تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) د دفتري رخصتۍ يا د هر ډول محفل په مناسبت جوړېدونکې مېلې، چې اکثره پکې د ډالیو تبادله او نور تفریحي فعالیتونه شامل وي، ډېری وخت د شرمیالو یا خجالتي کسانو لپاره یو لوی چلینج وي۔
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، رایان ارنلډ نومی کس، چې په خپله هم د ټولنیزې ناکرارۍ ستونزه لري، وايي چې په لویو غونډو کې ګډون د هغه انرژي ختموي او ډېر وخت د بلنې تر منلو مخکې دوه ځله فکر کوي۔
د ټولنیز چارو پروفیسیره لورا مکلاډ وايي، په دفتري محفلونو کې پر ګډونوالو دا فشار وي چې ځان خوشحاله او هیجاني وښيي، حال دا چې هر څوک په رښتیا دومره خوشحاله نه وي. سربېره پر دې، د الکولو استعمال او غیر رسمي فضا کولی شي مسلکي حدود ګډوډ کړي، چې دا کار په ځینو کسانو کې ناکراري لا زیاتوي۔
متخصصان او معالجان شرمیالو او له خلکو ځان لیرې ساتونکو کسانو ته مشوره ورکوي چې تر محفلونو مخکې یو شمېر تګلارې حتماً په پام کې ونیسي۔
متخصصانو پسپارښتنه کوي، چې باید په دا ډول محفلونو کې ګډون کوونکي د لباس د اصولو په اړه ځان خبر کړي او داسې ارام او مناسب لباس واغوندي چې پکې ځان مطمئن او رارام احساس کړي. دوی وايي: «له کوچنیو ډلو څخه پیل وکړئ او د خبرو اترو لپاره هڅه وکړئ د خونې په منځ کې پاتې شئ.»
ماهران دا هم وايي چې که بېکراري احساس کوئ، نو یوازې د لنډ وخت لپاره ګډون وکړئ او د وتلو لپاره یو مناسب عذر له مخکې چمتو کړئ. په ازاد ډول پوښتنې وکړئ، لکه د همکارانو د رخصتیو د پلانونو یا له کار پرته د هغوی د خوښې د فعالیتونړ په اړه. همداراز له اختلافراپاروونکو یا جنجالي موضوعاتو ډډه وکړئ۔
که خبرې ودرېږي، دا یو عادي کار دی. د هرې چوپتیا د ډکولو مسوولیت یوازې ستاسو پر غاړه نه دی۔
ځینې کسان په محفلونو کې له نورو ګډونوالو سره په خبرو کولو کې ځان ارام احساسوي. د ماشومانو یا کورنیو حیواناتو په اړه خبرې کول اکثره خبرې اسانه کوي۔
ارواپوهه اندریا ټیلر وايي، د محدود وخت لپاره ګډون کول او پر کوم فعالیت تمرکز کول کولی شي ناکراري کمه کړي او ځانباوري زیاته کړي۔
رایان ارنلډ وايي چې هغه ډېری وخت له خپلو کتابونو او کورنۍ سره وخت تېرول غوره ګڼي، خو ځینې وختونه په محفلونو کې ګډون کول هم ګټور تمامېږي۔
دا لارښوونې له کارکوونکو سره مرسته کوي چې له ټولنیز فشار یا بېکرارۍ پرته په دفتري محفلونو کې ګډون وکړي او په دې ترڅ کې خپلې مسلکي اړیکې او ځانباوري وساتي۔
علمی لیکنه ده. کور مو ودان.
” شرمیدونکی ” یو ډول دروند منفی بار هم لری بناً زما په ډنګر ګومان ” شرمناک ” به مناسبه کلمه وی.