جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدود پښتو لیکدود معیاري کولو.وړاندیز|  کامران منګل

 پښتو لیکدود معیاري کولو.وړاندیز|  کامران منګل

نرمه (ی) دې د نوم په منځ کې پر (ي) نه بدلېږي:

کله چې نرمه (ی) د یو نوم په منځ کې راشي، نو د څرګندې (ي) بڼه خپلوي، نو له دې سره یې سړی ډېری په (ي) وینګ (تلفظ) ادا کوي لکه پیل یا خیر. ډېر به یې pil او khir وایي، خو له اره به payl او khayr وي.
بېواکې یې [y] لپاره بېل غږ پکار دی:

څرګنده ي او نرمه ی دې د “بېواکې یې” [y] په توګه نه کارول کېږي، ځکه چې څرګنده ي (i) یو خپلواک غږ (واول) دی، نرمه ی (ay) یو غبرګ غږ (دیفتونګ) او بېواکه یې، څنګه چې یې له نومه جوتېږي، یو بېواک غږ (کانسونېنټ) دی.

دا چې د ښځینه ۍ او همزوالې ئ غږونه یو شان دي، نو پکار ده، چې ئ لیرې شي، یــــا دې د بېواکې یې لپاره وکارول شي، که چېرې د بېواکې یې لپاره بل توری جوړول ستونزمن وي.
د بېواکې یې بېلګې:
لکه د ویي په پیل کې: یو
د ویي په منځ کې: بیا
نو له دې سره به د څرګندې ي، نرمې ی او بېواکې “یې” (چې موږ لا ځانګړی توری نه ورته لرو) ستونزه حل شي.
که چېرې د وړاندیځ له مخې همزواله ئ د بېواکې یې لپاره وکاروو، نو پورته دوې بېلګې به داسې لیکو: ئو، بئا
زور ه باید د نوم په منځ کې پر هـ وانوړي:
زور ه (a) یو خپلواک غږ (واول) دی او هـ (h) یو بېواک غږ (کانسونېنټ) دی.
هـ دې بېل توری وګرځي.

همدارنګه دې (ه) د نوم په منځ کې په خپله بڼه پرېښودل شي، چې ځینې وییونه سم ولیکو لکه هیله-من، سوله-ییز، وسله-وال.

له دې سره به د دې پوښتنې اړتیا نه لیدل کېږي، چې هیلمن ولیکم او که هیله من.
هیله من ځکه کره نه شي کېدای، دا چې من ناخپلواک ګړ (مورفیم) دی او ناخپلواک ګړونه بېل لیکل کومه ګرامري دنده نه ترسره کوي.

که له بلې خوا هیلمن ولیکو، نو ښایي یو څه ستونزه حل کړي، خو زور ه غږ پکې ورکېږي، نو ګوندې څوک یې hilman تلفظ کړي.

که هیلهمن ولیکو، نو بیا، څنګه چې ما ورته مخکې نغوته وکړه، hilahman ترې جوړېږي.

نو له همدې کبله داسې سیستم پکار دی، چې ه پسې سیده بل توری ونښلول شي، بې له دې چې پر هـ بدل شي.
د واو (و) ستونزه:

موږ په پښتو کې درې ډوله غږ لرونکی و لرو، خو ټولو لپاره یو توری “و” کاروو، چې د وییونو وینګ (تلفظ) خورا ربړن یا ستونزمنوي.
موږ لرو:
* لنډ و (u) لکه موږ، کوڼ ا.د.ن – او لنډ و یو خپلواک غږ دی.
* اوږد و (o) لکه خو، مور ا.د.ن – او اوږد و هم یو خپلواک غږ دی.
* بېواک و (w/v) لکه ور، خوند، ژور ا.د.ن – او بېواک و یو نیم خپلواک غږ دی.
پکار ده، چې د لنډ و لپاره “وو” وکاروو، اوږد و لپاره ساده “و” او بېواک لپاره د کوزې پښتونخوا غوندې “ؤ” وکاروو.
له دې سره دې واوونو ستونزه هم حل کېږي.
لاندېنیو تورو لپاره د کارونې ځانګړې قاعدې پکار دي: ځ، څ، ښ او ږ .
په ځینو ګړدړدونو کې ځینې غږونه نه وي، نو خلکو ته یې د توپیر ستونزه جوړېږي، چې کله ز او ځ، کله څ او س، کله ګ او ږ یا کله ږ او ژ.

ښ او ږ بیا یوسفزي، کرلاڼي او کندهاري ګړدودونو کې بېل وینګ (تلفظ) لري.
یوسفزي او د لوی ننګرهار ډېری پښتانه یې ښ خ او ږ ګ تلفظ کوي او د سوېلي ولایتونو خلک ښ ش ته نږدې غږ تلفظ. همداسې نور… .
نااړین توري باید له لیکدوده لیرې شي:
موږ په اوسني لیکدود د عربي هغه توري کاروو، چې په پښتو کې یې غږونه شته هم نه، نو ولې ژبه په لوی لاس پېچل کوو؟
په عربي کې ګ او پ نشته او پر ځای یې غ او ب لیکي.
لاندېني توري پښتانه نه تلفظ کوي، نو هسې زموږ د تورو شمېره بېځایه ډېروي. په نورو ژبو کې هم پردي غږونه نه خپلېږي.

ح ع ق ث ص ض أ آ ذ ط ظ => باید لیرې شي.
وړاندیز:
د ح پر ځای هـ لکه هلوا، اهمد
د ع پر ځای ا لکه مالومات، الم (عالم)
د ق پر ځای ک لکه مستکیم
د ث او ص پر ځای س لکه سیب، مسال
د ض پر ځای د
د آ او أ پر ځای ا
د ذ او ظ پر ځای ز لکه زالېم، مزهب
ط پر ځای ت لکه وتن (وطن)
د کړونو منفي بڼه څرګندول:
نه (د نفې وییکی) باید له کړ (فعل) سره په و/ور/در/را/وا/پرې سره ونښلېږي.
لکه ونشي (ونه شي)، ورنکړم (ور نه کړم)، رانشي (را نه شي) او داسې نور.
یادونه: په پورتنۍ لیکنه کې مې د “او داسې نور” پر ځای کله نا کله ا.د.ن. لنډون کارولی.
ستاسو ورور کامران منګل

1 COMMENT

  1. ستاسو په وړاندیز کې یو څه نوې خبرې شته ، خو لا زیات بحث ته به ضرورت وي چې ټول پرې توافق وکړي. خصوصا د « او داسې نور » لپاره « ا.د.ن » ډېر مناسب اختصار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب