محق
-5-
له روایته تر درایته پورې
له دیني منظره د دوو لیدلوریو ترمنځ شخړه
له روایته تر درایته پورې
له دیني منظره د دوو لیدلوریو ترمنځ شخړه
د نر او ښځې په اړه، د اصل او فرع دعوا
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا په یوه بیان کې،(1) د نر او ښځې تر منځ نسبت د اصل او فرع تر منځ نسبت وګاڼه. دغه لیدلوری په رسنیو کې په پراخه توګه انعکاس وموند او ډېر کسان یې غبرګون ته اړ کړل.
اساسي ستونزه هلته وه چې ویل شوي دي: «دا چې د سورة النسأ (1) او (34) ایتونه صراحت لري او وايي چې د بشر په خلقت کې نر اصل او ښځه فرع ده او قوامیت د نرانو دی نو د داسې الفاظو او اصطلاحاتو له کارونې دې جداً ډډه وشي چې د دغو مبارکو ایتونو له مفهوم سره په ټکر کې وي.» د دې خبر خبرېدل د پراخې ذهني ګډوډۍ سبب شول ځکه چې ښځه فرع ګڼل، خطرناکې ارزښتي پایلي لري په دې چې د هغې انساني مقام راټیټوي او دا به هېڅ سلیم عقل په اسانه ونه مني. خو له بلې خوا د شریعت له صریح حکم سره مخالفت هم د هغو کسانو لپاره اسانه نه دی چې ورباندې باور لري. سره له دې چې د عالمانو شورا په دې بیان کې د ښځو د حقونو په اړه او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه ځینې ګټور او د ستایلو ټکي هم وو خو ستونزه دا ده چې که ښځه د دویمې درجې موجود معرفي شي او د نر فرع وګڼل شي، د هغې د حقونو د تأمین لپاره هېڅ تضمین نه پاتې کېږي او خشونت به هم دوام کوي ځکه چې خشونت د تبعیض زېږنده ده او تبعیض د ښځو په اړه د همداسې لیدلوري محصول دی.
لیکوال د دې ابهام د لرې کولو په خاطر نیت وکړ چې دا لیدلوری تر ارزونې لاندې ونیسي چې دا معلومه شي چې د عالمانو شورا د بیان برخلاف، د نسأ د سورة لومړی ایت په دې اړه هېڅ صراحت نه لري او دغه ادعا یوه میتودیکه تېروتنه ده، تمه نه کېدله چې د هېواد تر ټولو لوړ مذهبي بنسټ دې داسې تېروتنه وکړي. په دې مقاله کې به یوازې د شورا د وینا لومړۍ برخه چې نر اصل او ښځه فرع ګڼي، وارزوو ځکه چې اساسي موضوع همدا ده او درانه تبعات ورپورې غوټه کېږي.
زه دلته د مډرن هرمنوتیک مبحث له دریڅې دې بحث ته نه ورننوځم او غوره ګڼم چې په هغه میتود بسنه وکړم چې زموږ د ټولنې عالمانو ته اشنا دی او د قران مجید د تفسیر د سنتي منابعو په استناد وښييم چې دغه حکم په قران کې هېڅ صراحت نه لري،، بلکې برعکس د انساني مقام او ارزښت په حوزه کې د نر او ښځې برابري یې محوري پیغام دی. نو هر تفسیر او تأویل چې له دې محوري لید سره په ټکر کې وي، شک نشته چې کمزوری به وي.
مخکې تر دې چې اصلي موضوع ته شو، لازمه ده چې یوې مقدماتي خو مهمې قاعدې ته اشاره وکړو. دیني نصوص (ایتونه او حدیثونه) مطلوبې معنا ته د دلالت په لحاظ په دوو عمده برخو ویشل کېږي: قطعي الدلاله نصوص او ظني الدلاله نصوص. د اهل علم هغه ډله چې له دې مهمې قاعدې خبره ده، پوهېږي چې اکثره دیني نصوص د ظني الدلاله نصوصو په شمار کې راځي. د ظني الدلاله نصوصو ځانګړنه دا ده چې مختلف تعبیرونه او تفسیرونه ځنې کېدای شي، خو یو تفسیر هم قطعي او وروستنی نه شي ګڼل کېدای. د دې برخلاف قطعي الدلاله نصوص دومره واضح او څرګند وي چې د متفاوتو او متعددو تفسیرونو ځای په کې نه وي پاتې. لږ تر لږه په هغه سطح کې چې تفسیر او تأویل سره توپیر کړو، د دې ډول نصوصو په تفسیر کې به اختلاف پاتې نه شي، سره له دې چې د هر ډول تأویل پرمخ د لارې بندول خورا سخت کار دی.
په هر دیني حکم او بحث کې، هله د قران د صریح حکم خبره کولای شو چې قطعي الدلاله نصوص ورته ولرو او د مختلفو تفسیرونو لپاره ځای پاتې نه شي. هر نص چې د مختلفو انګېرنو امکان په کې وي، د قطعي الدلاله نصوصو له ډلې راوځي او هر مفهوم چې ځنې واخیستل شي، هغه به ظني او احتمالي مفهوم وي او هېڅوک نه شي کولای خپله انګېرنه د قران صریح او قطعي حکم وګڼي. اوس به وګورو چې د هغه ادعا مطابق چې د عالمانو شورا په بیان کې راغلې ده، د ښځې د فرع والي په اړه د قران په ایت کې صراحت شته که دا یو ظني الدلاله عبارت دی.
د مسألې د لا روښانتیا په خاطر، غوره ده چې د دې ایت ترجمه راوړم: «اې خلکو! د هغه رب پروا وساتئ چې تاسې یې له یوه واحد تنه خلق کړئ او ښځه یې له هغه څخه خلق کړه او له هغو دواړو څخه یې ډېر نران او ښځې وشیندلې، او د هغه خدای چې په نامه یې له یو بله درخواست کوئ، او د خپلوئ د رابطې له شلولو پروا وساتئ، بې شکه چې خدای ستاسو ساتونکی دی.» (ترجمۀ مسعود انصاری)(2)
د شورا بیان ظاهراً د ایت دې جملې ته اشاره کوي: “و خلق منها زوجها” یعنې «او ښځه یې له هغه څخه خلق کړه» دوی له دې جملې داسې انګېرلي دي چې د خلقت اصلي هدف نر و او دا چې ښځه د هغه له وجوده خلق شوې ده نو ښځه د هغه فرع ده.
څنګه چې لیدل کېږي، په دې عبارت کې د ښځې د فرع والي په اړه هېڅ صراحت نشته او له پخوا زمانو څخه تر ننه پورې د دې عبارت د اصلي مقصود پر سر د قران مجید د مفسرانو تر منځ اختلاف پاتې شوی دی.
د دې مبارک ایت پر ظني الدلاله توب د پوهېدو لپاره، ښه به و چې دغو محترمو عالمانو یو ځل د قران مجید پخواني او اوسني مهم تفسیرونه کتلي وای. هلته به ورته ښکاره شوي وو چې د دې ایت څومره متفاوتې انګېرنې شته او د شورا د بیان انګېرنه تر حکومه حده ملاتړي درلودلي دي.
چا چې دې ایت ته له تأویلي منظره کتلي دي، داسې انګېرنه یې ځنې اخیستې ده چې له دې انګېرنې سره هېڅ تړاو نه لري. شیخ اکبر محي الدین ابن عربي د اهل تأویل سرلاری دی، د دې ایت په تفسیر کې وايي:”الذی خلقکم من نفس واحدة، منظور یې کُلي ناطقه نفس دی چې د نړۍ زړه دی او حقیقي آدم هماغه دی، او ښځه یې هم له هغه څخه پیدا کړې ده، یعنې حیواني نفس یې له هغه څخه منشأ اخلي، او دا چې ویل شوي دي چې د هغه له چپې ډډې جوړه شوې ده، مانا یې دا ده چې له هغه بُعده جوړه شوې ده چې د کایناتو نړۍ ته نژدې دی، ځکه چې د حق بُعد ته یې د نزدیکت نسبت ضعیفتر دی، او که یې جوړه نه وای، هغه به دنیا ته نه راکښته کېده، څنګه چې ویل شوي دي چې ابلیس لومړی هغه وپسوللـه او د هغې په وسیله یې آدم وغولاوه، او شک نشته چې له دې بُعده پرته بدني تعلق ممکن او د کارونې وړ نه کېږي، و بث منهما رجالا کثیرا، یعنې د زړونو هغه خاوندان چې د خپل پلار خوا ته کشش لري، و نسأ، یعنې د هغو نفسونو خاوندان چې د مور خوا ته تمایل لري.” (3).
کېدای شي څوک ووايي چې د ابن عربي او نورو تأویلونه اعتبار نه لري. سره له دې چې ټول پوهېږي چې ابن عربي زموږ د عصر تر ډېرو عالمانو زیات عالم و، زه نه غواړم په دې مبحث کې له دغو تأویلونو دفاع وکړم،، بلکې غواړم دا وښييم چې د دیني نصوصو او له هغه جملې څخه د دې نص د تاویلونو لمنه څومره پراخېدای شي.
اوس نو که له تأویله تېر شو او د متعارفو تفسیرونو محدودې ته ورستانه شو، بیا به هم ووینو چې ان له هغسې تأویله پرته، مفسران پر دې ایت د خپل فهم او انګېرنې په لحاظ سره یوه خوله نه دي او ان په قطعي ډول یې دا مطلب ورنه نه دی اخیستی چې ښځه دې په فیزیکي لحاظ د نر له وجوده خلق شوې وي. امام فخرالدین رازي د دې ایت په تفسیر کې دو نظره رانقل کړي او ویلي یې دي: «په دې کې چې حوا له آدمه خلق شوې ده دوه نظره دي: اول دا چې ډېرو داسې نظر ورکړی چې کله خدای آدم خلق کړ، پر هغه یې خوب راوست، وروسته یې حوا د هغه له چپې ډډې پیدا کړه، او کله چې هغه راویښ شو او دا یې ولیده تمایل او الفت یې ورته پیدا کړ، ځکه چې هغه د ده له خپلو اجزاوو خلق شوې وه، او دې ډلې د پیغمبر (ص) پر دې خبرې استناد کړی دی چې: «بې شکه چې ښځه له کږې پښتۍ خلق شوې ده چې که وغواړې سیده یې کړې، ماته به یې کړې خو که یې هماغسې پرېږدې له کوږوالي سره سره، به ګټه ځنې واخلې.» دویم نظر چې ابومسلم اصفهاني غوره کړی، دا دی چې د لومړۍ جملې «او له هغه یې د هغه ښځه خلق کړه» دا ده چې هغه (حوا) یې له هماغه جنسه او له هماغه مادې خلق کړه چې آدم ورنه خلق شوی و. لکه د خدای دا وینا چې د نحل په سوره کې یې ویلي دي:”والله جعل لکم من أنفسکم أزواجا” یعنې: او خدای تاسو ته ښځې مقررې کړې ستاسو له خپل ډوله (نحل: 72) او ویلي یې دي:”إذ بعث فیهم رسولا منهم” یعنې کله چې یو پیغمبر د دوی له خپله (ذاته) مبعوث کړ. (آل عمران: 164) او همدارنګه یې ویلي دي:”لقد جاءکم رسول من أنفسکم” یعنې: او تاسو ته یو پیغمبر ستاسو له خپله راغی. وروسته امام فخر رازي نقل کوي چې قاضي عیاض لومړی نظر قویتر بللی په دې چې که حوا جلا خلق شوې وي نو انسانان له یوه تنه نه دي خلق شوي، بلکې له دوو تنو خلق شوي دي. بیا امام فخر رازي پخپله ځواب ورکوي چې”د مِن کلمه د غایت د پیل لپاره ده او دا چې د خلقت پيل په ادم شوی دی، سمه ده چې ویل شوي وي تاسې یې له یوه تنه خلق کړئ، او همدارنګه کله چې ثابته وي چې خدای له خاورې د ادم خلقت کولای شي نو حوا هم له خاورې خلق کولی شي، او که داسې وي نو د دې ګټه به څه وي چې هغه د ادم له چپې پښتۍ خلق کړي؟” (4).
څرنګه چې لیدل کېږي، امام فخر رازي چې د قران مجید یو له غوره پخوانیو مفسرانو دی، دویم نظر چې ښځه په مستقله توګه خلق شوې ده او احتمالاً له هماغه مادې چې نر ورنه خلق شوی دی، قویتر ګڼي. یوازې امام فخر رازي نه، بلکې نورو مفسرانو هم له دې ایت څخه ورته انګېرنه لرله. د مارغی از قفال (متوفا 365 هـ ق) تفسیر نقل کوي چې: «د دې ایت منظور دا دی چې خدای ستاسې هر یو له یوه تنه خلق کړی دی او د هغه له خپل جنسه یې ورته ښځه مقرره کړې ده چې په انسانیت کې ورسره برابره ده. یا کېدای شي د دې ایت مخاطب د پیغمبر (ص) په زمانه کې د قریش قوم وي چې دوی ټول د یوه شخص اولاده وه چې هغه قصي نومېده، او دلته له یوه تنه مطلب به هماغه قصي وي.» وروسته بیا مراغي د امام محمد عبده خبره نقلوي چې که څېړونکي دې نتیجې ته ورسېږي چې د خلکو هرې برخې جلا پلار درلودلی دی او ټول له یوه تنه نه دي پیدا، داسې انګېرنه د قران مجید له ایتونو سره په ټکر کې نه راځي او حتمي نه ده چې په دې ایت کې راغلی یو تن، حضرت آدم وګڼو ځکه چې د «رجالا کثیرا و نسأ» کلمې په نکره بڼه راغلې دي نه په أل معرف چې ټول نران او ښځې راونغاړي. یعنې په قران کې داسې څه نشته چې دا باور یو مخ رد یا په داسې قطعي ډول اثبات کړي چې د تأویل لپاره یې هېڅ ځای پاتې نه شي. او که څوک په دې نظر وي چې حوا د ادم له پښتۍ خلق شوې ده، نه شي کولای چې په دې ایت یې ثابت کړي، ځکه چې د ورته ایتونو له سیاقه به یې وباسي. ” (5).
په دې ایت کې د زوج کلمه هم د ځینو مفسرانو پام ځان ته اړولی دی. مفسراونو ویلي چې دا کلمه د ښځې مانا نه لري، بلکې د جوړې مانا لري چې هم نر ته ویل کېږي او هم ښځې ته او نر او ښځه داوړه د یو بل جوړه ګڼل کېږي. د تفسیر التحریر و التنویر څښتن ابن عاشور وايي: «د زوج د کلمي اصل د دې لپاره دی چې د دوو کسانو مجموعې ته وویل شي، خو دا چې یوه، نر یا ښځې ته اطلاق کېږي، د مسامحې له مخې دی چې په عرفي حقیقت بدل شوی خو د نر او ښځې لپاره یو شان استعمالېږي.» وروسته یې ویلي دي: «همدارنګه نرانو باندې منت شوی دی چې ښځې یې د هغوې جوړې کړې دي، پر ښځو هم منت شوی دی چې نران یې د هغوی جوړې مقرر کړي، او پر دواړو منت شوی دی چې د اولاد څښتنان شي.»(6).
ځینو مفسرانو د مِن پر کلمې تمرکز کړی او ټینګار یې کړی دی چې دا کلمه د تبعیض لپاره نه، بلکې د تبیین لپاره ده، لکه چې د کاشف تفسیر موءلف محمد جواد مغنیه ویلي دي: «هېڅ دلیل نشته چې مِن دې دلته د تبعیض لپاره وي، بلکې مِن کولای شي بیاني اوسي لکه د متعال څښتن دا وینا: و من آیاته أن خلق لکم من أنفسکم أزواجاً، یعنې: او د هغه له نښانو څخه یوه دا ده چې تاسو ته یې ستاسو له خپل جنسه جوړې خلق کړې (سوره روم: 20) او په دې صورت کې د هغه ایت معنا دا ده چې هم لومړنی انسان او هم یې جوړه له یوه اصله خلق شوي دي او دا هماغه خاورې دي، ځکه چې په یوه ځای کې ویل شوي دي: و من آیاته أن خلقکم من تراب ثم إذا أنتم بشر تنتشرون، یعنې: د هغه له نښانو څخه یوه دا ده چې تاسې یې له خاورو خلق کړئ او وروسته تاسې بشر او تیت و پرک شوئ.» (7).
د «پرتوی از قران» تفسیر تر دې هم مخته تللی او ویلي یې دي چې: « په دې ایت کې د نفس ظاهر، د حیات منشأ ده. ځکه چې که مطلب شخص وي – ادم ابوالبشر یا هر معهود او منظور انسان – نو باید «من النفس» وویل شي او واحد مونث صفت او د منها زوجها ضمیرونه، متناسب نه دي. ځکه هلته چې منظور شخص وي، مذکر صفت او ضمیر ورسره راوړل کېږي لکه جأ نی النفس الواحد، عندی خمسة عشر نفسا؛ همدارنګه دا چې الناس، عام دی او ټول رانغاړي – سره له دې چې خطاب یې موجودو خلکو ته وي – ادم، هم په کې شاملېږي او هغه هم له واحد نفسه خلق شوی دی. په دې ایت کې نفس واحده، لکه «و نفس و ما سواها فألهمها فجورها و تقواها» دی چې منظور یې هماغه ژوندی موجود دی، مخکې له دې چې کامل انساني صورت ورکړل شي او په فجور او تقوا ملهم شي، هماغسې چې د نفس کلمه هر ژوندي ساري ته ویل کېږي. او ښايي چې «و خلق منها زوجها» حالیه اوسي (په دې معنا چې:) «د خپل رب پروا وساتئ، هماغه چې تاسې یې له یوه نفسه خلق کړئ او حال دا چې د هغه جوړه یې هم له هماغه خلق کړه». (8).
هغو ټکو ته په پام سره چې په ایت کې دي، د قران مجید مفسرانو د اصالت او رعیت موضوع یې نه ده استنباط کړې، بلکې د مادې او منشأ وحدت یې ځنې استنباط کړی دی. د هدی القران د تفسیر څښتن وايي: «پوښتنه دا ده چې خدای څرنګه د انسان جوړه د هغه له خپل جنسه خلق کړه؟ ایا مانا یې دا ده چې لومړني انسان دوه ګوني طبیعت درلود او د وخت په تېرېدو سره په نورو نسلونو کې نارینه طبیعت له ښځینه طبیعته جلا شوی دی؟ که دا چې خدای ادم خلق کړ او له څنګه یې حوا خلق کړه؟ د دې پوښتنې ځواب په دقت او قطعیت سره نه شو ورکولای. خو یو مهم علمي فکر چې ورنه په قطعي ډول استنباطولی شو دا دی چې د قران د ایتونو په تلاوت کې نر او ښځه له یوه جنسه تلقي شوي دي او ښځه تر نر په شأن کې کمه نه ده، نه په خپل طبیعت کې او نه په الهي شریعت کې. د قران ایتونو دا باور په تکرار راوړی دی، مثلاً متعال څښتن ویلي دي: خلق لکم من أنفسکم أزواجا، یعنې: ستاسو له خپل جنسه یې درته جوړې خلقې کړې. قران د جنسیتي تبعیض تفکر چې پر ښځې د نر د مطلق تسلط سبب شي او نر له برتره جنسه معرفي کړي، له ریښې غوڅ کړی او ویلي یې دي چې د انسانانو تر منځ واټنونه او توپیرونه جوړه شوې خبره ده چې حقیقت یې تر شا نه دی ولاړ». (9).
سید قطب په فی ظلال القران تفسیر کې د همدې ایت په تفسیر کې همدغه مفهوم اخیستی او ویلي یې دي: «د دې ایت په ترڅ کې بل حقیقت نغښتی او دې ته اشاره کوي چې د هغه واحد نفس جوړه هم له هغه څخه خلق شوې ده، او که بشر په دې خبره پوه شوي وای، همدا به بس و چې له دردوونکو تېروتنو لرې پاتې شي. هغه تېروتنې چې د ښځې په اړه پر سستو تصوراتو بنا وې او ښځه یې د پلیدۍ منبع او د شر او بلا سبب بلله. حال دا چې ښځه په خپل فطرت او طبیعت کې له هماغه لومړني نفس څخه ده او خدای هغه خلق کړې ده چې د نر جوړه اوسي او چې له هغوی څخه ډېر نران او ډېرې ښځې راپیدا شي. نو په اصل او فطرت کې توپير نشته، بلکې توپیر په وړتیاوو او دندو کې دی». (10)
څرنګه چې لیدل کېږي، د قران مجید مفسرانو له پخوا زمانو څخه تر ننه پورې اول خو په دې اړه د نظر اختلاف درلودلی چې نر او ښځه څنګه خلق شول او دا چې له یو بله مشتق شوي که دواړه له یوې مادې جوړ شوي دي. د نظر دغه اختلاف پر دې دلالت کوي چې یاد ایت د ظن او احتمال افاده کوي، نه د قطع او یقین افاده. دویمه خبره دا چې د نظر له اختلافونو سره سره، هېڅ یوه مفسر دا ایت د دې دلیل نه ګڼي چې ښځه دې د نر فرع اوسي او د تبعیض لپاره لاره هواره شي ځکه چې دوی پوهېدل چې داسې انګېرنه د قران له ډېرو ایتونو سره چې پر عدالت او د تبعیض پر ختمولو صریح ټینګار لري، په ټکر کې راځي. دوی د قران په وسیله د قران د تفسیر په میتود هڅه کړې ده چې د ایت په اصلي مفاد باندې پوه شي او په دې برخه کې یې له هغو ایتونو مرسته اخیستې ده چې صریحاً وايي نر او ښځه له یوه جنسه دي، لکه د نحل، روم او د نورو سورتونو ایتونه. مثلاً دغه ایت چې وايي: و من آیاته أن خلق لکم من أنفسکم أزواجا لتسکنوا إلیها و جعل بینکم مودة و رحمة” ترجمه: او د خدای له نښانو څخه دا ده چې له تاسو څخه یې تاسو ته جوړې پیدا کړې چې ورسره انس پیدا کړئ او ستاسو تر منځ مینه او دوستي پیدا شي. دلته یې نه دي ویلي چې ښځې یې خلق کړې،، بلکې ویلي یې دي چې ازواجا چې نر او ښځې ته یو شان ویل کېږي. ټول پوهېږي چې څوک نه شي کولای له دې ایته دا مانا واخلي چې ستاسو ښځې یې ستاسو له چپو پښتیو جوړې کړې دي. واضحاً پوهېدل کېږي چې دلته د دې ایت منظور دا دی چې د نر او ښځې فطرت یو دی چې دا پخپله د برابرۍ او یوشانوالي پیغام لري.