جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهولې؟/ اجمل پسرلی

ولې؟/ اجمل پسرلی

د کور رنګ لکه کورکمن. د بهر دیوال یې ټیټ. دومره ټیټ چې د کور د کړکۍ بیخ لا ښکاري. د همدې کور مخې ته یوه ورځ له بسه کوزه شوه، اشاره یې وکړه چې دلته اوسي.

دا دی وختونه اوړي د همدې کور مخې ته له بسه ښکته شوی یم. د اورسۍ شاته د جالۍ سپینه پرده راځوړنده ده. د پردې یو کونج لکه چې له راده بیل شوی. د پردې شاته د سیوري غوندې یو څوک ترسترګو کیږي. د کور بام تک سور دی. د کړکۍ د لرګیو رنګ الوتی، لکه د کور د دروازې رنګ. د وره شاته د کور او دیوال ترمنځ نرۍ لار تیره شوې، ورها خوا یې ونې ښکارې. چمن هم لکه چې هلته شته.

« د کور د ودانۍ شاته به زړو ونو همداسې سیوری جوړ کړی وي لکه دا مخته؟»

هغه د بنیادم سیوری  د پردې شاته ورک شو. سترګې مې وموښلې، څه شو؟

کړپ شو. دروازه خلاصه شوه. یو سړی راووت. خوله مې راټوله کړه چې پوښتنه وکړم، بیرته مې پر څټ لاس تیر کړ:

«چکان عجب خلک دي، که اوس وطن وای خامخا به یې پوښتنه کړې وه چې له چا سره دې کار دی»

سړي لاندې باندې راته وکتل، ما د دوی کور ته لاس ونیو:

-دا ستاسو دی

سر یې وخوځاوه.

-دا بس (ستاتنیڅي) ته ځي

-پر سر یې غټ لیکلي دي

د بس خواته ژر ژر ورغلم. زیړ کور ته مې د بس له شیشې بیا سترګې واړولې، هاغه سړي راته کتل، خو بس تیز شو.

خدای خبر چې پر دې لار به کله راځم. که راشم نو ولې به دلته ښکته کیږم؟….

په (ستاتنیڅې) کې چې له بسه ښکته کیدم زړه مې وشو چې بیرته دې زیړ کور ته ورشم، خو د هاغه سړي څیره مې سترګو ته ودریده، له سړکه پورې وتم، د ونو ترمینځ په تنګه تشه کوڅه کې ګړندی شوم، د ژیړو ریږیدلو پاڼو غرچی و چې ترپښو مې لاندې کولې.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب