لیکوال: ذبیح الله پیمان
نن یې درېیمه ورځ وه چې په دغه لویه دښته کې له خپل درانه پنډ سره روان و، په څېره کې یې د ستړیا او ژورې ستومانۍ نښې له ورایه ښکارېدې، خو کله به یې چې خولې هم ورسره ګډې شوې، نو د بدن په هره برخه کې به یې داسې احساسوله لکه خېرنې جامې چې یې له اغزیو ډکې شوې وي،کله به چې په دښته کې د ساړه باد کومه څپه راغله، نو د مساپر په تور رنګ کې به وینه وچلېده، خپل پنډ به یې د اوږو په لور پورته کړ، په شونډو به یې موسکا خوره شوه او له ځان سره به د لېوني په څېر په خبرو لګیا شو .
نور را لنډ شوی یم …نن له دې نه خلاص یم چې د بیابان په ګرمو شګو له وېرې ډکه شپه تېره کړم …
له هاغه وړاندې غونډې به خامخا دکلي چنارونه راښکاره شي …
که مې ووینې څومره به خوشحاله شي …
دلته یې خبره په خوله کې ورکه شوه، سر یې ځوړند کړ او خپل قدمونه یې نور هم ګړندي کړل، له هر قدم سره یې له درنو څپلیو ګرد پورته کېده، په نرۍ لاره -چې ډېر وخت کوم انسان نه و ورباندې تللی- یوازې د رمو او صحرايي حیواناتو د پښو خاپونه ښکارېدل، کله کله به د لارې په دواړو غاړوکې د بوټو او واښو راغځېدلې څانګې هم د هغه تر پښو او درنوڅپلیو لاندې شوې.
د مساپر په ذهن کې هره شېبه د دښتې د ستومانه دوه روځني سفر او د دوو شپو یادونه ګرځېدل چې د غلو او صحرايي حیواناتو له ویرې یې خوب له سترګو تښی و، یوازې په وچه ډوډوۍ او ګرمو اوبو یې ګوزاره کوله، ډېره موده وروسته په دې لاره کلي ته روان و، فکر یې کاوه چې کلیوال به اوس هم دپخواپه څېرپه دغه لاره ځي راځي، خو کله چې یې لومړۍ ورځ ترمازدیګره مزل وکړ، ورته څرګنده شوه چې له خلکو نور دغه لار هېره شوې ده او د هر ډول حیواناتو پلونه ښیي چې نور نو ددغه لارې لارویان یوازې څاروي دي.
مساپر په همدې فکرونو کې د غونډۍ سر ته ورسېده، په قدمونو کې یې نور د وړاندې تلو سېک نه و، خو کلونه وروسته د خپل کلي د لیدو تلوسې د غونډۍ پر مخ پورته اوچت کړ، وړاندې یې په یوه وړه دره کې په تر ټولو مخکني کلي سترګې ولګېدې، د چنارونو په لیدو یې په وچو شونډو موسکا وغوړېده، نوو او خوږو هیلو یې په زړه کې نوی سیک را پیداکړ.
راورسیدم …
نور نو دومره لاره نه ده پاتې، د همدې غونډۍ په سر پوره دمه جوړوم او بيا ورځم …مورجانه مې باید هېڅکله هم په دې ستړي او ستومانه حالت کې ونه ګوري .
شاوخوا یې وکتل، د یوې لويې ډبرې ترڅنګ یې په خورو شګو پنډ له اوږې کوزکړ او بیاکلی ته مخامخ اوږد وغځېد، پر له پسې یې څو ستړې ساګانې ویستلې، له جیبه یې یوګلابي دسمال یې سترګو ته ونیوه وه او د نصوارو غټ کوتی یې سترګې ته برابر کړ، د کوتي په سر د ګردې هندارې شاوخوا شنه غمي قطار وو.
د ګلابي دسمال په څنډه یې په ستنه دګلاب کښل شوی ګل په وچو شونډو ښکل کړ او په زړه کې یې د خواږه درد څپه تېره شوه، تر ډېره یې ګل ته کتل چې اوس یې ګلابي تارونه یوڅه سپخېدلي وو، بیایې د ستوني اوغاړې خولې پرې وچې کړې، لږ نصوار یې تر لاندینۍ شونډه لاندې کېښودل، د نصوارو د کوتي هنداره یې مخ ته ونیوه، خپلې ببرې ږيرې او سرته یې په ځیرځیر وکتل، د ږیرې دواړو خواوو ته یې سپین ویښتان تر سترګو شول، ټنډه یې یو څه لویه شوې وه، د غوږونو تر شایې هم له خولۍ سپین تارونه راوتلي وو ګردونو ورباندې چتر جوړ کړی و، د مساپر پر شونډو خوږه موسکا ورکه شوه، لومړی ځل یې حس کړه چې په ډېره چټکۍ ورباندې تېر شوی دی.
د خیال مرغه یې ډېرو پخوا وختونوته لاړ:
نږدې دوولس کاله وړاندې چې له کلي وته؛ نو پاسنۍ شونډه یې نوې توره شوې وه، د ځوانۍ له یوعالم کبر او غرور سره دکلي په کوڅو او کروندوکې ګرځېده، تل به یې پر دماغ د نوې ځوانۍ خمار خور و، د ورځې به یې څوځله په هنداره کې کتل او د خپلو برېتونو ننداره به یې کوله، په ځمکه به یې داسې قدمونه اېښودل لکه چې ډېر لوی احسان یې ورباندې کړی وي، خو اوس داسې ورته ښکارېده لکه د مساپرۍ، مجبوریت او د چا یادونو چې بې وخته له هغه نه د ځوانۍ شتمني لوټلې وي.
ور یاد شول چې یو وخت به یې کلي ته دغه راغلې لار له سپېدو تر تیاره ماښامه په یوه ورځ کې وهله، خو اوس خبره ان درېیمې ورځې ته رسېدلې وه، بیایې ځان په دې ډاډه کړ چې د ځنډ لامل به یې دروند پنډ، لوږه او پرله پسې ستړیا وي.
له پوره ستړیا وروسته یې دمه کړې وه، ساه یې ارامه شوه او بیا د کلي په لور روان شو، په مخ ځوړندې لار یې لوی لوی قدمونه اخیستل، نیم ساعت وروسته -چې د غرمې ګرمي په خورېدو وه- مساپر په کلي ورننوت، له خوښۍ ټوله ستړیا ترېنه هېره وه او زړه یې په زوره زوره درزا کوله، په کروندوکې څوک نه معلومېدل او نه یې هغه پخوانی شور غوږونو ته رسېده .
د یوه کوچني باغ د چيلې ( له لښتو او لرګیو جوړه دروازه) مخې ته يې پنډ له اوږې ښکته کړ او بیاله ځان سره په خبرو شو .
مورجانې به اوس بیخي زما څېره هېره کړې وي، زماپه لیدو به څومره خوشحاله شي، په دې هم نه پوهیږم چې اوس به په باغچه کې څه کارکوي، د انګورو تاکونه به اوبوي او که په ټوکرۍ کې به را لوېدلې میوې ټولوي؟ نه پوهېږم، هېڅ نه پوهېږم …
خبرې یې بس کړې او د چیلې د ټکولو لپاره یې ډبرې ته لاس کړ،زړه یې غوښتل چې خپلې مور ته په زوره غږ کړي، خو بیا څه فکر ورسره پیدا شو، ډبره یې له ګوتو پرېوته .
نه، نه، تر دېوال ور اوړم، ټوکه ورسره کوم، پریږده چې همداسې ناڅاپي ورسره مخ شم، ګورم چې زماپه لیدو څه کوي؟
له ځان سره یې وخندل
پرېږده چې بیا پر مخ درنې څپېړې راکړي او کلونه وروسته مې په مخ کې یو ځل بیا د همغه څپیړو تودوخه خوره شي .
له چیلې نه څو متره هاخوا ولاړ او د دېوال په لږ څه ټیټه برخه یې لاسونه بند کړل، د دېوال په سر را اوښتې څانګې یوه برخه یې راونیوله او لاندې یې ټوپ کړل ،خو په باغ کې د پخوا په څېر د مرغانو شور ماشورنه و، هلته یو ډول وېرونکې چوپیتا خوره وه، د دېوال څنګ ته وړاندې لاړ، هره خوا پرې شوې څانګې او د وسپنې ټوټې پرتې وې، د انګورو ټول تاکونه داسې ښکارېدل لکه چاچې ټول په بېخ کې رېبدلې وي، د باغ هغه وړه کوټنۍ -چې ده به په کې د غرمې خوبونه کول- اوس پر بل مخ رانسکوره وه او ماتو تیرانو یې اسمان ته خولې نیولې وې، څو متره وړاندې دوه درې ژورې کندې ښکارېدې چې په څنډو یې باد وچې پاڼې او څانګې خوځولې، پاس په هواکې یوه ډله کارغانو شور ماشور جوړ کړی و ، هر څه وچ وو، د اوبو لښتي او د مرغانو ځالې ړنګې بنګې وې، ددغه خواشینوونکې منظرې په لیدو د مساپر زړه له ژړا را ډک شو، چیغې یې کړې .
مورجانې!
مورجانې! چېرته یې ؟
زماغږ نه اورې؟ ستازوی یم، ګلمیر
زه راغلم..مورې ! …مورې !
غږ یې د باغچې په څلور دیوالۍ کې انګازې وکړې، بې د خپل غږ له انعکاسه یې هېڅ هم وا نه ورېدل، یوځواب یې هم تر غوږونو رانه غی
په منډه د دېوال یوې نړېدلې برخې ته ورغی، له باغچې ووت، دکور په لور روان شو، دکور نږدې ټول کورونه نیمايي نړیدلي وو، مخامخ د یوه جوړ کور دروازه یې وډبوله، هغه دروازه چې له ټولو دروازو ورباندې ګرانه وه.
ترورې !ترورې ! دروازه خلاصه کړه، مور مې چېرته ده؟ ګلمیر یم
شېبه پس یوه زړه ښځه راووته، ګلمیرته یې په ځیرځیر وکتل
ګلمیر یو قدم ور وړاندې شو او په لړزېدلي غږ یې ترې وپوښتل
ترورې! مور مې چېرته ده مور مې؟
د زړې ښخې پر شونډو موسکا خوره شوه او په لېوالتیا یې وپوښتل
ګلمیر جان یې؟
په تندي یې ښکل کړاو په خبرو شوه
ګلمیر بچیه! ولې داسې نا اشناغوندې راته ګورې؟ راځه ګاونډی خو د خپل کور په څېر وي، بیا د کلونو مساپر راغلی یې، راځه په کورکې به خبرې کوو.
دواړه د کور له کوچنۍ دروازې انګړ ته ننوتل
یوه شېبه وروسته د انګړ منځ کې د وړوکې کوټې له کړکۍ نه د ګلمیر د سلګیو اوازونه راتلل، مور یې په بمبار کې د باغچې تر کوټنۍ لاندې شوې وه او د ګل اندامې د واده څو کاله پوره کېدل چې اوس یې ماشومانو کړکۍ ته نږدې په انګړ کې لوبې کولې
۱۳۷۸، د غبرګولي ۱۰مه
ډېره ښایسته لیکنه ده ، د لوستلو په وخت کې انسان داسې فکر کوي چې د کیسې له اصلي اتل سره یوځای هرڅه وینی او اوري . خوپای یې ډېر تراژیک وو. په ګلمیر بېچاره مې زړه ډېر درد وکړ.