چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبژبه او لیکدودسیاسیون که سیاستوال؟ - غزانور غزا

سیاسیون که سیاستوال؟ – غزانور غزا

له نږدې دوو کلونو راهسیې په ځینې چاپي او پرلیکه(انلاین) رسنیو کې د سیاستوال پرځای له سیاسیون کلمې سره مخ کېدلم، وېرېدلم چې هسې نه نورو ته هم دغه کلمه خپره نه شي. وېره پر ځای وه، همداسې وشول، تېره اونۍ دوه لیکنې وې، چې په سرلیکونو کې یې هم سیاسیون کلمه راغلې وه.

ما چې د اوسنیو نامي لیکوالو څومره لیکنې یا کتابونه لوستي دي، په لیکنو کې یې له سیاسیون کلمې سره مخ شوی نه یم، خو له موږ څخه په بېلو شویو لیکوالو کې مې یوازې د استاد صدیق روهي په( ادبي څېړنې) کتاب کې څو ځایه سیاسیون کلمه لوستې ده. سیاسیون عربي جمع ده او له سیاسي مفردې کلمې جوړیږي. هغه چا ته ویل کیږي چې سیاست یې دنده وي، لا هم په سیاست کې ښکېل وي.

ارواښاد استاد روهي ممکن دا کلمه نېغه له عربي اخیستې وي، که داسې نه وي، نو په ادبي څېړنې کتاب کې ارواښاد له ایراني کتابونو هم استفاده کړې ده، ښايي له هغوی په اغېز یې سیاسیون کلمه کارولې وي. ایرانیان د سیاستوال او سیاستوالو لپاره سیاسیون کلمه کاروي، له سیاسي مفردې کلمې جمع په ون جوړوي. اصلاُ په فارسي کې (ون) د جمعې نښه نه ده، خو دوی د (ین) په څېر دا کلمه هم له عربي اخیستې ده. د ایران اوسني ژبپوهان وايي، چې له فارسي مفردو کلمو د جمعې جوړلو په صورت کې دې له عربي (ین) او (ون) استفاده نه کیږي، پر ځای دې یې فارسي نښې وکارول شي.

موږ چې د سیاستوال کلمه لرو، پکار نه ده چې سیاسیون وکاروو، له سیاستوال څخه د دې کلمې د غوره والي لپاره هم څه نه وینم، خو نیمکړتیا یې دا ده چې که څوک په رادیو یا تلوېزون کې متن لولي د سیاسیون پر ځای سیاستوال ښه ویلی شي، ځکه په سیاسیون کې غږ ټیټیږي، خو په سیاستوال کې پخپل حال پاتې کیږي.

دا یادول هم ضروري دي چې په پښتو کې سیاستوال د مفرد او جمع دواړو لپاره کارول کیږي، لکه چې پکتیاوال، ټلوال، لیکوال او نور هم د مفرد او جمع نومونو لپاره یو شان راځي. که څوک د جمع په حالت کې له سیاستوال څخه سیاستوالان جوړوي، داسې تېروتنه کوي، لکه له پکتیاوال، ټلوال یا لیکوال څخه چې پکتیاوالان، ټلوالان او لیکوالان جوړوي.

پای

2 COMMENTS

  1. ګران او منلی غزانور صاحب، السلام علیکم
    ستا خبره بیخی سمه ده سیاستوال ښه کلمه ده سیاستپوه هم سمه ده، خو البته تاسو خبرنه یاست. له دوو کلونو رادیخوا ژورنالیستانو خپل منځ کی یوه فیصله وکړه چی عطانور، مسعودخیلو، ګلمجم، ظاهر قدیر، ګلمرجان، الله ګل، پدرام، خلیلی، محقق او اسحق ګیلانی ته نور زورواکی یا شروفساد یا جنګسالار ونه وایی ځکه که ستاسو په یاد وی څو ځوان ژورنالیستان ترور شول معلومه نشوه چی طالبانو وویشتل که دوی، نوځکه د جنګسالار او ټوپکی او زورواکی پر ځای خاص دوی ته د سیاسیون کلمه انتخاب شوه دا یو شفر و. ډیرو بیا سیاه سیون لیکله او طالب او داعش ته صرف د مخالف کلمه غوره شوه ترڅو زورنالیستانو خطر کم شی
    خدای وکړی په علت یی پوه شوی وی، اما که روهی صاحب هغه وخت لیکلی وی دا یو تصادف دی بل ځای هیچا مخکی وختو کی د سیاه سیون کلمه نه وه کارولی خو سیاستوال او سیاستپوه معموله وه او ښه معنا یی درلوده محترمو سیاستوالو ته په ډیر درناوی استعمالیده . د ریاست جمهوری فرهنګی مشاور (ن.م.)ویلی و چی له دی قیصې څخه داکتر صاحب اشرف غنی هم خبر شو او سخت یی خندلی و خو څه یی نه و ویلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب