تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) د قطر د بهرنیو چارو سلاکار وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي په نیویارک کې د اسلامي همکاریو سازمان د «افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې» په غونډه کې د ډیپلوماتیکو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی، څو له افغانستان سره همکاري پراخه او د دغه هېواد د خلکو ملاتړ وشي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، الخلیفي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې ناستې په څنډه کې ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه باید لا ډېرې همغږۍ ته مخه کړي، رښتینې خبرې اترې وهڅوي او د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې، قطر د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې چمتو دی چې له نورو غړو هېوادونو سره د افغانستان د وضعیت د څارنې، د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو او د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل د هڅولو لپاره همکاري وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو سلاکار وزیر د افغانستان په اړه د «دوحې بهیر» پر دوام هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه بهیر باید سره روان وساتل شي او افغانستان باید د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې پاتې شي.
الخلیفي ویلي، قطر په ۲۰۱۳ کال کې د دوحې د سولې بهیر له پیلېدو راهیسې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر بنسټ د سولهییزو حللارو ملاتړ کړی او د افغانستان د بېلابېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو د څو پړاوونو کوربه پاتې شوی دی.
نوموړي د دوحې بهیر د کاري ډلو هغو غونډو ته هم اشاره کړې چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور په اړه د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ نېټه ترسره شوې وې. هغه ویلي، قطر د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې جوړېدو ته هم سترګې په لار دی.
الخلیفي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، دوحه د ډیپلوماتیکو هڅو ترڅنګ په افغانستان کې خپل بشري او پراختیايي حضور هم ساتلی او د قطر د پراختیايي صندوق، د قطر خیریه بنسټ، د «ښوونه له هر څه پورته» بنسټ او د قطر سرې میاشتې له لارې یې په افغانستان کې بېلابېلې پروژې عملي کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ښځو، نجونو او ځوانانو زدهکړې او هغوی ته د کار د زمینې برابرول د دغو پروګرامونو له لومړیتوبونو څخه دي او دوحه دا کار د افغانستان پر راتلونکې پانګونه بولي.
الخلیفي په پای کې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول په اوسنیو سختو شرایطو کې، د قطر پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی دی.
غونډې ته د پاکستان استازي څه وویل؟
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په نیویارک کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په غونډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید عملي او د تایید وړ ګامونه واخیستل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې ناستې په څنډه کې دې غونډه ته په وینا کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه د خیبر پښتونخوا په کواټ کې وروستي ترهګریز برید ته په اشارې دا پېښه «له سیمې د راټوکېدلي ترهګرۍ» د ګواښ یوه نښه وبلله.