څېړندوی عاشق الله اخلاص يار
لنډيز
پانګونه د اقتصادي ودې، تولیدي ظرفیت د پراختیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له مهمو محرکونو څخه ده. د پانګونې له زیاتېدو سره نوې فابریکې، شرکتونه، کرنیزې او صنعتي پروژې، خدماتي بنسټونه او زیربناوې رامنځته کېږي چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار تقاضا زیاتوي. پانګونه یوازې په مستقیمه توګه د کار زمینه نه برابروي، بلکې د خامو موادو، ترانسپورټ، سوداګرۍ، بازار موندنې او نورو خدماتو له لارې غیرمستقیمې دندې هم رامنځته کوي. په افغانستان کې د اوږدمهالو جګړو، د تولیدي بنسټونو د کمزورۍ او د پراختیايي پروژو د محدودېدو له امله د پانګونې او کارموندنې ترمنځ دا اړیکه ځانګړی اهمیت لري. په ځانګړې توګه په کرنه، مالدارۍ، صنعت، تولید، خدماتي سکتور، زیربنايي او ساختماني پروژو او خصوصي سکتور کې پانګونه کولای شي چې د بېروزګارۍ د کمولو او د کورنیو عوایدو د لوړولو لپاره پراخ فرصتونه رامنځته کړي. د څېړنې موندنې ښيي چې د دې اړیکې د پیاوړتیا لپاره د مناسبې اقتصادي پالیسۍ، د پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د زیربناوو پراختیا، د مسلکي او تخنیکي مهارتونو لوړولو او د خصوصي سکتور د ملاتړ اړتیا شته. همدارنګه په دې څېړنه کې له تشریحي- تحليلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې.
کليدي کلمې: کاري فرصتونه، پانګونه، بې روزګاري، افغانستان
سريزه
کله چې د افغانستان اسلامي امارت د ۱۴۰۰ اسد ۲۴ د دوهم ځل لپاره پر افغانستان خپله واکمني ټينګه کړه، د نورو چارو د پرمخ بېونې ترڅنګ يې دې ته هم پام وکړ چې څنګه نور هېوادونه دې ته راجلب کړي چې ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي او کاري فرصتونه رامنځته کړي، دې کړنې ته ځکه ډېره اړتيا وه چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ز.کال په لړ کې د امريکايانو په وتلو سره د پراختيايي پروژو کار چارې ودريدې او ځينې نيمګړې پاتې شوې، په دې سره بې روزګاري رامنځته شوه او خلک يې اندېښمن کړل. دې اندېښنو ته په ځواب کې د اسلامي امارت چارواکو د نورو هېوادونو سره په تعامل او اړيکو ټينګار وکړ او د سوداګری په برخه کې يې خپله بهرنۍ پاليسي روښانه کړه او هم يې د پانګونې د جلب په برخه کې نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې ترڅو د هېوادونو پاملرنه را واړوي.( د افغانستان ملي راډيو تلويزيون،۲۰۲۵) اسلامي امارت د سوداګرۍ په برخه کې پخپله پاليسۍ کې ويلي هر هغه څوک چې په افغانستان کې پانګونه کوي، د هغوی لپاره به هر ډول زمينه برابروي او د هغوی امنيت به خوندي ساتي. اسلامي امارت
غواړي چې په افغانستان کې وګړو ته کاري فرصتونه ايجاد کړي او په دې سره د بې روزګارۍ کچه راټيټه کړي، که چېرې بهرني او يا کورني پانګه وال پانګونه کوي، په دې سره به ډېری افغانان په کار بوخت شي او د خلکو د بې روزګاری اندېښنې به پای و مومي. د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د بې روزګاری ستونزې په دې هېواد د شوروي له يرغل سره سمې پيل شوې، ځکه د هغه وخت ځينې فابريکي او کار خونې ويجاړې شوې چې وروسته هم دې ته زمېنه برابره نه شوه چې يا هغه کار خونې ورغول شي او يا په دې برخه کې نوره پراختيا رامنځته شي. کلونو، کلونو جګړو افغانستان ته دا او نورې ستونزې په ميراث پريښي چې حل لارې يې اوږد مهال ته اړتيا لري، که څه هم د ۲۰۰۱ز.کال را پدېخوا ځينې کاري فرصتونه رامنځته شول، خو دوامدار پاتې نه شول، ځکه هغو چارو پروژوي بڼه لرله، د پروژو په خلاصون سره کاري فرصتونه هم له منځه لاړل. دا مهال د اسلامي امارت چارواکي په دې هڅه کې دي چې په دې برخه کې کار وکړي، دوی پخپلو بيانيو کې سوداګر پانګې اچونې ته رابللي او ژمنه يې کړې چې دوی ته به هر ډول سهولتونه چمتو کوي(طلوع نیوز،۱۴۰۳)، خو د پانګې اچونې لپاره اړينه ده چې دولت د پانګه والو لپاره هر ډول سهولتونه او فرصتونه وړاندې کړي، تر څو پانګه وال تشويق شي او دې ته زړه ښه کړي چې اچول شوې پانګې ته پراختيا ورکړي. مونږ په دې څېړنه کې هڅه کړې چې د پانګې اچونې په ارزښت، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د پانګونې رول، د پانګې اچونې له امله د کاري فرصتونو ګټې وڅېړو. همدارنګه کاري فرصتونه هغه څه دي چې انسانانو ته بوختياوې پيدا کوي او وګړي د ژوند اړتياوې له همدې لارې پوره کوي، نو د دې لپاره ډېره اړينه او لازمه ده چې کاري فرصتونه رامنځته شي او د دې زنځيري کار لپاره بيا پانګونې ته اړتيا ده، افغانستان داسې يو هېواد دی چې په دې برخه کې له نړۍ وروسته پاتې دی، که له يوې خوا کاري فرصتونه نشته، له بلې خوا پانګونه نه ده شوې، اوسمهال ډېره اړتيا ليدل کيږي چې په دې هېواد کې پانګونه وشي او دولت کوښښ وکړي چې داخلي او بهرني پانګوال راجلب کړي او هر ډول زمينه ورته برابره کړي چې دا کړنې دا هېواد په ډېرو برخو کې په پښو اودروي، دا چې پانګه اچونه د بې روزګاری په کمښت او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې څومره اړين دي د دې څېړنې ارزښت او مبرميت روښانه کوي، د دې څېړنې موخه په افغانستان کې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د پانګونې د رول ارزونه ده او پانګونه په افغانستان کې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې څه رول لري اساسي پوښتنه بلل کېږي. په دې څېړنه کې له تشریحي- تحليلي ميتود څخه ګټه اخېستل شوې ده.
د کاري فرصتونو او پانګې اچونې مفاهيم
۱- د کاري فرصتونو تعریف او ډولونه
کاري فرصتونه هغه لارې چارې، موقيعيتونه او يا حالتونه دي چې له امله يې خلک کار پيدا کولای، موندلای او پيلولای شي او يا هم د کار موندلو لپاره هڅې کوي. يا هم هغه وګړي چې مسلکي او تخنيکي زده کړې، هنرونه او مهارتونه ولري او دا په کارونو بدل کړي، دې ته کاري فرصتونه وايي. په بل ډول د کار فرصت هغه موقف دی چې د مهارتونو پواسطه کار چمتو او رامنځته کوي، کاري فرصتونه ممکن د دایمي يا لنډ مهاله پروژو پر بنسټ وي، همدارنګه په داخلي توګه د سازمان دننه یا په بهرني ډول د سازمان څخه بهر رامنځته شي. دا فرصتونه د مختلفو سکتورونو او صنعتونو په کچه موجود وي او د مختلفو مهارتونو او تجربه لرونکو کسانو لپاره په مناسبو بڼو رامنځته کيږي. (Omar,2020) د کاري فرصتونه ځينې مهم ډولونه دایمي کاري فرصتونه، قراردادي کاري فرصتونه، آزاد يا ګډ کاري فرصتونه، لنډمهاله کاري فرصتونه او تجارتي کاري فرصتونه دي(فرصتهای شغلی،۲۰۲۴)
۲- پانګه اچونه او ډولونه يې
پانګه اچونه Investment هغه پروسه ده چې په هغه کې افراد، شرکتونه یا حکومتونه مالي سرچینې د یوې پروژې، کاروبار یا شتمنۍ په موخه په لار اچوي، د دې لپاره چې په راتلونکي کې ګټه يا پرمختګ رامنځته کړي. پانګه اچونه د مختلفو شکلونو او ډولونو په توګه ترسره کیدای شي، چې هر یو یې ځانګړې موخې او خطرونه لري. يا پانګه اچونه د پیسو یا نورو سرچینو د ژمنتیا عمل دی چې د راتلونکي عاید یا ارزښت د لاسته راوړلو تمه ترې کيږي.(Concep, 2021) په پانګه اچونه کې د شتمنیو پېرل شامل دي: لکه سټاک، بانډونه، املاک، زیربنا او داسې نور. پانګونه د اشخاصو، سوداګرۍ او حکومتونو لخوا د لنډمهاله یا اوږدمهاله مالي موخو لپاره کارېدای شي او په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي. په بل ډول پانګه اچونه د سرچینو معمولا پیسو، د عاید یا ګټې د تولید لپاره د تخصیص کولو عمل دی، پانګه اچونه د شخصي مالي چارو، سوداګرۍ او په ټولیزه توګه د اقتصاد یو مهم اړخ دی. همدارنګه د پانګونې په ډولونه کې ونډې، بانډونه، متقابل فنډونه او املاک شامل دي، پانګونه ځانګړې ستراتيژۍ لري چې تنوع، اوسط لګښتونه او د ارزښت پانګونه يې مهم فکتورونه دي.(Investment, 2022) پانګونه مهمې ځانګړتیاوې لري چې راتلونکې ته توجه، د ګټې موخه، خطر او نا څرګندتیا، د سرچینو ژمنتیا، حقیقي شتمنۍ، د حکومت پانګونې يې مهمې بيلګې دي، همدا ډول پانګونه موخې لري پرته له موخو هيڅوک هم پانګونه نه کوي، په دې کې يوه هم د شتمنۍ وده ده چې يو څوک خپله پانګه زياتوي او د وخت په تېريدو سره شتمني ترې جوړيږي او په دې سره د عايد يو دوامدار جريان رامنځته کيږي. د پانګونې په موخو کې په نورو سربېره يو اقتصادي هڅونه هم ده، کله چې حکومتونه پانګونه کوي دا اقتصادي فعالیت هڅوي، دندې رامنځته کوي او وده پرمخ بيايي. (Mahdizadeh,2025)
د پانګونې ډولونه
پانګونه په دوه ډوله ده، چې يو يې داخلي او بل يې بهرنۍ پانګونه ده، مونږ هر دواړه په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نيسو:
۱- داخلي پانګونه (Domestic investment): د یو هېواد دننه هغه هڅې او پیسې چې د شتمنیو جوړولو، د کارخانو پراختیا، یا د پروژو په پیل کې کاريږي او په اوږد مهاله توګه عاید او ارزښت زیاتوي دې ته کورنۍ پانګونه وايي. اصلا دا ډول پانګونه په کورني اقتصاد کې ترسره کېږي چې موخه يې اوږدمهاله ګټه او اقتصادي وده ده. لکه په يوه هېواد کې د فابریکو جوړول یا د هغوی پراختیا، په سکټورونو کې پانګه اچونه او په کورنيو شرکتونو کې سرمايه اچونه.
۲- بهرنۍ پانګونه (Foreign investment): هغه پانګونه ده چې له یوه هېواد څخه په بل هېواد کې ترسره کيږي ترڅو هلته شتمنۍ جوړې شي، اقتصاد کې يې مرستې وشي یا ونډې ترلاسه شي. دا ډول پانګونه هم ډولونه لري چې يو يې مستقيم او بل يې غېر مستقيمه پانګه اچونه ده. د دې ډول پانګونې بيلګې داسې دي لکه د بهرنیو شرکتونو لخوا په بل هېواد کې کارخانې جوړول، په بل هېواد کې د ونډو اخیستل یا د بانډونو تر لاسه کول او نور.
۳- د پانګې اچونې او کار رامنځته کولو ترمنځ اړيکه
د پانګونې او کارموندنې ترمنځ مستقیمه، متقابله او د اقتصادي ودې پر بنسټ ولاړه اړیکه شتون لري. په اقتصادي ادبیاتو کې پانګونه د تولیدي ظرفیت د پراختیا، د پانګې د زیاتوالي او د اقتصادي فعالیتونو د پراخېدو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي او د همدې بهیر له لارې د کار د تقاضا د زیاتېدو زمینه برابریږي. کله چې په یوه هېواد کې کورنۍ یا بهرنۍ پانګونه زیاته شي، نو نوې فابریکې، شرکتونه، کرنیزې پروژې، کانونه، د انرژۍ تولیدي تاسیسات، ټرانسپورتي او مخابراتي زیربناوې او خدماتي بنسټونه رامنځته کېږي. د دغو فعالیتونو د پیل او پراختیا لپاره د بشري ځواک اړتیا پیدا کېږي چې په پایله کې د کار د تقاضا او د استخدام فرصتونه زیاتېږي. (Drache, 1997) له بلې خوا، د پانګونې اغېز یوازې په هغو کسانو پورې محدود نه وي چې په مستقیم ډول په نوې فابریکه یا شرکت کې استخدامېږي. پانګونه مستقیم، غیرمستقیم او القايي (Induced) کارموندنه رامنځته کوي. مستقیمه کارموندنه هغه دندې دي چې د پانګهاچوونکي د پروژې په داخل کې رامنځته کېږي؛ د بېلګې په توګه، یوه نوې فابریکه انجنیرانو، تخنیکي کارکوونکو، اداري کارکوونکو او نورو کارګرانو ته اړتیا لري. غیرمستقیمه کارموندنه بیا هغه مهال رامنځته کېږي چې فابریکه له نورو عرضه کوونکو څخه خام مواد، ترانسپورتي خدمات، بستهبندي، ترمیم او نور خدمات اخلي. په دې توګه د پانګونې یوه پروژه د خپل اصلي فعالیت ترڅنګ د نورو اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لامل هم ګرځي.
همدارنګه، پانګونه د تولید د زیاتوالي او د بازار د پراختیا له لارې د کارموندنې زمینه پراخوي. کله چې د یوې اقتصادي پروژې له امله تولید زیات شي، د محصولاتو د پلور، انتقال، ذخیره کولو، بازارموندنې او صادراتو لپاره هم اضافي خدماتو ته اړتیا پیدا کېږي. د بېلګې په توګه، که په یوه سیمه کې د کرنې په برخه کې پانګونه وشي او د اوبو لګولو سیستمونه، سړې خونې، د بستهبندۍ مرکزونه او د پروسس فابریکې جوړې شي، نو یوازې بزګران نه، بلکې د ترانسپورټ، بستهبندۍ، پروسس، سوداګرۍ او بازارموندنې په برخو کې هم ګڼې دندې رامنځته کېږي. له همدې امله، د یوې پانګونې اقتصادي اغېز د هغې له مستقیمې دندې ورهاخوا د عرضهزنځیر Supply Chain په اوږدو کې خپرېږي. (Hayes, 2025) د زیربناوو پانګونه هم د کارموندنې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د سړکونو، برېښنا، اوبو، مخابراتو، بندرونو او صنعتي پارکونو په څېر زیربناوې د جوړېدو پر مهال د ساختماني او تخنیکي کارونو لپاره مستقیمې دندې رامنځته کوي؛ خو د بشپړېدو وروسته یې لا مهمه اقتصادي ګټه دا ده چې د خصوصي سکتور لپاره د فعالیت لګښتونه راکموي او د نویو پانګونو زمینه برابروي. د بېلګې په توګه، که یوې سیمې ته دوامداره برېښنا او مناسب ترانسپورتي اتصال برابر شي، امکان لري چې نور پانګهوال هم هلته فابریکې او سوداګریز بنسټونه جوړ کړي. په دې توګه زیربنايي پانګونه، د خصوصي پانګونې زیاتوالی، د تولید پراختیا او د کارموندنې زیاتوالی رامنځته کوي.
له بلې خوا، د پانګونې او کارموندنې اړیکه تل اتوماتیکه او یو شان نه وي. د پانګونې ډول، د ټکنالوژۍ کچه، د کار ځواک مهارتونه، د بازار اندازه، اقتصادي ثبات، قانوني چاپېریال او د دولت اقتصادي پالیسۍ د دې اړیکې پر شدت اغېز کوي. د بېلګې په توګه، ډېره سرمایهبره او پرمختللې ټکنالوژیکه فابریکه ممکن د ډېرې پانګې په بدل کې نسبتاً لږ کارکوونکي استخدام کړي، په داسې حال کې چې کرنه، ساختماني چارې، سیاحت، کوچني او منځني کاروبارونه او ځینې خدماتي سکتورونه د یوې اندازې پانګونې په مقابل کې د کار نسبتاً ډېر فرصتونه رامنځته کولی شي. (Garrett, 2021)
په افغانستان کې د دې اړیکې اهمیت لا زیات دی، ځکه چې د پانګونې زیاتوالی کولی شي د بې روزګارۍ کمولو، د ځوانانو لپاره د کار فرصتونو رامنځته کولو، د کورنیو عوایدو لوړولو، د تولید زیاتولو، وارداتو د بدیلولو او صادراتو د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي. که پانګونه په کرنه، کانونو، صنعت، انرژۍ، ټرانسپورټ، مخابراتو، ساختماني چارو او خدماتو کې په منظم ډول ترسره شي، نو د کارموندنې مستقیم فرصتونه سربېره، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د پراختیا لپاره هم بازار رامنځته کوي. (Daniel,2019)
د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د پانګونې رول مهم اړخونه لري، که چېرې پانګونه نه وي ښايي کاري فرصتونه يا کم وي يا هيڅ شتون ونلري، همدا پانګونه ده چې کاري فرصتونه زيږوي، په مسقيم ډول کار پيدا کوي. کله چې شرکتونه یا دولت لویې پانګې اچونې وکړي، نو نوې فابریکې، دفترونه، چاپېریالي جوړښتونه او نور سيستمونه رامنځته کيږي چې دا د څه مودې لپاره مستقیمې دندې رامنځته کوي چې پدې سره عادي، تخنیکي او خدماتي کارکوونکو ته کاري زمينې برابريږي. همدارنګه غېرمستقیم کار رامنځته کول هم په پانګه اچونه کې مرسته کوي د خامو موادو، خدماتو، ترانسپورت، ساختماني کارونو او پلور خدماتو په څېر نورو سکتورونو ته هم کار پیدا کوي. کېدای شي چې پانګه په بېلا بېلو سکتورونو او برخو کې واچول شي، په ځانګړې توګه هغو برخو کې چې اړتيا ورته ډېره وي، مونږ په افغانستان کې ځينې برخې ځانګړې کړي، په هغوی مو بحث کړی چې د پانګې اچونې لپاره مناسبې دي او په دې برخه کې يو لړ فرصتونه هم تر سترګو کيږي چې په لاندې ډول ترې يادونې کوو.
۱- کرنه او مالداري
په افغانستان کې کرنه او مالداري یوازې د لومړنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د تولید سرچینه نه ده، بلکې د کاري فرصتونو د یوه پراخ اقتصادي زنځیر بنسټ جوړوي. د دې سکتور د پراختیا له امله له کروندې او فارم څخه تر پروسس، بستهبندۍ، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، بازارموندنې او صادراتو پورې په ګڼو پړاوونو کې د کار اړتیا رامنځته کېږي. په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ د کارموندنې اقتصادي زنځیر په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نېول شوی دی.
الف- د تولید لپاره د خامو موادو او وسایلو برابرول: د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لومړنی پړاو د تولید لپاره د اړینو توکو برابرول دي. اصلاح شوي تخمونه، سرې، د نباتاتو درمل، کرنیز ماشینونه، د اوبو لګولو وسایل، د مالدارۍ لپاره خوراکي مواد، درمل، واکسینونه او نور اړین توکي د یوه پراخ اقتصادي فعالیت زمینه برابروي. کله چې کرنیز تولید پراخېږي، د دغو توکو د تولید، واردولو، خرڅلاو، انتقال او تخنیکي خدمتونو لپاره هم کارکوونکو ته اړتیا پیدا کېږي. په دې توګه د کرنې وده د خپل اصلي تولید تر څنګ د عرضهکوونکو او خدماتي فعالیتونو لپاره هم دندې رامنځته کوي.
ب- کرنیز او مالدارۍ تولید: کرنه او مالداري په مستقیم ډول د کارموندنې له مهمو سرچینو څخه دي. د غنمو، جوارو، سبزیجاتو، مېوو، زعفرانو، پنبه، حبوباتو او نورو محصولاتو کرنه، او همدارنګه د پسونو، وزو، غواوو، چرګانو او نورو حیواناتو روزنه، د بزګرانو، مالدارانو، موسمي کارګرانو او تخنیکي کسانو لپاره د کار زمینه برابروي. په افغانستان کې د کلیوالي نفوس د پام وړ برخه له همدې سکتور سره تړاو لري؛ له همدې امله د دې سکتور پانګونه د کلیوالو سیمو د عاید او کارموندنې پر پراختیا مستقیم اغېز لرلی شي.
ج- راټولول، درجهبندي او ذخیره کول: د کرنیزو محصولاتو له تولید وروسته د هغوی راټولول، پاکول، درجهبندي، د کیفیت ارزونه او ذخیره کول د کار بل پړاو جوړوي. د مېوو، سبزیجاتو، غلو او نورو محصولاتو لپاره د سړو خونو، ګودامونو او معیاري ذخیرهځایونو جوړول د دې سبب کېږي چې محصولات د حاصلاتو په موسم کې ضایع نه شي او په مناسب وخت بازار ته وړاندې شي. د دې لپاره د کارګرانو، تخنیکي کارکوونکو، د کیفیت د کنټرول متخصصینو او د ذخیرهکولو د مدیریت کسانو اړتیا رامنځته کېږي. (د کرنې سکټور،۲۰۱۸)
د- پروسس ارزښت: د کرنې او مالدارۍ د کارموندنې تر ټولو مهم ظرفیتونه هغه مهال رامنځته کېږي چې خام محصولات په پروسس شويو او لوړ ارزښت لرونکو محصولاتو بدل شي. د بېلګې په توګه، د شیدو څخه د مستو، پنیر او کوچ تولید، له مېوو څخه د جوس، مربا او وچې مېوې تولید، د غنمو څخه د اوړو تولید او د غوښې پروسس کولای شي د خام محصول ارزښت لوړ کړي او د تولید په بېلابېلو پړاوونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي. له همدې امله، د کرنې او مالدارۍ د تولید ترڅنګ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس صنعت ته پانګونه د پایدارې کارموندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري. (Kassel,2023)
س- بستهبندي او معیاري کول: بستهبندي د کرنیزو محصولاتو د بازار ارزښت او د صادراتو وړتیا لوړوي. د مېوو، سبزیجاتو، وچې مېوې، زعفرانو، لبنیاتو او نورو محصولاتو لپاره د معیاري بستهبندۍ مرکزونه د بستهبندۍ کارکوونکو، ډیزاینرانو، د کیفیت د کنټرول متخصصینو او نورو مسلکي کسانو لپاره دندې رامنځته کوي. په ځانګړې توګه، که افغان محصولات د نړیوالو بازارونو لپاره د کیفیت، وزن، حفظالصحې او بستهبندۍ له معیارونو سره برابر شي، د محصولاتو د بازار پراختیا او د کارموندنې ظرفیت به ورسره زیات شي.
ش- ټرانسپورټ او لوژستیک: کرنیز او مالدارۍ محصولات له تولیدي سیمو څخه د بازارونو، پروسسخونو، ګودامونو، سوداګریزو مرکزونو او سرحدي بندرونو ته انتقال ته اړتیا لري. له همدې امله د کرنې پراختیا د موټرچلوونکو، باروړونکو، د ګودامونو کارکوونکو، لوژستیکي شرکتونو، د بارولو او ښکته کولو کارګرانو او نورو اړوندو خدماتو لپاره د کار زمینه برابروي. په ځانګړې توګه د تازه مېوو، سبزیجاتو، لبنیاتو او غوښې په برخه کې د سړې زنځیر (Cold Chain) پراختیا د ځانګړو تخنیکي او لوژستیکي مهارتونو اړتیا رامنځته کوي. (Meat,2019)
ص- بازارموندنه او سوداګري: کله چې تولید زیات شي، د محصولاتو د پلور لپاره پراخ بازار ته اړتیا پیدا کېږي. عمدهفروشان، پرچونفروشان، سوداګر، د بازارموندنې شرکتونه، د صادراتو شرکتونه او د سوداګرۍ نور فعالان د دې اقتصادي زنځیر برخه جوړوي. په دې توګه د کرنې او مالدارۍ پانګونه یوازې د بزګر لپاره عاید نه رامنځته کوي، بلکې د محصولاتو د راټولولو، پلور، بازارموندنې او سوداګرۍ په برخو کې هم دندې ایجادوي. (باور،۲۰۲۵)
ض- صادرات او نړیوال بازارونه: که د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات په کافي اندازه، مناسب کیفیت او معیاري بستهبندۍ تولید شي، نو د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو لپاره د صادراتو ظرفیت پیدا کوي. د وچې مېوې، تازه مېوو، زعفرانو، طبي بوټو، غاليو پورې اړوندو حیواني محصولاتو، لبنیاتو او نورو محصولاتو صادرات کولای شي د هېواد د بهرنیو اسعارو عواید زیات کړي. د صادراتو له پراختیا سره د تولید، بستهبندۍ، کیفیت کنټرول، لوژستیک، سوداګرۍ او صادراتي مدیریت په برخو کې د کار اړتیا هم زیاتېږي. ستاسو په څېړنه کې هم کرنه او مالداري د صادراتو د زیاتوالي او اقتصادي ودې لپاره مهم ظرفیت بلل شوی دی. (د خوړو او کرنې سازمان،۲۰۲۴)
د يادونې وړ ده چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ ظرفیت لري، خو د دې ظرفیت د اقتصادي ارزښت د بشپړولو لپاره یوازې د تولید زیاتول کافي نه دي. د تولید ترڅنګ باید د معیاري پروسس، سړو خونو، بستهبندۍ، ټرانسپورټ، بازارموندنې، صادراتو، مسلکي روزنې او کرنیزې ټکنالوژۍ په برخو کې هم پانګونه وشي. (نړيوال بانک،۲۰۱۸) کرنه او مالداري په افغانستان کې د خلکو د عاید او کار له مهمو سرچینو څخه دي، خو لا هم په ډېرو مواردو کې په دودیزو طریقو ترسره کېږي او د نوې ټکنالوژۍ او معیاري تولید اړتیا ورته شته. کرنه او مالداري په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره یوازې یو سکتور نه، بلکې د کارموندنې یو بشپړ اقتصادي زنځیر دی. که په دې برخه کې پانګونه له لومړني تولید څخه تر پروسس، بستهبندۍ، انتقال، بازارموندنې او صادراتو پورې وغځول شي، نو د مستقیمو او غیرمستقیمو دندو شمېر په پام وړ ډول زیاتېدای شي. له همدې امله، د کرنې او مالدارۍ د عصري کولو، د خصوصي پانګونې د جذب، د کرنیزو محصولاتو د پروسس فابریکو د جوړولو او د صادراتي بازارونو د پراختیا سیاست کولای شي په افغانستان کې د بېروزګارۍ د کمولو او د دوامدارې اقتصادي ودې له مهمو لارو څخه وي.
۲- صنعت او توليد
د صنعت او تولید په رامنځته کولو کې د کاري فرصتونو رول خورا اغېزمن دی، ځکه دا سکتور نه یوازې د اقتصادي ودې بنسټ دی بلکې د خلکو ژوند د ښه کولو، د فقر کمولو او ټولنیز ثبات د ټینګښت لپاره هم حیاتي ارزښت لري، دغه سکتور کار ځايونه رامنځته کوي، ځکه چې صنعت او تولید د ډېرو خلکو د اصلي عاید سرچینې دي، د دې سکتور پراختیا د کاريګرو، کارخونو او تولیدي شرکتونو لپاره کاري فرصتونه برابروي، د کاري فرصتونو زیاتوالی د بې روزګاری کچه راکموي او د ټولنې اقتصادي ثبات ته وده ورکوي. همدارنګه د عايد په زياتوالي کې مهم رول لري، کله چې صنعت او تولید پرمختګ وکړي، نو د محصولاتو کیفیت او مقدار زیاتيږي چې دا د عایداتو د لوړېدو سبب کېږي، دا عایدات د کورنیو د ژوند معیار د ښه کولو، د مصرف د پراختیا او د فقر د کمولو لپاره مهم دي. (Manjula,2022) د دې سکتور پراختیا نورو سکتورونو ته وده ورکوي چې له امله يې په پښو ولاړه پرمختيا رامنځته کيږي. همدارنګه د صادراتو وده او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی هم د صنعت او تولید سکتور د داخلي او نړیوالو بازارونو د پراختیا فرصتونه برابروي، د محصولاتو صادرات او د سوداګرۍ آسانتیاوې د دې سکتورونو د ودې سبب کيږي. دغه سکتور د کاريګرو د مهارتونو د لوړولو لپاره فرصتونه برابروي، چې دا د تولیدي ظرفیت د زیاتوالي او د کیفیت د ښه کولو سبب کيږي. دا هم بايد ياده کړو چې د صنعت او تولید پرمختګ باید د چاپیریال د ساتنې له اصولو سره سم وي. د صنعت او تولید سکتورونو د ودې لپاره، اړینه ده چې دولتونه د مناسبو قوانینو، مالیاتي تخفیفونو او زیربنایي پروژو ملاتړ وکړي. (Szirmai,2012) په ټوله کې د صنعت او تولید سکتور نه یوازې د کاري فرصتونو د زیاتولو بلکې د هېواد د اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او چاپیریال ساتنې لپاره هم حیاتي دی. په پایله کې د صنعت او تولید سکتور د هېواد د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د زیاتولو او د ټولنیز ثبات د ټینګښت لپاره اساسي رول لري.(د افغانستان اقتصادی لید،۲۰۲۵)
که په افغانستان کې د صنعت او توليد برخې پياوړتيا او پرمختيا ته پاملرنه وشي، لېرې نده چې کاري فرصتونه به رامنځته کړي او دا هېواد به په بېلا بېلو برخو کې خپل توکي ولري چې له يوې خوا به په ارزانه بيه ترې استفاده کيږي او له بلې خوا به يې ګټه افغانانو ته رسيدلې وي او په دې سره به داخلي او د کورنيو عوايد هم لوړ شي. په دې سکتور کې پانګونه خورا اړينه او ارزښتمنه ده ځکه چې که افغانستان په دې برخه کې په ځان بسيا وای، نو د سيمه ييزو او نړيوالو بدلونونو اغېزې به تر دې کچې نه وای چې يا د خوراکي توکو له کمبود سره مخ شوي وای او يا هم د بدلونونو له امله ګراني رامنځته شوې وای، ډېره اړينه ده چې په دولتي کچه د دې لپاره زمينې برابرې شي چې څو هېوادوال په دې برخه کې پانګونه وکړي او د افغانستان د صنعت او توليد برخه پياوړې کړي، په دې برخه کې کار کول يوې ارادې ته ضرورت لري چې بايد و شي، که اسلامي امارت غواړي چې د نورو هېوادونو پانګوال راجذب کړي هم ممکنه ده ځکه دا مهال نړۍ سوداګريز او اقتصادي فکرونه لري، نو هغوی ته په کتو به ښايي په دې سيمه کې پانګونه وکړي، دلته د پانګوالو لپاره ځينې فرصتونه هم شتون لري هغه دا دي چې دا هېواد په زيات شمېر معدنونه لري، فابريکې په معدنياتو چليږي، که د کار خونو د چلونې لپاره معدنيات هم په نظر کې ونيول شي چې توليد ټول همدلته وشي دا نو بيا تر ټولو ګټوره ده په دې سره به په ډېر شمېر کاري فرصتونه رامنځته شي او له يوې مخې به وګړي د بې روزګارۍ له ستونزو خلاص شي او هېواد ته به هم د پرمختګونو دروازې خلاصي شي او هغه داخلي فشارونه به پرې کم شي کوم چې خلک واردوي او له دولت څخه غوښتنې لري. د دې سکتور د پراختيا لپاره تر ټولو مهم کار زمېنې دي چې دا کار د اسلامي امارت مسوليت دی، بايد چې هر تجار او پانګوال ته زمېنه برابره کړي چې تر څو په ارامه فضا کې خپلې چارې پرمخ يوسي. په دې لړ کې يو هم افغان تجار ميرويس عزيزي دی چې په دې اخېرو کې يې اعلان وکړ چې په افغانستان کې په لس زره ميګا واټه بريښنا پانګونه کوي، ملي پانګوال ميرويس عزيزي د اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ د لس ميليارده ډالرو په ارزښت د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې د تړون د لاسليکولو په مراسمو کې ويلي، چې ياده پروژه به له ښارونو تر کلیو ټولو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي. (افغان،۲۰۲۵) په افغانستان کې د لمريزي بريښنا په اړه چينايي پانګوالو هم پانګونې ته زړه ښه کړی و، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یو شمېر چینايي پانګوالو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید او د کرنې د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې. (ورځپاڼې،۲۰۲۵) دا به په دې معنی نه وي چې که ميرويس عزيزي پانګونه کوي د هغوی مخه به ډب شي او يا به په همدا يوه پروژه ټول سيستم سم شي، په کار ده چې په يوه برخه کې ډېره پانګونه وشي چې تر څو ستونزو ته سمه او پر وخت رسيدنه وشي، د بريښنا برخه ځکه ډېره مهمه ده چې توليد او صعنت ته پرمختګ ورکول په بريښنايي پروژو کيږي، که په لومړيو کې مونږ دا زمينه مساعده کړو او افغانستان په بريښنا وځلوو، نو دې سره نور ټول کارونه سمېدای شي. د يو بل خبر له مخې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په يوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل په سروبي کې د شاوخوا ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، په هرات ولایت کې د دوو سب سټېشنونو جوړول او په دغه ولایت کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځول شامل دي، ټاکل شوې چې په دې پروژه به شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پانګونه وشي چې د هېواد ملي عواید به لوړ او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمېنه برابره شي. (خامه،۲۰۲۴)
له دې ور اېخوا دا مهال دا سکتور فعال شوی، خو په هغه کچه نه دی چې په ټولو برخو کې دې په ځان متقي وي، د فابريکو څښتنان وايي چې د خپلو توليداتو لپاره خام مواد يا له ايران او يا هم له پاکستان او چين څخه واردوي چې په دې سره توکي په لوړه بيه تماميږي، دا مهال د افغانستان په مرکز کابل او ولايتونو کې ځينې فابريکې جوړې شوې هغه هم په هغه کچه نه دي چې يا په ډېره اندازه توليد ولري او يا پکې په ډېر شمېر وګړي بوخت وي، خو شرايطو ته په کتو بيا هم دومره کار روان دی چې د ټولنې يوه اندازه بې روزګاره پکې په کار بوخت دی. که څه هم په دې وروستيو کې زيربنايي پروژو او د ودانيو جوړونې ته هم پاملرنه شوې چې د دې لپاره پخوا مونږ په افغانستان کې نه د اوسپنې سيخ ګول لرلو او نه مو سمينټ درلودل، اوس هم د سيخ ګول کارخانې لرو او هم د غوري سمينټو کارخانه د بغلان ولايت په پلخمبري کې فعاله ده چې له ۱۴۰۲ل.ل کال راپدېخوا يې د توليد ساحه پراخه شوې ده، همدارنګه د افغانستان په جوزجان ولايت کې د اسلامي امارت چارواکو د يوه ازبکستاني شرکت سره د طوطي میدان د ګازو د کشف او استخراج تړون لاسلیک کړی دی. (عزیزي،۱۴۰۴) په دې قرارداد سره هم کېدای شي چې په افغانستان کې د سيمې بې روزګارو خلکو د کار فرصتونه برابر شي او هم به د افغانستان ملي عايد لوړ کړي، پداسې حال کې چې ګاونډي هېوادونه لکه ايران او پاکستان افغان مهاجر له خپلو هېوادونو باسي او په جبري توګه يې افغانستان ته ليږي، دې موضوع هم په کار اغېزه کړې، خو د راپورونو له مخې اسلامي امارت کوښښ کوي چې دا برخه پياوړې کړي او خپلو هېوادوالو ته په کور دننه کار او روزګار پيدا کړي چې تر څو د دې هېواد وګړي د نورو له اختياجه خلاص و اوسي.
۳- خدماتي سکتور
خدماتي سکتور په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له پلوه ډېر پراخ دی، ځکه دا سکتور یوازې تر بانکدارۍ او دفترونو نه دی محدود؛ بلکې سوداګري، ټرانسپورټ او لوژستیک، مخابرات، معلوماتي ټکنالوژي، بانکداري او مالي خدمات، روغتیا، ښوونه او روزنه، هوټلونه او رستورانتونه، سیاحت، مسلکي او ترمیماتي خدمات او ګڼ نور فعالیتونه پکې شاملېږي. د نړیوال بانک د تعریف له مخې، خدماتي سکتور عمده او پرچون تجارت، هوټلونه او رستورانتونه، ټرانسپورټ، ذخیرهکول او مخابرات، مالي او بیمهيي خدمات، املاکي او سوداګریز خدمات او ټولنیز او شخصي خدمات رانغاړي. په افغانستان کې د خدماتي سکتور ځانګړنه دا ده چې له لوړې مسلکي زده کړې لرونکي کس څخه تر کمې زده کړې لرونکي او غیرمسلکي کارګر پورې د کار لپاره زمینه برابرولی شي. د بېلګې په توګه یو بانک محاسب، اقتصادپوه، د معلوماتي ټکنالوژۍ متخصص او امنیتي کارکوونکی استخداموي؛ یو هوټل مدیر، آشپز، د پاکوالي کارکوونکی، د مېلمنو د خدمت کارکوونکی او د ساتنې کارکوونکي ته اړتیا لري او یو ټرانسپورتي شرکت موټرچلوونکي، تخنیکي کارکوونکي، د لوژستیک متخصصین او اداري کارکوونکي استخداموي. له همدې امله د خدماتي سکتور پراختیا د افغانستان د بېلا بېلو تعلیمي، مسلکي او مهارتي کچو لپاره د کار بازار پراخولی شي. دا موضوع په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره مهمه ده، ځکه د نړیوال بانک د وروستیو ارزونو له مخې د افغانستان د ځوانانو بېروزګاري لا هم د پام وړ ستونزه ده او د خصوصي سکتور له لارې د پایدارو دندو رامنځته کول مهم ګڼل شوي دي. همدارنګه د خدماتي سکتور تر ټولو پراخه برخه عمده او پرچون سوداګري ده. دوکانونه، مارکېټونه، عمدهفروشي، د محصولاتو وېش، آنلاین سوداګري، د خرڅلاو خدمات او د سوداګریزو شرکتونو فعالیتونه ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابرولی شي. د افغانستان په شرایطو کې کوچني او منځني کاروبارونه د دې برخې مهمه برخه جوړوي. یو کوچنی پلورنځی هم د مالک تر څنګ پلورونکي، حسابدار، انتقالوونکي او نور کسان په کار بوختولای شي. د دې ډول فعالیتونو پراختیا د ځانکارۍ او کوچني کاروبار له لارې د بېروزګارۍ د کمولو لپاره ځانګړی اهمیت لري. نړیوال بانک هم په افغانستان کې د کورنیو او کوچنیو کاروبارونو او ځانکارۍ پراخ حضور ته اشاره کړې ده. په دې سربېره افغانستان چې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو موقعیت لري، د ټرانسپورټ، بار وړلو، ګودامونو، لوژستیک، بستهرسونې او ټرانزیټ په برخه کې د پام وړ کاري ظرفیت لري. د بېلګې په توګه د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو زیاتوالی موټرچلوونکو، باروړونکو، د ګودامونو کارکوونکو، لوژستیکي شرکتونو، د موټرو ترمیموونکو، د بارولو او تخلیې کارکوونکو او اداري پرسونل ته اړتیا زیاتوي. په دې توګه د سوداګرۍ وده د ټرانسپورټ او لوژستیک په برخه کې مستقیم او غیرمستقیم کارونه رامنځته کوي. (ورځپاڼې،۲۰۲۳) روغتیايي سکتور هم د کارموندنې له پلوه پراخ ظرفیت لري. روغتونونه، کلینیکونه، درملتونونه، لابراتوارونه، د طبي وسایلو شرکتونه او روغتیايي خدمات د ډاکټرانو، نرسانو، قابلو، لابراتوار کارکوونکو، درمل جوړونکو، اداري کارکوونکو، تخنیکي پرسونل او خدماتي کارکوونکو لپاره دندې رامنځته کوي. د روغتیايي مرکزونو د پراختیا ترڅنګ د طبي وسایلو، درملو، لابراتواري خدماتو او روغتیايي مدیریت بازار هم وده کوي؛ نو دلته هم د مستقیمو او غیرمستقیمو دندو د رامنځته کېدو امکان شته. د دې ترڅنګ ښوونه او روزنه د خدماتي سکتور یوه مهمه برخه ده. ښوونځي، پوهنتونونه، خصوصي تعلیمي مرکزونه، مسلکي او تخنیکي روزنیز مرکزونه او آنلاین زدهکړې د ښوونکو، استادانو، روزونکو، اداري کارکوونکو، تخنیکي پرسونل او نورو کسانو لپاره د کار زمینه برابروي. په ځانګړې توګه مسلکي او تخنیکي زده کړې له کارموندنې سره مستقیمه اړیکه لري؛ ځکه د بازار اړتیاوو ته په کتو د برېښنا، موټر جوړونې، کمپیوټر، ساختماني چارو، ویلډینګ، کرنې، موبایل ترمیم او نورو مسلکونو روزل شوي کسان کولای شي په خدماتي او تولیدي سکتورونو کې جذب شي. د نړیوال بانک د ۲۰۲۵م کال ارزونه هم د کار پر مهال زدهکړه او د ځوانانو د مهارتونو او کار ته د انتقال لپاره ګټورې لارې بللې دي. (Tamzil,2023)
د خدماتي سکتور د کارموندنې بهیر داسې لنډیز کېدای شي: پانګونه، خدماتي بنسټونه، د خدماتو عرضه، د بازار پراختیا، مستقیمې دندې، غیرمستقیمې دندې، ځانکاري او کوچني کاروبارونه، د عوایدو زیاتوالی او اقتصادي وده. یعنې، که په افغانستان کې په خدماتي سکتور کې پانګونه زیاته شي، نو یوازې په یوه اداره کې د کارکوونکو شمېر نه زیاتېږي؛ بلکې د هغې ادارې له فعالیت سره تړلي نور کاروبارونه هم وده کوي. (Sheth,2019) د بېلګې په توګه د یوه لوی هوټل جوړېدل یوازې د هوټل کارکوونکي نه استخداموي، بلکې د خوراکي توکو عرضه کوونکي، موټرچلوونکي، د کاليو مینځلو خدمات، د ترمیم کارکوونکي، امنیتي کسان او نور اړوند خدمات هم فعالوي. خدماتي سکتور په افغانستان کې د کارموندنې داسې پراخ چتر جوړوي چې د لوړې کچې مسلکي دندو ترڅنګ د تخنیکي، اداري، سوداګریزو، ترانسپورتي او خدماتي دندو او ځانکارۍ فرصتونه هم رامنځته کوي؛ او که له پانګونې، مسلکي روزنې، ډیجیټلي ټکنالوژۍ، مالي لاسرسي او مناسبې اقتصادي پالیسۍ سره یوځای پراختیا ومومي، د بېروزګارۍ د کمولو او د دوامدار اقتصادي پرمختګ مهم محرک ګرځېدای شي.
۴- زېربنايي او ساختماني پروژې
په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره زيربنايي او ساختماني پروژې هغه مهمې چارې دي چې له يوې خوا وګړو ته کاري زمينې برابروي او له بلې خوا ابادي او پراختيا رامنځته کوي. په افغانستان کې دې برخې ته لازم پام په کار دی ځکه په دې سره کاري فرصتونه رامنځته کيږي، وګړو ته مستقیم او غېر مستقیم کاري فرصتونه برابروي. د پروژو د جوړونې، ساتنې او مدیریت په برخه کې د کاريګرو، مهندسینو او ټکنالوژی پوهانو اړتیا رامنځته کېږي چې دا فرصتونه د بې روزګارۍ کچه راکموي او د اقتصادي ثبات سبب کېږي. (Key,2020) زیربنایي پروژې لکه سړکونه، پلونه، برېښنايي شبکې او د اوبو رسولو سیستمونه د اقتصاد د ودې لپاره بنسټیزې چارې دي. دا پروژې د تولیدي سکتور، زراعت او سوداګرۍ د ودې لپاره لازمې دي، ځکه چې د بازارونو د لاسرسي، توکو او خدماتو د انتقال اسانتیاوې برابروي او د زیربنایي پرمختګ له لارې د صادراتو ظرفیت هم زیاتېږي. دا پروژې د دولت د نفوذ د پراختیا، د خلکو د باور د زیاتولو او د نا امنۍ د کمولو سبب هم کېږي. همدارنګه د زیربنایي او ساختماني پروژو د ترسره کولو لپاره نړیوالې مرستې او پانګونې جذبېږي چې دا کار د هېواد د پرمختګ لپاره مالي منابع برابروي او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا سبب کېږي. زیربنایي او ساختماني پروژې د هېواد د اوږدمهاله پرمختګ لپاره ضروري دي. دا پروژې د صنعت، زراعت او خدماتي سکتورونو ودې ته وده ورکوي. (Growth,2024) په افغانستان کې د زیربنایي او ساختماني پروژو پراختیا د کاري فرصتونو د زیاتولو، اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه کولو لپاره حیاتي کار دی. دا پروژې باید د امنیت، مسلکي روزنې او دوامدار پرمختګ د اصولو سره سمې ترسره شي چې ترڅو اوږدمهاله او پایداره پرمختګ تضمین کړي. که څه هم دا مهال په افغانستان کې ځينې انکشافي او پراختيايي پرژې جريان لري چې له يوې خوا د ابادۍ څرک دی او له بلې خوا افغانان پکې په کار بوخت دي.
۵- خصوصي سکتور
په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې خصوصي سکتور د ملا د تير حيثيت لري، که د دې سکتور په ارزښت هر څومره خبرې وشي بيا به هم کمې وي، خصوصي سکتور د ډېرو خلکو لپاره کاري فرصتونه برابروي. د شرکتونو، کارخونو او سوداګریزو فعالیتونو له لارې د کاريګرو، مهندسینو او د ټکنالوژی د پوهانو اړتیا رامنځته کيږي. دا فرصتونه د بې روزګاری کچه راکموي او د اقتصادي ثبات سبب کيږي. خصوصي سکتور د نويو تولیدي، خدماتي او د ټکنالوژی سکتورونو د ودې لپاره هم مهم دی. دا سکتور د بازار د غوښتنو سره سمون لري، نو د تولید، صادراتو او سوداګرۍ د ودې لامل کيږي. خصوصي سکتور د داخلي او خارجي پانګوالو د جذبولو لپاره مهم دی. (Prosperity,2021) دا پانګې د نويو پروژو، زیربنایي کارونو او نوښتونو د ترسره کولو سبب کيږي. خصوصي سکتور د داخلي او نړیوالو بازارونو د پراختیا لپاره فرصتونه برابروي. د محصولاتو کیفیت، قیمت او بازارموندنې ته پاملرنه د صادراتو د ودې سبب کيږي. خصوصي سکتور د کاريګرو د مهارتونو د لوړولو لپاره فرصتونه برابروي. همدارنګه د حکومت له خوا د قوانینو، مالیاتي هڅونو او د سوداګرۍ آسانتیاوو برابرول د خصوصي سکتور د ودې لپاره مهم دي. دا اصلاحات د سوداګرۍ د آسانتیا، د پانګې د جلبولو او د بازار د فعالیتونو د پراختیا سبب کېږي. (making,2018) د دې سکتور د پرمختيا لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي، ځکه دا دخلکو د ژوندانه لپاره نهايي اړين دی، لکه څنګه يې چې پورته په ارزښت خبرې وشوې همدومره ضروري دی، د دې سکتور په پراختيا سره کولای شو چې ښه ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړو او هېواد په خپلو پښو ودرو، ځکه خلکو ته کار پيدا کيږي، پانګوال پانګونه کوي چې په دې سره عمومي عايدات زياتيږي او له يوې خوا ستونزې کمی پيدا کوي. که د دې سکتور د ښه والي لپاره له پخوا نه کار شوی وای اوس به افغانستان د سيمې له هېوادونو څخه په دې برخه کې وړاندې وای او هغه ستونزې چې افغانان ترې يادونه کوي يا به بيخي نه وای او يا به په کمه کچه وای، په هر صورت دې سکتور ته د اسلامي امارت پاملرنه زياته شوې، ځکه يو وخت د خصوصي سکتور استازو د ریاستالوزراء له لومړي مرستیال ښاغلي ملا برادر سره خپلې ستونزې شریکې کړې وې. د دغه سکتور استازو ویلي و چې د خامو موادو د رانیولو لپاره له بانک څخه د پیسو سخت ایستل، له نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو څخه د توکو د رانیولو پر مهال د بانک له لارې د پیسو نه انتقال او د سوداګریزو توکو د واردولو پر مهال په ګمرکونو کې د مالیې ستونزې هغه څه دي چې دوی ته یې خنډونه پيدا کړي، ملا برادر هر اړخيز ډاډ ورکړی و چې ستونزو ته به يې حل لارې مومي.(dpmea,2021) له کله نه چې اسلامي امارت په افغانستان د دوهم ځل لپاره خپله ولکه ټينګه کړې دې موضوعاتو ته پاملرنه کوي، د ماليې وزارت له لوري د خصوصي سکتور يو کنفرانس په لاره اچول شوی و چې په هغه کې د دې وزارت وزير ويلي و چې خصوصي سکټور، سوداګرۍ، صنعت، کسبګرۍ، کرنې، کانونو او د پانګونې سکټورونو پرمختګونو او وړتیا ته په نېک نظر ګوري او د هر راز همکارۍ، ملاتړ او اسانتیاوو د برابرولو ژمنه يې کړې وه.(mof,1401) په افغانستان کې خصوصي سکتور د کاري فرصتونو د زیاتولو، اقتصادي ودې او ټولنیز ثبات لپاره بنسټیز دی. دا سکتور باید د امنیت، قانوني اصلاحاتو، ټکنالوژۍ او مسلکي روزنې سره همغږی شي چې ترڅو اوږدمهاله او پایداره پرمختګ تضمین کړي. د افغانستان خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره باید زېربنایي پرمختګ، مسلکي روزنه، نوښت او نړیوالې همکارۍ په ګډه کار وکړي، دا ټول اقدامات کولای شي چې د سکتور د ودې، د کاري فرصتونو د زیاتولو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ سبب شي.
پايله
د څېړنې موندنې ښيي چې پانګونه په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، بېروزګارۍ د کمولو او د اقتصادي ودې د پیاوړتیا لپاره بنسټیز اهمیت لري. پانګونه د تولیدي ظرفیتونو د پراختیا، د نويو فابریکو، شرکتونو، کرنیزو پروژو، خدماتي بنسټونو او زیربناوو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او له همدې لارې د کار تقاضا زیاتېږي. د پانګونې اغېز یوازې په مستقیمو دندو پورې محدود نه دی، بلکې د خامو موادو، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، بازارموندنې، خدماتو او نورو اړوندو فعالیتونو له لارې غیرمستقیم کاري فرصتونه هم رامنځته کوي. له همدې امله د پانګونې او کارموندنې ترمنځ مستقیمه او متقابله اقتصادي اړیکه شتون لري.
څېړنه ښيي چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ، صنعت او تولید، خدماتي سکتور، زیربنايي او ساختماني پروژو او خصوصي سکتور پراختیا د کاري فرصتونو د زیاتوالي لپاره تر ټولو مهمې ساحې دي. په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه کولای شي چې د کلیوالي وګړو لپاره د کار او عاید زمینه پراخه کړي، په داسې حال کې چې د صنعت او تولید پراختیا د کورنیو تولیداتو، صادراتو او د کارموندنې د زیاتوالي ترڅنګ د اقتصادي ځانبسیاینې زمینه هم برابروي. همدارنګه د زیربناوو پراختیا د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کوي او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراخېدو زمینه برابروي.
په افغانستان کې د پانګونې او کارموندنې د اړیکې د پیاوړتیا لپاره یوازې د پانګې زیاتوالی کافي نه دی، بلکې د مناسب اقتصادي او حقوقي چاپېریال، د پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو، باوري زیربناوو، برېښنا، ټرانسپورټ، مخابراتو، مسلکي او تخنیکي زده کړو او د خصوصي سکتور د ملاتړ اړتیا هم شته. څېړنه څرګندوي چې که پانګونه له مناسبو اقتصادي پالیسو، مسلکي بشري ځواک او د بازار له اړتیاوو سره همغږې شي، نو د لنډمهاله پر ځای د دوامدارو او باکیفیته کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه به برابره شي.
په پایله کې، ویلای شو چې پانګونه په افغانستان کې د کارموندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره یو اساسي محرک دی. د پانګونې زیاتوالی د تولید، عوایدو، سوداګرۍ، صادراتو او مالیاتي عوایدو د پراختیا ترڅنګ د بېروزګارۍ د کمېدو او د خلکو د ژوند د کچې د ښه کېدو لپاره زمینه برابروي. له همدې امله د افغانستان د اقتصادي ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره اړینه ده چې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو د جذب لپاره مناسب شرایط برابر، خصوصي سکتور پیاوړی، د کرنې او صنعت سکتورونه پراخ او په زیربناوو او بشري پانګې کې دوامداره پانګونه وشي. په دې صورت کې پانګونه کولای شي د افغانستان د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د ټولنیز ثبات له مهمو بنسټونو څخه وګرځي.
وړانديزونه
۱- د اقتصاد وزارت ته وړاندیز کېږي چې د پانګونې- تولید او کارموندنې ملي چوکاټ جوړ کړي، تر څو پانګونه یوازې د پانګې د جذب پر اساس ونه ارزول شي، بلکې دا هم معلومه شي چې هره لویه پروژه څومره مستقیمې او غیرمستقیمې دندې رامنځته کوي.
۲- د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز دا دی چې د کارموندنې وړ صنعتونو لپاره ځانګړې پالیسۍ جوړې کړي، په ځانګړې توګه د خوراکي توکو پروسس، وچې مېوې، ټوکر، قالینو، درملو، ساختماني موادو او نورو هغو صنعتونو لپاره چې له کورنیو خامو موادو څخه استفاده کوي.
۳- د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته تر ټولو مهم وړاندیز دا دی چې د ملي مهارتونو او کارموندنې سیستم جوړ کړي. د بازار د اړتیاوو پر اساس باید مسلکي او تخنیکي روزنې پراخې شي؛ لکه برېښنا، سولر انرژي، موټر ترمیم، ویلډینګ، ساختماني چارې، کمپیوټر، موبایل ترمیم، خیاطي، کرنیز ماشینونه او نور مسلکونه.
۴- مالیې وزارت ته وړاندیز کېږي چې د کارموندنې رامنځته کوونکو پانګونو لپاره مالیاتي تشویقات رامنځته کړي. هغه شرکتونه چې د یوې ټاکلې کچې څخه زیات نوي کارکوونکي استخداموي، په ځانګړې توګه په تولیدي، کرنیزو او خدماتي برخو کې، د محدودې مودې لپاره له مالیاتي تخفیفونو یا نورو قانوني امتیازاتو څخه برخمن شي.
۵- د افغانستان بانک ته یو له مهمو وړاندیزونو څخه دا دی چې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو لپاره د اسلامي تمویل او مالي خدمتونو پراختیا ته زمینه برابره کړي. له همدې امله، د اسلامي مالي وسایلو، کوچنیو پورونو، مشارکت، مضاربت او نورو شرعي تمویلي میکانیزمونو پراختیا کولای شي هغه کوچني کاروبارونه چې د پانګې له کمښت سره مخ دي، پراخ کړي او له همدې لارې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.
۶- د کرنې وزارت ته وړاندیز کيږي چې یوازې د خامو کرنیزو محصولاتو تولید ته توجه ونه کړي؛ بلکې له کروندې تر بازار او صادراتو بشپړ ارزښت زنځیر ته پانګونه جلب کړي.
۷- د ښار جوړولو، کلیو پراختیا او عامه کارونو اړوندو ادارو ته دا وړانديز دی چې زیربنايي پروژې باید د کارموندنې د پایلو له مخې وارزول شي. سړکونه، بندونه، برېښنا، اوبه، صنعتي پارکونه، بازارونه او نورې پروژې باید داسې طرح شي چې د جوړېدو پر مهال محلي کارګران استخدام کړي او له بشپړېدو وروسته د خصوصي پانګونې او دایمي کاروبارونو لپاره زمینه برابره کړي.
ماخذونه
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون.(۲۰۲۵.جنوري.۲۰) اسلامي امارت په بېلا بېلو سکټورونو کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب په موخه اسانتیاوې برابرې کړې. https://rta.af/article6968/
طلوع نیوز. (۲۰۲۵.مارچ.۱۴) تایید ۲۵۲ پروژه زیربنایی در افغانستان با بودجه ۷۴ میلیارد افغانی. https://tolonews.com/fa/business-193445
Omar, D. A. (2020, February 29). Inter-relationship between economic development and human development: Analytical study of selected Arab countries. Redalyc, https://www.redalyc.org/journal/279/27963086009/html/
همآموز.(۲۰۲۴.اکټوبر.۱۰) چگونه فرصتهای شغلی را شناسایی کنیم؟ https://blog.hamamooz.com/2024/10/successful-entrepreneur-
Study.com. (n.d.), what is an investment? / Concept & overview. https://study.com/academy/lesson/what-is-an-investment-definition-lesson-quiz.html
Merriam-Webster, (n.d.), Investment, https://www.merriam-webster.com/dictionary/investment
Mahdizadeh, H. (2025, May 28). Investment: How and where to invest? WebAngel, https://webangel.marketing/en/blog/investment/
Drache, D. (1997, December). Jobs and investment strategies: The challenge for policy-makers. York University, http://www.yorku.ca/drache/talks/pdf/apd_jobsinvest.pdf
Hayes, A. (2025, October 2). 11 best low-risk investments: Safest options for 2025. Investopedia, https://www.investopedia.com/ask/answers/021615/what-safest-investment.asp
Garrett, D. G. (2021, November), Capital investment and labor demand (NBER Working Paper No. 29485). National Bureau of Economic Research, https://www.nber.org/system/files/working_papers/w29485/revisions/w29485.rev0.pdf
International Labour Organization, (n.d.), Creating jobs through public investment, https://www.ilo.org/sites/default/files/wcmsp5/groups/public/%40ed_emp/%40emp_policy/%40invest/documents/publication/wcms_619821.pdf
نړیوال بانک.(۲۰۱۸.مارچ.۶) د کرنې سکټور بالقوه ظرفیتونه کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټور ثابت شي. https://www.worldbank.org/ps/country/afghanistan/publication/unlocking-potential-of-agriculture-for-afghanistan-growth
Kassel, K. (2023, November 3). Agriculture and its related industries provide 10.4 percent of U.S. employment. U.S. Department of Agriculture, Economic Research Service, https://www.ers.usda.gov/data-products/chart-gallery/chart-detail?chartId=58282
World Economic Forum, (2019, January), Meat: The future series—Options for the livestock sector in developing and emerging economies to 2030 and beyond. https://www3.weforum.org/docs/White_Paper_Livestock_Emerging%20Economies.pdf
جمهور خبري آژانس.(۲۰۲۵.اکتوبر.۲) د ایران خصوصي سکتور کولی شي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ زیربنا په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. https://www.jomhornews.com/ps/news/186633/
باور،(۲۰۲۵.جنوري.۴) په اقتصادي پراختیا کې د کرنې او مالدارۍ سکتور رول څومره مهم دی؟ هيواد ورځپاڼه. https://hewaddaily.com/%D9%81%D8%B1%D9%85%D8%A7%D9%86/%D9%BE%D9%87-%D8/
حماسه میډیا. (n.d.), د خوړو او کرنې سازمان: وچکالۍ د افغانستان کرنه او مالداري له سخت ګواښ سره مخ کړې. https://hamasamedia.com/archives/17814
Manjula, M. (2022, November 11). Role of industrial sector in employment creation with reference to Kolar district, International Journal of Creative Research Thoughts, https://ijcrt.org/papers/IJCRT2211138.pdf
Szirmai, A., & Naudé, W. (2012, May), the importance of manufacturing in economic development: Past, present and future perspectives. ResearchGate, https://www.researchgate.net/publication/255179694_The_importance_of_manufacturing_in_economic_development_Past_present_and_future_perspectives
د افغانستان اقتصادي لید.(۲۰۲۵. اګسټ) د افغانستان اقتصادي لید. https://aelso.org/da/aeo-aug2025-pashto/
افغان، ص.(۲۰۲۵.اګسټ.۲) د عزيزي ګروپ مشر میرویس عزیزي: د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید دا پروژه به له ښارونو تر کلیو ټولو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي. هندوکش. https://hindukushpa.com/%D8%AF-%D8%B9%D8%B2/
د افغانستان ملي ورځپاڼه.(۲۰۲۴.جولای.۲۴) چینايي پانګوال افغانستان کې د لمریزې برښنا تولید ته لېواله دي. https://dailies.gov.af/%DA%86%D9%8A%D9%86%D8%A7%D9%8A%D9%8A-
خامه پریس.(۲۰۲۴.مارچ.۲۴) اسلامي امارت له خصوصي سکتور سره د څلور میلیارد افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي. https://www.khaama.com/pashto/archives/65516
عزیزي، ف.(۲۰۲۵.سپتمبر.۱۵) طالبانو له ازبکستاني شرکت سره د طوطي میدان د ګازو د کشف او استخراج تړون لاسلیک کړ. د آزادۍ راډیو. https://pa.azadiradio.com/amp/33530587.html
د افغانستان ملي ورځپاڼه.(۲۰۲۳.فبروري.۲۶) په افغانستان کې د بیکارۍ لاملونه، پایلې یې او وړاندیزونه! https://dailies.gov.af/%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%
Tamzil, F. (2023, September 1). Role of the tourism sector in economic growth and job creation, Cinta Nusantara Journal, https://jurnalbundaratu.org/journal/index.php/cintanusantarajournal/article/view/5/15
Sheth, A. (2019, July 30). 10 critical problems faced by the service sector with definite solutions. Medium, https://medium.com/@panamprojectsgujarat/10-critical-problems-faced-by-the-service-sector-with-definite-solutions-6cf055be2131
Industra. (n.d.). Key benefits of general contracting for infrastructure, https://www.industra.ca/key-benefits-of-general-contracting-for-infrastructure/
Effectively utilizing infrastructure to achieve economic and societal growth in developing countries, (2024, September), ResearchGate, https://www.researchgate.net/publication/384485689_Effectively_Utilizing_Infrastructure_to_Achieve_Economic_and_Societal_Growth_in_Developing_Countries
Houhala, K. (2021, July). Value creation at the private and public sector interface. ResearchGate. https://www.researchgate.net/publication/353087880_Value_Creation_at_the_Private_and_Public_Sector_Interface
Department for International Development, (n.d.), Private sector development strategy: Prosperity for all—making markets work. https://www.enterprise-development.org/wp-content/uploads/DFID-Private-Sector-development-strategy.pdf
د ریاستالوزراء د لومړي مرستیال دفتر.(۲۰۲۱.ډسمبر.۵) د ریاستالوزراء لومړي مرستیال د خصوصي سکتور له استازو سره وکتل. https://dpmea.gov.af/ps/%D8%AF-%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%B4
د مالیې وزارت.(۲۰۲۲.نومبر.۷) د افغانستان خصوصي سکتور ملي کنفرانس. https://mof.gov.af/ps/%D8%AF-D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87