شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعر الهام دی، الهي ورکړه ده او که ذهني ځواک ؟؟؟

شعر الهام دی، الهي ورکړه ده او که ذهني ځواک ؟؟؟

ساجد بهار

د (ادبیات) ګروپ کې دویم بحث 


غلام رباني فیاض پوښتنه کړې، چې شعر الهام دی، الهي ورکړه ده او که ذهني ځواک؟؟؟

ملګرو پرې لاندې تبصرې کړي او ټولې یې دلته لوستلی شئ

حنیف حیران:
درې واړه.

ساجد بهار: 

زه که خپله تجربه ووايم، شعر ليکل مې د شعر له لوستلو پيل کړي.

دوامدارې مطالعې شعر را زده کړی او اوس هم د رياضت پر مټ شعر ليکم.

د فطري استعداد مسله هم د منلو ده ، خو د الهام په اړه ځينې خبرې شته، چې مفصل بحث پرې پکار دی.

مرجان هڅاند: 

نوی شعر داسې خوند کوي لکه د یوې ورکې مانا پیدا کول، د یو ورک انسان لیدل.

شعر د ورک روان لټون دی، شعر د ذهن هغه غذا دی چې د انسان ذوق وده ورسره کوي او بېخي د طبعیت غوندې ادا خپلول د شعر خوند دی.

کوم څه چې طبعي نه وي زمونږ نه خوښېږي ان که خندا هم وي.

همداسې شعر چې طبعي راشي لکه یوه نیمه ښکلې منظره چې مسیر ته مو راځي همداسې شعر یوه نادره خوښي او قناعت انسان ته ورکوي، زه یې الهام نه ګڼم.

شفیقه خپلواک: 

حداقل الهام نه دی. د الهام ادعا یې بې مسوولیته خلک کوي.

شرر ساپي : 

دا موضوع ډېره لرغونې ده، افلاطون په دې نظر و چې شعر الهام دی، دوی د شعر خدای درلود، تر اوسـه لا په ادبیاتو کې د افلاطون نظریې لوستل کیږي، نو د بې مسئولتۍ خبره به لږه درنه وي.

محبوبه اکبر:

ذهني ځواک یې ويلای شو، ځکه زه دا ځواک هېڅ نلرم، خو ډېر زيات مې خوښېږی.

عبدالرحمان احرار :

زما په نظر الهام د شعر ليکلو لپاره دليل دی؛ درد، خوشالي، فخر، کينه… دا ټول زما په نظر هغه الهام دی چې انسان په خبرو راولي، څوک يې په عادي ژبه وايي او څوک د شعري مطالعې په مټ يې موزون وايي.

هغه خلک چې نالوستي شاعران فطري شاعران بولي، تېروتي دي. نالوستي شاعران له ولسي ادبياتو موزون کلامونه ليکي.

ذبیح احساس :

الهام خو نه دی یارانو

خو له یو تائثر څخه د رامنځ ته شوي حالت اغېز یې بولم، چې تکړه خلک یې د ریاضت (ذهني ځواک به یې وبولو) په مرسته په الفاظو کې رانغاړي.

شفیق کره: 

الهام یې میتافزیکی هویت دی او که شعر الهام وګڼو د شاعر شخصیت او هویت بې‌ګټې کېږي.

یعنې شاعر د شعر خلق کې هیڅ ونډه نه لري بلکې د ده تر شا کوم میتافزیکی ځواک موجود دی او د خپلې خوښې الفاظ د شاعر په ژبه بیانوي.

زه د شعر له میتافزیکي هویت او تعریف سره د علمي استدلال له مخې مخالف یم.

شعر د انسان د مغزي فعالیت محصول ګڼم.

افسر ملاجان:

شعر مکمل د ذهن پيداوار دی د چا ورکړه مرکړه نه دی.

استاد محمد فدا الکوزی:

شعر الهام نه دی ذهني قوه یا استعداد یې اولینه اړتیا ده چې په فکر او ریاضیت سره مکملیږي. هغوی چې شعر الهام ګڼي ،که دا الهام زمونږ د اسلامي شریعت مطابق وي بیا به لوړو ولیانو شعرونه لیکل او غیر مسلمانانو کې به کوم شاعر بیخي نه و.

غلام رباني فیاض:

ستاسو دټولو نظرونو ته پۀ احترام.

زۀ بیا داسې اندم چې کۀ الهام او ذهني ځؤاک یؤ اړخ ته کړو او ځینې نالوستي شاعران پۀ بېلګه راواخلو، نو شعر الهي ورکړه او یا الهي ډالۍ هم ګڼلی شو.

ځینې خلک لۀ شعر سره د جنون تر پولې مینه لري، خو شعر لیکلی نۀ شي.

پۀ داسې حال کې چې ذهني ځؤاک یې هم ښۀ پیاوړی وي.

هڅاند رباني ته :

لیکل یوه وسیله ده، چې شعرونه یوازې حفظ کوي او ارشیف کوي یې.

د ملنګ جان شاعري هم ټوله ولیکل شوه.

نالوستي هم شعر اوري او ذهني تمرین کوي.

فدا الکوزی رباني ته :

غلام رباني فیاض هغوی ته هم خدا د شعر لیکلو استعداد ورکړی. د شعر لیکلو استعداد لکه د ریاضي استعداد نه دی. مانا دا که څوک څومره ښه استعداد ولري شاعر کیدای نشي ځکه هغه د شعر لیکلو استعداد نه لري. نو همدا د شعر لیکلو استعداد الهي ډالۍ ده.

ګمنام : 

پۀ شعرونو کې مطالعه او ددغې برخې تعقیب هم پر انسان اغېزه کوي او شعر لیکلو تۀ یې هڅوي.

بل شعر الهام هم کېدلی شي؛ خو البته ښۀ شعر. الهي ورکړۀ هم ورته ویلی شو او ذهني ځواک هم پکې رول لرلی شي.

خالد یاسین :

زۀ د ډاکټر صاحب حیران خبره تأیدوم، درې واړه!

که د یو سړي طبیعت د شعر نۀ وي، خبره نۀ شي شعر کولی، همداسې که ذهناً پیاوړی نۀ وي، خبره به شعر کړي؛ خو سمه نه!

بختیار تلاش: 

شعر ریاضت دی، پرله پسې او منظمه خواري ده.

کبیر ریحان: 

زه بيا داسې فکر کوم چې شعرونه په فطرت کې جوړ پراته دي او مونږ يې په بيت پسې ګرځو پيداکوو يې چې دا د ذهني ښکلا او حرکت لاس ته راوړنه ده.

محمدالله کمال: 

شعر الهام نه دی، بلکې د شاعر خپله هڅه ده، که الهام يې وګڼو، بیا له ګوتو وهلو او سمون او نقد څخه مبرا او سپيڅلی کلام دی.

حسرت الله عبدالله:

شعر لیکل یا رامنځته کول الهام دی او ښه کول یې ریاضت دی.

فرید قربان:

شعر څه دی د حواسو بیداري ده

له بارانه مخکې لوند وي د وږمې بوی

خیبر

طاهر امین تعجب :

شعر استعداد دی؛ چې ځیني خلک یې لري، ځیني نه!!!

خو دا استعدار روزل او ریاضت غواړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب