پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeټولنیزپه کورني ژوند کې د خوښۍ او بريا يو پټ راز؛

په کورني ژوند کې د خوښۍ او بريا يو پټ راز؛

که مو مساج هېر کړ، له ډېرو خوږو به محروم شئ!

نجیب احمد عزيزي

دا ټولو ته مالومه ده چې جسمي او رواني روغتيا له سپورټ سره تړلې ده، هغه کسان چې ورځني تمرينونه کوي، نه يوازې روغ، په کارونو کې وړاندې وي، بلکې تر ډېره ځوان هم پاتې کېږي.

دا يوازې نارينه‌وو ته نه، بلکې د ښځو لپاره هم يو ښه فعالیت دی چې په خپل کور کې يې کولای شي. راځئ نن په دې هکله تصميم ونیسو او د يوې اړتيا له مخې يې وکړو.

د ستړيا ختمول؛

هغه کسان چې په ورځنيو کارونو کې ستړي وي، د هغوی لپاره تر درملو دا ډېره ګټوره ده چې مساج شي.

ذهني نارامي له منځه وړل؛

دې کار ته ځکه يو سپورټ ویل کېږي چې پرېشاني او په بدن کې ګرمې ختموي، مثلاً کله چې تاسې په دفتري کارونو کې ۷-۸ ساعته پرله‌پسې بوخت ياست، هرومرو مو په بدن کې وينه ښه جريان نه‌شي لرلی چې وروسته په ځينو غړيو کې حرارت زیاتېږي، لکه؛ مخ، سينه او د پښو بې‌سېکه کېدل، د دې تر څنګ د کهالې او غوسې سبب ګرځي.

 د دې ستړيا د ختمولو لپاره که کوم کلب ته نه‌شئ تلای، ښه دا ده چې په دې کار کې خپله مېرمن هم شامله کړئ، يوه داسې خونه انتخاب کړئ چې هيڅ شور او غږونه نه وي.

که اړتيا وي د مساج کولو تېل هم درسره واخلئ، خو که چېرته مو دې کار ته يوازې د ورځني سپورټ په سترګه کاته، بیا غوره ده چې ۳۰دقيقې هره ورځ ورته وټاکئ، خو انډول يې داسې وساتئ چې ۱۵دقيقې مو مېرمن هم مساج کړئ.

 که څه هم په کوروالي کې مساج يو قانون او له بلې خوا پارونکی دی، خو د ستړيا ختمولو په پار چې ترې بې‌زاره نه‌شئ يوازې ۳۰دقيقي د ورځې په سر او يا پای کې وخت ورکړئ. د دې په ګټو به هغه مهال پوه شئ چې څو ورځې يې تمرین کړئ.   

يوه توصيه هغو کسانو ښځو/نارينه‌وو ته دا ده که خوب مو نه لاره، هرومرو مساج وکړئ، دا مو تر هر رنګ عصبي درملو غوره نسخه ده. 

د عاطفي اړيکو پايښت؛

کله نا کله د خاوند او مېرمنې مینه‌ناکې اړيکې سره شلېدلې وي، نه غواړي هره ورځ يو بل لمس کړي، خو که چېرته يې مساج په ورځني مهالوېش کې درلود، له څه وخت وروسته د دواړو په يو عادت بدلېږي؛ نو دا کار يې بېرته سړې اړيکې ګرموي او لومړنۍ مينه يې بیا را ژوندۍ کوي.

د خوښې او تازه‌والې لامل؛

مساج په خپله يو غوره کورنی سپورټ دی، خو په دې کې مهارت لرل بیا نور خوند لري، مثلاً د بدن هغه غړي چې ورو ورو موښلو «کېښکلو» ته اړتيا لري ځينې بیا داسې چې په ګوتو کې ونيول شي يا د کېبورډ په ډول ګوتې پرې وښورول شي، همدارنګه ځينې پلن غړي کلک کلک وموښل شي، خو په ټوله کې د دې چارې مهارت لرل په نرمو پستو لاسونو پورې تړلی دی. 

 د مساج پر مهال ښکلول، خوږې خبرې، نازونه او د مقابل لوري د بدن د غړيو د ښکلا ستاينه کول، نه يوازې ټوله پرېشانې ختموي، بلکې يو تر بله يې مينه او باور هم زیاتېږي؛ نو دا کار که له يوې خوا روانې او عضلاتي سکون درکوي، له بل لوري يو غوره سپورټ دی چې مېرمن مو هم ترې برخمنېږي. له طبي اړخه يې بله ګټه د اکسي توسين هورمون ترشح ده چې د ښځې او خاوند تر منځ مينه لا زیاتوي. د وينې فشار، حرارت، د تنفس خرابتيا ټوله له منځه وړي. په غړيو کې د وينې منظم جريان د تازه‌والي، ښکلا، ځوان ساتلو او خوښې لامل کېږي.

د دې کار بله ګټه د ټولن‌پوهنې له نظره دا ده چې خوښ او په کورني ژوند کې کامياب کسان په خپلو ورځنيو دندو غښتلي او د ډېر کار توان لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب