شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د باغچې لوړ سپیداران| ژباړه: اسدالله بلهار جلالزی

د باغچې لوړ سپیداران| ژباړه: اسدالله بلهار جلالزی

بابا کوهی

کله چې زما پلار زموږ بوډا باغوان ته په باغچه کې د لوړو چنارونو د وهلو خبره وکړه او ان دا يي هم ورته وویل؛ چې ریښې هم وباسه، خو بوډا باغوان بزګر دي ته حاضر نه شو. چې زما د پلار خبره او امر ومني. باغوان زما د پلارله خوا سپکې سپوري وزغملي، هغه ورته ټمبل او هسي ډوډۍ خور هم ووایه. خو ده زما د پلار د دې ناوړه خبرو په وړاندې هم صبر او حوصله وکړه او څه يي ونه ویل. بوډا باغوان دا هرڅه د سپیدارانو په خاطر ومنل، ځکه نه يي غوښتل چې سپیداران دي چپه کړل شي. هغه د دې له پاره چې پلار مې د سپیدارانو له چپه کیدو څخه تیر شي. هر سخت کار ته تن ورکړ. خو پلار مې له خپله هوډه نه تیریده. هغه لکه چې د سپیدارانو د وهلو او چپه کولو له پاره سوګند کړي و. چې خامخا به سپیداران چپه کوي. په وار، وار يي بوډا باغوان وګواښه او دا يي هم ورته وویل: چې له باغوانۍ دي باسم، خو زاړه باغوان له سپیدارانو سره مینه لرله. هیڅکله هم زما د پلار د خبرو منلو او د سپیدارانو چپه کولو ته حاضر نه شو. بلکې تر پایه په خپل هوډ پاته شو.او غاړه يي ورته کينښوده. نو په پای کې مې پلار هم هغه له کوره او باغچې څخه ویوست .

                                        **********

زه په هغوو ورځو کې د سړیو او شیانو په پیژندلو باندې لږ، لږ پوه شوی وم.سترګې مې د سپیدارانو له شنو پاڼو او د  بوډا باغوان ګلو لالا له لمر لوغړني څيرې سره هم اشنا شوي وې. سپیداران له خپلو غوټو څانګو او ښاخونو سره د اسمان په لورې لوړ تللي وو.له وریځو سره به راز او نیاز کاوه. چې زما په ذهن کې يي ځانګړی ځای موندلی و. هر وخت به چې ما د سپیدارانو په لړزیدونکو څانګو نظر واچوه داسې به مې انګیرله چې د اسمان  پردیسو وریځو ته لاسونه ښوروي. بوډا بڼوال به مې هم د سپیدارانو تر خوا لیده. چې تل به يي د سپیدارانو چوپړ واهه. هغه به هره ورځ تر سپیدارانو را تاویده. شاوخوا ځمکه به يي ورته  پسته اونرموله. اوبه به يې ورکولې، بې ګټي بوټي او واښه به يي دهغوئ له شاوخوا څخه ریبل او لیرې کول.او دهغوو کوچنیو سپیدارانو په چوپړ کې به هم بوخت وو. کوم چې د خپلو پلرونو له ریښو څخه را ټوکیدلي وو. د ګلو لالا  څیره هغه مهال چې زه لا وړوکی وم. ماته مینه ناکه بریښیده. زما له هغه سره جوړه وه.داسې مې ورسره جوړه وه لکه له سپیدارانو سره چې مې مینه وه. ګلو لالا هم په دې پوهیده چې زه ورسره مینه لرم. له همدې کبله به يي ماته ( زویکه) وایه. هغه په دې هم ښه خبر و. چې زه له سپیدارانو سره ډیره مینه لرم. هغه به کله، کله ماته د سپیدارانو په اړه خبرې کولې.هغه به له سپیدارانو سره هم داسې غږیده، ته وا، له انسانانو  غږیږي. هغه هر یو سپیدار پیژانده. داسې لکه یو پلار چې خپل زامن پیژني. هغه ته دې هرې ونې عمر معلوم و. له ژر لویدو، ورو لویدو او ودې يي هم خبر و.او ان په دې هم پوهیده چې هر سپیدار څوښاخونه اوڅانګې لري. زاړه بڼوال په خپلو سپیدارانو نومونه  ایښي وو. دیوه نوم يي (شینکی) ایښی و. دبل نوم يي (ګل ریژ) دبل نوم يي( اسماني) او دبل هم ( چمن) و. همداسې يي په نورو هم نومونه ایښي وو.هغه مهال چې زه لا ماشوم وم.نه مي شوای کولای هر سپیدار په هم خپل نوم وپیژنم. یو له دې سپیدارانو څخه چې تر نورو ښه شین او غوټ  و. بوډا بڼوال به ورته ( سرجنګ) وایه.او هغه بل چې بیا تر ټولو سرلوړی و. بڼوال به ورته( بیرغي) وایه. یو بل يي هم ( نوجنګ) یاداوه. که څه هم دا ترټولو کوچنی و. خو خورا ښایسته و.همداسې چې هر سپیدار ځانته نوم درلود.هره یوه يي ځانته،ځانته کیسه هم لرله.
( بیرغي) او(سرجنګ) هیښونکي کیسې درلودې.هغوئ دواړه څنګ په څنګ ولاړ وو.دې دواړو ګاونډیانو کلونه، کلونه له یوبل سره سیالي هم کوله. دواړوبه تل هڅه کوله چې نوي ښاخونه او څانګې يي شنې شي.څو د خپل ګاونډې شاوخوا ور تنګه کړي. خو له دې سره، سره به دې دوو ګاونډیانو د توپان د خطر په وخت کې له یو بل سره مرسته هم کوله. دپاڼريز په وخت کې به چې کله بادونه را والوتل، نوبیا به دې دواړو ګاونډیانو په ګډه د بادونو په وړاندې خپلې پاڼې درولي او څانګې به يي هم ورته د شا له خوا تکیه کولي.څو د پیاوړو بادونو له شره ځانونه وساتي. ګلولالا د سپیدارانو یوه هیښونکي کیسه راته کوله. هغه ویل:
ـ  منی یا( پاڼريژ) موسم و.سپیدارانو لږ، لږ خپلې پاڼې تويي کړي وې. دهرې ونې لاندې به ژیړې پاڼې پرتې وي.او ځمکې هم د ژیړو پاڼو لباس اغوستی و. یوه، یوه پاڼه به چې په کومه لښته پورې پاته وه داسې به ښکاریده چې نور نو د پاته کیدو وس نه لري.او تر ډیرو به پاته نه شي.ژر به له څانګو سره به خدای پاماني وکړي.

شپه شوه. باد او باران پیل شو.  شپه  نیمايې ته رسیدلي وه چې د کوټي د دروازې په تړق اوتړوق را ویښ شوم. باد دروازه دربوله. ناڅاپه مې زړه ته اندیښنې را ننوتي. هسي نه چې دې باد او باران زما د سپیدارانو ښاخونه اولښتې نه وي مات کړي. زړه مې ټوپونه وهل. نور مې نو طاقت ونشو له خپله ځایه راپورته شوم. باد دومره تیز چلیده چې له خیال او تصوره وتی و. باد زه وښورولم، په شا او مخ ولاړم.خو بیا پړمخې ولویدم. تکه توره شپه وه.تر پښو لاندې هم څه نه لیدل کیدل.دلاسونوپه ټپیدو، ټپیدو مې لکه د ړانده غوندې ځان باغچې ته ورساوه. تیاره او تورتم دومره زیات و. چې هیڅ شي نه لیدل کیده. باد به په باران لمدې پاڼې زما په سر اومخ ویشتلي. له ځانه مې اوبه تویدې. کله کله به بریښنا هم د اسمان زړه ور سوری کاوه. باد په سپیدارانو باندې ظلم او تیری کاوه.خو د سپیدارانو لویو او کوچینو ښاخونو به د باد په وړاندې مقابله کوله.باد اوښاخونه په درنه جګړه کې ښکیل ول. د شپي ګرځاندی باد له سپیدارانو سره جنګیده. له دې سره، سره چې د شپې تورتم اجازه نه راکوله، چې ددوئ د جګړې ننداره وکړم.خو دا جګړه مې په زړه او حواسو حس کوله. واه، رښتیا څومره به مې زړه غوښتل چې دا جګړه او د سپیدارانو کلکه دفاع ووینم . زه په دې هم پوهیدم چې سپیدارانو مې اندیښنه لرله. خو زه په هم پوهیدم چې سپیداران مې له دې توپاني او ورانونکې جګړې څخه بریالي راوتل. ځکه زړه مې راته همداسې ویل.او زړه مې هیڅکله هم راته درواغ نه ویل.

بوډا بڼوال خپلې خبرې پسې اوږدې کړي:

ـ  د باد غږ او ځوږ ویره ونکی و. له هږږږږاو هوږږ نه يي ډار اوریده.ناڅاپه مې داسې وانګیرله چې  دسپیدارانو ښاخونه مې را کاږه شوي دي.او نژدې دی چې د باد وحشي منګولې يي ستونی ور کیکاږي. او زندۍ يې کړي. خو بیا به مې په زړه کې داسې وانګیرله چې ښاخونو او څانګو بیا په ګډه سرونه پورته کړي او بیا مقابله کوي. نه يي پریښودل چې د باد تازیني يي له یوه بله جلا او ماتې يي کړي. کله چې مې داسې احساس کړه چې ښاخونو په ګډه ددفاع له پاره سرونه پورته کړي. نو په زړه کې مې خوښۍ په ټوپونو شوه. او په تن کې مې یو حیرانونکی ځواک پیدا شو.ولولې  مې وپاریدې او بیا  احساساتي شومه. غرور مې را وموند. لاسونه او پښې مې نه پیژندي. زړه مې غوښتل چې چیغه کړم. او سپیدارانو ته مې افرین ووایم. او بیا همداسې هم وشول. یوځلې مې چیغه کړه. داسې چیغه چې د باد تر کریږو اوچته او به زوره وه. ما همداسې چیغه کړه لکه څرنګه چې ښاخونو اوپاڼو چیغې وهلي. په خپلو چیغو سره مې پاڼو ته په ډاګه کړه چې زه درسره یم او مرستې ته مو راغلی یم. بیا مې ورته وویل:
ـ سپیدارانو تاسو یوازې نه یاست. له مقابلې لاس وانخلئ. دشپي په وروستئ شیبه کې به بادونه له بادونو سره ولاړ شي. هغوئ به و رسره یوسي. ګورئ مه ویریږئ، ځکه ویره او ډار چپه کیدل دي. له وحشته مه تښتئ.ځکه بیا مقابله لړزیدونکي کوي. لکه چې سپیدارانو زما چیغې او غږونه اوریدل، ځکه ددوئ چیغې او غږونه هم اوچت شول. کټ مټ لکه زما خبرې يي نورو ته بیا بیا تکرارولي. ما له زیاتي خوښۍ اوښکې تویولي.اوباران هم زه په خپلو اوښکو پریولم. زه څو ګړۍ له خپلو ونو سره ولاړ وم. ددوئ د مقابلې اومبارزې ننداره مې کوله، باد او باران هم ونه توانیدل چې ما له دوئ څخه لیرې کړي. شپه پای ته ورسیده، بادونه تللي وو. بادونو ماتې خوړلي وه. بادونو، توپانونو او شپې یو ځای د سپیدارانو له سیمې تښته کړي وه. بوډا بڼوال د سیپدارانو پاته کیسه داسې پسي اوږده کړي وه:

ـ همدا چې لمر څرک وواهه، نور نو سپیدارانو سرونه را پورته کړل. او دلمر وړانګو ته يي لاسونه خوځول. ما هم ورته د درناوي سرټيټ کړ.او ننداره مي وکړه. ناڅاپه مې پام شو. چې د شپې په دې سخته جګړه کې زما سپیدارانو ویرونکي تلفات زغملي وو.( اسماني) چې دسپیدارانو په لومړي صف کې ولاړ و. هغه لکه د ډال په څير د باد سختي او درني څپیړې او ګذارونه زغملي و. نور نو له دوئ جلا شوی و. او لکه د ازادي دلارې چې په مقابله او دفاع کې سر بایلي، ده هم سر بایللی و. او پیاوړی وجود يي لکه د سپینو اهکو د غره داوږدې تړانګې په څیر اوږد غځیدلی و. (بیرغي) هم چې تر ټولو سپیدارانويې غاړه لکه وه. د باد دګذارونو له امله يي ملا ماته شوې وه.خو په نیمايې وجود لا هم ولاړ و. (سرجنګ) چې تر ټولو پیاوړی و. لکه د جګړې داتل په شاني چې دواړه لاسونه يې ور پرې کړل شوي وي. ده هم خپل ښاخونه بایللي وو.خو لا هم غُربده ولاړ و. په همدې ډول ټولو سپیدارانو ته تاوانونه رسیدلي ول- ان تر ټولو واړه سپیدار چې له دوو ښاخونو پرته يي څه نه لرل هم یو ښاخ له لاسه ورکړی و.

                                     ******

هغه وخت چې زه لا ماشوم وم. دا کیسه مې  زموږله بوډا باغوانه اوریدلي وه. له هغه وروسته ماته هر سپیدار یو انسان ښکاریده. زما ورسره مینه وه. او د زړه له کومې مې ورته درناوی کاوه. ما هغه له دې کبله نه خوښول چې شنه او جګ ولاړ وو. بلکې هغه مې له دې امله خوښیدل چې بادونو ته يې ماته ورکړي وه.ځکه زما له بادونو سره نه وه جوړه او له بادونو مې کرکه کیده ، له هغوئ به ویریدم. په نیمه شپه کې به يې زما ارام خوب را ګډوډ کړ. له دې ورهاخو بادونو هر وخت زما شیان غلا کړي وو. زما کاغذ پرونه به يي وړل. ګودي یا کاغذ پرونه زما تر ټولو ښه شیان ول.چې دا يي په وارونو، وارونو له ما وړي ول. زما پوکڼۍ، يي هم راڅخه له یوه بامه بل ته او له بله بامه بل وړي او غلا کړي وي.

بادونو زما د ماشومتوب نړۍ را ورانه کړي وه. له دې امله مې سپیداران خوښیدل. چې بادونه يي په شا تمبولي ول. او له هغوو يې زما غچ اخیستی و.

**********

وروسته له هغه چې زما پلار بوډا بڼوال له کوره وشاړه او بیا يي ورته اجازه ورنکړه چې بیرته راشي. نو څو ورځي وروسته يې څوکسه چې تبرونه يي په اوږو ایښي ول  کورته راوستل. پلار مې د تبرونو والو ته لارښوونه وکړه چې سپیداران  غوڅ او له بیخه يې ووهئ! ټکنده غرمه وه. چې زه له ښوونځي څخه  کور ته را ورسیدم. د تبرونو وال مې ولیدل. چې د سپیدرانو په وهلو لګیاه دي. ما هغوئ ته په کرکجنه توګه کتل. په زړه کې مې دوئ او خپل پلار ته په زړه کې ښیراوې کولې. دتبرونو وال لا هم پرته له دې چې یوه شیبه هم ځنډ وکړي د سپیدارانو په وهلو لګیاه وو.کله به يې چې سپیدار له پښو وغورځاوه او هغه به له درز سره چې یوې چیغې اوکړیکې ته به ورته و. په ځمکه ولویده. نو دوئ به په خپلو کې سوخرامیزه موسکا یو بل ته ډالۍ کړه، او له سترګو کې به يي شیطاني ځلا ولټیده. بیا به په یوه ستره چوپتیا کې په کاربوخت شول. زه په هیښتیا اوغم کې ددوې په ننداره وم. په دغه وخت کې مې یوځلې پام شو. چې بو‌ډا باغوان له دروازې څخه کورته دننه شوو. لکه دلیونو په څیر و. حواس يي بایللي وو. شاخوا ته يي وارخطا ، وارخطا کتل. دباغچې په میدان يي سترګې ښخې کړي. چې په کې غوڅ شوي سپیداران کوټ، کوټ پراته وو. بیا يي په کار اخته تبروالو او د هغوئ د تبرونو تیرو څوکو ته  وکتل. هر ځلې چې به د تبر تیره څوکه  د سپیدار په تنه لګیده نو بوډا به خپلې سترګې پټي کړي بیا يي خپلې شونډې وچیچلي. ما چې د بوډا بڼوال حال ولید. نو هغه مې له ځانه سره کوټي ته بوت، بوډا غلي کیناست او څه يي ونه ویل: چای مې ورته راوړ. خویو غړپ يي هم سور نکړ، د حال پوښتنه مې وکړه، خو ځواب يي رانکړ. بس په یوه څنډه کې يي سترګې ښخې کړي وی. اوپه سوچونو کې ډوب و.نه پوهیږم څومره وخت تیرشو، چې ناڅاپه بوډا په خبرو شو. پرې، پرې خبرې يې کولي.داسې لکه چې دخبرو کولو وس يي هم نه درلود. ما غوږونه ورته بوڅ  کړل. ورنږدې شوم. څو که يي خبرې واروم. هغه وویل:

ـ ښا ښا نو پلار دې اخر خپل کار وکړ. هغه مې اولادونه له ما واخیستل. هغه زما ښکلي سپیدران له منځه یوړل. هغه زما(سرجنګ) زما چمن او زما شینکی او نوجنګ برباد کړل… آه…. بیا يي په زوره چیغه کړه. او لکه د ماشوم په څیر ېې رینګټ واخیست. وروسته له هغه چې ډیر يي وژل بیا غلی شو. او له خپله ځایه پورته شو. بوډا د تلو اراده وکړه. زه هم ورسره راووتم. همدا چې له کوره راوواتو. دواړو په لاره روان شوو. دواړه کرار او پټه خوله روان وو. له څه لارې تللو وروسته بوډا بڼوال بیا په خبرو سر شو.
ـ زویکه پوهیږي، سپیداران لکه خپل زامن داسې را باندې ګران وو… کټ مټ لکه زامن … ما دا سپیداران هغه وخت چې لا ستا نیکه ژوندی و. کرلي وو. نیکه دې ښه سړی و. هغه په دې سربیره چې له انسانانو سره يي مینه کوله، له ونو او نیالګیو سره يي هم جوړه وه. هغه به ما ته هر وخت ویل: چې سپیدارانو ته پام کوه… زه به يي هڅولم. هغه به په خپله هم ددې سپیدارانو په پالنه کې له ماسره مرسته کوله. هغه په وارو، وارو ماته ویلي و، یو څوک باید له ځانه یو څه پریږدي. زه هغه وخت ځوان وم په دې خبرو نه پوهیدم…. خو اوس پوهیږم چې هغه ولي دا خبرې کولي… هو زویکه… نیکه به دې ویل چې وني هم لکه انسانان داسې ژوند کوي. حواس لري په بدۍ او ښیګڼه پوهیږي. هغوئ ورځي، شپې، او موسمونه پیژني… هر م… وني، وني په هرڅه پوهیږي. نیکه دې ویل: تر هغوو چې دا سپیدران ساه کاږي زه او ته به هم ساه کاږو. کله چې په پسرلي کې دا سپیداران شنه شي زه او ته به هم تازه شوو. زه هغه مهال په دې خبرو نه پوهیدم، خو اوس پوهیږم. هغه حق درلود چې داسې فکر وکړي.بوډا بڼوال له یوې شیبې چوپیتا وروسته وویل:

ـ نیکه دې د ژوند تر وروستیو شیبو پورې د سپیدارانو په اړه فکر کاوه. ان هغه وخت چې سترګې يې د ابد له پاره پټیدې، وروستي څه چې يي سترګو ته نیغ ولاړ و. د سپیدارانو دشنو پاڼو رڼا وه.چې د مازیګرۍ لمرینو وړانګو ته  په ځلیدو وې. هغه په کراره مړ شو. ځکه په هغه ژیړ غاړې مازیګر کې چې ده ساه ورکوله. سپیدارانو ورته دوعاوې کولي. خو هی هی ، ارمان،ارمان… چې زه په خپلو سترګو د سپیدارانو مړینه او مرګ وینم. کاشکې زه هم څو ورځی وړاندې مړ شوی وای. او سپیدارانو زما د مرګ ننداره کړي وای… خو ارمان، ارمان چې ما ددوئ مرګ په خپلو سترګو ولید. کاشکې زه په دواړو سترګو ړوند وای. او هیڅ څه مې نه لیدلای… بوډا بڼوال ساړه واوسیلل او له سترګو يي اوښکې په توییدو شوې. بوډا نورې خبرې ونکړي. لکه خپلې ټولې خبرې يي چې کړي وي. په کراره، کراره روان وو. او ولاړ. زه هم ترې راوګرځيم او کورته روان شوم. لا ډیره لار نه وم تللي چې د شا له خوا مې غږونه واوریدل.. بوډا و. چې زما په لوري را روان و. زه ودریدم  دی هم را وسیده. شاوخوا ته يي وکتل. له لیدو يي ویره خوره وه. ډاریده هسي نه چې څوک يي خبرې وانه وري. تر شونډو لاندې يي یو څه ویل: چې ما نه اوریدل. ما خپل غوږ دده خولې ته نژدې کړ. څو خبرې يې واورم. ورو يې وویل:
ـ زویکه! ماته غوږ شه… ښايي زه به ډیر ژوند ونه لرم… خو… ته …

په دې وخت کې سخت ټوخي واخیست. اوخبرې يي پرې شوي.
ورته مې وویل:
ـ زه درته غوږ، غوږ یم… هرڅه چې ووايي زه يي منم.هغه په ټیټ غږ وویل:

ـ اوس چې يې سپیداران ووهل او چپه يي کړل. پام کوه چې ریښي يي څوک و نه باسي. ځکه هغه بیا هم راشني کیږي… پوه شوي…آ… او بیا يي خپله خبره تکرار کړه. ریښي يي بیا شنې کیږي… سپیداران مې یادوم… شینکی، چمن، سرجنګ یادوم. نوجنګ یادوم… پوه شوي؟ وروسته له هغه چې زما خبرو ته غوږ شي. په بیړه روان شو. او ولاړ. په هغه سبا د بوډا بڼوال د مرګ خبر را ورسیده. کله چې زما پلار واوریدل، بوډا بڼوال مړ شوی دی. بس هرهرهرهههههه يي وخندل او نور څه يي ونه ویل:
*******

اوس له هغې ورځي اوږده موده تیره شوي ده. د سپیدارانو تنکۍ لښتې لوړ او دنګ، دنګ سپیداران شوي دي. هغوو چې د خپلو نیکونو له ریښو يي سرونه راپورته کړل. اوس يي ټوله باغچه نیولي. اوس بوډا بڼوال هم اوس نشته.، چې خپل لمسیان يي لیدلي وای، خپل غښتلي او پیاوړي لمسیان يي. پلار مې هم اوس نشته، چې په خپلو سترګو يي لیدلي وای چې د سپیدارانو په غوڅیدو يي کوم کار ونشو. اوس یوازې زه یم چې د بوډا بڼوال ځای مي نیولي او له سپیدارانو سره بوخت یم.او زما ژوند لکه چې د سپیدارانو تکرار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب