جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبطنزونهد قوماندان زوی ته دې زر نومرې ورکړل شي!/ حبیب بختیال

د قوماندان زوی ته دې زر نومرې ورکړل شي!/ حبیب بختیال

طنز  

د پوهنتون محصلۍ دورې د خوږو خاطرو راتازه کولو په نیت مې د خپل پوهنځي ریاست او بیا د استادانو دفترونو ته سر ورښکاره کړ، چې له یو څو سره مې د لیدو او احوال اخیستنې وروسته زموږ یو پخواني استاد سره د هغه په دفتر کې مخ شوم. استاد له لنډې ستړې مه شې په دفتر کې د چالان ټلویزیون د خبرونو اوریدو او لیدو راته وویل ، چې داوړه ورته څو دقیقې ځیر وو.

د خبرونو په لړ کې د یو خبري چینل نطاق د خوښۍ او حیرانتیا د څرګندونې په ډول د یو خبر لیډ داسې پیل کړ : (( د ولسي جرګې له لوري استیحضا شوي وزیر د نن ورځې په غونډه کې بیرته له دې جرګې د باور رایه تر لاسه کړه، دا په داسې حال کې ده، چې د وزیر استیحضا غوښتوونکو وکیلانو له څلورویشت ساعتونو وروسته خپل دریځ بدل او بیرته یې دې وزیر ته د باور رایې ورکړې)). ددې خبر د بشپړ رپوټ له اوریدو وروسته زما استاد ما ته مخ راواړاوه او د خپل ژوند تیرو خاطرو په لړ کې د یاد وزیر په اړه د کلونو وړاندې یوه خاطره داسې پیل کړه:  

دا چې زما کور پوهنتون ته څيرمه ؤ، نو د مرمیو په ناڅاپي باران کې به مې هم ځان ورته رارسولو او هڅه به مې کوله، چې د نوي نظام لخوا پر پوهنتون د تپل شویو نیمه لوستو او نالوستو محصلینو ته، چې پوهنتون ته به دننه له وسلو سره په ببرو څڼو او ډول ډول ماډل کالیو کې راتلل اړ وم، څو تر ټولو مخکې یې په لیک لوست پوه کړم او دا ددوي لپاره په پوهنتون کې داسې زده کړې وې، چې د اوسني عصري نظام کې وروسته پاتې سیمو هغو زده کوونکو ته ورکول کیږي، چې له زده کړو شا ته پاتې شوي وي.

خبره مې د هغه وخت د نظام بدماشو قوماندانانو او د هغوي د وسله والو کسانو کوله، چې د پوهنتون رئیس تر ټولو لومړۍ ما او څو نورو استادانو ته ، چې کورونه یې پوهنتون ته څیرمه وو دا دنده راوسپارله، څو د رسمي ساعتونو تر پیل کیدو مخکې د پوهنځیو د غونډو په سالونونو کې ورته د الف با څخه د لیک لوست زده کړو بهیر پیل کړو، تر څو هغوي په پوهنتون کې د استادانو له خولې د تش غږ وتلو او ددوي ذهنونو ته د رسیدلو په دود د درس بهیر ته پراختیا ورکړي او لږ تر لږه د وخت د نوي نظام ډالۍ په لویو او وړو وسلو سمبال محصلین د استادانو لخوا د ورکړل شویو چپټرونو په لوستلو او د استادانو لخوا پر تختې د لیکلو جملو پر لیکلو او لوستلو پوه شي.

ما او نورو په یاده دنده ګمارل شویو استادانو به پیشړمی مهال پوهنتون ته ځانونه ورسول؛ دا ځکه چې د سپیدو له چاودیدو سره به د ښار له شمال ، سویل ، ختیځ او لویدیځ څخه د بیلابیلو قوماندانانو تر منځ پر ښار د آزمویښتي او د خوند جوړولو په دود له وړو ماشینګڼو نیولې بیا تر توپ او هاوان ډزې پیل شوې او له دې حال سره نور موږ او د ښار نور اوسیدوونکي عادت شوي وو.

په سالون کې راغونډو شویو د نوي نظام ډالۍ وسله وال ، ببر سرونه ، په ډول ډول کاليو او شوقي واسکټونو ، پکولونو ، لنګوټو او خولیو سمبال زده کوونکو ته به مو چې د لیک لوست بهیر پیل کړ، نو تر نهو بجو به مو د یو الف توري په لیکلو له ‍ یوه سره لانجه وه او بیا به مو چې په درس کې د خبرو پر مهال کومه کلمه وکاروله، نو دوي به یې په معنا پسې شله وو. لکه یوه ورځ چې مې یوه ته وویل د پوهنتون کلمه په خپله کتابچه کې ولیکه، نو هغه سم له واره راباندې سترګې رابرګې کړې او راته یې په غوسه وویل :

  • معلم جان تو راستي که درسای زمان … ره خاندي ملامت نیستي ، کلمه خو او اس که د نماز خوانده میشه اګه تو پوهنتون ره کلمه میګي اي خو بس کفر میګي کفر هوشت باشه که دوباره ایتو نه ګويي.

خو ما چې له هغه سره د دلیل په نیت خوله خلاصوله، نو نیغه یې په جیب ټومبلې تمانچې ته لاس کړ او اخطار یې راکړ، چې که په دې تړاو کومه خبره وکړم، نو سلا بلا به مې سابه راپه مالګه کړي. خو دا څه لومړی وار نه ؤ چې موږ دا ډول ګواښل کیدو بلکې هره ورځ مو په وارونو وارونو پر خپلو تندیو د ماشینګڼو او تمانچو ساړه او تاوده میلونه احساسول تر دې چې یو وخت د آزموینو وخت راورسید او په دې لړ کې مو مخکې له مخکې دې ډول زده کوونکو ته د آزموینو لارښود او د نقل نه کولو په تړاو یو نیم میاشتنی ورکشاپ جوړ کړ.

خو د آزموینو په اړه د پوره معلوماتي ورکشاپونو سره سره بیا هم د دوهمې آزموینې په ورځ له یوې نادرې پیښې سره مخ شوم او هغه داسې چې په پرونۍ آزموینه کې مې د یوه قوماندان زوی ته پنځوس نومرې ورکړې وې او دا چې له دې موضوع قوماندان صاحب خبر شوی ؤ نو په یوه خط کې یې پرته له سلام او درنښته داسې راته لیکلي وو : ((معلم جان ! میفامم که زیاد مصروف استي از همی خاطر به سر کوه آسمايي ترا نخواستم، مګم هوشت باشه که بری بچه نازدانه ام باید در امتیان امروزي هزار نمره بتي تا در امتیانای دیګه مضمونها هم به دردیش بخوره)).

ما چې دا ولوستل نو ورته مسکی شوم او چې د پوهنځي رییس ته مې ورښکاره کړ، نو هغه تر یوې ترخې موسکا وروسته راته وویل چې دا لیک په خوندي ځای کې کیږدم او که د خدای رضا وه او حالات سم شول ، نو بیا یې موزیم ته وسپارم، چې ما همداسې وکړل ، خو اوس چې مې په ټلویزیون کې دا وزیر ولیدو نو هغه لیک را په یاد شو، چې د همدې وزیر پلار قوماندان صاحب ما ته رالیږلی ؤ او زر نومرې یې همدې اوسني وزیر ته غوښتې وې.

۱۳۹۶ ، جوزا ، پنځمه ، کور د شپې یوه بجه غزنی لومړۍ ناحیه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب