پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبټاګور او دنوبل ګټونکی اثر خواږه| پوهنیار رحمت الله حکیمي 

ټاګور او دنوبل ګټونکی اثر خواږه| پوهنیار رحمت الله حکیمي 

سریزه :

ځینې وخت یوه جمله هغه که منظومه وي که منثوره، راباندې خوږه لګي، د زړه په تل کې مې کښينې، بعضي وخت یې په علت پوه شم او ځینې وخت یې بار بار لولم، له لوستلو یې خوند اخلم، خو په اسانه پرې نه پوهېږم، ځکه بېلابېلې ښکلاوې لري، حیران شم چې کومې ښکلا مې په زړه  چنګ لګولی چې زه یې په تفسیرولو کې عاجز یم ، او ددغه خوند مزه نشم څکلای له زیات کړاو وروسته یې چې مزه وڅکم، دا خوند مې بیا هیڅکله له خولې نه وځي، دټاګور دلیکنو په لوست کې همداسې چلند راسره وشو، دنوبل ګټونکی اثر مې بار بار لوستی، په هرځل لوستلو کې راته نوي ښکلا ښکاره شوې، دلته غواړم د دغه جادوګر شاعراو لیکوال د هنر په اړه خپل تاثر درسره شریک کړم، وبه ګورو چې په ادبیاتو کې د ټاګور جملې دخوند کوم بېل بېل وریانټونه لري، او علت یې څه دی؟ پیل یې له ټاګور پېژندنې کوو. 

ټاګور :

دنړۍ مشهور ډرامه لیکونکی، شاعر ، لیکوال او مفکر رابندراناتهـ ټاګور د دیوند ناتهـ ټاګور زوی  په (۱۸۶۱ ع ) کال دکلکتې ښار دشپږمې ناحیې د دوار کاناتهـ ټاګور لین په یوه داسې کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړوې، چې دبډایۍ، ملکۍ، علم ، هنر او موسیقۍ له امله په بنګال کې مشهوره وه، دټاګور کلمه د ټهاکر کلمې اوښتې بڼه ده، چې دقبیلې مشر او خان ته ویل کیږي، پوهاند صاحب رشاد د نوبل ګټونکي اثر (ګیتانجلي ) په سریزه کې لیکي: ((د بنګال په ټاګور کورنۍ کې دغه خطاب تر ټولو دمخه (پنجانن ) نومي سړي حاصل کړی دی، چې دټاګور دکورنۍ دغه نیکه له (جسور) نومي ځایه اوسنۍ کلکتې ته راغلی ؤ دهوګلي سیند په غاړه یې په ګوبندپور کې اړولي ؤ . )) (۱ : ۱۴ ) 

ټاګور په دیارلس کلنۍ کې دمهارشي ( لوی مرشد ) پلار له ځان سره دمعرفت په لټون دهمالیا غرونو ته وخیژو، له دې معلومیږي، چې له پخوا نه یې په زړه کې دطبیعت او خالق ترمنځ سپېڅلې اړیکې فطور کړی ؤ، او صوفیانه زړي یې په زړه کې رازرغون شوي وو، په اولس کلنۍ کې بیا د ده مشر ورو جیوتندر ناتهـ ټاګور دلندن کالجونه پرې ولیدل، له غربي تعلیم، ادب او موسیقۍ نندارې یې په نصیب شوې، له دې سفر وروسته یې دشلیډا په کلي کې چې  دکلکتې په شاوخوا کې دګنګاسیند پر غاړه پروت دی دبې وزلو، بزګرو ، لڅو لپړو محرمیتونه په سترګو ولیدل، دې لیدنو او سفرونو دنوموړي په زړه او ذهن کې ادبي انقلاب راوستو، د خیالاتو او افکارو په اور اورکیو یې شرقي ادب ته داسې رڼا ورکړه ، چې ټول ختیځ پرې تر ننه لوړ ګوري. د نوبل ګټونکي اثر ( ګیتا انجلي ) په ټولې دنیا وپېژانده، او دیوه سترګور فنان په څېر راڅرګند شو، نوموړی څه ناڅه د( ۱۶۳ ) کتابونو مولف بلل کیږي، چې ډرامې، نظمونه، ناولونه ، نکلونه ، شعرونه ، هنري نثرونه، خطونه ، سندرې او نور په کې شامل دي ،یوڅو یې عبارت دي له : ( ګیتاانجلي ( دسندرو نذرانه ) ، چې منظوم سرودونه او شعرونه لري، راجه او راني (پاچا او ملکه ) منظومه ډرامه ، باغوان ( دځوانۍ دوخت عشقي غزلې دي ) چې ښاغلي عبدالرحمن پژواک په پاړسي ژبه اړولي، کابلی والاډرامه ، چې سعدالدین شپون په پاړسي ترجمه کړې، د سوالګره نجلۍ او ظالم رواج افسانې چې رشاد صاحب ژباړلي ، پنج بهټ ( پنځه حواس ) دمضمونو ټولګه ، سونر تاري ( زرینه کښتۍ ) دشعرونو مجموعه ، دعالمانو پاچا ( ناول ) ، سمرن ( دښځې ساندې )، پاري ترن ( ډرامه ) ، بالکا ( دنظمونو مجموعه ) ، تین سنګي ( نکلونه ) ، ګورا ( دټاګور لومړی سیاسي ناول ) ، نوکاډوبی ( طوفان ) ناول ، شانتی نیکیتن لومړی ټوک دټاګور ویناوې، چټهي پاتر ( دټاګور خطونه ) ….. نور.

ټاګور ؤ چې د خپل ادبي نبوغ او ذکاوت له امله یې دنړۍ په ادبیاتو کې ځانګړی ځای خپل کړ ، چې رومن لال دخپلې زمانې افلاطون ، احسان دهندوستان دوېښتابه او انقلابي فکر سرخیل ، پروفیسور همایون دکمیت او کفیت له اړخه دزیاتو اثارو مؤلف ، دغرب خلکو دشرق شکسپیر ګڼلی ، چې دهندیانو لخوا  د(ګرودو) ګران مرشد په ویاړلي لقب وویاړل شو. همدا شان ټاګور ته دکلکتې پوهنتون ته لخوا دادبیاتو د داکتري لومړۍ او دانګلستان اکسفورډ پوهنتون لخوا دویمه د ادبیاتو د داکترۍ افتخاري ډیګري ورکړل شوه، دټاګور درسمي نمانځنو په لړ کې دهندوستان حکومت د( رابندربهون ) په نامه په نوي ډهلي کې د ادب او هنر یو لوی مرکز پرانیستی دی ، د هندځینې شاعران چې په ټاګور یې زړه بایللی وايي : (( ټاګور دهند ځمکې ته دیوه اسماني پیغمبر په څېر راغی، له ژبې یې دلفظونو په ځای اورشیندل کېده ، هرې خوایې د ادب او هنر لمبې وشیندلې او دهندوستان ټولې خامۍ او پستۍ یې په کې لولپه کړې . ))  (۲: ۴۹ ) 

نوبل ګټونکی اثر  ګیتاانجلي

 ( د نغمو او سندرو نذرانه )

ګيتاانجلي د ټاګور نړیوال شهکار دی، چې په (۱۹۱۰ ع ) کال کې لیکل شوی دخپلې ماینې ( مرینلتی دیوي ) مړینه وه، چې دنوموړي په زړه کې یې د شاعرانه زخمونو خولې خلاصې کړې، په (۱۹۰۴ ع ) کال یې دویمه لور او په (۱۹۰۵ ع ) دده پلار دیوندر ناتهـ  ټاګور دا دنیا دابدلپاره پرېښوه، په (۱۹۰۷ ع ) کال یې مشر زوی مړشو، دې پرلپسې غمونو او جداییو، دټاګور زړه مات کړو چې شرنګایې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې واوریدل شوه، او دګیتا انجلي سردونه ترې جوړشول.

د دې اثر انګریزي ژباړه په خپله ټاګور، اردو ترجمه یې نیاز فتحپوري ، پارسي منظومه ژباړه یې روان فرهادي، او پښتو ژباړه یې فاضل لیکوال عبدالروف بینوا کړې، غواړم دلته دبینوا لخوا د ژباړل شوی اثرپه دریم چاپ  خبرې وکړم.

دا اثر په لومړي ځل په ۱۳۳۶، په دویم ځل ۱۳۵۴ دادبیاتو پوهنځي پښتوڅانګې او په دریم ځل ۱۳۸۳ ل کال دبېنوا فرهنګي ټولنې لخوا دعلامه رشاد د( ۷۷ ) مخه عالمانه او تحقیقي سریزې سره چاپ شوی، چې ( ګیتاانجلي دخواږه درد، مېنې او ښکلاسندرې ) تر سرلیک لاندې دپیرمحمد کاروان لخوا شاعرانه لیکنه پرې شوې، ټول ( ۱۰۳ ) سردونه لري چې دټاګور د( ۱۱ ) کلنۍ له وخته تر مړینې پورې دعکسونو یو البوم په پنځو مخونو کې ورسره مل چاپ شوی.

ګیتاانجلي له محتوایي اړخه ، دبېلتانه دخواږه درد، دمینې او ښکلا سندرې دي، چې خپل خالق ته نذرانه شوي، مرګ دیوښکلي معشوق په څېر زموږ سترګو ته دروي، دګیتا انجلي ډېر سردونه له لوی خدای سره راز او نیاز دی،  حمدیه رنګ لري، چې لوی جمال په کې دشاعر معشوق دی، کاروان صاحب لیکي: (( په ګیتا انجلي کې کله کله یوه غریبه او درېوزه ګره نجلۍ وینو، چې له پاچا سره مخامخ کیږي، دا مخ په مخ کیدنه دجمال او جلال یوه شاعرانه او سندریزه تابلو جوړوي، پاچا دښکلا او مینې انځور دلوی خالق لپاره استعاره ده، ټاګور په زیاتو شعرونو کې دفقیرانو او غریبانو ترڅنګ دریږي، بې وزلو انسانانو ته زړه ورکوي، هغوی ته وایي چې لوی خدای تر ټولو ډېر له تاسو سره دی. )) (۱: ۸۳ )   دمحتوایي څرک لپاره یې د( ۳۵ ) سرود یو څو جملې رانقلوو: (( په ما کې صرف دومره وړه برخه پرېږده چې په هغې تاته اې زما هرڅه درنارې کړم ، زما دارزو دومره وړه حصه پرېږده، چې په هغې تا هرې خواته محسوس کړم، تا په هرڅېز کې ومومم ، او هره لمحه خپل دمینې نذر ستا حضور ته وړاندې کړم، په ما کې صرف دومره وړه برخه پرېږده چې دهغې په واسطه مې ته له سترګو پټ نسې . زما زولنې بس دومره پرېږده چې یوازې ستا په رضا پابند اوسم او ستا مقصد زما په ژوند کې پوره سي ، هو ! دا ستا دمینې زولنې دي . )) ( ۱ : ۱۶  ) 

دټاګور په شعرونوکې که څه هم دهندوییزم دفلسفې څرکونه شته؛خو تر ډېره دټول بشر سره تړلي مسایل په کې په هنر اوښتي .

په لنډه توګه ویلای شوچې دټاګور شعرونه انسان  په ژوند، مرګ ، کایناتو او خالق مینوي او انساني زړونو ته دتسکین یوه  سندریزه ډالۍ ده. 

د ګیتا انجلي د سندرو هنریت 

د ګیتا انجلي اثر مې چې هر ځل لوستی بیلا بیلې ښکلاوې مې په کې  لیدلي، خو په الفاظو سره مې ددغه علت اظهار نشوای کولای، دهغې خبرې  اظهار چې زړونه رابوږنوي ساده کار نه دی، بلاخره ددې اثر دهنريت او ښکلا په اړه زړه داسې راته وویل: 

  •  د ګیتاانجلي سرودونه  سرشاره عاطفه لري، چې هر زړه  په کې تسکین مومي دبېلګې په ډول یوڅو  جملې له دې اړخه تحلیلوو:

په ( ۳۵ ) سرود کې مې په یوه جمله سترګې ولګیدې، ټکان یې راکړ ، هغه جمله داسې وه:(( په ما کې صرف دومره وړه برخه پرېږده، چې په هغې تاته ای زما هر څه درنارې کړې . )) (۱  :۱۶ )   اوس ددې پوښتنې په ځواب پسې ګرځو، چې ولې یې اغیز راباندې وکړ، ما په پورته جمله کې بې انتها مینه، دخالق او مخلوق ترمنځ سپېڅلې اړیکه، باور  او امید ټول ولیدل . پورته جمله دیوه سرود پښتو ژباړه ده: ( په وجود کې د وړې برخې پرېښول ) ( ای زما هرڅه ) او ( درنارې کړم ) داټولې هغه برخې دي، چې عاطفي قوه په حرکت راولي. کله چې ( اې زما هرڅه ! ) وایو دنورو ټولو څېزونو، وګړو سره مو اړیکه پرې کیږي، یوازې  دخپل محبوب سره د امید، هیلې او باور سپېڅلې اړیکه تحقق مومي، نو دخالق سره باید همداسې اړیکه موجوده وي کومه چې رابندراناتهه ټاګور دعاطفي صدق پرمټ جوړه کړې، دلته دهیلې سپېڅلې غوټې زما عاطفي قوه په حرکت راوسته ، بله داچې څومره یو جسم ټوټه ټوټه کیږي هغومره خپل جسمي قابلیت له لاسه ورکوي، خو دلته لیکوال دخپل باداراو محبوب سره دومره مینه لري، چې د وجود په وړه برخه هم دهغه یاد کوي  او هغه ته ورنارې کوی شي . بل ځای هم په ( ۴۱ ) سرود کې دخپل محبوب او خالق  ترحم ، مینه او عاطفه دومره بې کچې ښيي : ((  ستا دمینې او لطف اوریځ دې له پاسه کوزې خواته داسې مایله وي لکه دپلار دغصې په وخت کې دمور له اوښکو ډک کښته کاته. )) ( ۱ : ۱۸ ) دغه جمله هم په عاطفي لحاظ خورا خوږه ده، ځکه موږ انسانان ډیری وخت دخپل خالق په وړاندې نافرمانې کووخو بیا هم دهغه ذات له ترحم نه سترګې نه پټوو، دلته ټاګور دخپل بادار پېرزوینه دهغه حالت سره ورته بولي کوم چې دپلار دغوصې په وخت کې مور په اوښکوډکو سترګو ښکته ګوري.  

ټاګور انسان مینې ته رابولي، حتا دمرګ وېرونکی  موجود هم ورته ښکلی کوي، او دیوه معشوق په څېر یې زموږ سترګو ته دروي او دهغه سره عاطفي چلند کوي لکه په (۹۱ ) سردو کې چې وايي: (( هغه ورځ چې مرګ ستا ور وټکوي نو هغه ته به څه شی وړاندې کړې ؟ آه ! زه به خپل مېلمه ته دخپل ژوند ډګ جام وړاندې کړم، زه هغه هېڅکله تش لاس نه پرېږدم . )) (۱ : ۴۷ ) 

دخپل محبوب سره تر دې اندازې مینه لري، چې په خپل زړه باندې دهغې قدمونه ښکلوي  اوعاطفي چلند ورسره کوي لکه په (۶۰ ) سرود کې چې وایي : (( ستا مخ کښته خواته مایل دی، ستا سترګې له پاسه زما ټیټو سترګو ته ګوري او زماد زړه ستاقدمونه ښکلوي . )) (۱ : ۳۰ ) 

دټاګور ډېری شعرونه دا کیف او خوند لري،موږ یې یوڅو بېلګې دلته راوړې ، همدا علت دی  چې سړی ورته دټینګې نه وي، یوې سیلانۍ چې د اعلی حسن یو مثال ؤ په خپله وویل: (( د ټاګور شعرونو زما حسن مات کړ. )) ( ۲ : ۴۸ ) 

  • د ټاګور په شعرونو کې خورا زیاتې حسې کلمې موجودې دي ، چې په وسیله یې معنویات محسوساتو ته راځي او جملې په کې حواسو ته مخاطبې کیږي او حواس په کې راګډيږي، استاد غضنفر دحسي کلمو په اړه لیکي: (( حسمې کلمې حواسوته مخاطبې وي، حواسو ته یوڅه وایي . )) (۳: ۱۴۳)  

دلته غواړو دحسي کلمو او جملو دلرلو له اړخه دګیتاانجلي له اثره یوڅو بېلګې راوړو:

۱ ـ   که ته زما سره خبرې ونه کړې نو زه به خپل زړه ستاپه خاموشۍ ډک کړم . ( ۲۰ سرود) 

پورته جمله دباصرې حس ته مخاطبه ده. خاموشي فزیکي جوړښت نه لري، نوڅله به یوځای ډک کړي، خو ټاګور دخاموشۍ معنوي موجود ته مادي وجود ورکړی ، داغیز او هنریت لپاره یې دباصرې حس ته مخاطبه کړې. 

۲ ـ د جولای باران د ونو په ګن سیوري کې دڅوکیدارانو له نظره ځان ژغوري ، ورو ورو دتورات په څېر په پټه خوله راکوزیږي .( ۲۳ سرود) 

پورته جمله کې که څه هم باران لیدل کیږي، خودلته ټول بحث دباران په ورو او غلي غلي اوریدلودی، چې ټاګور یې دتورات په څېر په پټه خوله راکوز بولي او دپټې خولې کلمې جمله دسامعې حس ته مخاطبه کړې او هنریت یې لا پسې زیات کړی.

۳ ـ زما امیدونه راپاڅېدل او دا خیال مې کاوه چې اوس نو زما بدې ورځې ختمې سولې (۵۱ سرود)

پورته وینو چې ټاګور امیدونه راپاڅولي او دباصرې حس ته یې جمله پرې مخاطبه کړې.

۴ ــ که اسمانونه دغرمې دلمر له تودوخي څخه ساه په اوږو شړي ؟ ایا د درد په جاده باندې دهر قدم له اوازه یوه شرینه نغمه نه پیداکیږي ؟ ( ۵۶ سرود) 

په پورته جمله کې ښکاري، چې جادګور شاعر (ساه ) او ( درد ) ته فزیکي جوړښت ورکړی چې جملې یې پرې دباصرې حس ته مخاطبې کړي . 

۵ ــ  سمندر په خندا خندا څپې وهي . ( ۶۱ سرود

لوړه جمله یې دسامعې حس ته مخاطبه کړې، ځکه دسیند دڅپو شور یې په خندا تفسیر کړی.

۶ ـ دا دجدايۍ غم دی چې تمامه شپه یو ستوری بل ستوري ته خاموشانه ګوري او دجولای دباران په توره دربله کې درپېدونکو پاڼو ترمنځ بدله ځني جوړيږي . ( ۸۵ سرود) 

په پورته جمله کې وینو چې ستوري یو بل ته خاموشانه ګوري ، چې باصرې حس ته  غږیږي او درپېدونکو پاڼو له شوره بدله جوړه شوې، چې دسامعې حس ته یې جمله پرې مخاطبه کړې.

ځینې نورې بېلګې یې په لاندې ډول دي : 

  هغه وخت به ستا خبرې زما دچڼچڼوله ځالیوڅخه دنغمې په توګه هرلور ته والوزي ( ۲۰سرود ) 

 موږ په خوب کې داخیال کاوه چې لیرې تالنده به وي مځکه وښوریده دېوالونه ورېږدېده. (  ۵۲ سرود) 

 سترګې مې پرانیزلې نو ته مې ولیدې، چې سرته راته ولاړ او دخپلې موسکا سېلاب دې دې زما خوب ته راایله کړی ؤ . ( ۴۹ سرود) 

د دې جملو او کلمو کمال دادی چې زموږ حواسو ته غږیږي او زموږ حسونه په حرکت راولي دا چاره هنري نثر او شعر ته ژوند ورکوي اوجاویدانه هنریت وربښي . 

  • دټاګور په شعرونو کې قوي منظر کښنه موجوده ده، چې یوحالت يې په طبیعت کې ښکلی انځور کړی، دټولو طبیعي شرایطو سره په تطابق یې قوي انځور  ورته جوړی کړی، ډېری سردونه یې همداسې دي ( ۸۵ ) سرود یې دبېلګې په توګه راوړو: (( دا دبېلتون درد دی، چې په ټول عالم کې خپور دی او هم دا درد دی چې په غیر محدود آسمان کې په بېشماره شکلوڅرګندیږي . دا دجدایۍ غم دی چې تمامه شپه یو ستوری بل ستوري ته خاموشانه ګوري او دجولای دباران په توره دربله کې درپېدونکو پاڼو ترمنځ بدله ځنې جوړیږي . دا خپور سوی درد دی چې عمیق سي نو دمینې په ارزوګانو تبدلیږي او انساني ځایو کې مسرت پیداکوي ؛ همدا درد دی چې دشاعر له زړه نه یو سوځوونکی لحن او سوې نغمه راباسي)) 

پورته وینوچې دبېلتون دکلمې لپاره ستوري غمجن شوي، پاڼې رېږدیدلي او دشاعر له زړه یې سوې نغمې پرې راایستلي .او د دې ټولو حالتونو لپاره یې بېلتون فاعل ګرځولی.

  • یوبل کمال چې دټاګور په شعرونو کې لیدل کیږي هغه دادی چې هغه څېزونو ته چې مادي او فزیکي شتون نه لري، فزیکي شتون ورکوي او په حرکت یې راولي  لکه په لاندې جملو کې د ( موسکا سیلاب ) ، (د خبرو الوتل) او د (امیدونو راپاڅېدل) ترکیبونه :

سترګې مې پرانیزلې نو ته مې ولیدې، چې سرته راته ولاړ او دخپلې  موسکا سېلاب دې دې زما خوب ته راایله کړی ؤ . ( ۴۹ سرود) 

         هغه وخت به ستا خبرې زما دچڼچڼوله ځالیوڅخه دنغمې په توګه هرلور ته والوزي ( ۲۰سرود )

         زما امیدونه راپاڅېدل او دا خیال مې کاوه چې اوس نو زما بدې ورځې ختمې سولې (۵۱ سرود)

پایله : 

رابندراناتهـ ټاګور په ختیځو ادبیاتو کې یوځلانده ستوری دی، چې دخپل علمي نبوغ، ادبي ذکاوت او ذوقي تمایلاتو په اظهار سره یې ټولو شرقي ادبیاتو ته ساه ورکړه، او په نړیوالو ادبیاتو  کې یې ځانته ځانګړی ځای خپل کړ، دسترګور فنان ، شاعر ، لیکوال او ډرامه لیکونکي په ډول راڅرګند شو، بې شمېره اثار یې ولیکل، چې زړونه پرې سکون مومي ، دنوبل ګټونکي اثر (ګیتاانجلي ) د ادبیاتو په عرصه کې نړیوال شهکار شو، په زیاتو ژبو وژباړل شو، دا اثر دبلا زیاتو خوږلنیو ډک دی، بې انتها مینه، عاطفه، ترحم ، جلال او جمال درانه پیغامونه یې دهنري کیف سره وړاندې شوي. 

اځلیکونه : 

۱ ــ ټاګور، رابندراناتهـ ، ۱۳۸۳ل ، ګیتاانجلي دریم چاپ: دعبدالروف بینوا ژباړه ، بینوا فرهنګي ټولنه ، کندهار .

۲ ـ رحماني، ګل رحمن ،۱۳۹۲ ل ، ټاګور دنړۍ ټولمنلی لیکوال او جادویي شاعر: خوږه مجله، لومړۍ ګڼه.  

 ۳  ـ غضنفر، اسدالله ،۱۳۸۹ ، دنثر لیکلو هنر : په نیدرلیند کې افغاني کلتوري ټولنه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب