(اتمه برخه)
محمدبن عبدالوهاب او سعودیان:
د ابن عبدالوهاب کارونه تر یو څه وخت پوري، د ده له غوښتني سره سم، پر مخ روان ول او د عینیه د حکمران عثمان بن احمد بشپړ ملاتړ ورسره وو. د محمدبن عبدالوهاب د وروستیو اقداماتو څخه شکایتونه د احساء او قطیف د حکمران سلیمان بن محمد بن عزیز حمیدی تر غوږه ورسېدل. د احساء حکمران، چي په شاوخوا کي یې تر نورو قبیلوي مشرانو او حکمرانانو ډېر زیات قوت درلود، د عینیه حکمران عثمان ته اطلاع ورکړه چي یا به محمدبن عبدالوهاب وژني او یا به یې له خپلي سیمي څخه شړي او که نه وي نو د هغه د ټولو مځکو مالیات به ورباندي بند او ورڅخه واخلي. د عینیه حکمران څو ورځي ځنډ وکړ مګر کله چي دوهم خبرداری ورته ورسېدی نو له ابن عبدالوهاب څخه یې وغوښتل چي د احساء له حکمران له د مقابلې توان نه لري او نور د ده ساتنه نه سي کولای. ابن عبدالوهاب ورڅخه وغوښتل چي د خپلو مالونو د اخیستلو اجازه ورکړي او څو تنه سپاره د لاري د امنیت په خاطر ورسره کړي. عثمان هم ورسره ومنله او ابن عبدالوهاب د هغه له قلمرو څخه درعیه ته ولاړ.
د درعیه د حکمران محمدبن سعود، چي د عُنیزه په نوم لويی او غښتلي قبیلې سره یې تعلق درلود، د کورنۍ له غړو سره یې تماسونه ټینګ کړل او ویل کیږي چي د محمدبن سعود د مېرمني له لاري یې هغه ته د ملګرتوب بلنه ورکړه. د درعیه حکمران هم د د ه دعوت قبول کړ او له لومړۍ ورځي یې ژمنه سره وکړه چي سیاست او قدرت به د ابن سعود په کورنۍ کي میراثي وي او مذهبي چاري به د ابن عبدالوهاب کورنۍ ته سپارلي کیږي. دا ژمنه تر نن ورځي پوري عملي سوې ده. محمدبن عبدالوهاب په تقریباً یوه کال کي د درعیه د ټولو خلکو ملاتړ تر لاسه کړ. هلته یې یو جومات جوړ کړ او خلکو ته یې وویل چي که څوک د جماعت لمانځه ته حاضر نه سي هغه ته به سزا ورکړه سي.
محمدبن عبدالوهاب د محمدبن سعود په مرسته د احساء له حکمران سره څو جنګونه وکړل او بالاخره یې د نجد زیادتره سیمه ونیوله او آل سعود ته یې تسلیم کړه.
دا نوې فرقه ډېر ژر د ریاض له شیخ دهم بن دواس سره مخامخ سوه، چي د ۲۸ کالو راهیسي یې پر هغه سیمه باندي حکومت کړی وو. ابن سعود او د هغه زوی، چي په وروسته کی یې ډېر بریالي پوځي عملیات وکړل، په پرله پسې حملو کي، چی ځیني یې بریالۍ او ځیني یې ناکامي وې، بالاخره ریاض ونیوی.
ابن سعود په ۱۷۶۵ کال کي وفات سو او پرځای باندي یې عبدالعزیز بن سعود وټاکل سو. محمدبن عبدالوهاب بیا هم د وهابیانو د قلمرو د شیخ په حیث پاته سو. عبدالعزیز ډېر ژر مکې ته یو هیات واستاوه او د مکې له شریف السرور سره یې مذاکرات پیل کړ. د مکې شریف په لومړي سر کي له هیات سره ښه سلوک وکړ؛ او خپلو علماوو ته یې وظیفه ورکړه چي د محمدبن عبدالوهاب دعوت له حنبلي مذهب سره مقایسه کړي. خو په وروسته کي د شریف او د عبدالعزیز تر منځ، چي حتماً یې باید سیاسي ریښه درلودلې وي؛ او شریف پر خپل قدرت بېرېدلی وي، اختلافات راغلل چي په وروسته کي همدغو اختلافاتو د غربیانو په تېره بیا انګرېزانو د مداخلو او جاسوسیو لپاره لاره هواره کړه.
ضمناً محمدبن عبدالوهاب په ۱۷۷۳ کي له کاره ګوښه سو او د هغه څلورو زامنو، حسین، عبدالله، علی او ابراهیم، چي ټولو د خپل پلار په څېر ځانونه رسولي ول، د مذهبي چارو رهبري پر غاړه واخیسته. محمد بن عبدالوهاب تقریباً شل کاله وروسته په ۱۷۹۲کال کي د ۸۹ کالو په عمر وفات سو.
په هغه وخت کي د عربو سیمي او هیوادونه له مصر څخه تر بغداد پوري ټول د عثماني ترکیې تر کنټرول لاندي وه. د بغداد پاشا عثماني ترکیې ته خبر ورکړ چي وهابیانو ټولي سیمی ته خطر متوجه کړی او هیڅ سیمه په امان کي نه ده. عثماني ترکیې هغه ته هدایت وکړ چي له وهابیانو سره مخامخ جګړه وکړي. د بغداد پاشا په خپل ټول قوت له وهابیانو سر ه جنګ ته حاضر سو مګر چنداني سوبه یې ونه کړه او له وهابیانو سره د تړون لاسلیک کولو ته مجبور سو.
د مکې نوي شریف غالب هم د لویدیخ له لوري حملې پیل کړې مګر سوبه یې ونه کړه. مخکي مو وویل چي وهابیانو په ۱۸۰۲ کال کي پر کربلا باندي حمله وکړه او په دې توګه هغه تړون مات او بې نتیجې سو چي مخکي د عراق له پاشا سره لاسلیک سوی وو.
د عبدالعزیزو قواوو په ۱۸۰۳ کال کي پر مکه باندي حمله وکړه او شریف غالب یې تېښتي ته مجبور کړ. وهابیانو د مکې په ښار کي ټول هغه زیارتونه او هغه شیان چي د دوی په عقیده د شرک نښي وې وران کړل او هغه کسان یې اعدام کړل چي د دوی په عقیده یې د غیر اسلامي شیانو پالنه کوله. د همدغه کال د نومبر په میاشت کي عبدالعزیز د یوه شیعه له لوري، چي ویل یې د وهابي عقایدو پیروي کوي، ووژل سو. د ده پر ځای باندي یې زوی سعود قدرت ته ورسېدی. سعود تر ۱۸۰۶ کال پوري مکه، مدینه او جِده ټول یو په بل پسې ونیول. د وهابیانو وروستي پوځي عملیات ټول بریالي ول او د عثماني دولت سره یې اندېښنه پیدا کړه. عثماني دولت د مصر والي محمدعلي پاشاته اجازه ورکړه چي د دې ستونزي چاره وکړي. محمدعلي پخپله د قواوو رهبري پرغاړه واخیسته او په ۱۸۱۳ کال کي یې پر وهابي قواوو باندي حمله وکړه مګر د عبدالعزیز په مقابل کي یې ماته وکړه او دا لښکرکښي ګواکي بې نتیجې ختمه سوه. د ۱۸۲۴ کال د مې په میاشت کي عبدالعزیز بن سعود یو ناڅاپه وفات سو او دا ځکه د وهابي حکومت لپاره یوه مهلکه ضربه وه چي د هغه زوی او ولیعهد عبدالله د خپل پلار په څېر نه غښتلی جنرال او نه ښه سیاستمدار وو.
محمدعلي دا ځل په ۱۸۱۶ کي پر وهابي قواوو باندي بله حمله وکړه او په ۱۸۱۸ کال کي یې قواوي د وهابي حکومت مرکز درعیه ته ورسېدلې او د هماغه کال په سپتمبر کي یې درعیه ونیوله. عبدالله بن عبدالعزیز تسلیم سو. د محمدعلي پاشا جنرال ابراهیم پاشا هغه استانبول ته واستاوه او عثماني حکومت اعدام کړ. په دې توګه، د یو څه وخت لپاره، حکومت د آل سعود د کورنۍ له لاسه ووت.
د ۱۸۱۶ څخه تر۱۹۰۱ پوري د حجاز قدرت د رشید د کورنۍ په لاس کي وو او د سعود کورنۍ د کویټ شیخ ته پناه وړې وه. په دغه کال عبدالعزیز بن عبدالرحمن بن سعود، د ډیرو لږو قواوو سره، پر ریاض باندي یوه ناڅاپي حمله وکړه او ښار یې ونیوی. تر ۱۹۲۱ پوري یې د رشید د کورنۍ ټول مستملکات ونیول او د ۱۹۲۱ کال د نومبر په میاشت کي یې د رشید د کورنۍ مرکز الحایل ښار ونیوی او د رشید د کورنۍ حاکمیت ته یې رسماً خاتمه ورکړه. په ۱۹۲۴ کي یې مکه ونیوله. د ډسمبر په میاشت کي یې مدینه ونیوله او په ۱۹۲۵ کي یې جده واخیسته. په دې توګه د سعود کورنۍ تر ۱۹۲۵ کال پوري ټول حجاز تر کنټرول لاندي کړ. Shorter Encyclopedia of Islam, Wahabia
له وروستیو پیښو څخه مخکي حوادث:
له وروستیو حوادثو څخه مخکي، په عربی نړۍ او نړی واله سطح یو لړ جدی تحولات راغلي وه چي باید یو ځغلند نظر ورته وکړو. د دغو پرله پسې تحولاتو او په لومړی نړی واله جګړه کي د عثماني امپراطوری د قطعي ماتي په نتیجه کي عثمانی حکومت دونه کمزوری سو چي د متحدینو هر ډول شرایطو منلو ته یې غاړه ایښودله. د جنګ له پیل کېدلو څخه مخکي هم، د عثماني سلطنت پخوانی زور پاته سوی نه وو او د ۱۹۰۸ کال د جولای پر دریمه د ځوانو ترکانو انقلاب د هغه هیواد امپراطور سلطان عبدالحمید مجبور کړی وو چي اساسي قانون ومني او پارلمان را وبولي. په ترکیه کي دا وروستي انقلاب په عربي هیوادونو کي، چي له څو سوو کلونو راهیسی د ترکیې تر لاس لاندي ول، د ملي شعور د ویښېدلو سبب سو.
په ۱۹۱۳ کال کي د عربي سیمو منورینو او سیاستمدارانوپه پاریس کي د عربو د لومړني کانګریس په نامه یوه غونډه وکړه او یوه سلسله غوښتني یې مطرح کړې. د خپلو سیمو لپاره یې، د عثماني امپراطوری په دننه کي، زیاته خودمختاري وغوښته او په خپلو هیوادونو کي یې د عربي ژبي تدریس او تعلیم او تربیې غوښتنه وکړه. دغه راز یې وغوښتل چي عربان عسکر باید د سولي په وختونو کي په عربي هیوادونو کي خپل عکسري خدمت وکړي او یوازي د جنګونو په وخت کي بهر ته ولېږل سي. او د عثماني امپراطوری په کابینه کي لږترلږه درې تنه عرب وزیران شامل وي.
لږ وروسته لومړی نړۍ وال جنګ پیل سو او عثماني ترکیې د جرمني په ګټه په جنګ کی برخه واخیستله. هغو عربانو چي له ډیري مودې یې د ترکیې تر استبداد لاندي ژوند کړی وو د یوه لوی تحول راوستلو لپاره زمینه برابره ولیده او د یوه پاڅون لپاره یې تیاری پیل کړ. د مکې د شریف، حسین بن علي مشر زوی عبدالله په مصر کي د برټانیې د جنرال کونسل هربرټ کیچنر Herbert Kitchenerسره اړیکي ټینګ کړل.
د مکې د شریف مقام، چي د یوه عمومي ناظم حیثیت یې درلود، د عباسیانو د خلافت له اوږدې دورې څخه بیا د مصر د ایوبیانو او مملوکو سلطانانو څخه نیولې تر عثماني امپراطوری پوري، د حسین بن علي په کورنۍ کي میراثي وو. حسین بن علي په ۳۷ مه سلسله ځان پیغمبرص ته رسوي. کیچنر عبدالله ته لیکلي وه چي که حجاز په دغه جنګ کي د برټانیې ملاتړ وکړي نو برټانیه به د حجاز خپلواکي تضمین کړي او د ټولو خارجي قوتونو، په تېره بیا ترکیې، په مقابل کي به یې دفاع وکړي. حسین وویل چي حجاز سمدستي خپل اړیکي له عثماني دولت سره نه سي شلولای.
یو کال وروسته، د ۱۹۱۵ کال د جولای څخه د ۱۹۱۶ کال تر مارچ پوري، د یوه کال په موده کي د حسین او په مصر کي د برټانیې د عالي کمیشنر Sir Henry McMahon مک موهن ترمنځ لس مکتوبونه، یعني له هري خوا پنځه مکتوبونه سره تبادله سول. حسین د ۱۹۱۶ کال د فبروري په میاشت کي له مک مهون څخه وغوښتل چي برټانیه دي حجاز ته ۵۰۰۰ زره پونده، وسلې، مهمات او خوراکي مواد برابر کړي. حسین ادعا کړې وه چي په لږ وخت کي به ۱۰۰ زره تنه لښکر برابر کړي. مک مهون د ده ټولي غوښتني ورسره ومنلې.
حسین ۵۰ زره لښکردرلود خو تر ۱۰ زره لږ توپکونه ورسره وه. د ۱۹۱۶ کال د جون پر پنځمه د حسین دوو زامنو علي او فیصل پاڅون پیل کړ او په مدینه کي یې د عثماني ترکیې پر عسکري قشلې باندي حمله وکړه. حسین خپلو عسکرو ته امر وکړ چي په مکه کي هم د عثمانیانو پر قشلې باندي یرغل وکړي. څرنګه چي عثمانیانو د حجاز د عسکرو په مقابل کي له توپخانې څخه کار واخیست نو د مکې ښار او پخپله د کعبې حرم ته یې تاوانونه واړول او د حجاز لپاره یې د عثمانیانو پر ضد، چي په جنګ کي یې د مقدس حریم بې احترامي کړې او اور یې ورباندي بل کړی وو، د تبلیغ زمینه برابره کړه. برټانیې په دغه وخت کي د خپلو جاسوسانو یوه لویه ډله، چي په هغوی کي لارنس Thomas Edward Lawrence لارنس هم، د یوه ځوان افسر، په حیث شامل وو، حجاز ته واستوله. لارنس په تقریباً ټولو مهمو جنګونو کي مستقیمه برخه واخیستله او په ډیرو جنګونو کي یې بری په برخه سو. له همدغو جنګونو څخه د لارنس شهرت پیل کیږي او په ډېره ځواني کي یې دبرتانیې د حکومت له لوري القاب، مډالونه او عسکري ترفیعات ترلاسه کړل او تر اوسه د عربو په لارنس مشهور دی. لارنس نه یوازي یو تکړه او مسلکي جاسوس وو بلکه یو زړه ور عسکر او ضمناً یو تکړه او سترګه ور لیکوال وو. لارنس د عربو په سیمه کي د خپل ماموریت او پخپله د عربو په باره کي ډیري لیکني وکړې. د لارنس له یوه یادداشت څخه د اسلامي نړۍ په باره کي د ده او د لوېدیځي نړۍ نظر ښه څرګندیږي.
« که د ترکیې سلطان له منځه ولاړ سی، نو بیا به خلافت، د مسلمانانو په عمومي خوښي او توافق د پیغمبر په کورنۍ کي پاته سي، چي استازی یې د مکې شریف، حسین دی. د حسین فعالیتونه زموږ لپاره ځکه ګتور دي چی زموږ له اهدافو سره، چي مطلب مو د اسلامي بلاک ټوټه پارچه کول دي او د عثماني امپراطوری ماتول دي، سم روان دي. او هغه دولت چي حسین به یې وروسته جوړکړي زموږ لپاره دونه بې ضرره وي لکه اوس چي ترکیه ده. که د عربو هیوادونه زموږ له پلان سره سم وچلیږي نو دوی به داسي سیاسي ترکیب جوړ کړي چي او له داسي دولتونو څخه به جوړ وي چي تل به له یوه بل سره په جګړه لګیا وي او هیڅ ډول به په یوه اتفاق نه سي او البته بیا به هم د خارجي قوې په مقابل کي یوځای کېدلو ته تیار وي » Dreyfuss, Devil’s Game P 41
په همدغه وخت کي د نجد حکمران عبدالعزیز بن سعود هم د عثماني ترکیې په مقابل کي، چي له لویه سره یې دښمني ورسره وه، پاڅون پیل کړ. البته ابن سعود هم د نجد څخه د دفاع او هم یې د حجاز د نیولو او د سعودي عربستان د متحد کولو خیال درلود او کله کله به یې پر حجاز باندي حملې هم کولې. برټانیې په دغه وخت کي له حجاز او نجد دواړو سره ځکه مرستي کولې چي دواړه د عثماني ترکیې پر ضد جنګېدل. دې کار نه یوازي ډیره لویه نظامي ګټه درلوده بلکه د سیاسي او مذهبي تبلیغ لپاره هم ګټه ورڅخه اخیستل کېدله. عثماني ترکانو د برټانیې او د متحدینو په مقابل کي جهاد اعلان کړی او حتی په هند کي یې د برټانیې پر ضد مسلمانان پارولي ول. مګر برټانیې د عربو د پاڅون په وسیله نړۍ ته ښودله چي عربان د دوی پرخوا دي او دا جنګ په هیڅ توګه د جهاد مفهوم نه لري.
د جنګ په جریان کي، د ۱۹۱۵ کال د نومبر څخه د ۱۹۱۶ کال د مې تر میاشتي پوري، د څلورو هیوادونو برتانیې، فرانسې، روسیې او ایټالیې خارجه وزیرانو پټي غونډي وکړې څو د جنګ له ختمېدلو او د عثماني ترکیې تر ماتېدلو وروسته دا امپراطوري سره ووېشي. دا موافقتنامه د برټانیې د خارجه وزیر سایکس او د فرانسې د خارجه وزیر پیکوټ په نوم یا د سایسکس پيکوټ تړون وبلل سو. څرنګه چي د برټانیې قوت تر نورو زیات وو نو لویه برخه هغه هیواد ته ورسېده:
۱: له بغداد څخه، د کویټ په شمول، د فارس د خلیج تر ساحل پوري سیمه به د برټانیې تر مستقیم کنترول لاندي وي.
۲: اوسنی شمالي عراق، اوردون، د نیګیو صحرا تر سینا پوري به د برټانیې د نفوذ سیمه وي.
۳: هغه ساحلي سیمه چي له جنوبي لبنان څخه د شمال پلو ته د میرسین، اسکندرون او ادانه پوري غځېدلې ده او مستقیماً اناتولیه ته رسیږي. دا به د فرانسې تر مستقیم کنټرول لاندي وي.
۴: څلورمه برخه، چي د سوریې صحرا په بر کي نیسي، د فرانسې د نفوذ سیمه وي.
۵: پنځمه برخه، چي په هغه کي د عثماني امپراطوری بیت المقدس او سنجک شامل دي، چي د تاریخي فلسطین شمالي برخه وه. دا به د خپل مذهبي اهمیت له مخي بین المللي سیمه وي. خو برټانیې ته به د اکرا او حیفا کنټرول ورکول کیږي.
په موافقتنامه کي د روسیې په برخه کي راغلي وه چي د روسیې تزار به پخپله په استنابول کي برخه ولري. د باسفورس د آبنا په ګاونډ کي به مځکي ونیسي او د اناتولیې په ختیځ کي به د روسیې له سرحد سره څلور ولایتونه واخلي. یونان ته د ترکیې د غربي سواحلو کنټرول ورکړه سوی وو. او ایټالیې ته د ترکیې د جنوب لوېدیځ سیمي کنټرول وررسېدلی وو.
کله چي د روسیې د تزار دوهم نیکولاس حکومت، د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر د انقلاب په نتیجه کي، نسکور سو نو بلشویکانو د دغي موافقتنامې نقل په ارشیف کي پیدا کړ. د لینین ملګري لیون تروټسکي د موافقې متن د روسیې د ایزویستیا په ورځپاڼه کي خپور کړ او دایې وښودله چي لویو قدرتونو څرنګه، د جنګ په نتیجه کي، ترکیه سره وېشلې وه.
لینین د سایکس پیکوټ تړون د استعماري غلو موافقه وبلله. د دې موافقې خپرېدلو د برټانیې او فرانسې سیاسي حیثیت ته سخته صدمه ورسوله.
د جنګ له ختمېدلو سره له حسین سره د برټانیې علاقه هم ځکه مخ پر کمېدلو سوه چي حسین د سایکس پیکوټ تړون ونه مانه او له انګرېزانو سره یې د هغوی پخوانۍ وعدې یادي کړې. څرنګه چي برټانیې له مخکي څخه هم د نجد له حکمران عبدالعزیز بن سعود سره اقتصادي او پوځي مرستي جاري ساتلي وې او ابن سعود د برټانیې له پالیسیو سره چنداني مخالفت نه وو ښودلی نو خپله توجه یې د هغه خواته واړوله. د مکې شریف، حسین ته یې چي یې په کال کي دوه میلیونه سترلینګ پونډه سبسیدي ورکوله په څو میاشتو کي یې ۳۰ زره ته ورسوله او بالاخره یې ورباندي بنده کړه. بده خو لا دا چي د برټانیې عالي کمیشنر حسین ته پېشهاد وکړ چي که د فلسطین په خاوره کي د اسراییلو د دولت جوړېدل ورسره ومني نو په عوض کي به ۵۰ زره سترلینګه پونډه ورکړي. حسین دا پېشنهاد خپل ځانته سپکاوی وباله او ورته ویې لیکل چي زه به څرنګه د فلسطین په خاوره کي د صهیونیستانو دولت د پیسو په بدل کي منم.
برتانیې هم خپلي ټولي مرستي ورباندي بندي کړې او د مکې حکمران یې پر سپین میدان پرېښود. عبدالعزیز بن سعود په لږ وخت کي د حجاز ټولي سیمي لاندي کړې او په ۱۹۲۴ کي یې مکه او په ۱۹۲۵ کي یې مدینه ونیوله. انګرېزانو عراق د حسین مشر زوی فیصل ته ورکړ. اوردون یې د هغه بل زوی عبدالله ته ورکړ او پخپله حسین یې مالټا ته تبعید کړ.
لارنس، چي ټول عمر به د حسین له زوی فیصل سره، لکه سیوری ملګری وو، یو وخت فیصل ته ویلي وه چي ټوله تکیه پر خپل قوت او اراده وکړي او، د خپل پلار په څېر، زموږ په وعدو ونه غولیږي. ما د خپل حکومت د پالیسی په خلاف، هغه ته د سایکس پیکوټ د تړون په باره کي معلومات ورکړي وه او هغه ته مي ویلي وه چي که عربان زما له نقشې سره سم عمل وکړي د هغوی په برخه کي به هیڅ ډول یو طرفه فیصله ونه سي. Lawrence, Seven Pillars of Wisdom, P 355
انګلیسیانو، چي د عربستان په خاوره کي یې دواړو رقیبو قدرتونو ته خپل مهم جواسیس لېږلي ول، غوښتل دواړو خواوو ته دا وښيي چي د هغوی له نقشو سره مخالفت او د هغوی د ګټو په مقابل کي حرکت د دواړو په تاوان دی. یو وخت چي د مکې شریف حسین او د هغه زامنو فیصل او عبدالله د ترکیې قواوو ته مځکه سور اور کړې وه پر حسین باندي د نغدو او طلایی پونډونو باران جوړ کړی وو او هر راز وسلې او مهمات یې ورکول. او په مقابل کي یې عبدالعزیز بن سعود ته په هغه اندازه توجه نه کوله او حتی یو وخت یې، په دې پلمه چي د هغه پوځي عملیات د حسین په قلمرو کي د لارنس عملیاتو او نقشو ته صدمه رسوي خپلي پوځي مرستي کمي کړې او نیژدې وو چي ابن سعود د خپلو رقیبانو په مقابل کي ماته وخوري. ابن سعود فیلبي ته وویل چي انګلیسیانو په داسي وخت کي پر ده باندي پوځي او مالي مرستي بندي کړې چي دی خپل هدف ته رسېدلو ته نیژدې سوی وو. دی به اوس خپل پوځیانو او په تېره بیا اخوان ته څه جواب وايی او څرنګه به هغوی ته په خپلو هغو پخوانیو دلایلو قناعت ورکوی چي نصارا اهل کتاب دي او له دوی سره د مشرکینو په ځپلو کي مرسته کوي. Philby, P 232
ابن سعود داسي څوک نه وو چي د ګټلي جګړې میدان دي خپلو رقیبانو ته خوشي کړي او سره له هغه چي د برټانیې له خوا یې د مرستو د مطلق بندېدلو پېش بیني کوله پر خپل مټ او زور باندي تکیه وکړه او بیا یې هم له شریف حسین څخه مځکي لاندي کولې. دا هغه وخت وو چي د برټانیې او حسین تر منځ اختلافات څرګند سوي وه او برټانیې ولیدل چي ابن سعود په زور کي دی او پرله پسې له حسین څخه مځکي لاندي کوي. بیرته یې خپله توجه د ابن سعود خواته واړوله او حسین یې تسلیمېدلو ته مجبور کړ.
په سعودي عربستان کي د ابن سعود د مطلقه قدرت دوران پیل سو. تر یو څه وخته پوري د ابن عبدالوهاب د کورنۍ او د آل سعود تر منځ د پخوا په څېر اړېکو دوام درلود. ټولي هغه چاری چي له مذهب او په اجتماعي امورو کي یې له دین سره ارتباط درلود د ابن عبدالوهاب کورنۍ اداره کولې او د دولتي امورو سره یې غرض نه درلود. خو کله چي دولت ورځ په ورځ په داخل کی ريښې ټینګولې او له بهرنیو هیوادونو، په تېره بیا غربي نړۍ سره، چي د دوی د قدرت د ټینګېدلو اساسی او لوی عامل وو، روابط پراخېدل؛ او د دې ترڅنګ د سعودي عربستان عایدات ورځ په ورځ مخ پر زیاتېدلو سول په هغه اندازه د سعودي دولت د قدرت پله درنېدله او د ابن عبدالوهاب د کورنۍ، چي یوازي د مذهبي چارو اداره یې پر غاړه وه، د قدرت پله سپکېدله.
د هغه عمومي قانون په اساس چي وايي مطلقه قدرت د فساد عمده عامل دی؛ د سعودي عربستان په اداره کي هم ډېر ژر فساد پیل سو. آل سعود د سعودي عربستان له خاوري او عایداتو سره د شخصي او پلرني ملکیت په څېر سلوک پیل کړ. نه یوازي یې سلطنت او په هغه پوري مربوطي ادارې خپلي کړې بلکه وروسته یې د وزارتونو ترڅنګ نوري مهمي ادارې هم ځوانو او حتی ماشومو شهزاده ګانو ته ووېشلې ځکه چي د کورنۍ د شهزاده ګانو، چي پلرونو به یې هر یوه له څلورو او زیاتو مېرمنو څخه تر شلو زیات شهزاده ګان زېږولي ول، شمېر په لږ وخت کي تر زرو زیات سو.
شهزاده ګانو، چي د وهابیانو د لومړنیو تبلیغاتو په خلاف یې، په بهرنیو ملکونو برتانیه او امریکا کي تحصیلات کړي وه، د نویو غوښتنو سره، پر هیواد باندي هجوم راووړ. قصرونه او ویلاوي ی آبادي کړې؛ او د هغو منظمو تنخواوو او امتیازاتو ترڅنګ یې، چي له سعودي دولت څخه یې ترلاسه کول نورو عایداتي منابعو ته هم لاره پیدا کړه. نور نو وهابیان کونج ته سول او یوازي د محتسبینو وظایف او د قرآن شریف او وهابي کتابونو د چاپولو او خپرولو وظایف ورپاته سول.
د متحده ایالاتو، چي د شلمي پېړۍ له شپېتو لسیزي څخه د سعودي عربستان اصلي ملاتړی هیواد دی، د اطلاع په اساس، شهزاده ګانو د ۱۹۹۰ په لسیزه کي، د سعودي عربستان له کلنیو عایداتو په سلو کي ۵ له دربار څخه د خپلو امتیازي تنخواګانو له لاري تر لاسه کول. په سعودي عربستان کي د متحده ایالاتو سفارت رپوټ ورکړ چي پر دغه برسېره د واکمني کورنۍ مقتدرو شهزاده ګانو د تېلو د عایداتو تر ۱۰ فیصده زیات خپلو جېبونو ته اچول. شهزاده ګانو، چي د هیواد ټول حساس دولتي پوسټونه يې په کنټرول کي ول، د خارجي هیوادونو سره د راز راز قراردادونو له لاري ډېر زیات امتیازات ترلاسه کړل او تر منځ یې قصرونو جوړولو او مځکو د پراخولو رقابتونه پیل سول. لویو شهزاده ګانو شخصي مځکي غصب کړې او بیرته یې په لوړه بیه پر حکومت باندي وپلورلې او کوچنیو شهزاده ګانو خارجي کارکوونکو ته د کارونو د اجازه نامو د ورکولو له لاري خپل جېبونه ډکول.
له دې ناحیې څخه د سعودي عربستان د خلکو نا رضاییت دلته هلته څرګند سو خو د مطلقه او مستبد رژیم په مقابل کي به چا څه ویلي وای او څه به ووايي. وهابي علماوو دا ټول فساد لیدی او د خلکو شکایتونه یې تر غوږونو رسېدل مګر دوی ځکه څه نه ویل چي، د دوی په عقیده، په اسلام کي د بې اتفاقی سبب کېدی او اصلي خبره خو دا وه چي هغوی پخپله هم دولتي مقامونه د لودل او مستقیما یې د سعودي رژیم له ګټو څخه خپله برخه وړله. Commins, Islam in Saudi Arabia PP 32-33
دا هغه وهابي ملایان او علماء وه چي څه موده مخکي یې حتی د مصر او عثماني ترکیې اسلامي هیوادونه د کفارو ملکونه بلل او هغوی ته یې سفر کول ناروا بلل؛ او په موټرونو کي سپرېدل او له کفري صنایعو څخه استفاده کول یې حرام بلل. له مادي امتیازاتو سره، د عقایدو په شمول، هر څه بدلېدونکي وي.
پاته لري