جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبطنزونهآیا انسان په څلور بولو تلای شي؟! حبیب الله بختیال

آیا انسان په څلور بولو تلای شي؟! حبیب الله بختیال

موده وړاندې مې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو یو کاندید د څرګندونو په باب په یوه ورځپاڼه کې د یو خبر سرلیک ولوستو، چې په کې لیکل شوي ؤ : افغانان وايي، چې … ډاکټر دې افغانانو ته د پسونو د خطاب له کولو او دې لوی سپکاوي له امله بخښنه وغواړي.

وخت راسره یاري ونه کړه، چې په دې اړه مې یو طنز او یا هم د پراخو سینو او لویو حوصلو درلودونکو افغانانو او د هغوي نیکو او سلیمو اخلاقو، چې بې له کوم غبرګون څخه یې دا سپکاوی زغملی  کومه لیکنه لیکلې وای، خو وخت یاري راسره و نه کړه او اوس مې چې د ورځپاڼو ګڼې سره سمولې، نو توکلي مې یو ځل بیا د هماغې ورځپاڼې پر هماغه سرلیک نظر شو، چې په یوه پخواني کتاب کې لیکل شوی نکل را په یاد شو؛ لومړی مې وغوښتل، چې راځه موضوع د خپل ذهن طنزي سیستم ته واچوه، چې څه ډول طنزي آچار ترینه راوزي؛ که په کیفیت برابر وو او د وخت له غوښتنې سره سم وو، نو یا الله کمپیوټر ته به لاس کړو او لکه ماشین چې پر بخمل وچلوینه داسې به یې ساز او سامان ټول ورکړم او که د طنز په جامه نه وه برابره، نو بیا به یوه لنډه یادونه او ورپسې هماغه نکل، چې کلونه وړاندې مې یو کتاب کې لوستی ؤ راوړم. وروسته له ډیرو فکرونو مې غوره وبلله، چې خبره طنز ته برابره ده راځه په دې شنه روژه کې یو څو کسان وخندوه، چې هم یې حوصله نوره زیاته شي او هم یې د روژې ګنګسیت له سره والوزي، خو دا چې زه د شپې په دوولسو بجو د اخبارونو ، مجلو او په خپل کتابتون کې د کتابونو په سمبالولو لګیا وم، نو که مې طنز پرې پیل کړی وای؛ د طنز له لیکلو سره به له پیشړمي هم پاتې شوی وای او هم به دې د شپې له لازم خوب نه ځان بې برخې کړی وای، نو ځکه مې دا غوره وبلله، چې د هماغه نکل لنډ نچوړ لوستونکو ته راوړه:

وايي چې ژانژاک روسو د خپل نامتو اثر په باب چې ((د نابرابرۍ د اصل په باب څو خبرې)) نومیدو د وخت مشهور طنز لیکوونکي ولتیر ته ورواستاوه. ولتیر په دغه اثر کې له تمدن څخه شکایت کړی ؤ او خلک یې دې ته هڅول،چې بیرته ځنګلونو ته پناه یوسي او د وحشي قبیلو په څیر ژوند وکړي. په هغه وخت کې د روسو دغه اثر یو شاهکار ګڼل کیدو او هیچا دا جرأت نه درلود چې پر وړاندې یې حمله وکړي او یا هم دا چې نیوکه پرې وکړي؛ خو ولتیر د د روسو ددې کتاب له لوستلو وروسته هغه ته داسې ولیکل :

(( ښاغلیه ستاسو کتاب چې د بشریت پر ضد دې لیکلی ؤ راورسید. له دې بابته ډیره مننه کوم. خو رښتیا خبره داده چې هیچا تر اوسه پورې هیچا ستاسو په اندازه عقل او منطق دې ټکي ته نه دی وقف کړی؛ چې په دوو پښو روان انسان څخه بیرته څلوربول حیوان جوړ کړي. ستاسو د کتاب له لوستلو نه وروسته له سړي سره دا شوق پیدا کیږي، چې په څلوربولو ولاړ شي؛ خو څرنګه چې په تیرو شپیتو کلونو کې ما په دوو پښو تګ کړی دی او ورسره عادت شوی یم ؛ له بده مرغه زما لپاره دا ناشونې ده چې په څلورو ولاړ شم)).

یاده دې وي ، چې پورته نکل په نړۍ کې د ټولو ټولنو هغو کسانو لپاره یو لوی عبرت دی، چې د ټولنیزو اخلاقو درجه یې له صفر څخه ښکته منفي سلګونو درجو ته رسیدلي وي او د خپلې ټولنې وګړو ته بې د نه شې او جنون له حالته د څلوربولو خطاب کوي. آیا دا ډول کسان به په راتلونکي کې د یو هیواد واک ته او یا هم پر کوم بل عادي پوست د دندې جرأت وجدانا وکړای شي؟.

1 COMMENT

  1. خپله خوله هم کلا ده هم بلا.
    بختیال صاحب له همدی امله ولس هم دغو ښاغلو ته د « ډاکتر ګل مرجان » افتخاری لقب ورکړ او وایی چی « ګل مرجان یی نه منی » . څوک چی خپل ولس توهینوی اوپه سپکو ورته ګوری ، هغه به هم له ولسه خیر یونسی او لکه چی وایی جزای قروت آب ګرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب