جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهط چارواکو ملکان او ملايان د بشري مرستو په ضایع کولو تورن...

ط چارواکو ملکان او ملايان د بشري مرستو په ضایع کولو تورن کړل

تاند: ( سې شنبه، د کب ۲۳ مه) ‏د کابل لپاره د طالبانو والي شېخ محمد قاسم خالد د دغه ولایت ملکان او د جوماتونو ملا امامان له بېوزلو سره د بشري مرستو په حیف و میل تورن کړل.

نوموړي د بګرامیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او ملایانو سره په یوه غونډه کې وویل:(( بشري مرستې روانې دي، خو فقر کمیږي نه، لا زیاتیږي. ستونزه په ملکانو او ملا امامانو کې ده، دوی شفافیت نه مراعتوي، که یې مراعت کړي، زه اطمینان درکوم، چې یو کال وروسته به بګرامیو کې مسکین پيدا نه شي.))

د بګرامیو ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي محمد ګل په دغه غونډه کې د دې ولسوالۍ فقر ځپلو ته د بشري مرستو په نه رسیدو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دغې ولسوالۍ ته یو ځل نړیوالې بشري مرستې رسیدلې دي.

د هغه د غوښتنې او شکایت په ځواب کې د طالبانو والي پر ملکانو او ملا امامانو د مرستو د حیف و میل تور پورې کړ، خو په دې اړه یې کومه بېلګه او پر وړاندې د خپل رژیم د عملي ګام یادونه ونه کړه.

د بګرامیو ولسوالي د کابل ولایت په زړه کې موقعیت لري، چې د ځينو شمېرو له مخې شاوخوا ۶۰۰ زره تنه پکې ژوند کوي.

نور خلک هم د بشري مرستو په حیف و میل کې د ځايي مخورو له لاس لرلو شکایت کوي، خو خپله طالب چارواکي هم په دې کار کې په لاس لرلو تورنوي.

4 COMMENTS

  1. دې یو مملک سرنوشت چی دې چړې اوملا په لاس کی ولوید نور باید دې هغه ملک ګلم ټول کړ شې ملا دوس تمام ورځ په لمر کې پروت وې او چړې دې خلکو در وازی دی خیرات لپاره ټکوې دا ټول لکه دې قصابی ځناور دې خلکو دروازو ته ګورې نو ملک به ځنګه اباد شې

  2. شاید ملکان شکیل وی خو ملا امامان به دیر کم شکیل وی تر کومه حده چی د موسیساتو د کار کوونکو خخه معلومات لرم طالب چارواکی لکه والی د استخباراتو ریس، د اقتصاد ریس او …. مستقیما موسیساتو ته وایی چی دا ۲۰ نفره زما مقرر کره دا ۳۰ نفره زما مقرر کره او …
    او هم ویل کیزی چی طالب چارواکی خورد و برد خپل منزو کی کوی. دا می هم اوریدلی دی چی د دوی افراد هم مسکینان دی نو زکه زانونه په حق بولی

  3. دغه مرستی کافی ندی ، یو ولسوالی چه۵۰۰۰۰ کوره ولری ورته ۸۰۰۰ بستی ورکولو لیږی ، نو دا نور بیا څه وکړی ، بل داچه هر بسته ۴۳۰۰ افغانی ده نو ایا د یو فامیل دا بس کیږی چه فقر بری ورک شی ، د یو فامیل کم له کمه د میاشتی ۳۰۰۰۰ افغانی اولیه ضرورتو لياره پکار دی ، هسی موسسات او چارواکی ټول غولونکو خبرو کی لګیا دی

  4. شاید ملکان شکیل وی خو ملا امامان به دیر کم شکیل وی تر کومه حده چی د موسیساتو د کار کوونکو خخه معلومات لرم طالب چارواکی لکه والی د استخباراتو ریس، د اقتصاد ریس او …. مستقیما موسیساتو ته وایی چی دا ۲۰ نفره زما مقرر کره دا ۳۰ نفره زما مقرر کره او …
    او هم ویل کیزی چی طالب چارواکی خورد و برد خپل منزو کی کوی. دا می هم اوریدلی دی چی د دوی افراد هم مسکینان دی نو زکه زانونه په حق بولی او مرستی هغوی ته ویشی ولی یو تعداد یی شه زانونه وپرسول ا سختی بدی خیتی یی ایله کریدی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب