پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبطنزونهد غوا لوشلو نړیواله ورځ!!! / سردار شفق

د غوا لوشلو نړیواله ورځ!!! / سردار شفق

 د ښوونځي مزه هسې هم نه وه ځکه د دري ژبې یومتل دی چهارخانه پنج مالکان هرسړی مدیر وو اوپه خپل سربه یې ډنګوله مقصد په ښوونځي کې نیم کیلو نه وو هرسړي ځان کیلو باله دسرمعلم خبره خوڅه چې دمدیر خبره هم نه اوریدل کیده سمه د نه پرسان پاچاهي وه پوښتنه موښتنه نه کیده هرسړی په خپل سر وو درسونه مو دمعمول په څېر په حمل میاشت کې پیل نشول ځکه انتخابات پکې راغلل او څو ورځې درس خو انتخاباتو په اوبو لاهوکړ له انتخاباتو وروسته هم دښوونځي مزه نه وه ځکه کله به استادان نه وو او کله به زده کونکي په کومه ورځ به چې دواړه وو هغه به دجمعې ورځ وه اخر په دېکو دېکو د ثور په میاشت کې ښوونځی لږ سره برابر شو خو بېلابېلو نړیوالو ورځو بیا د درسونو مخه ډب کړه کله به دلاس مینځلو ورځ وه کله به دجامو مینځلو ورځ وه کله به دغوا لوېشلو نړیواله ورځ وه کله به د یو ښاغلي ورځ وه اوکله به د بل ښاغلي ورځ وه او کله به داسې هم وشول چې دښوونځي په اداره کې به جنجال جوړ شو او زده کونکو به په خپله رخصتي کړه کله به چې مدیر صیب سهار دسټېج پرسر وویل چې سبا ورځ د فلاني ښاغلي ورځ ده او ښوونځی رخصت دی نو دا خبره به په هغو زده کونکو چې درس به خوند نه ورکوه اویا به د ښوونځي څخه تنګ وو داسې لګیده لکه په دې دونیا چې دجنت زیری پرې شوی وي بس په همدې ورځ به یې هم پسې رخصتي کړه کړه که چا به ترې پوښتنه وکړه چې رخصتي خو سبا ده نو تاسې اوس ولې ځۍ زده کوونکو به په تمسخر ورغبرګه کړه چې واله موږ سر له اوسه ورته اماده ګي نیسو مدیر صیب یې هم دومره غاښ نه پورته کوه ځکه مدیر د غوا ګانو کلینیک درلود او په داسې ورځو کې به د ده خوالۍ هم په غواړیو کې وه بس یوه ورځ به رحصتي وه او درې ورځې به زده کوونکو پسې رخصتي کړه اخر دغه رخصتۍ د زده کوونکو تر منځ دومره عامې شوې هغو زده کوونکو چې ښوونځي به خوند نه وررکوه دوی به په جېبونو کې کلیزې یا جنترۍ ګرځولې اخر په دې رخصتیو رخصتیو کې تر کلنیو ازموینو ور ورسیدو خو په ازموینو کې له ښوونکو سره خبرې نه کیدې په ټول کال کې یې دیرش دېرش مخه درس ویلی وو خو سوالونه یې له ټول کتاب څخه راوستلي وو او داسې ازموینې یې واخیستې چې د پوهنتون ازموینې ورته عاجزې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب