Homeادبشعرکامران وزیري|زما غريب خيال پلو

کامران وزیري|زما غريب خيال پلو

کله کله مې،

اسمان کې جونګړه وي

په ستورو مې

کور رڼا کړی وي

لمر کې مې

تود اور بل کړی وي

سپوږمۍ نه مې

ټال اچولې وي

په منځ کې

ستر کور وي

لر او بر وي

لښتې په کې

د ځمکې سمندر وي

ګلونه دری څلور وي

یاسمين وي

کشمالي

نارنج، هم د سينځلو

بوی خور وي

ونې ډکې وي له باره

د ګیلاسو او اناره

ژوي وي هر خواته

بې ضرره بې ازاره

بڼوال وی پیغلې جانانه

نازدانه وي او مستانه

یار وی ماه جبين

جوړه وي

ښکلې ګلچين

هوسۍ سترګې یې وي

حياناکې افغانۍ

ژبه يې وي پسته

او خواږه ايرانۍ

دنګه يې وي ونه

او غاړه يې نرۍ

غنم رنګې وي دلنشينه

کمر باريکه نازنينه

غاټول شونډې شکرينه

منه ناکه وي هم سنګينه

نه ملا وي نه يې شيطانت

نه پیريان وي نه يې آفت

نه ډار وي له دوزخه

نه جنت وي په عبادت

نه چل او ول وي

نه نوم وي د سياست

يو مذهب وي، انسانیت

راټول په کې یاران وي، په یوه لار روان وي

زړونه يې مسلمان وي، کړنې د انسان وي

ژبه يوه وي

زښته خوږه وي

پاکه ستره وي

نه په کې طنز وي

او نه کنايه وي

ډیره ساده وي

سمه او سيده وي

نخرې نه وي

مستي او نازونه وي

ژړا نه وي

خواږه هم دردونه وي

مينه وي

شوخي وي

خندا وي

او خوښي وي

هره ورځ نوروز وي

اختر مو هر روز وي

ژوند ولاړ په نن وي

بې مانا ديروز وي

شپه نيشت وي

ټول سبا سبا وي

مرګ مړ وي

ژوند بقا بقا وي

داسې

کله کله مې

په اسمان کې جونګړه وي

داکتر کامران وزیری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...