نن سبا د ژباړې بازار ډېر تود دی، مسلکي او نا مسلکي کسان په ژباړو بوخت دي. یو چا کیسه کوله: ((موږ ته کتابونه د اېډېټ لپاره راکړل شول چې نا مسلکي کسانو ژباړلي دي، خو چې کتابونه مو ولوستل ژباړه یې دومره غیر معیاري وه چې باید له سره ژباړل شوي وای.)) په دې وختونو کې هومره ارزښت چې ژباړې ته ورکول کېږي، آن تخلیقي فکر یا له ځانه لیکلي مطلب ته یې هم نه ورکوو.
په دې وروستیو کې ژباړې دومره پرمختګ کړی دی چې ښايي بل هېڅ وخت یې نه و کړی. دا هم سمه خبره ده چې ژباړه د فرهنګ په بډاینه کې مهمه ونډه لري او په ټولنو کې د فکرونو او نويو علومو د تبادلې ارزښتناکه وسیله ده، البته ژباړه اسان کار هم نه دی، زیار غواړي او ډېر غور ته اړتیا لري، خو دلته له دومره محبوبیت سره، سره سطحي چلن ورسره کېږي، د ژباړې صحت، معیار او اصولو پسې سر نه خوږوو. زما په اند نن سبا دې دا خبره عامه شي چې که هېڅ څه نه شې لیکلی نو ژباړه خو کولی شې، ژباړې وکړه.
خو له دې مسایلو ور هاخوا موږ ولې ژباړې ته پنا وړو؟ ښايي ډېر دلایل ولري مګر زما په اند ژباړه د ځان خلاصولو اسانه لاره ده، د موضوع او د لیکوال د فکر په اړه که هره پوښتنه وشي لنډ ځواب مو همدا وي چې دا زما خبره نه ده. یو چا په فېسبوک کې مطلب ژباړلی و، بل کس په تبصره کې ورته ولیکل چې دا خبره درسره نه منم، نو ژباړونکي لنډ ځواب ورکړ: دا زما خبره نه ده، یواځې مې ژباړلې ده. د دې خبرې په اورېدو طبعاً چې نور بحث ته اړتیا نه پاتې کېږي.
بل دا چې موږ له کره کتنې وېره لرو، داسې نه یو روزل شوي چې نقد دې واورو او ویې زغمو. هر لیکوال د خپل فکر او کړې خبرې مسول دی، که نقد ورباندې وشي نو ننګه یا دفاع به یې کوي او باید منطقي دلایل وړاندې کړي، خو دا چې موږ له کره کتنې وېره لرو او د استدلال منطق مو کمزوری دی نو ژباړې ته مخه کوو او ځانو ته د تښتې اسانه لاره غوره یا پيدا کوو.
بل لامل ښایي دا وي چې موږ پر خپلو افکارو او وړتیاوو بې باوره یو، دا منم چې نورو هېوادونو په هره برخه کې پرمختګ کړی دی، لا یې کوي او نوې ـ نوې مفکورې لري، خو موږ ته د دوی مفکورې او کتابونه د کاڼې کرښې برېښي، په داسې حال کې چې موږ هم ډېر تکړه او د نویو فکرونو لیکوالان لرو چې باید ارزښت ورکړل شي. زما یوه ټولګیوال به په هر سیمینار کې د بهرني پوهانو دومره نظريې راوړې چې خپله تبصره به یې په نشت حساب وه، ده فکر کاوه، د بهرنيو پوهانو د نظریاتو راوړل د تکړه توب نښه ده؛ نو موږ د خپلو افکارو او نظریاتو پر ځای د بهرنیو هغو ته ډېر ارزښت ورکوو.
یو بل دلیل چې نن سبا زیاتره کسان ژباړې ته مخه کوي ښايي دا وي چې له تخلیق څخه ژباره لږه څه اسانه ده. که څه هم ژباړه باید اسانه ونه ګڼل شي او نه سطحي چلن ورسره وشي، ځکه خپل ځانګړي اصول او ظرافتونه لري، خو بیا هم د یوې نوې موضوع پیدا کول یا یوې زړې موضوع ته نوی رنګ او لید لوري ورکول تر ژباړې هغې ستونزمن دي.
یوه ورځ مو په ټولګي کې پر لیکنو بحث و، یوه ټولګیوال مو وویل: دا لیکنې هېڅ ځای نه درته نیسي، نه څوک ارزښت ورکوي، کتابونه وژباړئ ژر به شهرت پيدا کړئ. هدف مې دا دی چې ډېری کسان شهرت ته لېواله دي؛ یعنې په کم وخت کې شهرت غواړي، نو شهرت ته د رسېدو یوه اسانه لاره د ژباړې لار ده، دا هم سمه ده چې ډېری خلک له زیاتې علاقې، مسلک او اړتیاوو له مخې ژباړې کوي؛ او باید د ژبې د پرمختګ لپاره وهم شي، په ځانګړې ډول د پښتو ژبې لپاره چې لا ډېر کار ته اړتیا لري، له دې سره ـ سره دې د ژباړې مسلکیتوب، صحت او معیار ته دې لا ډېره پاملرنه وشي.
سلام
دژباړې تر ټولو ستر ارزښت همدادی چې دعلو مو او فنونو په نړیوالتوب کې رغنده اغیز لری که ژباړه نه وای نو د نورو ولسونو او ملتونو له بوهې مو ګټنه نه شوه کولای. پراخه مطاله ،ځانګړو اثارو سره پیزندګلوی،دنثر ښکلا،خپلواک اومستقل متفرق مواد،ځانګړی ادبی او ټولیز اثار، ډله ایزه اړیکو وسایل او ابزار .
په مسلکی برخه کې:
ژباړه فسبوکی نه ده چې د املاء او انشاء غلطی یې له اصلی لیکنی زیاتې وی ، داټکل ګوګلی خبره هم نه ده لکه د طلوع /راختل او نیوز /خبرونه دواړه نه فارسی او نه پښتو ژبې چینل تراوسه پورې د څارنوال او سارنوال توبیر نشی کولای .بیایی چې نجونو بنجارو جاراوقربان ته وګورې مسلک دې له ذهنه ووځی افراط خو هم حد لری. دنجیببې بنډارپه اریانا تلویژن کې د فرهنګ به نړېدو پسی را ا خیستې ده
غیرمسلکیتوب:
خلکو دپیسو او ګتو لپاره بازار داغ ساتلی نه دې ژباړې لپاره . دلته جاسوسی مهمه ده ژبه اوفرهنګ کومه مانا نه لری .په دې کړکیچ کې دفرهنګ د بدلیدلو طرحې له پخوا نه چالانې دی دکابل د تلویژنو نه یی در واخله داهم شو پرمختګ چې دشاتګ مفهوم نه ورکوی رښتیا ! داطلاعاتواو کلتور وزارت خبردی ؟
اماتوره منډې او ترړې :
نیوکه خو پرېږده موږ متحد نه یو! هدفی وژنو ته ګوره موږ مچ لا پر بزه مچ نه پرېږدو ! نو پرمختګ خو ډیر لیرې دی زموږ فاتح عیب نه لری او بل باندې ژر ټابه وهلی شو چې څنګه یې له منځه یو سو.ستا لیکنه به زړه پورې ده خو کاشکې ،کاشکې