یکشنبه, مې 5, 2024
Homeجنرال وزیريد باور ماتول د کمزورو خلکو کار وي| جنرال دولت وزیري

د باور ماتول د کمزورو خلکو کار وي| جنرال دولت وزیري

کله چې د افغانستان پاچا، زمان شاه د خپل ناسکه ورور محمود له خوا په (۱۸۰۱ میلادي کال) د کابل پرېښودلو ته اړ شو. پرېکړه يې وکړه چې د جلال اباد له لارې پېښور ته چې د ژمي له خوا د هېواد پلازمېنه وه ولاړ شي.

په لاره کې د ستړیا د ویستلو په خاطر د ملا عاشق شینواري کور ته ورغی.  له زمان شاه سره په دې سفر کې د ده وزیر رحمت الله خان هم ملګری و.

هغه وخت چې دوی د ملا عاشق کلا ته دننه شول، ملا عاشق هغه باور چې زمان شاه پر ده درلود او د باور له مخې د ده کور ته ورغی.

ملا عاشق د ټولو افغاني دودونو پر خلاف هغه باور او اعتماد چې پر ده موجود و، مات کړ او شاه زمان يې د ۲۰۰ وسله والو په واسطه محاصره او اسیر کړ.

له دې وروسته ملا عاشق، شاه محمود ته د ده له خوا د زمان شاه د اسیر کېدلو خبر ورکړ. شاه محمود بې له ځنډه د وزیر فتح خان ورور اسدالله د څو تنو وسله والو او یوه جراح ډاکټر سره د ملا عاشق کور ته ولېږل.

کله چې دوی د ملا عاشق کور ته ورسېدل، لومړی يې د شاه زمان سترګې د نشتر په واسطه ړندې کړې او بیا يې له ځان سره کابل ته راوست او په بالا حصار کې يې زنداني او د ده وزیر رحمت الله خان يې زندۍ کړ.

زمان شاه ډېر زړور او هوښیار پاچا و. نوموړي غوښتل چې د خپل نیکه احمد شاه بابا په څېر یوه لویه امپراطوري او غښتلی حکومت را منځته کړي.

دی د خپل پلار تیمور شاه له مړیني وروسته له(۱۷۹۳ میلادي کال) څخه تر(۱۸۰۱ میلادي کال) پورې د افغانستان پاچا و.

زمان شاه له وسله وال پوځ سره ډېره مينه درلوده، ده غوښتل چې ستر او یو غښتلی وسله وال پوځ جوړ کړي او د خپل نیکه په څېر ډ ډهلي پر لوري لښکر وباسي او هلته له مسلمانانو سره چې د معتصبو هندوانو له خوا ځورول کېدل مرسته وکړي.

د همدې کبله يې ده ته د افغانستان د ناپليون لقب ور کړی و، خو له بده مرغه د انګرېزانو د دسیسو او د خپلو وروڼو سره د بې اتفاقیو له امله لومړی ړوند او بیا زنداني شو.

زمان شاه د کوه نور الماس چې د نادر افشار مېرمنې د خپل میړه له مړینې وروسته احمد شاه بابا ته د هغه د خدمتونو په خاطر چې دوی ته يې تر سره کړي وو د ډالۍ په توګه ورکړی و.

د اسیر کېدو پر وخت د ملا عاشق د کلا په یوه دیوال کې پټ کړ. وروسته شاه شجاع د کوه نور الماس د ملا عاشق له کلا څخه تر لاسه کړ. بیا د کوه نور الماس له شاه شجاع څخه په جبر د سکهانو مشر رنجیت سنګ لاس ته ورغی او بیا وروسته د رنجیت سنګ له ځایناستي څخه الماس انګرېزانو خپل کړ.

اوس د کوه نور الماس د انګلستان د ملکې په تاج کې ځای پر ځای دی. د کوه نور الماس په ( ۱۷۰۹ میلادي کال) د نادر افشار له خوا د هند له مغلي پاچا څخه تر لاسه کړی و.

وزیر فتح خان هم چې د شاه زمان په ړندولو کې يې لاس درلود، د شاه محمود سره د بې اتفاقیو له امله د شاه محمود د زوی شهزاده کامران له خوا په(۱۸۱۷ میلادي کال) ړوند شو او بیا وروسته د دوی له خوا د وردکو په سیداباد کې زندۍ او ټوټه شو. ملا عاشق هم کله چې شاه شجاع پاچا شو، شاه زمان ته د خیانت په تور زندی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب